زرين خان د څۀ مودې راسې ډېر پرېشانه وۀ ـ د هغۀ د پرېشانۍ سبب د کلي حالات نۀ، بلکې د خپلو تربورانو نيتونه وو ـ هغوي چې د وينې رشته ئې ورسره وه، خو زړونه ئې پردي شوي وو ـ کله به ئې د پټي اوبۀ ورباندې بندې کړې، کله به ئې بې ضرورته د هغۀ په فصل اوبۀ خوشې کړې او کله به ئې د زمکې شريکې پولې خپل طرف ته ووهلې ـ د هغوي مقصد څرګند وۀ، هغوي غوښتل چې زرين خان د خپلې لارې واړوي او جنګ جګړې ته ئې مجبور کړي ـ او کلي کښې دا ثابته کړي چې د عدم تشدد خبرې صرف د خلې وي او په عمل کښې د چا حوصله نشته ـ
زرين خان له اويا کلونو اوښتې وۀ ـ هغه د خپل پلار په هغې لاره روان وۀ چې د زغم، انساني عزت او عدم تشدد فلسفه وه ـ هغه به د “باچا خان” نوم په احساساتي شور نۀ، بلکې په عملي خاموشۍ يادولو ـ په ژوند کښې ئې ډېر سخت حالات راغلل، خو خپله لار ئې بدله نۀ کړه ـ د هغۀ بچي هم د هغۀ په رنګ رنګ شوي وو، نۀ يوازې دا چې د هغۀ په فکر ولاړ وو، بلکې پوره کورنۍ پرې باور لرلو ـ څۀ مودې نه د ملک سياسي فضا بدله شوې وه ـ د “بدلون” نعرې دومره زورورې شوې چې ډېرو خلقو د پلار نيکه لارې پرېښودې او يو سراب پسې روان شول ـ نۀ څۀ واضحه نظريه وه او نۀ سنجيده قيادت، خو ذهنونه د “بدلون” د نعرو په جادو مغلوب شوي وو ـ هر لور ته دا بحثونه ګرم وو چې: “زاړۀ سياستوال به ختم شي او کرپشن به د تل د پاره ورک شي ـ” خو چا دا پوښتنه نۀ کوله چې دا “بدلون” چې د کومو خلقو په اوږو را روان دے ـ آیا دا هم هغه زاړۀ او ازمايل شوي مخونه نۀ دي؟ دغه بدلون هم خلقو وليدۀ، خو نظام بدل نۀ شو، بس د خلقو روئيې بدلې شوې. سياست د اختلافه دښمنۍ ته لاړ ـ دليل ورک شو او کنځلو ځاے ونيولو ـ د مشرانو سپکاوي عام شو او ملنډې کول د هوښيارۍ نښه وګڼلې شوه ـ دغه د نفرت اور تر زرين خان پورې هم ورسېدۀ ـ د هغۀ کشر ورور او ځينې تربوران هم د دې “نوې ژبې” مريدان شول ـ هغوي به د زرين خان سياسي سوچ پسې ټوقې کولې، خو زرين خان نۀ خپله چاته جواب ورکولو او نۀ ئې بچو ته د فضول بحثونو اجازت ورکړې وۀ ـ زرين خان په ډېر برداشت خپله مبارزه کوله، خو وخت تېرېدو سره ستونزې لا زياتې شوې ـ کله چې په سيمه کښې د “توندو جذبو مېلمانۀ” راپېدا شول او د قام په نوم ئې خپل یو جدا سیاسي غږ پورته کړو ـ د کلي څۀ خلق او ځينې خپلوان ئې هم په دغه لار روان شول ـ دا دواړه ډلې په خپل مینځ کښې نظرياتي طور سره مخالفې وې، خو د زرين خان په مخالفت کښې به ټول يو شول ـ د سياسي شعور نشتوالي دا حالت نور هم د حساسيت خواته بوتلو ـ دا هر څهٔ د زرين خان د صبر د ازمېښت هڅې وې، خو هغه د غرۀ په څېر ثابت پاتې وۀ ـ تر هغې ورځې چې د زرين خان نمسۍ د کالجه کور ته راتله او په لاره کښې ورباندې آوازونه وشول ـ يو تن پکښې په پېغور وويل: “ګورئ، د عدم تشدد څۀ ښکلې نښه راښکاره شوه!” دا الفاظ نۀ سياست وۀ او نۀ سياسي اختلاف، دا په نېغه د يوې پښتنې پېغلې سپکاوې وۀ ـ چا چې دا خبرې