پښتونخوا کښې د ترهه ګرئ نوې چپې

په دې وروستیو اونیو کې خیبر پښتونخوا یو ځل بیا د وینو، وېرې او بې‌باورۍ هغه خطرناک ګرداب ته کښې تاويږی چې څو کاله وړاندې یې ټوله سیمه په خپله لمن کې نیولې وه. په پولیسو، امنیتي ځواکونو، سیاسي شخصیتونو، قبایلي مشرانو او عامو خلکو بریدونه په خطرناکه توګه زیات شوي دي. په چارسده کې د مولانا ادریس وژنې دا تريخ حقیقت نور هم روښانه کړو چې اوس هېڅوک محفوظ نه دي پاتې—نه جومات او منبر، نه د واک ماڼۍ او نه هم کوڅې او بازارونه. شمالي او جنوبي وزیرستان، باجوړ، هنګو، ټانک، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان هغه ولسوالۍ دي چې پرله‌پسې د بریدونو، ځانمرګو چاودنو، هدفي وژنو او پر امنیتي قوتونو د حملو تر سیوري لاندې ژوند کوي. په بنو کې پر پولیسو وروستی خونړی برید او په لکي مروت کې د وسله‌والو منظم عملیات دا څرګندوي چې سخت دریځه ايجنسئ نه یوازې منظمې او فعالې دي، بلکې هر وخت د حملې توان هم لري.

مالاکنډ ډویژن، چې کله د پوځي عملیاتو وروسته د “ډي‌ریډیکلایزېشن” د بریا نښه بلل کېده، هلته هم یو ځل بیا د وسله‌والو د فعالیت نښې څرګندېږي. مردان، پېښور او کوهاټ په څېر نسبتاً ارامې سیمې هم نورې محفوظ نه دي پاتې. داسې ښکاري چې ترهګري یو ځل بیا په تدریجي ډول هغو سیمو ته رسېږي چې څو کاله وړاندې “پاکې شوې” بلل شوې وې.

د Center for Research and Security Studies (CRSS) د 2025 کلني امنیتي راپور شمېرې وضعیت په غټ ډول څرګندوي. د راپور له مخې، په ټول هېواد کې د ترهګرۍ ،مرګ‌ژوبله په 2024 کې له 2,555 څخه په 2025 کې 3,417 ته لوړه شوې، یعنې یوازې په یوه کال کې 34 سلنه زیاتوالی راغلی دی. د دې مرګ‌ژوبلې تر ټولوزياته خیبر پښتونخوا متاثره کړی، چرته چې د مړو شمېر له 1,620 څخه 2,331 ته رسېدلی دی. په بل عبارت، په پاکستان کې د ترهګرۍ او ورسره تړلو تلفاتو اصلي مرکز عملي ډول همدا صوبه ګرځېدلې ده. Global Terrorism Index 2026 هم دا حقیقت په نړیواله کچه منلی او پاکستان یې د لومړي ځل لپاره د نړۍ تر ټولو زیات د ترهګرۍ ځپلې هېواد بللی دی. دا د هر دولت لپاره د ژور فکر ځای دی چې ولې د خپلو خلکو ژوند او مال دومره ناامنه شوی دی.

دا وضعیت ځکه هم ډېر اندېښمنوونکی دی چې دا هر څه د یوې لسیزې څخه د زیاتو لویو پوځي عملیاتو—راهِ راست، راهِ نجات، ضربِ عضب او ردالفساد—سره سره روان دي. د دغو عملیاتو مقصد د ترهګرو د پیاوړو مرکزونو له منځه وړل او د هغوی د ايجنسو ماتول وو. پر دغو عملیاتو په اربونو روپۍ ولګېدې، میلیونونه خلک په خپل هېواد کې بې‌کوره شول او زرګونه سرتېرو او ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ. خو له دې ټولو قربانیو سره سره، خیبر پښتونخوا نن یو ځل بیا هماغه وېرونکي کړۍ ته ورننوتې ښکاري چې د ماتولو لپاره زرګونه ژوندونه قرباني شوي وو. زیاتېدونکې ناامني سیمه‌ییز خلک له غصې، نااميدئ او ژورې بې‌باورۍ سره مخ کړي دي. خلک دا پوښتنه کوي چې که ترهګر رښتیا هم ختم شوي وو، نو بیا دومره په اسانه څنګه راستانه شول؟ او که راګرځېدلی شول، نو د دومره سترو عملیاتو او قربانیو ګټه څه وه؟ ایا د هغوی بنيادونه دومره مضبوط وو چې مونږ یوازې څانګې پرې کولې، که د هغوی بیا راتګ د ناسمو پرېکړو او متضادو پالیسیو نتيجه ده؟

