دريم باب
۳.۱ ـ د دې نظريې اساسي پوښتنه
هره ادبي نظريه د انسان، متن او معنا متعلق يو انفرادي تصور لري. که مونږ غواړو «ادراکي امکاناتو شعريات» د يو خالص ادبي نظريې په طور وړاندې کړو نو اول بايد دا روښانه کړو چې زمونږ په نظر کښې
متن څه شے دے؟
لوستونکی څوک دے؟
ادراک څه رنګه عمل دے؟
او معنا چرته او څنګه رامنځته کېږي؟
زمونږ نظريه د دې پوښتنو په جواب کښې له دې بنيادي تصور نه شروع کيږي چې ادبي معنا نه په خالص طور له متن نه بهر ده او نه له متن نه مخکښې د يوې تړلې او نهايي حقيقت په طور موجوده ده بلکې معنا د متن او ادراک ترمنځه په متقابل تعامل کښې رامنځته کېږي.
له همدې وجې نه زمونږ نظريه د دريو اساسي عناصرو په مثلث ولاړه ده يعنې متن ، ذهن او تعامل
۳.۲ ـ متن د معنا بند صندوق نه دے:
د ادراکي امکاناتو شعريات په متن کښې يوه اهمه بدلون راوستونکې مفکوره وړاندې کوي. په دوديز تصور کښې کله ناکله ادبي متن داسې انګېرل کېږي لکه يو صندوق چې اديب پکښې خپله معنا ايښې وي او لوستونکي ئې د لوست د لارې راوباسي.
زمونږ نظريه دا تصور کافي نه ګڼي. زمونږ په نظر کښې ادبي متن د معنا د امکاناتو يو منظم نظام دے. متن خپلې نخښې، کلمې، استعاري جوړښتونه، تصويرونه، علامتونه، ابهامونه، تکرارونه، تضادونه او تشځايونه (gaps) لري. دغه عناصر د لوستونکي ذهن ته بېل بېل ادراکي امکانات وړاندې کوي. نو متن خاموش نه دے بلکې امکان زاے دے يعنې متن په خپل جوړښت کښې داسې امکانات لري چې د لوستونکي ذهن فعالولے شي.
۳.۳ ـ لوستونکي د معنا فعالوونکي دي:
د دې نظريې دوهم بنيادي اصل د لوستونکي فعال نقش دے. لوستونکي د ادبي اثر په وړاندې يو خالي ذهن نه لري بلکې هغه متن ته د خپل تاريخي شاليد، فرهنګي تجربې، ژبني علم، شخصي حافظې،احساساتي تجربې،
ادبي مطالعې او ذهني سکيما سره داخلېږي. کله چې هغه د متن سره مخ کېږي، متن د هغه په ذهن کښې ځينې پخوانۍ ذهني نېټ ورک فعالوي او ځينې نوې نېټ ورک هم رامنځته کوي. هم دغه وجه ده چې لوستونکي د معنا مصرفونکي نه بلکې د معنا په جوړولو کښې فعال ګډون کوونکي دي. خو دا ګډون د متن د جوړښت حدودو نه بېل نه دے.
۳.۴ ـ ادراک يو فعال عمل دے:
زمونږ په نظريه کښې ادراک د يوې کېمرې په څېر نه دے. کېمره يو شے اخلي او ثبتوي خو انسان يوازې نه ثبتوي بلکې انتخاب کوي، تنظيموي، تفسيروي او معنا ورکوي. لوستونکي د يوې افسانې ټولې کلمې په يو شان ذهني قوت نه اخلي. هغوي ځينې نخښې برجسته کوي. ځينې نخښې له پامه غورځوي. ځينې نخښې له پخوانۍ تجربې سره تړي. ځينې نخښې نوې پوښتنې راولاړوي او کله ناکله يوه وړه نخښه د ټول متن د معنا کلي ګرځي. هم دغه وجه ده چې د دې نظريې د پاره ادراک يو فعال انتخابي عمل دے.