کولې، خبر نۀ وۀ چې د زرين خان زامن هم نزدې ولاړ دي او دا هر څهٔ ئې په خپلو غوږونو واورېدل ـ زرين خان هلته نۀ وۀ، خو د بچو ذهن کښې ئې د پلار د صبر درس وۀ او د هغۀ د عدم تشدد غرور ئې مخې ته ولاړ وۀ ـ خو د غېرت زخم ئې تازه شو ـ خبرې تېزې شوې او بيا هغه څۀ وشول چې کلونه کلونه ترې زرين خان ځان ساتلې وۀ ـ تشدد راغې، خو د وحشت په بڼه نۀ، بلکې د عزت د دفاع په بڼه ـ کله چې زرين خان خبر شو او هلته ورسېد، بچي ئې ورته سر ټيټي ولاړ وو ـ د هغوي سترګو د پلاره پوښتنه کوله ـ زرين خان اوږده ساه واخيسته، او په ډېر وقار ئې ووئيل: “ما تاسو ته د مينې، صبر او عدم تشدد لار ښودلې وه، ځکه چې دا د انسانيت لوړه لار ده ـ خو نن خبره د سياست نه اوښتې وه، دا د عزت خبره وه، د پښتنې حيا او د کور د حرمت خبره وه ـ په کوم ځاے کښې چې د انسان عزت تر پښو لاندې کېږي، هلته خاموشي نور عبادت نۀ پاتې کېږي ـ هغوی زما د صبر غرور ماتول غوښتل، خو زۀ اوس هم مات نۀ يم ـ” هغه لږ غلې شو او بيا ئې زياته کړه: “نۀ مې مخکښې تشدد خوښ وۀ او نۀ اوس، خو زما بچي بې غيرته نۀ دي ـ زمونږ د ‘ګران بابا’ لار دا نۀ ده چې د بل چا عزت ته لاس واچولې شي، خو هغۀ دا هم وئيلي وو چې ظالم ته سر مۀ ټيټوئ ـ نن زما بچو غلطه نۀ ده کړې، هغوي يوازې ځينې ‘کږې خولې’ نېغې کړې دي ـ عزت هغه وروستۍ کرښه ده چې تر هغې وروستو عدم تشدد هم د انسان د ننګ نۀ پوښتنه کوي ـ” په کلي کښې يوه عجيبه خاموشي خوره وه ـ او هغه چې د بدلون او سپکاوي په لاره روان وو، سرونه ئې ټيټ وو او د زرين خان د وقار په وړاندې ئې د خبرو مجال نۀ لرلو ـ
7 thoughts on “وروستۍ کرښه”
Love the vibe of this site! It is very user friendly and the games load quickly on my phone. bigbunnylogin makes gaming so much easier.
Best betting odds I have seen in a long time. It is easy to navigate and the live updates are spot on. I totally trust br55llbet with my plays.
I love how fair the odds are on this platform. It gives me a lot more confidence in my bets. I’ll be sticking with br456betsim for a long time.
I really appreciate the customer support here, they answered my questions almost instantly. It makes the whole experience feel very secure. Shoutout to bd88xbajee!
I’ve tried a few platforms recently but this one is surprisingly smooth. The login process is quick and I didn’t encounter any lags. Definitely a solid choice for local players. Check out jilionelogin for a great experience.
Login process is super quick and the customer support is actually helpful. Really happy with the experience at bjbaji777login.
Quick installation and the app is very light on memory. Everything is optimized for a great experience. Get it now at luky888download.