Skip to content
ليک: ګل اکبر خان
افسانه
د ښار په يو سرکاري دفتر کښې به هره ورځ د سحر په اته نيمو بجو يو زوړ، د تور رنګ سهراب سايکل د دروازې مخې ته ودرېدو. د سايکل زنځير به هر څو قدمه “چرر… چرر…” کولو او پېډل به ئې هم د پښې په تاوهلو ټق ټق غږ کولو.
دا سايکل د ګل رحمان نومي د يو کلرک و. په دفتر کښې به د ټولو نه په وخت راتلو، خو د ټولو نه غريب حاله سړے و. جامې به ئې پاکې ضرور وې، خو دومره زړې چې د کالر رنګ ئې بدل شوے و. د بوټانو پونده به ئې تل کږه وه او عينکې به ئې هر وخت په پوزه خوئېدلې وې چې ساعت په ساعت به ئي په مسواکه ګوته بره کولې.
چې د مياشتې اوله به راغله، ګل رحمان به د تنخواه اخستو سره سم د دفتر نه ووتو. لا به کور ته نه و رسېدلے چې ښځه به ئې په دروازه کښې ولاړه وه.
“راکړه تنخوا دې.”
همدا يو لفظ…
ګل رحمان به بې له کومې خبرې د تنخوا دسته د هغې په لاس کښې کېښوده.
ښځې به پيسې وشمېرلې، بيا به ئې زر روپۍ ترې راويستې او ورته به ئې ووئيل:
“دا دې د مياشتې خرچه او دا د سايکل د پنکچر د پاره. خو ياد ساته، فضول خرچي به نه کوې.”
“ښه…”بس همدومره به ئې وئيل.
په دفتر کښې به چې د لسو بجو د چایو وخت شو، نو ټول به سره راټول شول.
اکبر به په خندا ووئيل:
“ګله! پرون خو دې د تنخواه ورځ وه. مبارک دې شه.”
“مننه.”
“څومره درسره پاتې شوې؟”
ګل رحمان ووئيل: “زر روپۍ.”
يو دم به دفتر په قهقهو شو.
رشيد به ووئيل:
“مړه! ته کلرک ئې که د سکول ماشوم؟”
بل به ورپسې ووئيل:
“يوه ورځ خو نر شه! ښځې ته ووايه چې تنخوا زما ده، زما په مرضۍ به خرچ کېږي.”
ګل رحمان به وارخطا خوا و شا وکتل، لکه ښځه ئې چې د دفتر د فايلونو ډکې المارۍ شاته ولاړه وي. بيا به ئې په ورو غږ ووئيل:
“ورو خبرې کوئ… که چا ورته وئيل نو بيا به…”
“بيا به څه؟”
ګل رحمان لاړې تېرې کړې.
“بيا به کور کښې قيامت وي…”
يوه ورځ ملګرو پلان جوړ کړو.
چې ګل رحمان کور ته روانېدو، اکبر ورته ووئيل:
“نن به دې امتحان اخلو. همدا اوس خپلې ښځې ته کال وکړه او ورته ووايه چې نن زه ملګرو سره هوټل ته ډوډۍ خوړولو له ځم.”
د ګل رحمان رنګ د دېوال غوندې خړ شو.
“نه… نه… دا خبره مه کوئ.”
“ولے؟”
“زړه مې درزېږي.”
“موبايل راوباسه.” د ملګرو په اصرار ګل رحمان په رپېدلو لاسونو موبايل راويستو، د ښځې نمبر ئې ډايل کړو. لا ئې “السلام عليکم” نه و وئيلي چې د هغې تېز غږ راغے:
“چرته ئې؟”
“په… په دفتر کښې.”
“د دفتر وخت ختم شوے دے. لس منټه دې ناوخته کړي دي. ښه. . . پته درته شته کنه؟”
ګل رحمان ووئيل:
“هسې… يو ف ف فايل و.”
“نېغ کور ته راځه. د سبزۍ پيسې مې سحر درکړې وې، هغه راوړه. او که بيا دې په دفتر کښې د چا چاے وڅښله نو حساب به دې کوم.”