په خیبر پښتونخوا کې اولسي ناراضګي اوس د کورنیو بحثونو نه وتلې او کوڅو او سړکونو ته رسېدلې ده. تېر کال له وزیرستان او باجوړ څخه تر دیر، سوات او بنو پورې احتجاجونه، پرلتونه او د امن لاریونونه دا ثابتوي چې خلک نور یوازې د خپلو عزیزانو جنازې نه پورته کوي، بلکې له دولت څخه حساب هم غواړي. قبایلي مشران، ځوانان، سیاسي فعالان، د مدني ټولنې غړي، حتی د Sohail Afridi په مشرۍ د Pakistan Tehreek-e-Insaf ځینې مشران هم اوس په ښکاره دا پوښتنه کوي چې ولې د پرله‌پسې پوځي عملیاتو باوجود امن سوله لا هم یو خوب پاتې دے؟ په مظاهرو کې پورته کېدونکي شعارونه او ویناوې د هغه ژور اعتماد له بحران څخه پرده پورته کوي چې د دولت او ولس ترمنځ پیدا شوې ده.

د خلکو یوه لویه برخه دا احساس کوي چې هغوی په یوه جغرافیایي او سیاسي لوبه کې پکاريږی، همدا وجه ده چې په خیبر پښتونخوا کې بې‌باوري او د محرومۍ احساس ورځ تر بلې ژورېږي. وزیر اعلیٰ سهیل آفریدی هم په خپلو وروستیو ویناوو کې د صوبې روانه ناامني “د ډالرو جګړه” بللې او پر وفاقي حکومت او اسټېبلشمنټ یې تور پورې کړی دی چې د ترهګرۍ تر نامه لاندې نړیوالې مالي ګټې ترلاسه کېږي، خو اصلي بیعه یې د دې سیمې خلک په خپلو وینو ادا کوي.

په باجوړ کې د مولانا خان زیب، په چارسده کې د مولانا ادریس او د نورو ټولنیزو او سیاسي شخصیتونو وژنې دا غمیزه لا پسې دردناکه کوي. په تېرو دوو لسیزو کې په ټوله صوبه کې سلګونه سیاسي فعالان، قبایلي مشران، خبریالان، ټولنیز مشران او د سولې غږ پورته کوونکي وژل شوي دي. دا پېښې نه یوازې د ټولې سیمې لپاره غټه صدمه ده، بلکې دا حقیقت هم څرګندوي چې د سولې، جمهوریت، مکالمې او ګډ ژوند خبرې کوونکي خلک څومره ناامنه شوي دي. نن سبا د سخت دریځۍ پر ضد غږ پورته کول خپله یو خطرناک او مرګونی عمل ګرځېدلی دی.

د صوبې پولیس ځواک، چې له وړاندې د وسایلو کمښت او سیاسي مداخلې ښکار وو، اوس د دغو بریدونو تر ټولو لوی هدف ګرځېدلی دی. لسګونه پولیسو خپل ژوند قرباني کړی، خو بیا هم نه ورته عصري وسلې شته او نه هم د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ روښانه ستراتیژي. کله چې پر تاڼو د درنو وسلو بریدونه کېږي، پولیس یوازې زاړه وسلې او محدود نفري لري. هغه ځواک چې باید د ترهګرۍ پر وړاندې لومړۍ دفاعي کرښه وای، نن ځان د امکاناتو، ستراتیژۍ او سیاسي ملاتړ څخه بې‌برخې احساسوي.

د ریاستي پالیسۍ تر ټولو لویه الميه دا ده چې تل یې لنډمهاله حل لارې لټولې دي. مونږ ترهګري د یوه فکري، ټولنیز او سیاسي بحران پر ځای یوازې امنیتي ستونزه وګڼله او د حل لاره مو یوازې په ټوپک او پوځي ځواک کې ولټوله. پوځي عملیات کېدلی شي په خپل ځای اړین وي، خو هېڅکله له اغېزمنو سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو سره ونه تړل شول. په خیبر پښتونخوا کې دولس کاله واکمنې پاتې شوې Pakistan Tehreek-e-Insaf هم له دې مسؤلیت څخه ځان نه شي خلاصولی. که څه هم ګوند د پولیسو اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ دعوې کولې، خو په عملي ډګر کې یې له وفاقي ادارو پرته کوم دوامدار سیمه‌ییز امنیتي ماډل وړاندې نه کړو.

په 2021 کې په افغانستان کې د Taliban بیا واک ته رسېدل په پاکستان کې ځینو حلقو خپله بریا بلله، خو تاریخ وښوده چې دا بریا د خیبر پښتونخوا د خلکو لپاره په یوه نوي وحشت بدله شوه. د اسلام‌آباد له خوا له Tehrik-i-Taliban Pakistan (TTP) سره د مذاکراتو ناکامو هڅو دغو وسله‌والو ته دا فرصت ورکړ چې بېرته منظم شي او په پاکستان کې خپل نفوذ ټینګ کړي. نن د خیبر پښتونخوا خلک د همدې مبهمو او متضادو پالیسیو بيعه ادا کوي.

