د ادراکي امکاناتو شعريات. . . (Cognitive Affordance Poetics)

ادب د انسان د داخلي او خارجي دنيا ترمنځه هغه ژوره او نازکه رابطه ده چې انسان د ژبې، تصوير، اواز، علامت، استعاري جوړښت، تخيل او احساس په وسيله د خپل ځان، بل انسان او ټولې دنيا سره نښلوي. انسان يوازې په سترګو جهان نه ويني او يوازې په غوږونو ئې نه اوري بلکې هغه جهان لره د خپل ذهن، حافظې، تجربې، احساس، تصور او فرهنګي شاليد د لارې ادراک کوي. همدا وجه ده چې يو منظر د دوو انسانانو په ذهنونو کښې يو شان معنا نه پيدا کوي، يوه کلمه د دوو لوستونکو په ذهنونو کښې يو شان تصوير نه جوړوي او يو ادبي اثر په بېلابېلو زمانو او بېلابېلو ټولنو کښې د بېلابېلو معنو او تفسيرونو سرچينه ګرځي.
ادب په همدې اساس يوازې د لفظونو مجموعه نه ده بلکې د ادراک د فعالېدو يو پېچيده ميدان دے.
کله چې شاعر «شپه» وليکي، هغه يوازې د ورځې مخالف وخت نه بيانوي. شپه د يو لوستونکي په ذهن کښې د وېرې، د بل په ذهن کښې د عشق، د دريم په ذهن کښې تنهايي، د څلورم په ذهن کښې د تصوف، د پنځم په ذهن کښې د سياسي ظلم او د شپږم په ذهن کښې د آرام او سکون ذهني نقشې راويښولے شي. کلمه يوه ده، خو ادراکي امکانات ئې ډېر دي. همدغسې «کور» يوازې يو تعمیر نه دے، د چا د پاره وطن دے، د چا د پپاره مور او پلار دي، د چا د پاره ماشومتوب دے، د چا د پاره امن دے او د چا د پاره د له لاسه تللي تېر وخت يو دردناک ياد.
له همدې ځايه يوه اساسي پوښتنه راولاړېږي:
ادبي متن په حقيقت کښې لوستونکي ته څه ورکوي؟ معنا، که د معنا امکان؟

زما د دې پمفلټ اساسي هڅه دا ده چې د همدې پوښتنې په بنياد د «ادراکي امکاناتو شعريات» (Cognitive Affordance Poetics) په نوم يو نظرياتي چوکاټ وړاندې کړي.

د متن نه تر ذهن پورې او د ذهن نه بېرته متن پورې:

د ادبي نظريې تاريخ د متن او معنا د تعلق متعلق بېلابېل نظرونه وړاندې کړي دي. ځينو نظريو د متن په داخلي جوړښت، ژبې، سبک، فورم او هنري صنعتونو اصرار کړے دے؛ ځينو د اديب نيت او تاريخي شاليد ته اهميت ورکړے دے؛ ځينو بيا د لوستونکي نقش د معنا په جوړولو کښې اساسي ګڼلی دے.
په شلمه پېړۍ کښې د ادبي مطالعې يو اهم بدلون دا وو چې لوستونکی نور يوازې د معنا اخيستونکی ونه ګڼلې شو، بلکې د معنا په جوړولو کښې ئې فعال نقش ومنلې شو. وروسته د ادراکي علومو، ادراکي ژبپوهنې، نفسيات او ادبياتو ترمنځه د تعلق پراخېدو سره دا پوښتنه نوره هم ژوره شوه چې:
لوستونکي ادبي متن په خپل ذهن کښې څنګه جوړوي؟
هغه څنګه ذهني تصوير جوړوي؟
څنګه پخوانۍ تجربې راويښوي؟
څنګه يوه استعاره درک کوي؟
څنګه د متن د يوې کلمې نه بلې معنايي نېټ ورک ته انتقالېږي؟
څنګه د يوې قيصې د کرکټر سره ذهني همدردي پيدا کوي؟
او څنګه يو ادبي اثر د هغه پخوانۍ ذهني نقشه بدلوي؟
همدا پوښتنې د ادراکي شعرياتو د رامنځته کېدو د پاره اهمې شوې.
خو دلته يوه بله پوښتنه هم شته چې زمونږ په نظر لا زياته پاملرنه غواړي:
متن ولے د دې صلاحيت لري چې د لوستونکي په ذهن کښې همدا خصوصي ادراکي مرحلې فعال کړي؟
يعنې مونږ يوازې دا نه غواړو چې ووايو:
لوستونکي متن ادراکوي.
بلکې دا هم پوښتنه وکړو چې متن لوستونکي ته د څه قسمه ادراک امکانات برابروي؟
همدا پوښتنه د دې نوي نظرياتي بحث د زېږېدو نقطه ده.

