اته ويشتم آئيني بدلون: د امريکا او لوېديځو هېوادونو لپاره د پاکستاني معدنياتو لاره

پس منظر

په پاکستان کې دا مهال د اته ويشتم (۲۸م) آئيني بدلون په اړه روان بحث ظاهراً د ووټرانو د عمر حد يا د بلدياتي نظام په شان سياسي موضوعاتو شاوخوا ګرځی، خو تر شا يې تر ټولو ستر ستراتيژيک هدف د هېواد د 6 نه تر 8 ټريلېن ډالرو په ارزښت معدني وسايلو باندې د وفاقي کنټرول ترلاسه کول دي. په نزدې تېر وخت کې وفاقي حکومت له امريکا او لوېديځو قوتونو سره د معدنياتو په برخه کې چې کوم غير معمولي او تاريخي وعدې کړې دي، د صوبايي خپلواکۍ له امله د هغو عملي کېدل له خنډ سره مخ دي. همدا وجه ده چې د 18م آئيني بدلون له لارې صوبو ته ورکړل شوي اختيارات بېرته اخيستل کېږي، څو د مغربي سرمایه لپاره لاره
هواره شي.

له امريکا او مغرب سره د معدنياتو وعدې او وروستي پرمختګونه

د پاکستان اوسنۍ ملکي او پوځي مشرتابه د اقتصادي بحران نه د وتلو لپاره د امريکا او مغربی هېوادونو مخې ته د پاکستان معدني خزانې، په ځانګړي ډول مس، سره زر، ليتيم او نايابه زمکني عناصر (Rare Earth Elements)، وړاندې کړي دي. په دې لړ کې د وروستيو مياشتو مهم پرمختګونه دا دي:

۱۔ په وائټ هاوس کې د “منرل کارډ” او 500 مېليونه ډالرو تړون

ستراتيژيک ملاقات: پاکستاني مشرتابه د واشنګټن د سفر پر مهال په وائټ هاوس کې د نايابه معدنياتو نمونې وړاندې کړې، څو امريکايي اداره متوجه کړي.

د USSM تړون: د پاکستان د امنيتي ځواکونو تر ادارې لاندې فرنټير ورکس آرګنائزېشن (FWO) او امريکايي کمپنۍ US Strategic Metals (USSM) ترمنځ د 500 مېليونه ډالرو ستر تړون شوی دی. د دې له مخې د پاکستان نه انټيموني، مس او نايابه زمکني عناصر (REE) امريکا ته لېږل شوي دي.

۲۔ د امريکا “پروجيکټ والټ” (Project Vault) او رېکوډک

امريکايي فنډنګ: امريکايي حکومت د خپل متبادل سپلايي چين او ستراتيژيک ذخايرو د جوړولو پروګرام “Project Vault” لاندې د بلوچستان د رېکوډک (Reko Diq) پراجيکټ لپاره له25 .1 نه تر ۱.۳ ارب ډالرو پورې مالي مرسته منظوره کړې، چې د امريکايي EXIM بانک له لارې به ورکول کېږي.

رېکوډک د نړۍ له تر ټولو سترو ناترقیه شوو د مسو او سرو زرو زېرمو څخه ګڼل کېږي. امريکا غواړي د مصنوعي ځيرکتيا (AI) ډيټا سنټرونو او برقي موټرو (EVs) لپاره پر دې مسو کنټرول ترلاسه کړي، څو پر چين خپل انحصار کم
کړي.

۳۔ د امريکا درې مرحلو باندې مشتمل د امريکې مائينګ پلان (2025-2028+)

د امريکا او پاکستان ترمنځ د شوي تړون له مخې:

لومړی مرحله(2025-2026): په پاکستان کې موجود خام او تيار معدنيات به سمدستي امريکايي مارکېټ ته لېږل کېږي.

دويمه مرحله (2026-2028): په پاکستان دننه به د معدنياتو د پاکولو پلانټس او ريفاينرۍ جوړېږي.

