کله چې امریکا پرېکړه وکړه چې د ویتنام انقلابيانو سره خبرې وکړي، نو هغې ته یې وویل چې په پاریس کې خپل یو وفد واستوي چې د اوربند په اړه خبرې وشي. په هغه وخت کښې ویتنامي انقلابيانو امریکایي فوځيانو ته سخت زیان رسولی ؤ او د هغوی سره یې سخت سلوک هم کړی و.
له همدې امله، ویتنامي انقلابیانو څلور کسیزه وفد واستولو، دوه ښځې او دوه نارینه په دغه وفد کښې شامل وو، امریکایي استخباراتي ادارو د دې وفد لپاره په پاریس کښې د د اعلا پاې هوټلونو د استوګنې او خوړو بندوبست وکړو، هر ډول اسانتیاوې، آرام او نعمتونه یې برابر کړل.
خو کله چې وفد د پاریس په هوایي ډګر کښې راښکته شو، هلته موجود امریکایي موټرې د هوټل لپاره تیارې وې، خو ویتنامي وفد په هغو کښې ناستو څخه انکار وکړواو ویې ویل چې دوی به د خپلې خوښې سره سم استوګنه وکړي او په ټاکلي وخت به غونډې ته ورسیږي.
امریکایي وفد په دې خبرې حیران شول. هغوی وپوښتل: “تاسو به چیرته پاتې کیږئ؟”
د پلاوي مشر ځواب ورکړو: “مونږ به د پاریس په یو کوڅه کښې د ویتنامي طالبعلم په کور کښې اوسیږو.”
امریکایي استازی نور هم حیران شول او ویې ویل: “مونږ خو ستاسو لپاره یو شاندار هوټل برابر کړی و.”
په دې ویتنامي وویل:
“مونږ د جګړې پر مهال په غرونو کښې اوسېدو، په کاڼو ګټو باندې به ویده کېدو او په واښه به مو خوړل دا مو خوراک ؤ، که اوس زمونږ ژوند بدل شي، ویره ده چې زمونږ ضمير هم بدل شي. نو مونږ ته اجازه راکړئ چې په خپل حالت کښې پاتې شو.”
له همدې امله، وفد د ویتنامي په کور کښې استوګنه وکړه، او وروسته دا مزاکرات د امریکا د مکملې قبضې وتلو سبب وګرځیدل.
کله چې دواړه وفدونه د هوایي ډګر په مېدان کښې سره ولیدل، امریکایي استازي د لاس ورکولو لپاره مخکې شو، خو ویتنامیانو د لاس ورکولو څخه انکار وکړو او د دوی مشر وویل:
“مونږ لا اوس هم دښمنان یو، زمونږ خلکو مونږ ته د تاسو سره د لاس ورکولو اجازه نه ده ورکړې. څوک چې خپل ضمير خرڅ کړی هغوی به خپل وطن هم خرڅوی”
یو ورځ، جنرال “جياب” چې د ویت نامي انقلابي مشرانو څخه و، ۰1970۷ کلونو په لسیزه کښې د یوې عربي دارالحکومت سفر وکړ، چیرته چې فلسطیني “انقلابي” ډلې موجودې وې.
هلته یې ولیدل چې د دوی مشران په اسائش ژوند کوي: الماني موټرې، کوبایي سګرټونه، ایټالوي قیمتي سوټونه، او فرانسوي خوشبويي استعمالوی، کله چې دې ټولو ته د ویت کانګ د ځنګلونو ژوند سره موازنه کړو، بې اختیار یې ورته وویل:
“ستاسو بغاوت به هیڅکله بریالی نه شي!”
هغوی وپوښتل: “ولې؟”
جنرال جياب ځواب ورکړ:
“ځکه چې انقلاب او شتمني یو ځای نه شي پاتې کېدلی. هغه بغاوت چې د شعور بغېر وي، ترهګري ته بدلیږي، او هغه بغاوت چې پرې پیسې لګول کیږي، د دې مشران غلا کیږي.
که څوک د انقلاب دعوا وکړي، خو په ماڼیو او کوټو کښې ژوند وکړي، خوندور خواړه وخوري، او عیش و عشرت وکړي، پداسې حال کښې چې پاتې خلک په کمپونو کښې اوسي او د ژوندي پاتې کیدو لپاره د نړیوالې مرستې محتاج وي… نو پوه شئ چې هغه مشرتابه ریښتیا هم انقلاب راوړل نه غواړي.
او کومه مشرتابه چې د انقلاب بریا ورته مهمه نه وي، د دې بغاوت به هیڅکله بریالی نه شي.”
مستند حوالې:
Stanley Karnow — Vietnam: A History
دا کتاب د پاریس د سولې خبرو، د ویتنامي مشرتابه اصولي رویو، ساده ژوند او د امریکا فشار ردولو پېښې په تفصیل بیانوي.
Vo Nguyen Giap — People’s War, People’s Army
جنرال جياب په دې کتاب کې څرګندوي چې د انقلاب د بریا لپاره اخلاقي دیانت، د خلکو سره نزدېوالی او ساده ژوند ضروري دی.
Frantz Fanon — The Wretched of the Earth
دا کتاب د انقلابي تحریکونو د زوال ژور تحلیل وړاندې کوي او څرګندوي چې کله انقلابي مشرتابه په اسان ژوند اخته شي، تحریک خپله روح له لاسه ورکوي.