متن د معنا ګودام نه؛ د معنا د امکاناتو نظام:
د «ادراکي امکاناتو شعريات» بنيادي مفکوره دا ده چې ادبي متن بايد د معنا د يو داسې تړلي ګودام په توګه ونه ګڼلې شي چې اديب پکښې معنا اچولې وي او لوستونکي ئې وروسته راوباسي.
متن تر دې ډېر پېچيده دے.
ادبي متن د ژبې، جوړښت، استعاريت، تصويرونو، اوازونو، تکرارونو، تضادونو، ابهامونو، فرهنګي نخښو، تاريخي اشارو او نورو هنري عناصرو د لارې يو شمېر ادراکي امکانات رامنځته کوي. لوستونکی د دغو امکاناتو سره مخ کېږي. د هغه ذهن د خپلو تجربو، حافظې، سکيمو، فرهنګي پوهې، ژبني شاليد او احساساتي حالت د مخې ځينې امکانات فعالوي.
بيا د متن او ذهن ترمنځه تعامل رامنځته کېږي او د همدې تعامل نه معنا پيدا کوي نو د دې نظريې د پاره د معنا د ترتيب داسې وړاندې کولے شو:
متن ادراکي امکان پيدا کړي نو ورسره ادراکي فعالېت جوړ شي د دې په تعامل کښی معنا پيدا کيږي د
خو دا به هم کافي نه وي، ځکه لوستونکی له خپل انفرادي ادراکي افق سره متن ته راځي. نو زمونږ د دې نظريي د پيدا کولو ترتيب داسې جوړيږي .
متني محرک ادراکي امکان پيدا کوي چې توجه راکاږي چې ورسره سکيما/ذهني نېټ ورک پيدا شي نو لوستونکي ادراکي انتخاب کښې ازاد وي او په دغه تعامل سره معنا پيدا شي .
خو دلته يوه خبره واضحه کړم که چرې متن د لوستونکي د پخواني تصور سره ټکر وکړي، نو بيا به دغسې مرحله جوړيږي
د پخواني تصور مزاحمت سره بياکتنه کيږي او دغسې ادراکي بياجوړونه وشي.

«Affordance» امکانات
ولے اهميت لري؟
د دې نظريې په جوړولو کښې د امکانات (Affordance) مفهوم خصوصي اهميت لري. د دې مفهوم له لارې مونږ دا تصور ترلاسه کوو چې يو شے، يو چاپېرچل يا يو جوړښت د خپل جوړښت او د ادراک کوونکي د صلاحيت ترمنځه د تعلق د مخې د عمل يا استفادې امکانات برابروي.
مونږ دغه مفکوره د ادبياتو ميدان ته راوړو، خو په ساده ډول ئې نه نقل کوو.
زمونږ پوښتنه دا ده چې
که يو څوک د يوې دروازې په ليدلو سره د تېرېدو امکان درک کوي، نو يو لوستونکی د يوې استعارې، يوې نخښې، يو تصوير، يوې خاموشۍ، يوې تشې يا يوې کلمې د لارې د فکر کولو، احساس کولو، تصور کولو او تفسير کولو کوم امکانات ترلاسه کوي؟
په همدې ځای کښې د امکانات (Affordance) مفهوم له ادبي ادراک سره يو نوی ربط پيدا کوي.
مونږ دې ته ادراکي امکان (Cognitive Affordance)
وايو.
ادراکي امکان هغه فکري، احساساتي، تخيلي، معنوي يا تفسيري امکان دے چې يو ادبي يا هنري متن ئې د خپل جوړښت له لارې د لوستونکي د پاره پرانيزي.