درېمه مرحله (2028 او وروسته): په ټول پاکستان کې به د نايابه معدنياتو له 5 نه تر 10پورې سترې نوې مايننګ پروجيکټونه جوړيږ

د 18م ترميم خنډ: د صوبو د ملکيت آئيني تحفظ

د دغو ټولو وعدو او تړونونو پر وړاندې د 1973م د پاکستان آئین تر ټولو لوی خنډ دی، ځکه د 18م آئيني بدلون له لارې صوبو ته پراخ مالي او انتظامي اختيارات ورکړل شوي وو:

د آرټيکل 172(2) تحفظ: د 18م بدلون وروسته دا قانون واضحه دی چې د هرې صوبې په زمکه يا سمندري حدودو کې موجود تيل، ګاز او معدنيات د هماغې صوبايي حکومت ملکيت دی.

د وفاق بې وسي:
امريکايي او مغربی کمپنۍ له وفاقي حکومت څخه Sovereign Guarantee او اوږدمهاله پاليسيو ضمانت غواړي. خو د اوسني آئيني نظام له مخې وفاق د صوبو له رضا نه بغېر مائينګ پراجيکټ يا حتمي سودا نشی کولې
پخوا د رېکوډک په کېس کې د بلوچستان حکومت او وفاق ترمنځ د شخړې له امله پاکستان ته د اربونو ډالرو نړيوال جرمانه لګېدلې وه

28م آئيني بدلون واشنګټن
ته د لارې هوارولو کوشش

وفاقي حکومت که څه هم د بدلې لارې په توګه د ځانګړې سرمايه کارئ اسانتيا کونسل (SIFC) جوړ کړی، خو بهرني سرمايه کار دا اداره د دايمي آئيني تحفظ د نشتوالي له امله ناکافي ګڼي. همدې لپاره د 28م آئيني بدلون مسوده تر شا تيارېږي، چې له مخې يې لاندې بدلونونه هدف دي:

معدنيات د وفاق تر واک لاندې راوستل: د آئین په آرټيکل 172 کې داسې بدلون وړانديز کېږي چې د “قومي ګټې” يا “نړيوالې سرمايه کارئ” په نوم د لويو معدني زخائر وروستی اختيار له صوبو واخېستل شي او وفاق ته وسپارل شي.

د صوبايي خپلواکۍ کمزوري کول:
د NFC ايوارډ په فارموله او د صوبو په اقتصادي حصو کې بدلون راوستل، څو صوبايي حکومتونه مالي طورکمزوري کړی او پر وفاق انحصار ولری ، او د مغربي تړونونو مخالفت ونه کړي.

سياسي مقاومت او جغرافيای سياست

د وفاق دغې هڅې ته په صوبو کې سخت مزاحمت ښودل کيږی،

د چين فېکټر:
د پاکستان په معدنياتو، په ځانګړي ډول بلوچستان او ګلګت بلتستان کې، چين له وړاندې د سي پېک (CPEC) او نورو مائننګ پراجيکټونو له لارې سرمايه کاری کړې ده. له امريکا سره د پاکستان دا “ستراتيژيک لاس ورکول” د چين لپاره هم د اندېښنې وړ دي.

د صوبايي ګوندونو مزاحمت: په بلوچستان کې د پيپلز پارټۍ او په خېبر پښتونخوا کې د پي ټي آی حکومتونه د خپلو صوبو پر طبيعي وسايلو د وفاق ممکنه قبضه هېڅ صورت کې نه مني. قومپال ګوندونه وايي چې د صوبو د وسايلو سودا او واشنګټن خوشحالول به ونه زغمي.

نتيجه

اته ويشتم آئيني بدلون يوازې د پاکستان د داخلي سياسي نظام د اصلاح نوم نه دی، بلکې دا يو نړيوال جيو-اکنامک اېجنډا دی. وفاق له امريکا او لوېديځ سره د نايابه زمکو اوتانبې د برابرولو کومې اوږدمهاله وعدې کړې دي، د هغو د پوره کولو لپاره د 18م بدلون کمزوری کول يا بېرته اخيستل د مرکز مجبوري ګرځېدلې ده. که دا بدلون منظور شي، نو د پاکستان صوبې به له خپلو طبيعي وسايلو بې برخې شي او اسلام آباد به نېغ په نېغه له واشنګټن سره په ګډه د پاکستان د زمکې
لاندې خزانو پرېکړې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!