ليک : سيما کاکاخېل
آخری برخه
خو دلته ټولنه کښې چې کله هم طبقاتي تفريق زيات شي د محکومې طبقې ژوند تريخ شي، ساه اخستل ورته ګران شي، بيا دې درته ورسي چې” تنگ آمد به جنگ آمد “او بيا دغه جنګ دغه مزاحمت د يو نوي انقلاب لاره هواره کړي:
| زنانه ؤ ته د سړو برابر حقوق حاصل دي، هغه تعليم دے، کۀ روزګار، سياست دے کۀ ادب، غرض هر هاغه کار کوم چې سړي کولے شي، ښځې ئې هم کولے شي ـ |
راشه چې راتلونکو له مشال شو، لازوال شو
راشه چې د ظلم مخ نيوے شو، ورته ډال شو
راشه چې د سيمې سرحدونه شو، دېوال شو
راشه چې د فکر ښائيستونه شو، کمال شو
راشه چې ارزو د دې فکرونو نه بې غمه کړو
راشه چې کاروان د انقلاب ته لاره سمه کړو(22)
د طبقاتي تفريق سره سره صنفي تفريق هم د نړۍ په ټولو هېوادونو کښې په څۀ نا څۀ شکل کښې وجود لري خو زمونږ ټولنه کښې دا تفريق څۀ زيات دے ـ د خدائي خدمتګار تحريک ليکوالو د صنفي تحريک خلاف هم مزاحمت شروع کړے وۀ او باچاخان چې د دې تحريک روح روان وۀ، په خپلو ليکونو کښې په جار دا وئيل چې زنانه ؤ ته د سړو برابر حقوق حاصل دي، هغه تعليم دے، کۀ روزګار، سياست دے کۀ ادب، غرض هر هاغه کار کوم چې سړي کولے شي، ښځې ئې هم کولے شي ـ باچا خان ليکي چې:
“زۀ به خپلو پښتنو وروڼو ته دا ووايم چې تاسو د دنيا تاريخ وګورئ چې ترکومه وخته پورې د يو قام ښځې رابېدارې شوې نۀ وي، هاغه قام بېدار شوے نۀ دے ـ چې ترکومه وخته پورې د يو قام ښځې اوچتې شوې نۀ وي، هاغه قام اوچت شوے نۀ دے ـ کوم وخته پورې چې د يو قام ښځو ملا تړلې نۀ وي، هاغه قام ازاد شوے نۀ دے”(23)
دغه جذبه نن هم پښتنې شاعرانې خپل زړۀ کښې لري او په خپله شاعرۍ کښې برملا د دې جذباتو اظهار کوي:
د دې نظام ړنګول مانه بغېر ګران ښکارېږي
چې زما حق نۀ مني دا وطن به وران ښکارېږي(24)
د خپل حق پوښتنه کول او د خپل حق ګټلو جذبه د هرې پښتنې شاعرې په زړۀ کښې ټوپونه وهي او بغېر د څۀ ويرې ترهې د خپل حق دپاره غږ پورته کوي:
زۀ يم پښتنه بغېر د خداے د چا پروا نۀ کړم
غواړم به خپل حق بندونه ډېر کۀ راته وتړئ(25)
| نن هره پښتنه شاعره په هر محاذ مزاحمت کوي او د روسو (Rousseau)په قول ئې لبېک وئيلے چې انسان زېږېدلے ازاد دے نو بيا ولې هرځاے په زولنو کښې تړلے شوے دے ـ |
هم دغه پښتنې خپل پښتون قام ته د بېدارۍ، ازادۍ او د اتفاق نعرې وهي ـ د مزاحمت لاره ورښائي، وائي چې:
ويښ شئ پښتنو ترڅو به مونږه مړۀ کوي دنيا
ويښ شئ پښتنو ترڅو به مونږه ډبوي دنيا
چرې کۀ راټول په يو مرکز شو ځان به بچ کړو مونږ