د «ادراکي امکاناتو شعريات» اصلي دعوه:
د دې نظريې مرکزي دعوه په دې جمله کښې راټولېدے شي:
ادبي متن معنا نه بار کوي بلکې د معنا د جوړېدو لپاره ادراکي امکانات وړاندې کوي او لوستونکی د خپل ادراکي افق، تجربو، حافظې او ذهني نېټ ورک له لارې له دغو امکاناتو سره تعامل کوي او معنا ترې جوړوي.
په دې تعريف کښې دوه خبرې ډېرې اهمې دي.
اول دا چې متن بې‌اهميته نه دے. دوهمه دا چې لوستونکی هم بې‌اهميته نه دے نو معنا نه يوازې د متن ملکيت دے او نه يوازې د لوستونکي شخصي اختراع.
معنا د دواړو د تعامل په په نتيجه کښې رامنځته کېږي.

د متن امکان او د لوستونکي انتخاب:
يو ادبي متن ښائي لس ادراکي امکانات وړاندې کړي، خو لوستونکی ښائي يوازې درې پکښې فعال کړي.
ولے؟؟؟
ځکه چې هر لوستونکی له خپل خصوصي ادراکي افق سره متن ته راځي. د هغه د ماشومتوب تجربې، ټولنيز چاپېرچل، ژبه، فرهنګ، تاريخي پوهه، ادبي مطالعه، شخصي حافظه او احساساتي حالت د دې په ټاکلو کښې برخه اخلي چې هغه د متن نه څه اخلي.
له همدې وجې نه د دې نظريې يو اهم اصل دا دی:
امکانات متن وړاندې کوي؛ انتخاب ذهن کوي. خو دلته بايد د يوې بلې خبرې يادونه هم وشي: لوستونکی مطلق آزاد نه دے. هغه نشي کولے چې د متن له هرې نخښې نه هره معنا جوړه کړي. متن خپل د جوړښت حدود لري. همدا وجه ده چې مونږ د متني محدوديت اصل هم واضحه کړو يعنې لوستونکے فعال دے، خو متن هم فعال دے.

د ادراکي مزاحمت اهميت:
ادب يوازې هغه وخت اهم نه دے چې مونږ ورسره موافق شو؛ کله ناکله هغه وخت ډېر اهميت ولري چې زمونږ له پخواني فکر سره ټکر وکړي.
يو ادبي اثر کولے شي زمونږ يوه پخوانۍ ذهني سکيما ماته کړي.
موږ ممکن د اتل (hero) متعلق يو تصور ولرو؛ خو ناول داسې اتل را وپېژني چې کمزورے، تېروتونکي او له داخلي تضادونو ډک وي.
مونږ ممکن د «ښار» متعلق پرمختګ تصور ولرو؛ خو يو شاعر ښار د تنهايي او بې‌روحۍ په طور وړاندې کړي. مونږ ممکن فکر وکړو چې «لوړ غږ قوي غږ وګڼو»؛ خو يو ادبي اثر راته وښايي چې ډېر ځله خاموشه خبره د شور نه زياته اثرناکه وي.
همدې ځاے کښې ادراکي مزاحمت رامنځته کېږي.
او که لوستونکي خپله پخوانۍ ذهني نقشه بدله کړي، نو ادراکي بياجوړونه رامنځته کېږي.
دا د ادب د فکري ځواک د تشريح د پاره زمونږ د نظريې يو اهم اساس دی.

ادبي اثر د لوستونکي ذهن سره څه کوي؟:
د «ادراکي امکاناتو شعريات» له مخې مونږ د ادبي اثر ارزښت يوازې په دې کښې نه سنجوو چې هغه «څه وائي».
مونږ دا هم پوښتنه کوو
هغه د لوستونکي ذهن ته سره کوي؟
ايا توجه ئې بدلوي؟
ايا پخوانۍ حافظه راويښوي؟
ايا يو نوې ذهني نيټ ورک جوړوي؟
ايا د يوې کلمې پخوانۍ معنا بدلوي؟
ايا د يوې ټولنيزې سکيما په وړاندې مزاحمت پيدا کوي؟
ايا د لوستونکي احساساتي حالت بدلوي؟
ايا د نړۍ د ليدلو نوې لار ورته پرانيزي؟
که يو ادبي اثر دا کار کوي نو هغه يوازې د معلوماتو انتقال نه دے بلکې هغه ادراکي تجربه ده.
هم دا وجه ده چې ادب د «ذهن د بيا جوړونې» ځواک لري. ادبيات انسان ته يوازې دا نه وائي چې دنيا څنګه ده؛ کله ناکله هغه ته دا هم ور ښائي چې دنيا په بله توګه څنګه ليدلې کېږي.

