Skip to content
پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت
اوله برخه
دَ پښتونخوا مطالعه:
مونږ چې اوسنى وخت کښې د پښتنو ژوند ژواک او د نړۍ نورو تهذيبونو او تمدنو کښې د هغوى برخې ته ګورو نو پهٴ دې خبره وياړېږو چې نن پښتانه پهٴ تعليمى اړخ پر مخ تللى دى او پهٴ نړۍ کښې د چا سره د خبرې کولو او سیالۍ کولو جوګه شوى دى. يقيناً چې دغسې سيال او وياړمن اوسېدلو لپاره بايد پښتانهٴ نور هم لوستى شى او د جدید علومو زدکړه وکړى.
له بده مرغه، که مونږه وګورو نو پښتانه د خپل ځان، د خپل وياړمن تاريخ او د خپلې هغه شتمنې خاورې نه ناخبره دى کومى خاورې چې ځان کښې د خدائې ورکړے شوې د قدرتى وسايلو زيرمې رانغښتې دى. داسې حالات کښې چې د نړۍ نور قامونه د علم او هنر پهٴ لار پهٴ وسیله پهٴ پردو وسايلو ځانونه ژوندى ساتى، پښتانهٴ بې وسلې او بې وسيلې د حالاتو پهٴ رحم و کرم ژوند تېروى.
پهٴ نړۍ کښې قامونو ته د هغوى مورنيو ژبو کښې پېليزې زدکړې نه واخله تر لوړو زدکړو پورې وخت پهٴ وخت د هغوى قامى پېژندګلو، د هغوى قامى جوړښت کښې د ژبې او جغرافيې د پوهې ارزښت سره د هغوى د قدرتى زېرمو بشپړ لوست هم کېږى خو پښتونخوا کښې مېشته پښتانه قامى طور د داسې رويې سره مخ دى چې ژبه يې هم د دوى سره سمه وژلې کېږى او که يو ډېر لوست پښتون ته هم د هغهٴ د پښتو خبره وکړې نو هغه ته د پښتو وئېلو، اورېدلو او لوستلو سره عجيبه د کمترۍ احساس ودرېږى. دغسې کهٴ پښتنو خپل تهذيب او کلتور د ایران، هند او چین غوندې د لویو او زورورو تهذيبونو او کلتورونو منځ کښى ژوندی ساتلے و خو د تاریخ پهٴ مختلفو پړاوونو د پښتنو پهٴ ټاټوبى د جنګونو او ښکېلاکونو ترمنځه د قام پهٴ تاريخى تهذيبى او کلتورى حافظه دومره ګوزارونه شوى دى چې پښتانهٴ د خپل تاريخ سره نيمګړې پېژند ګلو لرى.
د پښتونخوا مطالعه اوس د وخت تر ټولو لویه غوښتنه او تر هر څهٴ لوئې ارزښت لرونکے اړخ دے. د نړۍ لرغونے قام، پهٴ زرګونو کلونو محيط تاريخ، تهذيب، کلتور او د دې خاورې دننه پرتې قدرتى زېرمې او د دې د غرونو ورشو کښتونو او چینو، ولو خوړونو او سيندونو پهٴ حقله لوستل د وخت غوښتنه ده. دې سره به پښتانهٴ پهٴ خپله خاوره د جنګونو مختلف اړخونه هم ووینى، پهٴ خپله خاوره به د زرګونو میلونو نه د راتلونکو یرغلګرو نیتونه او څهرې هم وپېژنى او نن پهٴ خپله خاوره د مخ شوو حالاتو ولاړو شوو سوالونو د پاره به جوابونه هم ومومى.
د پښتونخوا مطالعه به د تاریخ، تهذیب، کلتور د پښتنو د اصل نسل، دَ ژوند ژواک، دَ خوراک څښاک، غرونو، مېدانونو، درو، خاورې، فصلونو، مېوو، سیندونو او نورو وسایلو پهٴ باره کښى د پوهې ورکولو یوه شعورى او منطقى هڅه وى او هم پهٴ دې لار به پښتانهٴ پهٴ عملى ژوند کښې د نړۍ د نورو قامونو سره د سیال کېدلو جوګه هم شى.
پښتونخوا:
پښتونخوا اوسنى پاکستان کښې پهٴ جغرافيايى توګه هغه سيمې ته وائى چې د تاریخ پهٴ بېلا بېلو پړاوونو کښې د پکتایکا اریانه”، “روه”، “سرحد” او اوس اوس د خېبر پښتونخوا پهٴ نامه ياده شوې ده. د ډيورنډ کرښه راکښلو نه پس به پېرنګى دې سیمې ته مشرقى افغانستان او دې سيمه کښې مېشته خلکو ته مشرقی افغانیان وئېل خو 1901 کښى د پنجاب نه دا سيمه بېلولو باندې انتظامى طور دې ته شمال مغربى سرحدى صوبه ووئېلې شوه. د پښتو لرغونو شاعرانو او ادیبانو دې سیمی ته (په شمول د اوسنۍ فاټا او د بلوچستان د پښتنو سیمو) پښتونخوا وئېلې ده – “روه” سنسکرت ژبه کښې د “کوه” (غر) پهٴ معنا راځى او هنديانو د دې سيمې اوسېدونکى “افغان”، “پټهان” او “روهيله” بللى دى او نن هم د هندوستان “اوترپردیش” (UP) کښې د دې نسل د اوسېدونکو یوه پراخه اولسوالی د “روهيلکنډ” پهٴ نامه شته. پښتنو لرغونو لیکوالو دا سیمه پهٴ “اريانه” هم بللې ده چې رېښه يې د “اريا” نسلى خبرې سره تړون خورى. لرغونى يونانى هیرود و پس دوه نیم زره کاله اګاهو دې پکتايکا او د دې اوسيدونکو ته “پکتوس” وئېلى دى. د اسلام وړومبۍ موده کښې دا سيمه پهٴ “خراسان” بللې کېدله خو هغه وخت دې کښې د ایران نیشاپور مشهد او طوس هم شامل وو.
