پښتونخوا خاوره اؤ خلک

دويمه برخه

پښتونخوا د تاریخ مختلفو پړاوونو کښې:

ضلعې:

په انتظامى توګه پښتونخوا صوبه پينځويشت ضلعو کښې وېشلې شوې ده چې نومونه يې دا دى:

اېبټ آباد، بنو، بټګرام، بونېر، چارسده، چترال، ډېره اسماعيل خان، هنګو، هرى پور، کرک، کوهاټ، کوهستان، لکى مروت، دير کوز، دير بر، ملاکنډ، مانسهره، مردان، نوښار، پېښور، شانګله، صوابۍ، سوات، ټانک، تورغر

اېبټ آباد:

هزاره سيمه کشے دا ښار 1853ء کښې پېرنګى مېجر جېمز اېبټ ودان کړے دے چې هم دَ هغهٴ دَ نوم پهٴ تړون اېبټ آباد يادېږى چې دَ پېښور نه شمال ختيز اړخ ته 93 ميله (150 کلوميټر) پهٴ مزل پروت دے. سمندر نه 1260 ميټر اوچت دا ښار نوموړې غريزه سيمه ده چې دَ خپلې قدرتى ښکلا اؤ يخ موسم دَ پاره پېژندګلو لرى اؤ پهٴ اوړى کښې ګڼ شمېر سېلانى دَ دغه سيمې نه خوند اخستلو دَ پاره راځى. دَ اېبټ آباد ټوله رقبه 1969 مربع کلوميټره ده چې انتظامى طور پهٴ 2 تحصيلونو اؤ 51 يونين کونسلو کښې وېشلې شوې ده. دَ تعليم شرح دې ضلع کښې تر دې دمه دَ پښتونخوا ټولو نه جيګه شرح ده اؤ دې سره دَ غوره تعليمى ادارو اؤ پوځى ودانيو دَ پاره هم نوم لرى. دَ کال 2005ء خونړۍ زلزله کښې کهٴ دَ ښار لويه برخه وژغورلې شوه خو زړې اؤ لرغونې ګڼې ودانۍ پکښې ړنګې شوې.

بنو
بټګرام
بونېر
چارسده
چترال
ډېره اسماعيل خان
هنګو
هرى پور
کرک
کوهاټ
کوهستان
لکى مروت
دير کوز
دير بر
ملاکنډ
مانسهره
مردان
نوښار
پېښور
شانګله
صوابۍ
سوات
ټانک
تورغر

خلک:
پښتانهٴ دَ نړۍ پهٴ لرغونو قامونو کښې شمېرلے کېږى اؤ تاريخ پوهان پهٴ دې خبره يؤ غږ دى چې دَ چين اؤ دَ هند پهٴ زورورو اؤ سترو تهذيبونو کښې هم پښتنو خپله ژبه، کلتور اؤ تهذيب پهٴ داسې حال کښې ژوندى اؤ خوندى ساتلى چې ګڼې ژبې، کلتورونه اؤ تهذيبونه دې موده کښې لهٴ منځه تلى دى.

دَ پښتنو دَ اصل نسل پهٴ حقله ګڼ نظرونه وړاندې کړے شوى دى اؤ دَ دغه نظرونو دَ منلو وړ کولو دَ پاره هر چا سره خپل دليلونه اؤ خپل جوازونه دى. دې لړ کښې مونږ دَ غنى خان دَ دې فکر ملګرى يو چې “دا مهمه نهٴ ده چې دَ تاريخ پهٴ اوږدو کښې پښتانهٴ بنى اسرائيل دى کهٴ اريا، مخلوط النسل دى کهٴ يونانيان اؤ کهٴ بل څهٴ… مهم دا دى چې نن پښتانهٴ څهٴ دى اؤ څنګه دى؟”

وړومبۍ څېړنه:

دَ پښتنو دَ اصل نسل پهٴ حقله دا وړومبۍ څېړنه دَ مغل واکمن جهانګير پهٴ دور (1025ه‍ / 1612ء) کښې دَ جهان لودهى پهٴ وېنا مولوى نعمت الله هروى دَ “تاريخ خان جهانى عرف مخزن افغانى” پهٴ نامه مخې ته راوړې وه چې وخت پهٴ وخت يې پهٴ مرسته کښې نورو ګڼو ليکونکو هم ليکونه کړى دى اؤ تراوسه ده لړۍ روان ده.

