د سليم راز سونيټ “انتظار” تنقيدي جاج
ليک: ګل اکبر خان د سلیم راز سونیټ “انتظار” د انسان د انتظار د نفسياتي او احساسي حالت انځور وړاندې کوي. شاعر ښائي چې کله انسان د چا یا د کوم خبر په طمعه وي نو د هغه ذهن او احساسات ګډوډ شي. خاموشي ورته هم د اواز په شان احساسېږي، خندا په ژړا بدلېږي…