د پښتونخوا زمکپوهنه (جغرافیه):
د تاريخ پهٴ اوږدو کښې د جیګې لړۍ پامیر، د امو سيند او اباسین منځ کښې مارګلې پورې غځېدلې دا درې ګوټيزه (مثلث) سیمه د بحيره روم، چین او هند ترمنځ د تګ راتګ او اړیکو ساتلو غوره او نزدې لاره ده چې د زرګاؤ کلونو نه د منځنۍ او سويلى آسيا ترمنځ د یؤ پول پهٴ معنا لرى. دا وطن د شمال نه جنوب پله د یو اوږد دېوال پهٴ رنګ خور دے۔ شمال کښې باجوړ نه واخله پهٴ جنوب کښې د سيوۍ (سبي) پورې دا وطن داسې پروت دے چې د نړۍ لوړو غريزو لړيو پهٴ وړو وړو درو او مېدانونو کښې وېشلے دے۔ جنوب کښې دا د مغرب پله تاوېدونکی ښکارى چې د ایران سطح مرتفع سره پېوستېږى. د دې پهٴ شمال کښې باجوړ او چترال د قراقرم د جیګې غريزې لړۍ پهٴ پاېله کښې دى او د همالیې لړۍ تر سواته غځېدلې ده. د دې وادیو او مېدانو سيمو سره د تاريخ د ډېرو پړاوونو او جنګونو قیصې تړلې دى. هندوکش نه وتونکے کابل سیند د ختيز افغانستان د اوبو د نکاس ټولو نه لویه لاره ده. د مغرب لخوا دا سیند د پېښور وادۍ ته ننوځى چې پهٴ وړاندې تګ درې برخو سردریاب، ناګومان او شالم کښې وویشلے شى خو اشنغر کښې بيا درې واړه يؤ شى او د شمال نه راتلونکے سوات سیند يې هم مل شى او نوښار کښې پهٴ لنډى سيند ياد شى چې اټک ته پهٴ رسېدلو اباسین کښې ګډ شى. د جنوب سيندونه نسبتاً لږې اوبهٴ لرى چې پکښې د کوهاټ توى سيند، د کُرمې سیند او کومل څرګند دى او دا هم اباسين ته بهېږى. پهٴ جنوب مغرب کښې اوبهٴ ډېرې لږې دى او ځکه دغه سيمو کښې د باران اوبهٴ د اوبهٴ خور د پاره پکارولے کېدلې چې دې د پاره دغه سيمو کښې پشین لوړه، کاکړ لوړه او شال لوړه د اوبهٴ خور د نظامونو نامی وې. د ټیوب وېلو راتګ سره اوس دغه لوړى مخ پهٴ ښکته روانې دى خو د چينو او بارانونو اوبه د کاريزونو پهٴ لاره اوبهٴ خورد پاره اوس هم دغه سیمو کښې پکارولې کېږى.
پښتونخوا کښې پهٴ نسبتاً لږ جغرافيايى بدلون موسم ډېر پهٴ بله اوړى، ميدانى سيمو کښې اوړے ډېر تود وى او کله کله تاؤ د 40Cº نه هم واوړى. شمال کښې د دنګو غرونو پهٴ سرونو او لمنو کښې اوړے سوړ وى. جنوب مغرب کښې سمندر نه پهٴ اوچته پرتې درې او وادۍ يخې وى. دې هر څهٴ کښې پېښور نه اټکه پوری آب و هوا انتهاپسنده ګڼلې کېږى چې ژمى کښې ډېره يخه او اوړى کښې ډېره توده وى.
پښتونخوا (اوس وختونو کښې) د پاکستان شمال مغرب کښې پهٴ 74,521 مربع کلومیټر خوره صوبه ده چې شمال مغرب کښې يې افغانستان، شمال کښې ګلګت، جنوب کښى بلوچستان، مشرق کښې کشمیر او پنجاب پراتهٴ دى. پښتونخوا د اوږد سار (طول بلد) 69.1º نه تر 47.7 º مشرق او د پلن سار (عرض بلد) 31.4º نه تر 37.4º شمال پهٴ منځ کښې خوره سيمه ده. قدرتى طور پښتونخوا شمالى غريزه لړۍ لویدیزه (مغربى غريزه لړۍ او هوارو سيمو کښې ویشلې شوې ده. شمالى غريزه لړۍ د سپین غر او هندوکش نه غځېدلې ده او دې کښې “باروغل”، “شیندور”، “لوارى”، “انوشا”، “شوئى، “احتويى” او “شیراشنګ” درى څرګندې دى. لويديزه لړۍ د “كسى غر” (کوه سليمان) پورې رسېدلې ده چې دغه لړۍ کښې د خېبر، پېلو، ټوچۍ او ګومل درې جوتې دى. هوارې سیمې پهٴ پېښور، اشنغر، مردان، بنو، ډیره اسماعیل خان او ډېره غازى خان مشتملې دى. اباسین، کابل سیند، چترال سیند، پنجکوړه سیند ، سوات سیند، کونړ سیند او د کرمې سيند دې صوبه کښې بهېدونکى قدرتى سيندونه دى.
پښتون وطن دا لويه ځانګړتيا ده چی قاشقار (چترال) نه د بروهى بلوچستان د بکهر سيمې پورې دا د نړۍ ټولو نه اوږده پټۍ ده چې يؤ قام (پښتون) پرې ژوند کوى.
نور بيا
error: Content is protected !!