“ښ ښ … ښه.”
کال بند شو. د ګل رحمان تندے په خولو لوند وه. اکبر په خندا ووئيل:
“مړه! دې خو دې ساه هم شمېرلې ده.”
يوه ورځ د دفتر مشر افسر هم په ټوکه ورته ووئيل:
“ګل رحمان صېب! دفتر کښې خو ډېر نرم ئې، کور کښې پکار ده لږ رعب هم ولرې کنه “
ګل رحمان بې اختياره وخندل، خو خوله ئې سمدستي راغونډه شوه.
“صېب… داسې ټوکې مه کوئ.”
“ولے؟”
“که زما ښځې واورېدې، بيا به وائي خلکو ته دې هم دروغ وئيلي دي.”
ماښام چې کور ته روان و، د سايکل زنځير بيا “چرر… چرر…” کولو.
په لاره يو ماشوم ورته وکتل او خپل پلار ته ئې ووئيل:
“بابا! دا کاکا ولے دومره ورو ورو ځي هن؟”
پلار ئې په موسکا ووئيل:
“زويه! دا د سايکل د زړښت د وجې نه نه، بلکې د خپلو فکرونو د دروند بار د وجې ورو ورو ځي.”
ګل رحمان دا خبره واورېده.
يوه شېبه ودرېدو، سايکل ته ئې وکتل، بيا ئې خپل تش جيب ته لاس يوړو او و ئې ووئيل:
“سايکل خو زوړ دے… خو اصلي زړښت زما په زړۀ کښې دے.”
بيا ئې سر ټيټ کړو، پېډل ئې ووهلو او د کور په لور روان شو… هغه کور ته، چې د دفتر نه ډېر نزدې و، خو د هغه د پاره د دنيا تر ټولو اوږده لاره وه.
ماښام چې د ګل رحمان د سايکل د زنځير “چرر… چرر…” غږ د کوڅې تر بل سر ورسېدو، د کور دروازه لا بنده وه. هغه ورو ورو د سايکل نه ښکته شو، سايکل ئې د دېوال سره ولګولو او څو ځله ئې ژوره ساه واخيسته. په زړه کښې ئې ووئيل:
“يا الله! خير کړې…”
لا ئې دروازه نه وه ټکولې چې د دننه نه د ښځې لوړ غږ راغے:
“دا ولے ولاړ ئې؟ دروازه کولاو ده کنه! که نن هم ناوخته راغلے ئې، حساب به دې کوم.”
ګل رحمان په رپېدلو لاسونو دروازه کولاو کړه. ښځه ئې په انګړ کښې ولاړه وه. لوپټه ئې د سر نه تاو کړې وه، يو لاس ئې په ټوټۍ ايښے و او سترګې ئې د قهر نه سرې ښکارېدې.
“ټېم ته دې کتلي دي؟”
“هسې… دفتر کښې يو ف ف فايل و…”
“هره ورځ دې هم دا فايل وي! که دفتر دې دومره خوښ دے، نو هم هلته ويده کېږه.”
ګل رحمان سر ټيټ کړو.
“لږ ايسار شوم نو …”
“چپ! زياتې خبرې مه کوه.”
هغې د سبزۍ شاپر د سايکل د هېنډل نه راواخيستو، ټماټر ئې په کټ کښې وغورځول او په تريو تندي ئې ووئيل:
“دا دې څه راوړي دي مړه؟ ما درته وئيلي وو چې ښه ټماټر راوړه. دا خو ټول نرم دي.”
“ما ښه کتلي وو…”
“ته به څه ګورې؟ ستا نه خو د خپلو عينکو ساتنه هم نه کېږي.”
بيا ئې د کور ګوټ ته اشاره وکړه.
“ځه! اول ټول لوښي ووينځه. د غرمې راهسې پراته دي.”
ګل رحمان بې له څه وئيلو د نل لاندې د ټب مخې ته کيناستو، لستوڼي ئې پورته کړل او په خاموشۍ ئې لوښي وينځل شروع کړل. يو پليټ لا نه و پاک شوے چې د ښځې غږ بيا راغے:
“ښه ئې ووينځه! تېر ځل پرې غوړي پاتې وو.”
