ادب او تعصب

ادب د انسان د شخصیت ښایست او د ټولنې د پرمختګ بنیاد دے. هر هغه انسان چې ښه اخلاق او ادب ولري، د خلقو په منځ کې عزت او درناوی ترلاسه کوي. ادب انسان ته دا ور زده کوي چې له نورو سره په نرمه ژبه خبرې وکړي، د مشرانو احترام وکړي او د ماشومانو سره مینه او مهرباني وکړي.

له بلې خوا، تعصب یو ناوړه عمل دی چې د انسان په زړه کې د کرکې او بې اتفاقۍ تخم شیندي. تعصب هغه وخت رامنځته کېږي چې یو څوک یوازې خپل قوم، ژبه، مذهب یا سیمه غوره ګڼي او نور خلق کم بولي. د تعصب له امله د اولس ترمنځ اختلافات پیدا کېږي او د یووالي فضا له منځه ځي.

ادب د مینې، ورورولۍ او زغم درس ورکوي. یو باادبه انسان د نورو نظرونو ته درناوی او احترام لري او د اختلاف په صورت کې هم د احترام لاره نه پرېږدي. خو متعصب انسان اکثره د نورو خبرې نه مني او تل هڅه کوي چې خپل نظر په نورو وتپي.

زموږ په ټولنه کې د ادب ارزښت ډېر لوړ دی. اسلام هم مسلمانانو ته د ښه اخلاقو او ادب لارښوونه کړې ده. د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ﷺ د غوره اخلاقو نمونه وه او خلقو ته یې د مینې، رحم او زغم درس ورکولو۔ که موږ د هغه ﷺ له اخلاقو پیروي وکړو، نو زموږ په ټولنه کې به مینه، سوله او یووالی زیات شي.

تعصب نه یوازې د افرادو ترمنځ اړیکې خرابوي، بلکې د ټولنې پرمختګ هم په شا بیائی هغه ملتونه چې د تعصب په جائی د علم، ادب او زغم لاره خپلوي، ژر پرمختګ کوي او د نړۍ په سیالیو کې بریالي کېږي.

دَ دی په نتیجہ کې وئیلی شو چې ادب د انسان د کامیابۍ او نیکمرغۍ وسیله ده، خو تعصب د شخړو او وروسته پاتې کېدو سبب ګرځي. نو موږ باید ادب، زغم او ورورولي خپله کړو او له هر ډول تعصب څخه ځان وساتو، ترڅو یوه سوله اییزه او ترقی یافتہ ټولنه وجود کی راشی۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!