دې څېړنه کښې وئيلى شوى دى چې دَ حضرت يعقوب عليه السلام دَ زوى “بن يامين” يؤ نمسے “قېش” (قېس) و اؤ دَ قېس دَ زوى “ساول” نوم وهٴ چې دَ ښائست، دنګې ځوانۍ اؤ کلکې ځاندرې لهٴ کبله به ورته “طالوت” (دَ قرآن پهٴ دوېم سورة البقره ايت 247 کښې دَ طالوت ذکر شته) هم وئيلے کېدو. دَ طالوت باچائۍ کښې ښاغلى داؤد عليه السالم دَ بنى اسرائيلو لهٴ خوا دَ “عماليقه” قوم سره ډېر پهٴ تورزنۍ وجنګېدل چې دَ دغه تورزنۍ پهٴ بدل کښې ورته طالوت دَ باچائۍ يوه برخه روکړه. ښاغلى داؤد دغلته ملکى امور پهٴ دومره ښهٴ ډول مخ پهٴ وړاندې پوتلل چې اولس ترې ډېر خوشحاله وهٴ اؤ طالوت دَ خپل مرګ نه اګاهو هغه پهٴ خپل ځائې دَ بنى اسرائيلو باچا ومېرو. دَ طالوت دوه ښځې وې چې دَ دغه کونډو سره به ښاغلى داؤد ډېر ښهٴ سلوک کوو. دَ طالوت دَ مرګ نه پس دواړه ښځې لنګې شوې چې دَ يوې دَ زوى نوم “برکيا” اؤ دَ بلې دَ زوى نوم “ارميا” کېښودے شو. برکيا اؤ ارميا چې لوئې شول نو دَ ملک پهٴ چارو کښې ئې ښاغلى داؤد سره لاس کولو اؤ دَ هغوى انتظامى اؤ لښکرى ځيرکتيا ليدلو باندې ښاغلى داؤد برکيا خپل مشر وزير اؤ ارميا سرلښکر وټاکل. دوى دَ ملک نظام پهٴ داسې ډول روان کړو چې اولس ته ډېر دَ سولې اؤ سوکالۍ ژوند پهٴ برخه شو. بيا دواړو ودونه وکړل اؤ دَ دواړو زامن شول. برکيا خپل زوى له “اصف” اؤ ارميا خپل زوى له “افغنا” نوم کېښود. ښاغلے داؤد چې مړ شو نو دَ هغهٴ ځوئې سلېمان عليه السلام باچا شو. برکيا اؤ ارميا هم پهٴ خپلو وختونو مړهٴ شول اؤ دَ هغوى زامن دَ خپلو پلارانو پهٴ څوکيو وټاکلے شول. افغنا ته سلېمان دَ سرلښکرۍ سره دَ بېت المقدس دَ ابادولو ذمه هم وسپارله اؤ افغنا پهٴ خپل ژوند دغه ذمه سر ته ورسوله. دَ اصف اؤ افغنا دېر زوزاد وزېږېدو. د اصف اتلس اؤ دَ افغنا څلوېښت زامن وو اؤ دغسې دَ سلېمان دص مرګه پورې بنى اسرائيلو کښې دوى نه لويه اؤ زوروره قبيله نهٴ وه.

(ياده دې وى چې دَ ښاغلى سلېمان ځوئې “يُربعام” چې کله دَ پلار پهٴ ځائې پهٴ تخت کښېناستلو نو هغهٴ دَ افغنا اؤ دَ اصف کورنۍ دَ خپلو عهدو نه لرې کړې. دغه وخت دې کورنيو سره دفاع، تجارت اؤ بلديات وو. يربعام ته خپلو بړيڅمارو دا باور ورکړے وهٴ چې دَ ښاغلى سلېمان دَ مرګ نه وروستو دوى تا نه تخت اخستلے شى، ځکه چې زورور هم دى اؤ خلک ئې هم خوښوى.)