ګل رحمان لوښي وینځلو دوران کښې لږ شانې هغې ته وکتل .
“او پيالۍ ماتې نه کړې. ستا نه هر څه کېږي.”
ګل رحمان لکه د امتحان ورکولو، په ډېر احتياط کار کولو. چې لوښي خلاص شول، ښځې جارو د هغه مخې ته وغورځوله.
“دا واخله! اوس ډا ټول کور هم جارو کړه.”
هغه بې له اعتراضه جارو راواخيسته او په خاموشۍ ئې کار شروع کړو.. ګل رحمان د کوټې نه جارو شروع کړه. ښځه به ورپسې ګرځېده او هر څو قدمه به ئې ورته هدايت کولو.
“هلته دوړه پاتې ده.”
“د المارۍ لاندې هم وکړه.”
“ګوټونه دې هېر نه شي.”
ګل رحمان به هر ځل يوازې دومره ووئيل:
“ښه.”
او بيا به ئې هم هغه ځاے له سره پاکولو. يو ځل خو ئي پکښې دا هم ووئيل
“وئ خدايه! وئ قسمته نو”
ګل رحمان ډير په محرومۍ سره خړ ديوال پله وکتل چرته چې په يو مېخ کښې په زوړ کاش کښې يوه زنګ وهلې تماچه ځوړنده وه. د ګل رحمان سترګې به پرې هره ورځ لګېدې خو نن ئې بې اختياره ډېر وخت ورته وکتل. دا تماچه د ښځې د مړ پلار يادګار وه. ښځې به کله کله د هغې دوړې پاکولې او په وياړ به ئې وئيل: «دا زما د پلار تماچه ده. هغه به وئيل، “په کور کښې بايد نظم وي.” ګل رحمان به هر ځل غلی پاتې شو او سترګې به ئې ترې ښکته کړې.
چې کار ختم شو، ملا ئې نېغه کړه او د ساه اخيستو د پاره ئې د دېوال سره تکيه ووهله. لا ئې ساه نه وه اخيستې چې د ښځې غږ بيا پورته شو.
“اوس انګړ هم جارو کړه. پاڼې ټولې خورې ورې پرتې دي.”
هغه بې له څه وئيلو جارو بيا پورته کړه.
د جارو وهلو په وخت کښې ئې سترګې په خپل زوړ سايکل ولګېدې چې د دېوال سره ولاړ و. په زړه کښې ئې تريخ موسکے وکړ.
“په دفتر کښې خلک وائي، په ښځه رعب واچوه… دلته خو زه د جارو نه هم کم اختيار لرم.”
هم په دغه وخت کښې د ښځې غږ بيا راغے.
“ولې ولاړ ئې؟ لاسونه دې ولے بند شوي دي، ته لاسونه دې مات شه؟”
ګل رحمان زر بيا جارو وهل شروع کړل. د انګړ دوړې پورته کېدې، خو د هغه په زړۀ پرتې دوړې لا هم هغسې درنې پرتې وې.
بله ورځ ګل رحمان د يو فايل د دستخط د پاره بره دفتر ته تلے و. د هغه له وتلو سره سم د چایو مجلس بيا تود شو د بابو په ميز د فلسفې يو نادر کتاب پروت و . اکبر بابو ته په خندا ووئيل:
“بابو! ته خو د ګل رحمان د کلي او د ماشومتوب ملګرے ئې. دا راته ووايه، دے له وړوکتوبه هم دغسې ډرن و؟”
بابو داسې وخندل چې د چایو پياله ئې په مېز کښېښوده او د فلسفې نادر کتاب په سرپاڼه ئي ګوتې راښکلی.
“مړه! تاسو خو ئې دا دے اوس وينئ، ما دا د وړوکتوبه ليدلے دے. خداے داسې نازک زړه پيدا کړے و.”
ټول ورته غلي شول. بابو ووئيل:
“يو ځل مونږ په جومات کښې سبق وئيلو چې يوه کرړي راټوپ کړه. ټول هلکانو وخندل، خو ګل رحمان داسې چغه کړه چې ملا صاحب په منډه راغے، ګمان ئې وکړو چې چا به وهلے وي.”