يوه استعاره د دوو لرې مفاهيمو ترمنځه تعلق جوړوي.
يوه قيصه د بل انسان ژوند زمونږ د تجربې برخه ګرځوي.
يو شعر د يوې عام منظر داسې تصوير وړاندې کوي چې مونږ ئې له نوې زاويې وینو. يوه علامتي افسانه د يوې وړې پېښې تر شا د ټولنې لویه معنا پټوي نو ادب د ادراکي امکانونو يوه پراخه دنيا ده.

علامت او ادراکي امکان:
په خصوصي ډول علامتي ادب د دې نظريې د پاره ډېر اهميت لري. يوه نخښه هغه وخت هنري قوت پيدا کوي چې له خپل ظاهري شي نه هاخوا د معنا نور امکانات هم فعال کړي.
لکه چينه اوبه ، ژوند ، حافظه او دوام کيدے شي .دغسې شپه ، تياره ، وېره ، راز او تنهايي کيدے شي. دغسې مارغه ، ازادي ، روح ، سفر او بنديز کيدے شي .
خو دا معنائي په هر متن کښې يو شان نه وي. متن د امکانونو ميدان جوړوي، سياق ئې محدودوي او لوستونکي ئې فعالوي.
همدا وجه ده چې مونږ علامت د يوې ثابتې معنا په توګه نه بلکې د ادراکي امکان د مرکز په توګه څېړو.
د پکټوريل او بصري ادب لپاره هم د دې نظريې ميډان پراخه دے. د ادراکي امکاناتو شعريات يوازې د لفظي شعر او افسانې د پاره نه دے بلکې يو انځور هم ادراکي امکانات وړاندې کوي.
رنګ، شکل، تش ځاے (gaps)، غشي، رڼا، تياره، فاصله، چوکاټ، څېره او حتی نا موجود څيزونه هم د لوستونکي ذهن فعالولے شي.
کله ناکله د انځور تر ټولو اهمه معنا په هغه څه کښې وي چې نه دي وئيل شوي او نه دي انځور شوي.
همدا مونږ د ادراکي تش‌ځاے (Cognitive Gap) مفهوم ته رسوي.
ادبي يا بصري اثر کله ناکله قصداً د معنا يوه برخه نه وائي، څو لوستونکی ئې په خپل ذهن کښې را نه ولي.
نو تش ځاے د معنا نشتوالے نه دے بلکې تش ځاے د معنا د جوړېدو امکان دے.
دا اصل په معاصر ادب، علامتي افسانه، مابعدالحداثي متن، پکټوريل افسانه او حتی لنډو ادبي بڼو کښې خصوصي اهميت لري.

د دې نظريې د جوړېدو علمي اهميت:
دا نظريه د دې د پاره نه وړاندې کېږي چې موجودې ادبي نظريې بې‌ارزښته وګڼي. برعکس، د ادراکي امکاناتو شعريات د موجودو ادبي او ادراکي مطالعاتو له اهمو مفاهيمو سره مکالمه کوي. د ادراکي شعرياتو نه مونږ د ذهن، توجه، سکيما، ذهني تصوير، معنوي نېټ ورک او ادراکي مرحلو د مطالعې امکانات اخلو.
د امکاناتو (Affordance) له مفکورې نه مونږ د امکان تصور اخلو. د لوستونکي د غبرګون له مطالعاتو نه د لوستونکي فعال نقش ته متوجه کېږو. خو زمونږ هڅه دا ده چې د دغو مفاهيمو ترمنځه داسې يو منظم نظرياتي پل جوړ کړو چې د ادبي متن د يوې ځانګړې پوښتنې جواب ورکړي:
متن څنګه د معنا د ادراک امکانات برابروي، لوستونکی ئې څنګه فعالوي، او د دواړو په تعامل کښې معنا څنګه رامنځته کېږي؟ همدا د دې نظريې د اصلي شناخت ميدان دے.