د 2014 د Army Public School Peshawar attack وروسته د ملي اجماع پر بنسټ یو نیشنل ایکشن پلان جوړ شو. په دې پلان کې د افراطي نظریاتو مخنیوی، د مدرسو ثبت، د کرکې خپرونکو ویناوو مخنیوی او د عدالتي نظام اصلاحات شامل وو. خو له بده مرغه، د دغو ډېرو برخو عملي کېدل د سیاسي مصلحتونو قرباني شول. دولت یوازې هغو برخو ته پام وکړو چې سمدستي پوځي اړتیا وه، خو ټولنیزې، فکري او تعلیمي اصلاحات یې له پامه وغورځول. پایله دا شوه چې د سخت دریځۍ فکري ریښې لا هم تر ډېره پاتې دي.

یو بل دردناک اړخ د قومي رسنیو او وفاقي سیاسي مشرانو چلند دی. کله چې په پېښور، بنو یا وزیرستان کې وینه تویېږي، د هېواد لویې رسنۍ ورته یوازې د څو شېبو “بریکینګ نیوز” اهمیت ورکوي. پر دې موضوع هېڅ ملي بحث نه تر سترګو کېږي. د هېواد لویې سیاسي ډلې یوازې هغه وخت خیبر پښتونخوا ته ورځي چې انتخابي ضرورت ولري، ګنې دا جګړه یوازې سیمه‌ییزه ستونزه ګڼي. دا بې‌پامي د صوبې د خلکو د محرومۍ احساس نور هم ژوروي. کله چې سیمه‌ییز خبریالان، ټولنیز فعالان یا سیاسي مشران د حساب غوښتنه کوي، نو له ګواښونو، ځورونو او کله ناکله د غلي کولو له هڅو سره مخ کېږي.

د ترهګرۍ دې نوې څپې نه یوازې د خیبر پښتونخوا سوله، بلکې اقتصاد او ټولنیز جوړښت هم سخت زیانمن کړی دی. بهرني پانګوال دلته پانګونې ته زړه نه ښه کوي، او سیمه‌ییز سوداګر خپله سرمایه د هېواد نورو برخو یا بهر ته انتقالوي. سېلګري، چې کله د صوبې د اقتصاد مهمه ستنه وه، ورو ورو له منځه ځي. سیمه‌ییز کاروبارونه د بهته خورئ او ناامنۍ له امله تړل کېږي او ورسره د کار فرصتونه هم کمېږي. په دې حالت کې تر ټولو ډېر زیان ځوان نسل ویني. دولت باید معلومه کړي شی چې ناامني یوازې د انسانانو مرګ نه دی، بلکې د یو نسل اقتصادي او ټولنیز بربادی هم ده.

خیبر پښتونخوا ته نن د کوم نوي نمایشي عملیات یا تبلیغاتي کمپاین اړتیا نشته، بلکې یو شفاف او هر اړخیز ملي مکالمه پکار ده. دا باید د ولسي باور له بېرته راژوندي کولو پیل شي. دولت باید ومني چې یوازې د زور له لارې زړونه او ذهنونه نه شي ګټل کېدلی. سیمه‌ییز خلک باید د امنیتي بهیر برخه وګرځول شي او د هغوی ضروری شکایتونو ته باید غوږ ونیول شي. د پولې اخوا د ترهګرو خوندي پټ ځایونه باید په جدي توګه ختم شي. د هېواد دننه د ترهګرۍ ضد جګړه باید د پوځ پر ځای د پولیسو او استخباراتي ادارو په مشرتابه پرمخ یووړل شي، څو سیمه‌ییزه کچه کې اغېزمنې پایلې ترلاسه شي. د تاڼو کلتور بدلول او پولیسو ته عصري وسایل برابرول ضروری دي. ورسره، تر هغو چې د سخت دریځۍ فکري ریښو ته ضربه ورنه کړل شي، دا ناسور به ختم نه شي. د دې لپاره د تعلیمي نصاب اصلاح، د مدرسو تنظیم، د ځوانانو لپاره د کار او اقتصادي فرصتونو برابرول حتمي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د زیاتېدونکې سخت دریځۍ او ترهګرۍ پېښې یوازې د صوبې د امن مسئله نه ده، بلکې یوه ملي بېړنۍ ستونزه ده. دا صوبه د پاکستان دفاعي مورچل دی؛ که دا مورچل کمزوری شو، نو اثرات به یې اسلام‌آباد، لاهور او کراچۍ ته هم ورسېږي. دولت باید دا درک کړي چې د خیبر پښتونخوا خلک له جګړو ستړي شوي دي. هغوی نور د جنازو پورته کولو توان له لاسه ورکړيدی. که اوس هم پالیسي بدله نه شي، نو دا به نه یوازې د کلونو قربانۍ ضایع کړي، بلکې هېواد به داسې ګډوډۍ سره مخ شی چې د دې ګرداب نه راوتل به ترې ډېر ناممکن وي. اوس وخت راغلی چې دولت، سیاسي مشران او ټولنه په ګډه د دې نه ختمېدونکې جګړې د پای لپاره زر تر زره، مخلص او دوامدار ګامونه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!