دفتر په قهقهو شو. بابو بيا په خندا ووئيل:
“بل ځل مو د ټوکې د پاره د ونې شاته سپينه ټوټه ځوړنده کړې وه. ده چې لرې نه وليده، هم هغلته کښېناستو او په ژړا شو: ‘مورې! پيريان دي، پيريان دي کنه!'”
اکبر وخندل.
“يعنې له وړوکتوبه هم همداسې و؟”
بابو سر وخوځولو.
“هو… د بدن عمر ئې پنځوس کاله شو، خو د وېرې عمر ئې لا هم اته کاله دے.”
د بابو په خيال کښې د هغه مخې ته د خپل زوړ ملګري څهره راوړاندې شوه نو په زړه کښې ئي ووئيل:
“دا بېچاره د خلکو نه نه، د خپل سيوري نه هم ټول عمر وېرېدلے دے.”
اکبر بابو ته په خندا ووئيل:
“داسې ډرن سړے خو څوک زوم هم نه کړي، نو ده بيا دا واده څنګه وکړو؟”
بابو د چایو يو ګوټ وکړو او د کرسۍ شا ته تکيه شو.
“دا کيسه هم لکه د ګل رحمان غوندې عجيبه ده.”
ټول ورته غلي کښېناستل.
“مونږ دواړه لا نوي نوي نوکران شوي وو. چې به چا ګل رحمان ته د واده خبره وکړه، رنګ به ئې والوتو.”
“ولے؟” اکبر پوښتنه وکړه
“وئيل به ئې: «زه د ښځې خرچه، غصه او غوښتنې نه شم زغملے، همداسې ښه يم.»”
بابو لږ غلے شو.
“خو په کور کښې ئې مور سخته ناروغه شوه. د مرګ نه لږ وړاندې ئې يوه هيله لرله؛ وئيل ئې: «زويه! غواړم د مرګ نه مخکښې دې ناوې ووينم.»”
د دفتر فضا لږه درنه شوه.
“ګل رحمان د مور خبره نه شوه غورځولے. د خپل ژوند متعلق ئې هېڅ فيصله پخپله ونه کړه. چې کورنۍ ورته کومه جينۍ خوښه کړه، هم هغې سره ئې نکاح وشوه.”
اکبر ورو ووئيل:
“نو ښځه ئې څنګه وه؟”
بابو لږ موسکے شو.
“هغه د کلي د يو استاذ لور وه. تيزه، باجرأته او د هر کار فيصله کوونکې وه. د نکاح په ورځ چې ملا صاحب له ګل رحمان نه پوښتنه وکړه: «قبوله دې ده؟» ده لا ورو ورو جواب ورکولو خو هغې په ډاډه غږ درې ځله ووئيل: «قبول مې دے قبول مې دے قبول مې دے.»”
د دفتر عمله په خندا شوه.
په دفتر کښې بيا د خندا چپه خوره شوه. خو بابو بيا سنجيده شو.
“ځينې ودونه د دوو زړونو ترمنځه نه وي بلکې د دوو مزاجونو ترمنځه وي. يو مزاج لکه طوفان وي او بل لکه وچه پاڼه. طوفان د پاڼې نه اجازت نه اخلي، هر چرته ئې چې زړه وغواړي، هم هلته ئې وړي.”
هغه د کړکۍ نه بهر وکتل.
“ګل رحمان هم هغه وچه پاڼه وه چې د ژوند بادونو هر لور ته وړلو.”
بابو د چایو پياله ورو شانې په مېز کښې کېښوده او ووئيل:
“يوه خبره به درته وکړم، خو د ګل رحمان د قسمت يوه بله خوا هم شته.”
اکبر په تجسس ووئيل:
“څنګه؟”
بابو ورو ورو ووئيل:
“خلک يوازې په ګل رحمان خاندي، خو حقيقت دا دے چې د هغه کورودانې هم د هم داسې سړي په لټون کښې وه.”