ډېره موده پس بخت نصر پهٴ بنى اسرائيلو قبضه وکړه اؤ بېت المقدس ئې ړنګ کړو. څهٴ قبيلو دَ بخت نصر باچائى ومنله اؤ پهٴ ځائې پاتې شوې، څهٴ خلق هغهٴ مچلکه بوتلل اؤ څهٴ قبيلې ووتلې. دَ اصف اؤ افغنا قبيلې هم ووتلې اؤ دَ اوسنى افغانستان شاوخوا سيمو کښې ابادې شوې. نن تاريخ دَ افغنا دغه اولاد دَ “افغان” اؤ “پښتون” پهٴ نامه پېژنى. ځينو قبيلو ګڼل چې دَ داؤد اؤ سلېمان بېت المقدس خو هسې هم زمونږ دَ لاسه لاړو چې دَ ابراهيم عليه السلام اباد شوى دَ خدائې کور ته لاړ شو اؤ ځکه دغه قبيلې عربستان ته لاړې اؤ دَ مکې شاوخوا ابادې شوې.

سلېمان نه يو نيم زر کلونه پس ښاغلے “محمد صلى الله عليه وسلم” دَ خدائې دَ وروستى استازى پهٴ توګه ونومولے شو. دَ هغهٴ دَ نبوت نه نهه کاله پس دَ بنى اسرائيلو دَ قبيلې يؤ سردار خالد بن وليد پهٴ ښاغلى محمد ﷺ ايمان راوړهٴ اؤ هغهٴ دَ “غور” پښتنو ته يؤ خط وليکلو اؤ دَ دغه خط پهٴ ترلاسه کولو دَ “قېس” نومې سړى مشرۍ کښې څو پښتانهٴ مشران مدينې ښار ته لاړل چې هلته دغه جرګې دَ ښاغلى محمد ﷺ سره خبرې وکړې اؤ ايمان يې راوړو. دغه جرګې ته ډېر درناوے ورکړے شو اؤ د قېس نامه پهٴ “عبدالرشيد” واړولې شوه اؤ بنى اسرائيلو چې دَ قېس نيکهٴ طالوت له کوم “ملک” خطاب ورکړے وهٴ، دَ خدائې نيازبين استازى ﷺ هماغه خطاب قېس له دَ عبدالرشيد نوم سره ورکړو. دې سره ئې هغهٴ ته “بطان” (سينګاوڼ) ووې چې وروستو هم دغه بطان دَ هنديانو پهٴ ژبه دَ “پټان” وړومبۍ رېشه وګرځېدله. قېس دَ خالد بن وليد خور سره وادهٴ هم وکړو. دا جرګه چې کله خپل وطن ته راستنه شوله نو قېس چې اوس ملک عبدالرشيد وهٴ، ډېره پهٴ مينه دَ خپل قام لارښودنه وکړه اؤ دَ هغهٴ قام څهۍ موده کښې ټول دَ ښاغلى محمد ﷺ پهٴ دين شو. دَ قېس درې زامن وشو چې مشر “سربڼ”، پسې “بيټن” اؤ ورپسې “غورغشت” نومېدل اؤ دَ پښتنو اوسنې قبيلې هم دَ دغه درې واړو زامنو اولاد دے.

