د هند يو فوک قيصه

د سیاست د ګناه کشتۍ

یو باچا د خپل وزیر، یو غلام او مانړګي سره په سمندر کې سفر کاوه.
په پیل کې اسمان صاف و، خو ناڅاپه تورې ورېځې راغلې. سخت طوفان راپورته شو او څپې کشتۍ په زور زور سره لړزوله.
مانړګي په ویره وویل: “دا طوفان طبیعي نه دی. زموږ په منځ کې یو څوک لویه ګناه لري. تر څو چې هغه اعتراف ونه کړي، سمندر به موږ ونه بخښي. که ژوندي پاتې کېدل غواړئ، اعتراف وکۍ!”
باد نور هم سخت شو او کشتۍ وښورېده.
بالاخره باچا وویل: “زه اعتراف کوم. کله چې وزیر موجود نه و، زه به د هغه ښځې ته په پټه تلم او له هغې سره جنسي اړیکې مې درلودې.”
د وزیر مخ ژېړ شو. لږ وروسته هغه وویل: “زه هم اعتراف کوم. کله چې غلام موجود نه و، زه به د هغه ښځې ته تلم او همدا ګناه مې کوله.”
طوفان لا نور هم سخت شو.
اوس غلام له وېرې لړزېده او ویې ویل: “زه هم اعتراف کوم! زه د وېرې او فشار له امله ملکې ته او د وزیر ښځې ته تلم د هغۍ په بلنه تلم او له هغوی سره مې جنسي اړیکې درلودې!”
مانړګی په قهر شو او ویې ویل: “دا کشتۍ نه ده، دا د ګناهونو ډنډ دی! په تاسو کې هېڅوک پاک نه دی!”
بیا هغه له سختې ناامیدۍ سره سمندر ته ټوپ کړو او وې ویل ما ته پته ده تاسو ته لامبو نه درځي غرق یۍ غرق ښه يئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!