داسې کۀ ونۀ کړو نو پښتون ټول ورکوي دنيا(26)
نن هره پښتنه باشعوره ده ـ د خپل ذات په اهميت پوهه ده، د خپل غږ په طاقت خبر ده، ځکه د هر ظلم او نا انصافۍ غندنه هم کوي او مزاحمت هم ـ د خپل حق ګټلو مبارزه هم ده او د وطن د ازادۍ هم، د جنګ خلاف مزاحمت هم کوي او د امن سفيره هم ده ـ نن هره پښتنه شاعره په هر محاذ مزاحمت کوي او د روسو (Rousseau)په قول ئې لبېک وئيلے چې انسان زېږېدلے ازاد دے نو بيا ولې هرځاے په زولنو کښې تړلے شوے دے ـ د نن پښتنه شاعره په دې پوهه ده چې مزاحمت ژوند دے ـ
حوالې
- ډاکټر محمد اسماعيل، جوش کی مزاحمتی شاعری، حسنِ ادب پبلشرز، فېصل اباد، ۲۰۲۴، ص، ۱۲، ۱۳ ـ
- هم دغه، مخ، ۱۰ ـ
- هم دغه، مخ، ۹ ـ
- محمد آصف قادري، اردو ميی مزاحمتی شاعری کا تنقيدی و تنقيدی مطالعه، پی ايچ ډی مقاله، حصه اول، ص، ۱۰ ـ
- هم دغه، مخ، ۱۰ ـ
- هم دغه، مخ، ۹ ـ
- پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم خټک، د ازادۍ تحريک او پښتو شاعري، پبلشر ندارد، ۲۰۰۷ء، مخ، ۲۸
- ډاکټر نصرالله جان وزير، په پښتو ژبه او ادب د افغانستان د ثور انقلاب اثرات، پښتو اکېډمي، پېښور يونيورسټي، ۲۰۱۸ء، مخ، ۲۷۲ ـ
- سيد وقارعلي شاه، پښتنې ښځې او د قام خدمت، باچا خان ريسرچ سنټر، باچا خان مرکز، پېښور، ۲۰۱۲، مخ، ۱۸۲ ـ
- هم دغه، مخ،
- س ب ب، زېرے، يونيورسټي بک اېجنسي، پېښور، ۱۹۵٦، مخ، ۱۰۴ ـ
- ښتنې ښځې او د قام خدمت، مخونه، ۱۴۹، ۱۵۰ ـ
- هم دغه، مخ، ۲۲۴ ـ
- هم دغه، مخ، ۲۲۳ ـ
- سيده حسينه ګل، لاس کښې مې ستا لاس وے، دانشکده پبليکيشنز، ۲۰۲۱، مخ، ۹۱ ـ
- هم دغه، مخ، ۸۳ ـ
- کلثوم زېب، پښتنې ملغلرې، منګل کتاب کور، پېښور، ۲۰۲۱، مخ، ۱۵۷ ـ
- سيما کاکاخېل، ستا د خيال زمزمې، ګران خپرندويه ټولنه، سوات، ۲۰۲۵، مخ، ٦٦ ـ
- ثمينه قادر، ورنده و چوبے، پبلشرز، ندارد، ۲۰۲۱، مخ، ۷۸ ـ
- جميل جالبي، ارسطو نه تر ايليټ پورې، ژباړه او لنډيز، نورالامين يوسفزے، اعراف پبلشرز، ۲۰۱۹، مخ،۹۳ ـ
- پروفېسر ډاکټر سلمی شاهين، انتخاب شاهين، جدون پرنټنګ پرېس، پېښور، ۲۰۱۱، مخ۸
- نيلم ارزو، د سازونو باران، نور پبلي کېشنز، سوات، ۲۰۱۸، مخ، ۴۵ ـ
- ډاکټر شېرزمان سيماب، د باچا خان نثر ليکنو تحقيقي او تنقيدي جائزه، پښتو نړيواله مرکه، ۲۰۱٦، مخونه، ۱۳۸، ۱۳۹ ـ
- نازيه دراني، د ښائيست د جادوګرو په وطن کښې، اعراف پرنټرز، پېښور، ۲۰۲۴،مخ، ۹۸ ـ
- ډاکټر فرخنده لياقت، څۀ حقيقت څۀ د خوبونو دنيا، پبلشرز ندارد، ۲۰۱٦، مخ، ۱۲۲ ـ
- هم دغه، مخ، ۱۲۰

