ادبی دنيا

پښتون تاریخ یواځې د جنګ جګړو، واکمنانو او سیاسي بدلونونو تاریخ نه دے؛ دا د هغو بې‌شمېره انسانانو د قربانیو، ارمانونو او مبارزو تاریخ هم دے چې د خپل قام د بېدارۍ، تعلیم، ټولنیزې اصلاح، د پېرنګي نه د وطن ازادۍ تر لاسه کولو او انساني کرامت لپاره یې خپل ژوند وقف کړی دی. په دغه اوږد تاریخي بهیر کښې د خان عبدالغفار خان، چې په مینه اؤ درناوي د «باچا خان بابا» په نوم یادېږي، د عدم تشدد، تعلیم او ټولنیز خدمت مبارزه ځانګړې مقام لري.

د باچا خان د ژوند اؤ مبارزې په اړه ګڼ کتابونه، مقالې، خاطرې او تاریخي لیکنې شوې دي؛ خو تاریخ هغه وخت لا ژوندے کېږي چې د کتاب له پاڼو راووځي، د انسانانو په کردارونو کښې سا واخلي او د ډرامې په سټېج  د لیدونکي مخې ته ودرېږي. هم دا ځای دی چې د نورالبشر نوید د ډرامه‌نګارۍ هڅه د ځانګړي اهمیت وړ ګرځي، ځکه هغه د ډرامه ليکونکي په حېثيت يؤ لوئې نوم دے اؤ د هغوي پۀ کرېډټ پۀ شلګونو اؤ سلګونو، رېډيو، ټي وي اؤ سټېج ډرامې دي، سيريز اؤ سيرئيلونه اؤ اېسارټډ پلېز.

بشر نوید په خپله ډرامه فخرافغان   کښې هڅه کړې ده، چې د باچا خان ژوند یواځې د یوۀ ستر مشر د ژوند په توګه وړاندې نۀ کړي، بلکې هغه تاریخي چاپېرچل، ټولنیز حالت، کورنۍ فضا، سیاسي مبارزه اؤ د خدایي خدمتګارانو بېلابېل کردارونه هم د  داستان برخه کړي. دا کار د دې سبب ګرځي چې باچا خان له یوۀ تاریخي نوم نه په یوه ژوندي، متحرک اؤ انساني کردار بدل شي.

دا د اېمل ولی خان اراده وه چې مونږ خپل نوي نسل ته د باچاخان او خدایي خدمتګارانو تاريخ د کردارونو په شکل کښې وۀښايو نو د دې دپاره يې د نورالبشر نويد انتخاب وۀکړو چې هر چا پرې خوښی څرګنده کړه،

په دغه هڅه کښې د اېمل ولی خان د پرسنل سکرټری عامر عالم کوششونه د ستائينې ور دی ،

د دې ډرامې د لومړۍ برخې تاریخي علاقه اؤ دورانيه د اصلاح الاافاغنه نه واخله د ازاد سکولونو او بيا د خدای خدمتګار تحريک ته داخليږی د ټول هندوستان د ازادئ د تحريک په واخله د پاکستان د جوړيدو 1947ء پورې په واقعياتو بڼه لری

 دا اوږده دوره په حقیقت کښې د یوۀ فرد د ژوند قصه نه، بلکې د یوې ټولنې د فکري او سیاسي بیدارۍ وينې وينې داستان دے، چې د پښتونخوا اؤ لوئې کور افغانستان، کابل اؤ جلال آباد سره سره د برصغير  (هند) پۀ خاؤره خور يؤ تريخ تاريخ دے.

بشر نوید هڅه کوي چې د باچا خان د شخصیت د جوړېدو عوامل ، د هغۀ کورنی چاپېرچل، د پښتني ټولنې دودونه، د تعلیم اړتیا، د انګرېزي استعمار موجودیت اؤ د پښتون اولس، قام اؤ وطن محرومیت هغه عناصر دي، چې ورو ورو د هغۀ د شخصیت په جوړښت کښې برخه اخلي.

په دې توګه ډرامه لۀ دې پوښتنې سره مخ کېږي چې:

یو انسان څنګه د خپل شخصي ژوند لۀ محدودې دائرې څخه راووځي اؤ د یوۀ قام د اجتماعي شعور برخه ګرځي؟

د باچا خان په قضیه کښې د دې پوښتنې ځواب په تعلیم، اصلاح، خدمت او عدم تشدد کښې لټولے شي.

خدایي خدمتګاران؛ د تاریخ اصلي انساني څهرې :

د دې ډرامې یو اهم خاصيت دا دے، چې د باچا خان تر څنګ د خدایي خدمتګارانو بېلابېل کردارونه هم د داستان په مرکز کښې راولي.

