وروستۍ کرښه

افسانه

زرين خان د څۀ مودې راسې ډېر پرېشانه وۀ ـ د هغۀ د پرېشانۍ سبب د کلي حالات نۀ، بلکې د خپلو تربورانو نيتونه وو ـ هغوي چې د وينې رشته ئې ورسره وه، خو زړونه ئې پردي شوي وو ـ کله به ئې د پټي اوبۀ ورباندې بندې کړې، کله به ئې بې‌ ضرورته د هغۀ په فصل اوبۀ خوشې کړې او کله به ئې د زمکې شريکې پولې خپل طرف ته ووهلې ـ د هغوي مقصد څرګند وۀ، هغوي غوښتل چې زرين خان د خپلې لارې واړوي او جنګ جګړې ته ئې مجبور کړي ـ او کلي کښې دا ثابته کړي چې د عدم تشدد خبرې صرف د خلې وي او په عمل کښې د چا حوصله نشته ـ

زرين خان له اويا کلونو اوښتې وۀ ـ هغه د خپل پلار په هغې لاره روان وۀ چې د زغم، انساني عزت او عدم تشدد فلسفه وه ـ هغه به د “باچا خان” نوم په احساساتي شور نۀ، بلکې په عملي خاموشۍ يادولو ـ په ژوند کښې ئې ډېر سخت حالات راغلل، خو خپله لار ئې بدله نۀ کړه ـ د هغۀ بچي هم د هغۀ په رنګ رنګ شوي وو، نۀ يوازې دا چې د هغۀ په فکر ولاړ وو، بلکې پوره کورنۍ پرې باور لرلو ـ
څۀ مودې نه د ملک سياسي فضا بدله شوې وه ـ د “بدلون” نعرې دومره زورورې شوې چې ډېرو خلقو د پلار نيکه لارې پرېښودې او يو سراب پسې روان شول ـ نۀ څۀ واضحه نظريه وه او نۀ سنجيده قيادت، خو ذهنونه د “بدلون” د نعرو په جادو مغلوب شوي وو ـ هر لور ته دا بحثونه ګرم وو چې:
“زاړۀ سياستوال به ختم شي او کرپشن به د تل د پاره ورک شي ـ” خو چا دا پوښتنه نۀ کوله چې دا “بدلون” چې د کومو خلقو په اوږو را روان دے ـ آیا دا هم هغه زاړۀ او ازمايل شوي مخونه نۀ دي؟
دغه بدلون هم خلقو وليدۀ، خو نظام بدل نۀ شو، بس د خلقو روئيې بدلې شوې. سياست د اختلافه دښمنۍ ته لاړ ـ دليل ورک شو او کنځلو ځاے ونيولو ـ د مشرانو سپکاوي عام شو او ملنډې کول د هوښيارۍ نښه وګڼلې شوه ـ دغه د نفرت اور تر زرين خان پورې هم ورسېدۀ ـ د هغۀ کشر ورور او ځينې تربوران هم د دې “نوې ژبې” مريدان شول ـ هغوي به د زرين خان سياسي سوچ پسې ټوقې کولې، خو زرين خان نۀ خپله چاته جواب ورکولو او نۀ ئې بچو ته د فضول بحثونو اجازت ورکړې وۀ ـ
زرين خان په ډېر برداشت خپله مبارزه کوله، خو وخت تېرېدو سره ستونزې لا زياتې شوې ـ کله چې په سيمه کښې د “توندو جذبو مېلمانۀ” راپېدا شول او د قام په نوم ئې خپل یو جدا سیاسي غږ پورته کړو ـ د کلي څۀ خلق او ځينې خپلوان ئې هم په دغه لار روان شول ـ دا دواړه ډلې په خپل مینځ کښې نظرياتي طور سره مخالفې وې، خو د زرين خان په مخالفت کښې به ټول يو شول ـ د سياسي شعور نشتوالي دا حالت نور هم د حساسيت خواته بوتلو ـ
دا هر څهٔ د زرين خان د صبر د ازمېښت هڅې وې، خو هغه د غرۀ په څېر ثابت پاتې وۀ ـ تر هغې ورځې چې د زرين خان نمسۍ د کالجه کور ته راتله او په لاره کښې ورباندې آوازونه وشول ـ يو تن پکښې په پېغور وويل:
“ګورئ، د عدم تشدد څۀ ښکلې نښه راښکاره شوه!”
دا الفاظ نۀ سياست وۀ او نۀ سياسي اختلاف، دا په نېغه د يوې پښتنې پېغلې سپکاوې وۀ ـ چا چې دا خبرې کولې، خبر نۀ وۀ چې د زرين خان زامن هم نزدې ولاړ دي او دا هر څهٔ ئې په خپلو غوږونو واورېدل ـ زرين خان هلته نۀ وۀ، خو د بچو ذهن کښې ئې د پلار د صبر درس وۀ او د هغۀ د عدم تشدد غرور ئې مخې ته ولاړ وۀ ـ خو د غېرت زخم ئې تازه شو ـ خبرې تېزې شوې او بيا هغه څۀ وشول چې کلونه کلونه ترې زرين خان ځان ساتلې وۀ ـ تشدد راغې، خو د وحشت په بڼه نۀ، بلکې د عزت د دفاع په بڼه ـ
کله چې زرين خان خبر شو او هلته ورسېد، بچي ئې ورته سر ټيټي ولاړ وو ـ د هغوي سترګو د پلاره پوښتنه کوله ـ زرين خان اوږده ساه واخيسته، او په ډېر وقار ئې ووئيل:
“ما تاسو ته د مينې، صبر او عدم تشدد لار ښودلې وه، ځکه چې دا د انسانيت لوړه لار ده ـ خو نن خبره د سياست نه اوښتې وه، دا د عزت خبره وه، د پښتنې حيا او د کور د حرمت خبره وه ـ په کوم ځاے کښې چې د انسان عزت تر پښو لاندې کېږي، هلته خاموشي نور عبادت نۀ پاتې کېږي ـ هغوی زما د صبر غرور ماتول غوښتل، خو زۀ اوس هم مات نۀ يم ـ”
هغه لږ غلې شو او بيا ئې زياته کړه:
“نۀ مې مخکښې تشدد خوښ وۀ او نۀ اوس، خو زما بچي بې‌ غيرته نۀ دي ـ زمونږ د ‘ګران بابا’ لار دا نۀ ده چې د بل چا عزت ته لاس واچولې شي، خو هغۀ دا هم وئيلي وو چې ظالم ته سر مۀ ټيټوئ ـ نن زما بچو غلطه نۀ ده کړې، هغوي يوازې ځينې ‘کږې خولې’ نېغې کړې دي ـ عزت هغه وروستۍ کرښه ده چې تر هغې وروستو عدم تشدد هم د انسان د ننګ نۀ پوښتنه کوي ـ”
په کلي کښې يوه عجيبه خاموشي خوره وه ـ او هغه چې د بدلون او سپکاوي په لاره روان وو، سرونه ئې ټيټ وو او د زرين خان د وقار په وړاندې ئې د خبرو مجال نۀ لرلو ـ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!