سيما کاکاخېل
اوله برخه
| د مزاحمت تاريخ دومره زوړ دے څومره چې د دې کائينات تاريخ زوړ دے ـ ځينې څېړنکار خو دا هم وايي چې د مزاحمت شروعات د انسان د تخليق سره سم شوي دي |
مزاحمت ژوند دے، انکار، احتجاج، بغاوت او مزاحمت د انسان په فطرت کښې اېښودے شوے دے ـ انسان کښې د مزاحمت او د مقابلې کولو صلاحيت د نورو مخلوقاتو په نسبت ډېر زيات دے، وجه ئې دا ده چې انسان د سوچ، شعور او د تخليق ماده لري ـ
د مزاحمت تعلق د يو انسان يا د يوې قبيلې د حالاتو سره وي ـ کله هغه د ناسازګاره حالاتو خلاف مزاحمت کوي، کله هغه د څۀ څيز خلاف د خپلې ناخوښۍ د اظهار په ذريعه مزاحمت کوي او کله کله داسې حالات په انسان هم راشي چې هغه نۀ څۀ وئيلے شي او نۀ څۀ کولے شي ـ په داسې حالت کښې هغه په زړۀ کښې نفرت او کرکه ساتي، دغه ټول د مزاحمت بېلا بېل شکلونه دي ـ
دا هم وئيلے کېږي چې”د مزاحمت تاريخ دومره زوړ دے څومره چې د دې کائينات تاريخ زوړ دے ـ ځينې څېړنکار خو دا هم وايي چې د مزاحمت شروعات د انسان د تخليق سره سم شوي دي ـ لکه د شېطان آدم علېهِ سلام ته د سجدې کولو نه انکار، د الله تعالی د مقرر کړي حدود نه د حضرت آدم علېهِ سلام انحراف، د هابيل او قابيل په خپلو کښې شخړې ـ ځينې ناقدين د دې نه هم مخکښې تلي دي، دوي وائي چې د مزاحمت ابتداء د هاغه وخت نه شوې ده کله چې الله پاک فرښتو ته وفرمائيل چې زۀ خپل يو خليفه جوړول غواړم نو فرښتو د انسان د پېداوښت مخالفت وکړۀ او موقف ئې دا وړاندې کړۀ چې هغه(انسان)به په زمکه خون خرابه کوي يعني فرښتو د خپلو اندېښنو لۀ کبله د انسان د تخليق لاره نيول غوښتل او کېدے شي هم دغه د مزاحمت وړومبے صورت وي”(1)
بلها مفکرينو او دانشورو د مزاحمت تعريفونه کړي دي ـ په دې لړ کښې مسرت صبوحي ليکي چې
“مزاحمت کا جو مفہوم ذھن میں پیدا ہوتا ہے وہ ایک ایسا نظام یا رسم یا چلن ہے جو دل کو نہ بہائے اسے ملک یا معاشرہ میں پھلنے پھولنے سے روکنے کو مزاحمت کہتے ہیں”(2)
په انګرېزۍ لغت کښې د مزاحمت تعريف داسې شوے دے چې
“The act of refusing to accept Something.Such as a change and trying to Prevent it from happening”(3)
خو په ادب کښې د “مزاحمتي ادب”اصطلاح چا او کله کارولې ده، په دې اړه هم مختلفې رائې مخې ته راځي ـ څوک وايي چې د دې ابتدا د فلسطين نه شوې ده، څوک فرانس يادوي، څوک الجزائر او خپل خپل دلائل ورکوي ـ لکه محمد اصف قادري خپله تحقيقي مقاله کښې ليکي چې:
” ترڅو پورې چې په اصطلاحي معنو کښې د فرانس د اديبانو تعلق دے نو د دې د وړومبيتوب څهره د فرانس د اديبانو او شاعرانو په سر اېښودلے شي ـ د مزاحمت اصطلاح نۀ يواځې په انګرېزۍ کښې کارولے کېږي بلکې په فرانسيسۍ کښې ورته هم Resistance وئيلے کېږي ـ د ۱۹۴۰ لسيزه د دغې اصطلاح دپاره يادولے شي”(4)
خو د دغې برخلاف يوه بله رائې د فلسطين په حق کښې راځي او وئيلے کېږي چې:
“د مزاحمتي ادب اصطلاح د اسرائيل خلاف مزاحمتي تحريک کښې په فلسطين کښې غسان کنعان په وړومبي ځل وکاروله”(5)
تاريخ ګواه دے چې نړۍ کښې چرته او کله هم مزاحمت شوے نو شاعر او اديب په وړومبي صف کښې ولاړ ليدلے شوې ولې چې شاعر او اديب د خپل قام، د خپلې ټولنې عکاس، نباض او سترګې بللے کېږي ـ
| چې نړۍ کښې چرته او کله هم مزاحمت شوے نو شاعر او اديب په وړومبي صف کښې ولاړ ليدلے شوې ولې چې شاعر او اديب د خپل قام، د خپلې ټولنې عکاس، نباض او سترګې بللے کېږي ـ |
شاعر او اديب باشعوره وي ـ شاعران اديبان نۀ يواځې د خپلې ټولنې حالات او واقعات نه باخبره وي بلکې نړيوال حالات او واقعات هم په نظر کښې ساتي ـ دغه شاعر اديب د ظلم او جبر خلاف قلم پورته کوي، خلقو ته شعور ورکوي، پوهه ورکوي او هم د دغې شاعر او اديب لۀ برکته د قامونو د محکومۍ او مظلومۍ داستانونه د ادب په پاڼو کښې محفوظ پراتۀ دي، لکه والټئير چې په فرانسيسي ادب کښې ئې په مزاحمتي شاعرۍ کښې خپل نوم پېدا کړے دے ـ دوې د خپل دور د شاهي نظام او بربريت خلاف نظمونه وليکل او دغه شان د خپل قام لوے اتل شو ـ دغه رنګه پشکن چې د ادب په اتلانو او لوړو تخليق کارو کښې شمېرلے کېږي، خپلې شاعرۍ کښې د بادشاه د ظلم او جبر خلاف د روس په اولس کښې د مزاحمت جذبه بېدارولو کښې پوره پوره برخه اخستې ـ پشکن په عملي توګه د مزاحمت نخښه وه ـ دغه شان د چلي پابلو نرودا ډېر په نره د خپل دور د آمر جابر حکمرانو خلاف مزاحمت کړے، تر دې چې په دغه مزاحمت کښې ئې خپل سر هم قربان کړے وۀ ـ
کارل مارکس د جرمني مشهور شاعر هائينے(Heine)The Weaver,s Song ته وړومبنے مزاحمتي او انقلابي نظم وائي ولې چې دې کښې د طبقاتي کشمکش او د پرولتاري طبقې د انقلابي فکر اظهار شوے دے”(6)
پښتنو زنانه ؤ د شروع نه خپلو سړو سره څنګ په څنګ د ظالم د ظلم خلاف مزاحمت کړے دے ـ په خپلو ټپو کښې ئې هم مزاحمت ستائلے او دا د پښتون تاريخ، تاريخي برخه ده چې د جنګ په مېدان کښې د يوې زنانه د ټپې کولو لۀ کبله د جنګ نه په شا شوي پښتون کښې ئې د مزاحمت جذبه رابېداره کړه ـ
کۀ په مېوند کښې شهيد نۀ شوے
ګوره لاليه بې ننګۍ له دې ساتينه(7)
پښتو ادب کښې روښاني تحريک د روښانيانو صوفيانو ادب دے چې د مختلفو توهماتو او بدعتونو مخ نيوے ئې کړے وۀ خو د روښانيانو دغه تحريک د يو جابر غاصب خلاف د حق چغه پورته کول هم وو ـ په دغه بنياد مونږ وئيلي شو چې پښتو ادب کښې مزاحمتي ادب ابتداء دغه تحريک نه شوې ده لکه څنګه چې ډاکټر نصرالله جان وزير خپله تحقيقي مقاله کښې ليکي چې:
| په دغه تحريک کښې چې کومې ليکوالې شاعرانې زياتې فعالې وې په هغې کښې س ب ب، الف جان خټکه، نګينه خور، نور جهان بېګم او نورې خوئيندې شاملې وې چې د پېرنګي خلاف ئې د مزاحمت بېرغ پورته کړې وۀ او د وطن د ازادۍ سندرې ئې په جار وئيلې ـ |


Der khah, ghaliban daa da doi da MPhil yaa PhD da maqale brakha da.