تاریخ ډېر ځله د لویو مشرانو نومونه خوندي کوي، خو د هغو زرګونو او لکونو عادي انسانانو نومونه هېرېږي، چې د یوۀ تحریک د ملا تیر وي. د خدایي خدمتګارۍ تحریک هم یواځې د باچا خان په نوم نه مکملېږي؛ بلکې د هغو کسانو د ایمان، قربانۍ، صبر، زندانونو، ستونزو او اجتماعي خدمت په وسیله مکمل کېږي چې د دې تحریک په ليکو اؤ کرښو کښې ولاړ وو.

ډرامه‌نګار چې دغه مختلف کردارونه د داستان برخه ګرځوي، په حقیقت کښې د تاریخ لۀ «یواځيني مشر محور» روایت څخه د «خلقو محور» روایت په لور حرکت کوي.

دلته خدایي خدمتګار یواځې یؤ سیاسي کارکن نه دے؛ هغه پلار دے، زوے دے، کلیوال دے، مزدور دے، زده‌کوونکے دے، ښوونکے اُستاذ دے اؤ د خپل قام د مستقبل په اړه فکر کوونکے انسان دے.

هم دغه انساني اړخ د ډرامې داستان ته يؤ نۀ ماتېدونکے قوت ورکوي.

کۀ مونږ دا خبره داسې وۀ کړو چې دلته ډرامه نګار بشر نويد د باچا خان ژوند اؤ عملی ژوند اؤ جدوجهد د انجمن اصلاح الافاغنه نه تر خدايي خدمتګار تحريک پورې پۀ يؤ نۀ هېرېدونکي تاريخ بدل کړے دے، نو بې ځايه به نۀ وی اؤ بیا بشر نوید تاریخ په ډرامه بدل کړے دے، چې يؤ تريخ حقيقت اؤ لکه چې وۀ مې ليکل يؤ وينې وينې اؤ وير لړلے داستان دے.

د تاریخ لیکل اؤ تاریخ ډرامه کول دوه بېلابېل کارونه دي.

مؤرخ لۀ اسنادو، نېټو اؤ واقعاتو سره کار لري؛ خو ډرامه‌نګار لۀ انسان سره کار لري. هغه باید د تاریخي واقعې تر شا د انسان احساس، کشمکش، وېره، اُمید، عزم اؤ قرباني هم وۀ ویني، ولې بشر نويد د دې ډرامې د شاعرانه انصاف (Poetic Justice) اؤ شاعرانه صداقت (Poet truth) لپاره کۀ يؤ پله د تاريخ پاڼې اړولي دي اؤ موضوع سره تړلي کتابونه يې لوستلي دي، نو بل اړخ ته هغه پۀ خپله يؤه زمانه ، بلکې تر دې دمه د دغو اصلي څهرو اؤ ژوندو مخونو د موقعې د يؤ ګواه په طور په خپله هم يؤ مشاهده کوونکے اؤ تجربه لرونکے يؤ فعال اؤ ژوندے کردار هم پاتې شوے دے، چې د هېڅ آمر جابر د آمريت نه نۀ ويرېدلے دے اؤ نۀ يې د زور ظلم اؤ جبر نه په شا شوے دے.

بشر نوید د دې ډرامې لۀ لارې هڅه کړې ده، چې دغه دواړه اړخونه سره یؤ ځائې کړي. د تاریخ لویې پېښې د کردارونو لۀ خبرو، اړیکو اؤ داخلي کشمکشونو سره تړل شي اؤ په دې توګه تاریخي معلومات په ډرامېټِک حرکت بدلېږي.

د هغۀ د ډرامه‌نګارۍ اهم انفراديت دا ښکاري، چې د باچا خان شخصیت یواځې په ویناؤ نۀ معرفي کوي؛ بلکې د هغۀ د وخت د خلقو په رد عمل کښې یې هم انځوروي.

دا ډول طرز د ډرامې لپاره ځکه اهم دے، چې لیدونکے د تاریخ یواځې «اورېدونکے»  نۀ پاتې کېږي، بلکې د تاریخ د مېدان «لیدونکے» هم ګرځي.

د دېرشو ټوُکونو پراخ کېنوس د دې ډرامې وړومبۍ برخه شاوخوا دېرش ټوټې لري اؤ د هرې برخې دورانيه نزدې نزدې یوه ګېنټه ده.

دا شمېر په خپله د پروجېکټ د پراخوالي اندازه څرګندوي.

په دې ډول هره برخه د یوه تاریخي فصل حېثیت پېدا کولے شي؛ یوه برخه د شخصیت د جوړېدو، بله د تعلیم، بله د ټولنیز اصلاح، بله د سیاسي بیدارۍ، بله د انجمن اصلاح الافاغنه اؤ خدایي خدمتګارۍ د تحریک اؤ بله د استعماري زور ګيرۍ اؤ زورنو انعکاس وړاندې کوي.