“يعنې؟”
“هغې د خپل مزاج مطابق خاوند غوښتو. داسې سړے چې د هغې خبره وروستۍ خبره وي، د هر حکم په بدل کښې صرف ‘ښه’ ووائي، هېڅ پوښتنه و نه کړي، مخالفت و نه کړي او هر وخت حاضر ولاړ وي.”
په دفتر کښې څو شېبې خاموشي خوره شوه.
بابو بيا خبره پسې ونښلوله.
“د ګل رحمان کورودانې ته داسې څوک نه وو پکار چې ورسره بحث وکړي يا ورته د خپلې خبرې دليل وړاندې کړي. هغې ته داسې ملګرے پکار و چې د هغې د اشارې نه مخکښې ئې نيت ولولي او د غږ له پورته کېدو مخکښې سر ټيټ کړي.”
اکبر په موسکا ووئيل:
“نو بيا خو دواړه د يو بل د پاره جوړ شوي دي.”
بابو هم لږ موسکے شو، خو بيا ئې په ژوره لهجه ووئيل:
“جوړ شوي دي که تړلې شوي دا به خداے خبر وي. خو دومره ضرور ده چې ځينې خلک په ژوند کښې د مينې د وجې نه يو ځاے کېږي، بلکې د يو بل د کمزوريو او غوښتنو د پاره سره يو ځاے شي.”
هغه د کړکۍ نه بهر وکتل او ورو ئې زياته کړه:
“ګل رحمان هغې ته د خاوند نه زيات، د يو فرمانبردار انسان په څېر ښکارېدو. او ګل رحمان ته ښائي داسې احساس و چې که د چا د رضا د پاره خپل ځان ورکول هم وي، نو خاموشي تر هر څه اسانه بيعه ده.”
هم هغه وخت د انګړ نه د زوړ سهراب سايکل د ټلۍ ورو غږ واورېدلې شو.
بابو يوه ژوره ساه واخيسته او ورو شانې ئې ووئيل:
“ځينې کورونه په مينه چلېږي، ځينې په شخړه او ځينې بيا په داسې اوږدې خاموشۍ چې پکښې د يو انسان غږ ورو ورو د منځه لاړ شي.”

يوه ورځ د چایو په وخت ګل رحمان د معمول خلاف ډېر خاموش ناست و. نه ئې د چا د خبرو سره خندا کوله او نه ئې په فايلونو کښې سترګې لګولې. داسې ښکارېده لکه په زړه کښې ئې کومه درنه تيګه پرته وي. په سينه به ئي ساعت په ساعت لاس وهلو .
اکبر ورو شانې ووئيل:
“ګله! يو سوال درنه کوم، رښتيا به وائې؟”
“وکه.”
“ته د ژوند نه خوشحاله ئې؟”
ګل رحمان لږ موسکے شو، خو ډير زر دا موسکا ئې په شونډو غايبه شوه.څو شېبې وروسته ئې ورو شانې ووئيل:
“نه.”
په دفتر کښې ناڅاپه خاموشي خوره شوه.
بابو د خپل زوړ ملګري په اوږه لاس کېښود او په نرمه لهجه ئې ووئيل:
“ګله! نرتوب دا نه دے چې څوک په چا زور وچلوي. نرتوب دا دے چې انسان خپل عزت وساتي، خپله خبره په ارام سره وکړي او د خپل حق د پاره ودرېږي.”
اکبر هم ورسره خبره ونښلوله.
“ته هر وخت ‘ښه’ وائې. يو ځل خو ووايه: ‘دا کار به داسې نه وي، راځئ په ګډه فيصله وکړو.'”
رشيد د ټوکې په انداز ووئيل:
“تا خو د کور په دروازه کښې د وړاندې نه ماتې منلې وي مړه.”
ټولو لږ وخندل، خو بابو ئې خبره بېرته سنجيده کړه.
“ټوکې پرېږدئ. ګل رحمانه! ته د چا دښمن نه ئې، خو دا ده چې ته د خپل ځان ملګرے هم نه ئې.”
