پښتون رساله او باچاخان

د بشرېت د تاریخ په اوږدو کې ډېر ملتونه راپاڅېدلي، فکري بیداري ئې موندلې، استعمار ته ئې( نه) ویلي، او خپل هویت ئې خوندي کړی دی. خو دا ټولې لاسته راوړنې او برياوې یوازې د جنګي وسلو او یا ډګرونو په زور نه دي تر لاسه شوې؛ بلکې تر ټولو ستر بدلونونه هغه وخت راغلي، کله چې قلم، تعلیم، شعور، او ملي وجدان سره یو ځای شوي وي. د پښتنو معاصر تاریخ هم له همدې مبارزو ډک دی او په دغو مبارزو کې د باچاخان او د هغه د فکري کاروان ونډه بې‌سارې ده.

خان عبدالغفار خان، چې د باچاخان یا لوی خان په نامه مشهور دی، د یو ملت د اروا، فکر او کردار د بیدارۍ ژور انځور ؤ. هغه په خپله مبارزه کې توره نه، بلکې کتاب، ښوونځی، انسانیت، او عدم تشدد ته لومړیتوب ورکړ. ده دا درک کړې وه، چې یو نالوستی او بې‌شعوره ولس ته نه خپلواکي معنا لري، نه عدالت، او نه هم پرمختګ. د همدې لیدلوري له مخې باچاخان د تعلیم او شعور خپراوي ته اوږد او فکري مزل پیل کړ.

د دغه فکري مزل یوه ارزښتناکه ثمره “پښتون رساله” وه، چې نه یوازې د باچاخان د فکري مبارزې استازیتوب ئې کاوه، بلکې د یوه ملت د ژبني، دیني، ادبي او سیاسي شعور ښکارندوی هم وه. دا رساله د پښتو ژبې، د دیني پوهې، د ادبي ښایست، د ټولنيزو اصلاحاتو او د استعماري شعور ضد یو متحد غږ ؤ. د( پښتون )رسالې له پاڼو د غیرت، علم، همت، اتحاد، پاک نیت، او اخلاص نه ډک غږ پورته کېده چې د وخت ځوان نسل ته یې نوی فکر، نوی احساس، او نوی جهت ورکاوه.

د باچاخان او د (پښتون) رسالې پر ضد یوه لویه تبليغي وسيله دا وه، چې دوی د دین ضد وګڼل شول. حال دا چې د رسالې محتوا به د قرآن کریم آیاتونو، د احادیثو، د علماوو د اقوالو، د صوفياء کرامو د ارشاداتو، او د اخلاقو له بیانونو ډکه وه. پکې د علم ارزښت، د اتفاق ګټې، د اخلاص اړتیا، د خدمت فضیلت، او د ښځې مقام بیانېده. د باچاخان له نظره دین او اخلاق د سیاست تر ټولو مهم بنسټونه وو. ده به ویل: “موږ د اسلام هغه روح غواړو، چې د انسانیت، صداقت، همدردۍ، او خدمت ترجمان وي، نه دا چې د تفریق، نفاق او زور ویلو وسیله شي.”

(پښتون) رساله د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ لپاره یو مهم بنسټ ؤ. دا رساله د هغه وخت لیکوالو، شاعرانو، علماوو او مفکرینو لپاره یو داسې پلیټفارم ؤ چې خپل فکرونه ئې پکې په ازادانه ډول بیانول. د پښتو ژبې په فصاحت، بیان، او ادبي سبک کې ئې یو نوی روح پو کړ. دا رساله د ژبې له منځه تلونکي الفاظ راژوندي کړل، د ژبې غږ ئې سپېڅلی وساته، او پښتو ژبه یې له شرمه د عزت تر مقامه ورسوله.

)پښتون) رساله یوازې یوه فرهنګي یا ادبي خپرونه نه وه؛ دا د ټولنیز بدلون لپاره یو اواز ؤ همدارنګه په ( پښتون) رساله کې د ښځو د تعلیم، د ماشومانو د روزنې، د فقر او جهل پر ضد مبارزه، د روغتیا، پاکوالي، رښتینولۍ او عدل ارزښتونه بیانېدل. رساله د کورنۍ، قبیلې، کلي او ټولنې د اصلاح لپاره ډېر هدفمند او شعوري مضمونونه خپرول. خلک ئې د غفلت له خوبه راویښ کړل پریوتي ضمیرونه ئې راپورته کړل او د انګريزي استعمار پر ضد د پښتنو فکري زولنې وشلولې.

انګریزي استعمار په دې پوهېده، چې (پښتون) رساله د ولسونو په رابېدارولو کې مهم رول لري نو له همدې امله یې پر ضد اقدامات وکړل. د رسالې چاپ یې بند کړل، لیکوالان ئې زنداني کړل، رساله ئې ضبط کړه، خو دا فکري بیداري بنده نه شوه. ځکه چې دا رساله د خلکو د زړه غږ ؤ،
نن، چې نړۍ د ټکنالوژۍ، فکري یرغل، فرهنګي ابتذال او د افراطیت ښکار ده، د باچاخان فکر او د (پښتون) رسالې پیغام نور هم اړتیا لري. زموږ نسلونه د داسې یو شعوري بېرغ په لټه کې دي، چې پکې دین، اخلاق، انسانیت، تعلیم، او خپلواک فکر سره یو وي. د دې ټولو لپاره موږ باید د باچاخان فکر ته رجوع وکړو ،( پښتون) رسالې سره خپلې مالي او قلمي همکارۍ ته دوام ورکړو تر څو دا رساله له سقوط او له منځه تلو څخه وژغورو او د نوي نسل د ذهنونو د روښانولو لپاره دا مشعل همداسې روښانه وساتو.

(پښتون) رساله او باچاخان دواړه د پښتنو لپاره د بیدارۍ سمبولونه دي. دا دواړه موږ ته دا را زده کوي، چې: فکري مبارزه تر فزیکي جګړې ډېر ژور اغېز لري، تعلیم، اخلاق او انسانیت د ازادۍ بنسټونه دي، ژبه، دین، او فرهنګ مو د بقا اساسات دي، او خپل ځان پېژندل د خپل تقدیر د بدلولو لومړی ګام دی.

نو که موږ غواړو، چې د غلامۍ له ذهنيت، د بې اتفاقۍ له زهرو او د جهالت له تورتمه را ووځو او د باچاخان فکر ته ور وګرځو، (پښتون) رساله بیا په خپلو زړونو کې ژوندۍ کړو، او د خپل تاریخ او فرهنګ ستر ارزښتونه بیا وپېژنو او خوندي کړو. او همدارنګه ځوان نسل ته توصيه کوم او غوښتنه ترې کوم چې د باجا خان بابا له خوا تاسيس شوې پښتو رساله ( پښتون ) دې بیا بیا لولي تر څو له خپل تاريخ، کولتور او د خپلو اتلانو له کارنامو نه خبر شی او د دې تر څنګ تاسو ټولو ته د دې کوچنې لیکنې له لارې دا لار ښودنه کوم چې د باچا خان بابا په لاس لیکل شوی ډېر مهم او با ارزښته کتاب ( زما ژوند او جدو جهد ) او د خان عبدالي خان په ګوتو او قلم لیکل شوي کتابونه (باجا خان او خدائي خدمتکاري) چې په ۴ ټوکونو مشتمل دی او ( رښتيا رښتيا دي ) ولولي تر څو له حقايقو او د پښتنو له اصل تاريخ نه خبر شئ

2 thoughts on “پښتون رساله او باچاخان”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!