دغه مسلسل جوړښت د لیدونکي لپاره د تاریخ د یوه اوږده سفر احساس پېدا کوي.

باچا خان مرکز:

له تاریخ څخه تر معاصر فرهنګي روایت پورې د باچا خان د نوم او فکر د ژوندي ساتلو په لړ کښې د باچا خان مرکز فرهنګي او فکري فعالیتونه هم د یادونې وړ دي. د مرکز له فعالیتونو سره د ادیبانو، شاعرانو، خبریالانو او فرهنګي شخصیتونو اړیکې ښيي چې د باچا خان میراث یواځې سیاسي میراث نۀ دے، بلکې ادبي، فرهنګي اؤ فکري میراث هم دے. د مرکز په یوه فرهنګي فعالیت کښې د شاعرانو، اديبانو او خبریالانو  ادبي خدمتونه هم وخت پۀ وخت یاد شوي دي.

د هم دې فرهنګي فضا په رڼا کښې د باچا خان د ژوند پر بنياد د یوې اوږدې ډرامې جوړېدل انفرادي ارزښت لري؛ ځکه ډرامه کولے شي هغه تاریخ نوي نسل ته په داسې ژبه وۀ رسوي چې یواځې د کتابونو لۀ لارې یې درک کول ورته ستونزمن وي.

په دې پروجېکټ کښې د زلمي ښاغلي عامر عالم د ښې کارکردګۍ یادونه هم خصوصي ځائې لري.

د باچا خان د ژوند په څېر پراخه تاریخي موضوع د ډرامې په شکل وړاندې کول یواځې د لیکونکي کار نۀ دے. د ډرامې د متن تر څنګ د کردارونو انتخاب، اداکاري، د سټېج يا ريکارډنګ فضا، د زمانې احساس، د مکالمو ادائېګي، د کردارونو تر منځ اړیکې اؤ د ټولې ډرامې اجرایي نظم د دې اثر د کامیابۍ لپاره بنيادی اهمیت لري، چې دې ټول عمل کښې ورسره زلمے عامر عالم شريک پاتې شوے دے.

لۀ هم دې امله د زلمي عامر عالم برخه د دې پروجېکټ د عملي او هنري اړخ په رڼا کښې د پام وړ ده.

د دې هڅې ځانګړنه دا هم ده چې د باچا خان د تاریخ دې اړخ ته په ډرامائي صورت کښې وړاندې کول د مشرانو پۀ خيال خاطر کښې هم نۀ وه راغلے، خو قدرت چې د چا نه کوم کار اخلي د هغې د پاره نظام اؤ انتظام برابروي. داسې اړخ چې تر دې وړاندې ورته د همدې اندازې او تسلسل په کچه ډېر لږ پام شوے وۀ.

ډرامه او تاریخي حافظه

د ملتونو حافظه یواځې په کتابونو کښې نۀ خوندي کېږي. سندره، شعر، ناول، افسانه، تهېټر اؤ ډرامه هم د تاریخي حافظې د انتقال اهمې وسیلې دي.

کله چې یو ماشوم یا ځوان د باچا خان نوم په یؤ درسي کتاب کښې وۀ لولي، هغۀ ته ممکنه ده چې یواځې یؤ تاریخي شخصیت ښکاره شي؛ خو کله چې هم دغه شخصیت په ډرامه کښې وۀ ویني، د هغۀ کور، ملګري، ملګري مبارزین، ټولنیز چاپېرچل، ستونزې او د خلقو بدلې روييې وۀ ویني، نو تاریخ ورته په ژوندۍ تجربه اؤ مشاهده ځان ښئي.

هم دا د تاریخي ډرامې تر ټولو لوئې اؤ ستر قوت دے.

لۀ ۱۹۴۷ء څخه وروسته؛ د دویمې برخې لویه موضوع

د دې پروجېکټ تاريخي اؤ يادګاري ډرامې دویمه برخه به لۀ ۱۹۴۷ء څخه تر ۲۰ جنوري ۱۹۸۸ء پورې د باچا خان د ژوند وروستے اؤ لۀ سیاسي پلوه ډېر اهم پړاؤ رانغاړي؛ یعنې د پاکستان لۀ جوړېدو وروستو د هغۀ مبارزه، زندانونه، سیاسي ستونزې، د پښتنو د حقونو لپاره هڅې، کالا باغ ډېم، افغانستان اؤ هند ته د رنځورتيا پۀ حالت کښې سفرونه اؤ په اخر  کښې د هغوي وفات اؤ په جلال‌آباد کښې تدفین.