دا خبره نېغه د ګل رحمان زړه ته کوزه شوه. هغه د کړکۍ نه بهر خپل زوړ سهراب سايکل ته وکتل. په زړه کښې ئې يو پټ آواز راپورته شو:
“آيا زما ټول ژوند به همداسې وي؟ دفتر کښې د خلکو د خندا سبب او کور کښې د حکم منلو د روبوټ يو مشين؟ آيا زه هېڅکله نه شم وئيلے چې زما هم يو نظر شته او زما هم خپله مرضي شته؟”
هم هغه وخت ئې په خپل وجود کښې يو بل احساس هم وموندو، د وېرې تر شا د آزادې ساه اخيستو يوه وړه هيله.
بابو لکه د هغه د زړه خبرې چې لوستلې وي، ورو شانې ئې ووئيل:
“ګله! غلامي په يوه ورځ نه ختمېږي، خو د خلاصون اول ګام دا وي چې انسان له خپل ځانه پوښتنه وکړي… آخر تر کومه؟”
ګل رحمان هېڅ ونه ووئيل.
خو هم هغه ورځ چې د دفتر نه کور ته روان شو، د سايکل پېډل ئې د معمول نه لږ په زور ووهلو. په زړه کښې ئې يوه وړه شانې هيله پيدا شوې وه.
“کېدے شي… يوه ورځ زه هم وکړے شم خپله خبره په ډاډه او درناوي سره وکړم.”

ماښام د ګل رحمان د سايکل زوړ زنځير بيا د کوڅې په خاموشۍ کښې “چرر… چرر…” وکړو خو نن د هغه په زړه کښې هم يو بل غږ و.. د بابو خبره ئې بيا بيا په ذهن کښې ګرځېده:
“د خلاصون اول ګام دا وي چې انسان له خپل ځانه پوښتنه وکړي: آخر تر کومه؟”
هغه د کور مخې ته ودرېدو. څو شېبې ئې دروازې ته وکتل. لاس ئې څو ځله د دروازې خوا ته لاړو او بېرته راوګرځېدو.
ژوره ساه ئې واخيسته.
“بسم الله…”
دروازه ئې کولاو کړه.
د ننوتو سره سم د ښځې غږ پورته شو:
“ولے دومره ناوخته راغلے؟”
ګل رحمان د معمول خلاف سمدستي جواب ورنه کړو.
يوه شېبه غلے ودرېدو، بيا ئې په ډېر کمزوري غږ ووئيل:
“ناوخته خو نه دے… دفتر کښې کار و.”
ښځه حيرانه شوه. سترګې ئې لږې راټېټې کړې.
“څه دې ووئيل؟”
ګل رحمان احساس وکړو چې ژبه ئې وچه شوه او لاسونه ئې يخ شول خو بيا ئې په ويره ويره ووئيل:
“وايم… رښتيا کار و.”
د ښځې تندے تريو شو.
“يعنې زه دروغ ويم؟ هن”
ګل رحمان سمدستي يو ګام شاته شو.
“نه… نه… زما مطلب دا نه و.”
غږ ئې بيا ولړزېدو. هم هغه زوړ ګل رحمان بېرته راويښ شو.
ښځې د کچن خوا ته اشاره وکړه.
“ځه، ورځه! لوښي ووينځه.”
ګل رحمان يو څو قدمه لاړو، خو ناڅاپه ودرېدو. د بابو خبرې ئې بيا په ذهن کښې راوګرځېدې. هغه ورو ورو مخ راوګرځولو. زړه ئې دومره په زور درزېدو چې ګمان ئې کولو ښځه به ئې هم اوري. په سينه ئي لاس کيښودو او په مخ ئي څه عجيبه شانې ستړيا راغله خو په ډېر احتياط سره ئې ووئيل:
“نن… لږ ستړے يم. اول به لږ شانې ارام کوم طبيعت مې لږ ښه شي نو بيا به ټول کارونه وکړم.”
دا جمله د هغه د پاره لکه د يوې غټې وينا په شان وه.
ښځه څو شېبې ورته بې حرکته ودرېده.
