ادب کښې دَ مذهب مسئله

ادب اؤ مذهب دَ انساني شعور دوه داسې اهمې مظاهرې دي چې د انسان د فکري، روحي او سماجي ژوند سره ژور تعلق لري. مذهب انسان ته د ژوند مقصد، اخلاقي اصول اؤ روحاني تسکين ورکوي، اؤ ادب د انسان د احساساتو، تجربو، فکرونو اؤ مشاهداتو اظهار کوي. هم دغه وجه ده چې د ادب اؤ مذهب تعلق د بشري تاريخ هومره زوړ دے.

د دنيا د زياترو ادبياتو بنياد پۀ مذهبي رواياتو اېښودلے شوے دے. د يونان اساطير، د هند ويدونه، د فارس مذهبي متون، د بائبل روايات اؤ د قرآن کريم تعليمات د مختلفو ژبو اؤ قامونو پۀ ادبياتو ژور اثرات پرېښي دي. پښتو ادب هم د دې اثر نه بې برخې نۀ دے.

د مذهب اؤ ادب تعلق:

مذهب بنيادي طور د عقيدې، اخلاقو اؤ روحانيت سره تعلق لري، ولې ادب د تخيل، جمالياتو اؤ انساني تجربې ترجماني کوي. دواړه د انسان د باطني دنيا سره شريکې اړيکې لري، خو د اظهار طريقې يې مختلفې دي.

نامتو انګريز شاعر او نقاد T. S. Eliot وائي چې: “د يو قام ادب د هغه د مذهبي اؤ کلتوري شعور نه جدا کېدے نۀ شي.”

هم دغه وجه ده چې پۀ هر دور کښې د ادب اؤ مذهب ترمينځ د تعلق پۀ نوعيت بحثونه شوي دي.

ادب د مذهب خادم کۀآزاد فن؟:

د ادب پۀ اړه دوه بنيادي نظريې موجودې دي.

يوه نظريه دا ده چې ادب بايد د اخلاقي اؤ مذهبي اقدارو خدمت وۀ کړي. د دې نظريې پلويان ادب د اصلاح وسيله ګڼي اؤ وائي چې ليکونکے بايد د ټولنې د اخلاقي معيارونو پابند وي.

بله نظريه د “ادب برائې ادب” ده، چې د هنر خپلواکي مني. د دې مکتب د فکر مطابق ادب يوازې د حسن، تخليق اؤ انساني تجربې اظهار دے اؤ پۀ هغه د مذهبي يا سياسي قيودو لګول د هنر آزادي محدودوي،

خو د جديدو ادبي مطالعاتو لۀ مخې دا دواړه انتهاګانې اؤ حدونه د منلو وړ نۀ دي. ادب کۀ هر څومره آزاد وي، بيا هم د خپل ماحول، عقيدې اؤ ثقافت نه متأثره وي. هم دغه شان مذهب هم د ادبي اظهار لۀ لارې خپل فکري اؤ اخلاقي پيغام رسوي.

پښتو ادب اؤ مذهبي روايت:

پښتو ادب لۀ خپل آغاز نه تر ننه د اسلامي فکر او روحانيت نه ژور اثر اخېستے دے. د پښتو کلاسیک شاعرانو زياتره برخه د اسلامي علومو سره آشنا وه.

د روښانيانو د دورې نه پس د خوشحال باب کورنۍ بيا رحمان بابا اؤ د هغۀ ادبي مکتب چې عبدالقادر خان خټک هم پکښې شامل دے او حميد بابا په خپلو اشعارو اؤ افکارو کښې د دين، اخلاقو، تصوف او انساني اقدارو ذکر په ښکلي انداز کښې کړے دے.

رحمان بابا وائي:

دغه شان د خوشحال خان خټک په شاعرۍ کښې د دين، پت غېرت، علم اؤ عمل تصور واضح طور موجود دے.

تصوف او ادب

د ادب اؤ مذهب د تعلق تر ټولو ښکلې اؤ غوره صورت پۀ صوفيانه ادب کښې ليدلے شي. تصوف د انسان د باطني تزکيې، محبت اؤ روحاني ارتقاء فلسفه وړاندې کوي.

د پښتو صوفي شاعرانو ادب ته د عشق، روادارۍ، انسان دوستۍ اؤ روحاني جمال داسې رنګ ورکړے دے، چې هغه د مذهبي انتها پسندۍ نه ډېر مختلف ښکاري.

د صوفي شاعرانو پۀ نزد مذهب صرف ظاهري عبادت نه، بلکې د انسان د باطن اصلاح اؤ د خدائې د مخلوق سره مينه ده.

جديد ادب اؤ مذهبي سوالونه:

د شلمې اؤ يوويشتمې پېړۍ پۀ ادب کښې د مذهب پۀ اړه نوي سوالونه راپيدا شول. جديد ليکونکے د مذهب د سماجي کردار، مذهبي ادارو، فرقه وارانه اختلافاتو اؤ د عقيدې د انفرادي تجربې پۀ اړه بحثونه کوي.

پۀ جديد ادب کښې د مذهب تنقيد لازماً د مذهب مخالفت نۀ وي، بلکې اکثر د مذهبي فکر د نوې تشريح اؤ فهم هڅه وي. هم دغه وجه ده، چې د ادب اؤ مذهب ترمينځ مکالمه د يوې ژوندۍ ټولنې علامت ګڼلے شي.

ادب، مذهب اؤ اخلاقي ذمه واري:

ادب کۀ هر څومره د تخيل اؤ آزادۍ نمائندګي کوي، بيا هم د انسان اؤ ټولنې پۀ وړاندې اخلاقي ذمه واري لري. هغه ادب چې نفرت، تشدد اؤ تعصب ته وده ورکوي، د انساني اقدارو خلاف کار کوي.

مذهب هم پۀ خپل اصل کښې د عدل، رحم، برداشت اؤ انساني احترام تعليم ورکوي. کله چې ادب اؤ مذهب د دغو مشترکو اقدارو پۀ بنياد يؤ بل سره تعامل کوي، نو د ټولنې د فکري او اخلاقي پرمختګ سبب ګرځي.

نتيجه:

ادب کښې د مذهب مسئله پۀ اصل کښې د تضاد مسئله نۀ ده، بلکې د تعلق اؤ تعامل مسئله ده. مذهب ادب ته روحاني ژورتيا، اخلاقي شعور اؤ فکري بنياد ورکوي، اؤ ادب مذهبي افکارو ته جمالياتي اظهار اؤ انساني رنګ بخښي.

د تاريخ تجربه دا ښيي، چې نۀ ادب د مذهب نه مکمل بې نيازه پاتې شوے دے اؤ نۀ مذهب د ادبي اظهار نه. دواړه د انساني شعور دوه داسې اړخونه دي چې د انسان د فکري، اخلاقي اؤ روحاني ارتقاء پۀ سفر کښې يؤ د بل مرسته کوي اؤ ځکه د ادب اؤ مذهب ترمينځه مکالمه به تر هغه وخته جاري وي، تر څو چې انسان د حقيقت، حسن اؤ معنا په تلاش کښې ژوند کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!