۳.۵ ـ معنا د تعامل حصول دے:
د دې نظريې تر ټولو اهم فلسفي اصل دا دے چې معنا د يوې خوا ملکيت نه وي. نه معنا يوازې په متن کښې ده او نه معنا يوازې د لوستونکي په ذهن کښې ده. زمونږ د نظريې د مخې معنا د دواړو ترمنځ په تعامل کښې رامنځته کېږي.
نو معنا د متن ،ادراکي افق او تعامل په نتيجه کښې راووځي. متن امکانات برابروي، لوستونکي ئې د خپل ادراکي افق له مخې فعالوي او د دواړو د تعامل په نتيجه کښې يوه معنايي تجربه رامنځته کېږي.
۳.۶ ـ ادراکي افق:
د دې نظريې يو ډېر اهم مفهوم ادراکي افق دے.
ادراکي افق هغه ټول ذهني، فرهنګي، تاريخي او تجربوي شاليد دے چې لوستونکي ورسره يو ادبي متن ته داخلېږي مثلاً يو پښتون لوستونکے چې د کلي، غرونو، چينې، حجرې، مېلمه پالنې، پښتني متلونو او اولسي قيصو له فرهنګي تجربې سره لوے شوے وي نو ممکن د «چينې» يا «غر» يا «حجرې» په نخښه کښې داسې معنوې درک کړي چې د بل فرهنګ لوستونکي ئې په هم هغه قوت درک نه کړي. نو يو متن، يو شان ادراکي امکانونه وړاندې کولے شي خو بېل بېل لوستونکي ئې د خپلو ادراکي افقونو له مخې په بېلو بېلو لارو فعالولے شي. دا اصل زمونږ د نظريې د پاره په خصوصي توګه د پښتو ادب د مطالعې په برخه کښې ډېر ارزښت لري.
۳.۷ ـ ادراکي امکان او ادراکي فعاله معنا:
مونږ بايد د دوو مفاهيمو ترمنځه فرق خامخا وکړو.
(1) ادراکي امکان: هغه معنايي، تخيلي، احساساتي يا تفسيري لاره چې متن ئې د لوستونکي د پاره پرانيزي.
(2) ادراکي فعاله معنا:
هغه امکان چې لوستونکي واقعي فعال کړي مثلاً په يو متن کښې «تور رنګ» ښائي د مرګ، غم، راز، ظلم يا قدرت امکانات ولري دا ټول امکانات دي. خو که د متن سياق او د لوستونکي ادراکي افق «تور» د غم له مفهوم سره ونښلوي نو د غم امکان فعاله معنا ګرځي. نو هره معنا يو امکان کېدے شي خو هر امکان فعاله معنا نه وي.
۳.۸ ـ متن امکان وړاندې کوي خو امکان نه باروي:
د امکاناتو (Affordance) له مفکورې نه زمونږ تر ټولو اهم اخذ هم دا دے چې يو ادبي متن يو امکان وړاندې کوي خو لوستونکي ضرورت نه لري چې حتماً هم هغه امکان انتخاب کړي د مثال په طور يوه «دروازه» په يو داستان کښې د وتلو، راتلو، بنديز، ازادۍ، نوي ژوند او د پټې دنيا امکان وړاندې کولے شي خو کوم امکان به غالب کېږي؟ دا د متن په سياق، د داستان په جوړښت او د لوستونکي په ادراکي فعاليت پورې تعلق لري. نو د ادراکي امکاناتو شعريات امکان له اجبار نه بېلوي او دا ډېر اهم اصل دے.
۳.۹ ـ ادراکي مزاحمت: ادبي اثر تل زمونږ د پخواني فکر تصديق نه کوي. کله ناکله يو متن زمونږ له پخوانۍ ذهني سکيما سره ټکر کوي. مثلاً يو لوستونکے د «اتل» متعلق يو خاص تصور لري خو يو ناول داسې کرکټر وړاندې کوي چې په يو وخت کښې اتل او خطاکار دواړه وي. دلته لوستونکے له ذهني ستونزې سره مخ کېږي هغه بايد خپل پخوانے تصور بيا وارزوي. هم دې حالت ته مونږ ادراکي مزاحمت (Cognitive Resistance)
وايو . ادبي اثر هغه وخت ډېر ژور ادراکي قوت پيدا کولے شي چې لوستونکي مجبوره کړي چې ووائي چې
«زه خپل پخوانے تصور بيا وګورم.»