ښځه يوه شېبه غلې ودرېده. بيا ئې بې اختياره د کوټې په دېوال ځوړند د خپل مړ پلار تصوير ته وکتل. ورو ئې سترګې پرې وګرځولې، خو لکه د چا نه چې نه وېرېږي، سمدستي ئې مخ واړولو. د هغې په ذهن کښې لا هم د پلار هغه سخت غږ ژوندے و:
“په کور کښې به زما خبره وروستۍ خبره وي.”
د هغې شونډې سره راټولې شوې. بيا ئې بېرته ګل رحمان ته وکتل.
“څه؟”
د ګل رحمان پښې ورپېدل. يوه شېبه ئې غوښتل ووايي:
“ښه، هم دا اوس ئې وينځم.”
خو بيا ئې خپل ځان راټول کړو او ورو شانې ئې ووئيل:
“صرف… پنځه منټه.”
د کور فضا درنه شوه.
ګل رحمان احساس کولو چې د سينې دننه ئې يو مارغه وزرې وهي.
هغه پوهېدو چې لا هم وېرېږي، خو دا هم ئې احساس کړو چې د خپل ټول عمر په اوږدو کښې ئې ښائي اول ځل د خپلې خوښې يوه وړه خبره کړې ده.
دا خبره ډېره وړه وه خو د هغه د پاره د يوې اوږدې غلامۍ په دېوال د اول ګوذار غوندې وه.

ښځه ورو ورو د ګل رحمان مخې ته راغله.
“ته ما سره بحث کے هن؟”
ګل رحمان توکاڼی تېر کړل خو دا ځل ئې سر ټيټ نه و.
“بحث نه کوم… خپله خبره کوم.”
د ښځې مخ سور شو. هغې تماچې ته ګوته ونيوله او په سخت غږ ئې ووئيل:
“دا وينې؟ زما پلار به وئيل، په کور کښې بې نظمي نه زغمم. که بيا دې زما د خبرو مخالفت وکړو کنه نو هم په دې تماچې به دې اولم ښا”
د ګل رحمان مخ تک سپين شو.
سترګې ئې د تماچې او د ښځې د مخ ترمنځه ګرځېدې. لاسونه ئې بې اختياره ولړزېدل، خو دا ځل ئې د پخوا په څېر سمدستي بخښنه ونه غوښتله.
يوه شېبه غلے پاتې شو، بيا ئې په مات، خو نسبتاً ټينګ غږ ووئيل:
“ويشتل… د خبرې جواب نه دے. دا کور په ما هم اباد دے.”
هم دا يوه جمله د هغه د خولې نه په ډېره ګرانه راووتله.
ښځه د څو شېبو د پاره غلې شوه، لکه د دې جواب طعمه ئې نه وه.
بيا ئې په طنزيه موسکا ووئيل:
“کور په بال بچ اباد وي، او هغه صلاحيت هم په تا کښې نشته. ځکه خو تر ننه د دې کور انګړ خالي دے ما ټول عمر ستا نه د يو مضبوط سړي هيله لرله، خو ته هر وخت د وېرې مجسمه وې.”
دا پيغور د ګل رحمان په زړه لکه د چاړې وار ولګېدو. که څه هم د وېرې نه ئې پښې رپېدل او زړه ئې په تيزه درزېدو، خو په خپل ژوند کښې ئې اول ځل احساس وکړو چې د وېرې تر څنګ د خپل عزت يو وړوکے شانې څرک هم راپيدا شوے دے.. د کور دننه فضا درنه شوه.
د دواړو ترمنځ صرف څو قدمه فاصله وه خو داسې ښکارېده لکه د کلونو خاموشي چې د دواړو ترمنځه ولاړه وي.
ښځې په تيز غږ ووئيل:
“نن دې ډېرې خبرې زده کړې دي.”
ګل رحمان د خپل ژوند په اوږدو کښې اول ځل د هغې سترګو ته نېغ وکتل.
“خبرې نه… خپل حق وايم.”
ښځې په حيرانۍ ووئيل:
“حق؟”
“هو… زه هم انسان يم. زه ستا غلام نه يم.”