دا دوره لۀ اولنۍ برخې سره یو اهم توپیر لري.

کۀ د اولنۍ برخې مرکزي پوښتنه دا وي چې باچا خان څنګه جوړ شو؟ نو د دویمې برخې مرکزي پوښتنه به دا وي چې لۀ ۱۹۴۷ء وروستو باچا خان د نوي سیاسي او تاریخي واقعیت په وړاندې څه ډول ودرېدۀ، مقاومت اؤ مزاحمت يې وۀ کړو؟

د دویمې برخې لپاره به د باچا خان د شخصیت ترڅنګ د هغۀ د کورنۍ، سیاسي ملګرو، مخالفینو، ملګرو مبارزینو اؤ د هغۀ د وخت د ټولنیز او سیاسي چاپېرچل کردارونه هم د ډرامې د قوت سبب ګرځولے شي.

د جلال‌آباد وروستے مېدان به د دې اوږد داستان یوه ډېره زړۀ راښکونکے اؤ زړۀ دردوونکے نتيجه وي؛ خو د باچا خان د ژوند پاې به په حقیقت کښې د هغۀ د فکر پاې نۀ وي، ځکه یو تاریخي شخصیت هغه وخت ژوندے پاتې کېږي چې فکر یې لۀ یوه نسل څخه بل نسل ته مُنتقل شي.

بشر نوید د باچا خان د ژوند د ډرامې کولو لۀ لارې د پښتو ډرامه‌نګارۍ لپاره یوه اهمه موضوع غوره کړې ده. د دې اثر خصوصي ارزښت په دې کښې دے چې باچا خان یواځې د یوه تاریخي اتل په توګه نه، بلکې د یوې ټولنې د بېدارۍ د بهیر په منځ کښې راښيي.

د خدایي خدمتګارانو مختلف کردارونه، د هغوی ټولنیز ژوند، قربانۍ اؤ مبارزې د دې داستان انساني اړخ پیاوړے کوي؛ اؤ د دېرشو شاوخوا یوهې يوې ګینټې د برخو جوړښت د دې امکان برابروي

په اخر کښې وئيلي شو، چې «بشر نوید او د باچا خان ډرامه» یواځې د یوه ډرامه‌نګار اؤ یوه تاریخي شخصیت قصه نۀ ده؛ دا د تاریخ، ادب، سټېج يا تهېټر، يا ريکارډنګ اؤ قومي حافظې تر مينځ د یوۀ نوي تړون هڅه ده.

کۀ د دې ډرامې لومړۍ برخه د دې پوښتنې ځواب وي چې «باچا خان څنګه باچا خان شو؟»، نو دویمه برخه به دا وښيي چې «باچا خان د خپل وخت لۀ سختو سیاسي اؤ تاریخي طوفانونو سره څنګه مخامخ شو؟» اؤ کۀ دا دواړه برخې په هنري او تاریخي صداقت سره مکملې شي، نو دا اثر به د پښتو ډرامه‌نګارۍ په تاریخ کښې یواځې یؤ بل ډرامېټِک متن نۀ وي؛ بلکې د یوې اهمې تاریخي دورې د ژوندي کولو یوه زړۀ راښکونکې هڅه به وي

5 thoughts on “ادبی دنيا

  1. السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    په 2016 کښې ما په فيسبوک يو وړانديز کړے و چې د خوشال خټک بابا او د باچا خان بابا په ژوند ډرامه يا فلم جوړول پکار دي شکر د الله عزوجل چې زما د زړه دا تمنا لس کاله پس پوره شوه. دا ډير ګران کار و خو څوک چې مشکل پسند وي هغه ئي کولے شي او دا مشکل پسندي ماشاءالله په محترم نور البشر نويد صاحب کښې په شتون لري نو هغوي دا کار او زيار وکړه . الله عزوجل دې قلم نور هم تاند کړي آمين

  2. دا خو د خوشحالۍ خبره ده اول مو په کتاب کښی د د باچا خان ژوند لوستلي وو او اوس چي په ډرامه کښی وګورو نو دا به يو ژوندی تصوير وي بله او غټه فائده به يي دا ؤ شي چي زمونږ زلميان اوس پښتو نه شي لوستلی که هغوی دا وګورئ نو د حضرت باچا خان د ژوند نه به خبر شي او په هغه وخت کې چي فیرنګي کوم ظلم کړي وو يا ورسره روستو د رياست له خوا شوي وو د ټولو نه به خبر شي
    اخر کې دا ډرامه دي په نورو ژبو کښې هم خپره کړې شي

  3. I’ve tried a few sites lately but this one really stands out. The game variety is awesome and the payouts are fast. Definitely my new favorite spot to hang out and win some cash. Check out ggjilicasino for a great experience!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!