۳.۱۰ ـ ادراکي بياجوړونه:
که ادراکي مزاحمت دوام وکړي او لوستونکي خپل پخوانے تصور بدل کړي نو
ادراکي بياجوړونه (Cognitive Reconstruction)
رامنځته کېږي. دا د دې نظريې يو ډېر اهم هدف دے يعنې ادبي اثر يوازې دا نه کوي چې لوستونکي ته نوي معلومات ورکړي. هغه کولے شي چې د نړۍ د ليدلو ذهني نقشه ئې بدله کړي. مثلاً لوستونکي د «خاموشۍ» تصور د کمزورۍ په توګه لري خو يو ادبي اثر ورته وښائي چې خاموشي کله ناکله د شور په پرتله ژوره، مؤثره او تاريخي وي. نو پخوانۍ سکيما خاموشي کمزوري ګڼلې شي چې بدلېږي په هغه خاموشۍ چې پټه معنا ئي مزاحمت او ژورتيا ده او دې ته ادراکي بياجوړونه وئيلے شي.
۳.۱۱ ـ د دې نظريې فلسفي موقف:
له پورته بحث نه زمونږ فلسفي موقف داسې راوتلے شي چې ادبي واقعيت ثابت او يو اړخيز نه دے متن د معنا امکانات منظموي، ذهن ئې فعالوي او تعامل ئې معنوي تجربه ګرځوي. په دې معنا ادب د دنيا ساده نقل نه دے. ادب د دنيا ادراکي بياجوړونه هم ده. شاعر يا قيصه ليکونکے مونږ ته يوازې دا نه وائي چې «دا دنيا داسې ده.» بلکې کله ناکله مونږ ته دا امکان راکوي چې ووايو چې «دا دنيا له دې بلې زاويې هم ليدلې شي.»
۳.۱۲ ـ د نظريې وړومبے فلسفي فورمول:
اوس کولے شو چې د دې برخې ټول بحث په يوه منظم فورمول کښې وړاندې کړو لکه متن، متني نخښه، ادراکي امکان، د لوستونکي ادراکي افق، ادراکي انتخاب، تعامل، معنا، ادراکي مزاحمت يا تأييد او ادراکي بياجوړونه.
دا زمونږ د نظريې د راتلونکو اصولو د پاره ورومبے نظرياتي نقشه ده.
۳.۱۳ ـ نتيجه
د «ادراکي امکاناتو شعريات» فلسفي بنياد په دې تصور ولاړ دے چې ادبي اثر يو تړلے او بې حرکته معنوي جوړښت نه دے بلکې د معنا د امکاناتو يو فعال نظام دے. متن د خپلو ژبني، تصويري، علامتي او جوړښت انفراديت له لارې د ادراکي امکاناتو ميدان برابروي . لوستونکي د خپل ادراکي افق، حافظې، تجربې او ذهني سکيما له مخې دغه امکانات فعالوي او د متن او ذهن په مقابل تعامل کښې معنا رامنځته کېږي. په دې بهير کښې ادبي اثر کولے شي د لوستونکي پخوانۍ ذهني سکيما يا تأييد کړي يا ورسره مزاحمت پيدا کړي او يا ئې بياجوړې کړي. نو د دې نظريې بنيادي فلسفي اصل دا دے چې ادب يوازې معنا نه وړاندې کوي بلکې ادب د معنا د ادراک امکانات هم جوړوي. يا په لنډو ټکيو کښې متن امکان دے، ذهن فعالوونکے دے او تعامل د معنا پيدا کوونکے دے.
Best betting experience I’ve had in a while. The odds are competitive and the site is very responsive. Give bdg777bet a try if you want some real action.
Finally found a place that actually gives some decent tips and a fair gaming environment. My winning streak started after I found solusiwinslot. Highly recommended for all slot lovers.