د ښځې په سترګو کښې د قهر لمبې بلې شوې. هغې چې تماچې ته په کږو سترګو وکتل نو ورسره د ګل رحمان نظرونه هم د هغې طرفته لاړل او د دفتر د ملګرو خبرې ئې بيا په ذهن کښې انګازې وکړې.
“يو ځل ځان د پاره هم ودرېږه…”
هغه ورو ورو يو قدم وړاندې لاړو. لاس ئې د تماچې په لور اوږد کړو. نه ئې غوښتل چې ډز وکړي او نه چا ته زيان ورسوي. صرف غوښتل ئې چې هم دا لږ شانې پيدا شوے جرات له لاسه ور نه کړي.خو ښځه ئي په تېزۍ ور وړاندې شوه.
“لاس مه وروړه!”
هغې د ګل رحمان له مړونده کلک ونيولو. دواړو د تماچې د نيولو هڅه کوله. يو ئې د ځان خوا ته راښکله او بل ئې بېرته ځان ته راښکله. هم په دغه کشمکش کښې… ناڅاپه يو ډز شو. د کور خاموشي د چاودنې په غږ وشلېده. ګولۍ د دواړو له څنګ نه تېره شوه او د کوټې شاته دېوال ئې سورے کړو. يوه شېبه داسې خاموشي شوه چې يوازې د دواړو تېزې تېزې ساه ګانې اورېدلې شو. ګل رحمان خپلې سترګې غټې کړې. هغه ګمان وکړو چې ګولۍ پرې لګېدلې ده. بې اختياره ئې لاس په سينه کېښود. شونډې ئې ورپېدې.
“زه…”
غږ ئې نيمګړے پاتې شو.
رنګ ئې د وېرې نه تک سپين شو، ټول بدن ئې ولړزېدو.
يو ګام شاته شو… بيا بل…
او ناڅاپه په ځمکه راولوېدو.
ښځې ئي چې دا حالت وليدو، تماچه ئې له لاسه وغورځېده.
په وارخطايۍ ئې چغه کړه:
“ګل رحمانه!… ګل رحمانه!”
د ښځې چغې په اورېدو ګاونډيان په منډه راورسېدل.
چا اوبه راوړې، چا د ګل رحمان نبض کتو، او چا زر امبولېنس ته ټيليفون وکړو. څو شېبې وروسته هغه په بېړه اسپتال ته يووړلې شو. ډاکټر سره د نورې طبي عملې سمدستي علاج شروع کړو . ډاکټر د هغه په سينه سټتهيسکوپ کيښودو، اکسيجن ورته ولګيدو.
خو د څو منټو له پرله پسې هلو ځلو وروسته ډاکټر سټېتوسکوپ د غوږونو نه لرې کړو او ژوره ساه ئې واخيسته.
بيا ئې ورو شانې سپين څادر د هغه په مخ راښکلو او و ئي وئيل:
“ګولۍ نه ده لګېدلې خو د ډېرې سختې وېرې له امله ئې زړه ودرېدو.»”
د ګل رحمان ښځه لکه د کاڼي بېحرکته ودرېده. هغې ورو ورو خپل لاس ته وکتل، هماغه لاس چې لږ وړاندې يې د ګل رحمان مړوند نيولی و. بيا ئې د کوټې دېوال ته وکتل. تماچه لا هم په ځمکه پرته وه. د خپل پلار هغه ټول عمرنی غږ ورته ناڅاپه ډېر دروند ښکاره شو. خو اوس ډېر ناوخته شوی و.
نه ئې ژړل، نه ئې څه ووئيل. صرف سپين څادر ته ئې کتل.
بله ورځ سحر د ګل رحمان جنازه د کوره ووتله.
د کوڅې خلک ورپسې روان وو. خو د کور په يو ګوټ کښې د هغه زوړ سهراب سايکل لا هم د دېوال سره ولاړ و.
د سهراب سايکل زنځير نور ‘چرر… چرر…’ نه کولو. داسې ښکارېده لکه د يو خاموش انسان ټول عمر ناويلي خبرې هم ورسره د تل لپاره غلې شوې وي.
error: Content is protected !!
Great content! Keep up the good work!