دا څېړنه پهٴ خپل ځائې ګڼ سوالونه لرى اؤ دَ بنى اسرائيلو ورکې قبيلې دَ غور پهٴ غرونو اؤ دَ مکې شاوخوا کښې دېره کولو نه پس خالد بن وليد ته دَ خپلو سلېمانى تربورانو يو نيم زر کلونه پس درک (حال دا چې خالد بن وليد خپله دَ عربو دَ نوموړې قبيلې قرېش دَ څانګې “بنى مخزوم” ګړے وهٴ) اؤ دَ دواړو منځ کښې دَ اړيکې ژبه اؤ بيا دَ پښتنو اوسنۍ ټولې قبيلې دَ قېس نه پېل کېدل پهٴ خپل خپل ځائې کږلېچونه دى چې رڼاوے اؤ سپيناوے غواړى. قېس دَ عربۍ نوم دے خو دَ دغه څېړنې پلويان يې عبرانى بولى خو بيا هم کهٴ دَ خدائې نيازبين استازى ﷺ دَ قېس نامه اړولې وه اؤ قېس دَ خالد خور سره وادهٴ کړے وهٴ نو قېس خپلو زامنو له ولې عربى نومونه نهٴ اېښودل. دَ قېس دَ زامنو نومونه سړبن، غورغښت اؤ بېټن به دَ هغوى عربى ويونکې مور څنګه اخستل؟

دوېمه څېړنه:

دَ پښتنو دَ اصل نسل پهٴ حقله دوېمه څېړنه هم دَ بنى اسرائيلى نظريې سره ډېره نزدې ده. دَ دې څېړنې تر مخه دَ ښاغلى ساره دَ مړينې نه پس ښاغلى ابراهيم عليه السلام دَ بى بى قطورې سره وادهٴ وکړو اؤ اوسنى پښتنانٴ دَ بى بى قطورې زېږولے اؤ ښاغلى ابراهيم اولاد دے. تورات کښې دَ ښاغلى ابراهيم نه دَ بى بى قطورې دَ شپږو زامنو نومونه مديان، مدان، زمران، يقسان، اسباک اؤ سوخ ښودلى شوى دى. ښاغلې هاجرې اولاد چې پکښې ښاغلے اسماعيل عليه السلام هم وهٴ، پهٴ مکه کښې پاتې شوى وو اؤ دغسې دَ ښاغلى اسحاق عليه السلام دَ مور ساره بى بى نه علاوه ښاغلى اپراهيم دَ خپلو نورو ښځو زوزاد خپل ځان نه رخصت کړے وهٴ اؤ هغوى ته يې ستر انعامونه ورکړى وو. دَ قطورې بى بى زامنو کښې دَ مديان اؤ يقسان ذکر تورات کښې شته. مدان، زمران، اسباک اؤ سوخ دَ ايران پهٴ شمال مغربى سيمو کښې اباد شو چې دغه سيمه پهٴ “توران” يادېدله اؤ دا خلک هلته پهٴ “مدان” نوم ياد شول.

دَ يقسان زوزاد “يقسانى” اؤ دَ مديان زوزاد “مديانى” پهٴ ګړه دَ “قينى” قام پهٴ نامه ياد شو اؤ چې کله دَ بنى اسرائيلو باچا طالوت (ساول) پهٴ عماليقه قام بريد کولو نو خپلو تربورانو قينى قام ته ئې دَ عماليقه منځ نه دَ وتلو ووې. قينيانو شاوخوا 1093 ق.م کښې دَ ساول پهٴ وېنا دَ ايران قطبى قبليزه سيمې “پشت” ته کډه وکړه چې وروستو دَ هخامنشى زمانه کښې “پارتيا” اؤ اسلامى دور کښې “طبرستان” ياده شوه، دَ دې نظريې منونکى باور لرى چې وروستو دَ دې سيمې پشت پهٴ تړون سره دا خلق “پاشفين” / پاښتين … پشتين / پښتين … پشتون / پشتو اؤ سيمه “پښتونخوا” /  پشتونخوا ونومېده.

دا څېړنه زړه ده خو خوره ځکه نهٴ ده چې دَ دې زاويه دَ وړومبۍ څېړنې پهٴ ناليدلو دليلونو پرته ده اؤ هر څو دغه نظريه زياته خوره شوې نو ځکه دې پله چا زيات پام نهٴ دے کړے اؤ دَ قطورې بى بى دَ زامنو نه دَ ساول زمانې پورې وخت هم دومره اوږد دے چې دغه څېړنې له اوږده نهٴ ورکوى.

نور بيا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!