د نظريې د جوړولو يو مهم احتياط:
هره نوې نظريه بايد د علمي احتياط له اصولو سره وړاندې شي.
مونږ دا نه شو وئيلے چې
«د دنيا په ادبياتو کښې هېچا د متن، ادراک او امکاناتو ترمنځه تعلق نه دے څېړلې.»
دا ډول مطلقه دعوه د علمي تحقيقي حيثيت نه لري بلکې ښکاره جهالت دے. خو مونږ په ډاډ سره دا کار کولے شو چې ووايو چې
«د دې پمفلټ مرام دا دے چې د ادراکي شعرياتو او امکاناتو Affordance له مفکورې نه په استفادې سره د ادبي متن، ادراکي امکاناتو او لوستونکي د تعامل لپاره يو منظم، پښتو-محور او خپلواک نظرياتي چوکاټ وړاندې کړو.»
که وروسته د دنيا له موجودو څېړنو سره د دې چوکاټ تفصيلي موازنه وشي او زمونږ انفراډي اصول، اصطلاحات او تحليلي طريقه خپل مستقل علمي ارزښت ثابت کړي، نو دا چوکاټ د يوې مستقلې ادبي نظريې په توګه لا پياوړی کېدے شي.

د پښتو ادبي نقد لپاره د دې نظريې ضرورت:
زمونږ په پښتو ادبي نقد کښې د ادبي اثارو د تحليل ډېرې لارې شته؛ تاريخي، ټولنيز، نفسياتي، مارکسيسزم، ساختياتي، پس ساختياتي، اسطوروي، سمبوليک، فمينسټ او نورې داسې ګڼې نظريي‌
خو د ادراکي مطالعاتو له پراخېدو سره دا ضرورت هم پيدا کېږي چې پښتو ادب د لوستونکي د ذهن، ادراکي تجربې او معنا جوړونې له زاويې وڅېړلې شي.
له بلې خوا، د پښتو ادب خپل فرهنګي، ژبني او تصويري نظام لري.
يوه پښتو کلمه، متل، اصطلاح، منظر، قومي علامت يا فرهنګي اشاره ممکن د پښتني لوستونکي په ذهن کښې هغه ادراکي نېټ ورک فعال کړي چې د بلې ژبې په لوستونکي کښې په هماغه ډول فعال نه شي
نو د ادراکي امکاناتو شعريات د پښتو ادب د پاره يوازې يو وارد شوی نظرياتي قالب نه دے بلکې د دې امکان هم لري چې د پښتو ژبې او پښتني فرهنګي تجربې له خصوصياتو سره په تعامل کښې خپل مفهومي وسايل رامنځته کړي.
د دې پمفلټ بنياډي پوښتنه
په آخره کښې د دې تمهيد اساسي پوښتنه داسې راټولېدے شي چې
کله چې يو انسان يو ادبي اثر لولي، هغه يوازې د ليکوال له خوا ورکړې شوې معنا اخلي، که متن د هغه ذهن ته د معنا د جوړولو يو شمېر امکانات وړاندې کوي؟
د «ادراکي امکاناتو شعريات» جواب دا دے چې
متن امکانات وړاندې کوي.
لوستونکی ئې د خپل ادراکي افق له مخې فعالوي. متني جوړښت د امکاناتو حدود ټاکي. توجه ځينې امکانات مخې ته راولي. ذهني سکيماوې ئې له پخوانۍ تجربې سره نښلوي.
ادراکي مزاحمت پخواني تصورونه ننګوي. تعامل معنا جوړوي او ادراکي بياجوړونه د لوستونکي د نړۍ د ليدلو طريقه هم بدلولے شي.
نو زمونږ لنډه معادله دا ده چې
متن امکان جوړوي، امکان ادراک جوړوي، ادراک په تناظر کښې لوستونکي د معنا انتخاب کوي، ددواړو په تعامل کښې معنا جوړيږي او دغسې لوستونکي ددې په نتيجه کښې بياجوړونه کوي.

زمونږ د نظريې فلسفي اصل:
«ادبي اثر د معنا اختتام نه دے د معنا د امکاناتو ابتدا ده.»
او په بله لنډه جمله کښې
«متن امکانات وړاندې کوي؛ ذهن ئې فعالوي؛ تعامل معنا زېږوي.»
همدا د «ادراکي امکاناتو شعريات» د دې پمفلټ فکري دروازه ده.

2 thoughts on “د ادراکي امکاناتو شعريات. . . (Cognitive Affordance Poetics)

  1. [9818]ea77 Official Login | সেরা অনলাইন ক্যাসিনো ও স্লট গেম,ea77 অ্যাপ ডাউনলোড করে সেরা স্লট গেমের অভিজ্ঞতা নিন। এখানে বিকাশ দিয়ে সহজ ডিপোজিট পদ্ধতি এবং নিরাপদ গেমিং সুবিধা পাওয়া যায়। আজই জয়েন করুন। visit: ea77

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!