د پښتنو ښځينه شاعرانو په شاعرۍ کښې مزاحمت

دويمه برخه

دغه قامي جذبه، دغه قامي احساس د س ب ب غوندې نورو زنانه ؤ هم لرلو د پېرنګي خلاف د مزاحمت بېرغ ئې اوچت نيولے وۀ ـ  دا هاغه دور وۀ چې زنانه ؤ ته به خپل نوم ښکاره کول بد ګڼلے شول خو افرين دې وي په دغه زنانه ؤ چې د پېرنګي خلاف مزاحمت سره سره ئې د خپلې ټولنې د پابنديو خلاف هم مزاحمت کولو او نورو خوئيندو مېندو ته ئې هم دا ډاډ او حوصله ورکوله چې د قام او وطن خدمت وکړي ـ  لکه نور جهان بېګم چې غږ پورته کوي او خوئيندې مزاحمت ته تياروي ـ

د مزاحمتي شاعرۍ د تخليق تر ټولو لويه وجه د هاغه وخت سماجي، معاشي او سياسي حالات وي چې شاعر اديب په دې مجبوره شي چې د دې خلاف اواز پورته کړي ـ  د خدائي خدمتګار تحريک دور هاغه دور دے چې ټول پښتانۀ د پېرنګي خلاف په يو مرکز راغونډ شوي وو او د انګرېز سره ئې د عدم تعاون چغه پورته کړې وه ـ  د دغه وخت مزاحمتي زنانه شاعرانو کښې يو بل طاقتور غږ د الف جان خټکې وۀ چې قام ئې آزادۍ کټلو ته راپاڅولو ـ


يا دا چې:

شاعر د قام سترګې وي او چرته چې هم ظلم زياتے کېږي هلته به د ظلم خلاف نعره ضرور وي ولې چې شاعر په ظلم زياتي سترګې نۀ شي پټولې ـ  هر کله چې د ظالم او مظلوم ترمينځه تصادم راځي نو هلته به مبارزه او مزاحمت ضرور پېدا کېږي ـ  پښتون قام ټول عمر په جنګونو او مزاحمتونو کښې تېر کړے ـ  د خپلې آزادۍ او خودمختارۍ دفاع ئې کړې ده ـ  د ظلم او د جبر خلاف ئې مزاحمت کړے دے ـ  د ظالم او مظلوم په جنګ کښې ئې د مظلوم مرسته کړې ده او څنګه چې ژان پال سارتر (Jean Paul Sartre) وئيلي چې د يو اديب شاعر قلم د هغۀ وسله وي نو پښتنو زنانه شاعرانو هم په دغه وسله جنګ او مزاحمت کړے دے لکه حسينه ګل چې وايي:

سيده حسينه ګل د خبرو په ځاے عملي مبارزه کول غواړي، هغه د مذمت په ځاے د مزاحمت قائله ده ځکه وايي:

کلثوم زېب د ظالم استعمار خلاف اولس ته د مزاحمت څۀ دا رنګ چغه پورته کوي:

پښتو ادب کښې مزاحمتي شاعري يواځې ظلم، جبر او پېرنګي استعمار نه د آزادۍ پورې محدود نۀ ده بلکې دې سره سره د سرمايه دارانه نظام او طبقاتي نظام خلاف مزاحمت هم شامل دے ـ  د روس انقلاب او بيا د ثور انقلاب اثرات په پښتو ادب ډېر ژور اثرات وغورزول او د طبقاتي نظام خلاف د مزاحمتي شاعرۍ يوه نړۍ پېل شوه ـ  د طبقاتي نظام خلاف يو نوې رجحان پېدا شۀ، هر باشعوره او ترقي پسند شاعر د طبقاتي نظام خلاف اواز پورته کړۀ ـ  پښتنې شاعرانې هم د دې انقلابي رجحان نه وروستو پاتې نۀ شوې او د خپلې شاعرۍ د لارۍ ئې په دغه موضوع خپل غږ اوچت کړۀ ـ  د انقلاب او بدلون نعرې پورته شوې ـ  د روڼ سحر او روښانه سباؤن په هيله د مغربي سامراجيت خلاف د مزاحمت بېرغ هسک کړې شۀ ـ

ثمينه قادر د طبقاتي نظام خلاف د مزاحمت غږ څۀ داسې پورته کوي:

نورالامين يوسفزي د جميل جالبي د ليک ژباړه او لنډيز” ارسطو نه تر ايليټ” کښې دا معلومات راوړي دي چې:

“د مارکس د معاشي نظرياتو د سېوري لاندې چې څومره پرولتاري ادب په وجود کښې راغے د هغې ښکاره مقصد ادب د طبقاتي لري بري آله کار جوړول وو، هم دغه پرولتاريانو ادب نه د وسيلې او وسلې کار واخست او د نړۍ په ټول ادب ئې خپل اثر پرېباستۀ “(20)

پښتنې شاعرانې هم د دغه اثر او فکر لاندې د آجر او اجير، امير او غريب، حاکم او محکوم ترمينځه د عدل او انصاف مرستيالې دي ـ  د دوي د حقونو مبارزې دي ـ  عن تردې چې خپل محبوب ته هم د مزاحمت کولو ډاډ ورکوي، وائي چې:

نوربيا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!