تکل – ودرېږه

ودرېږه پۀ ظاهره خو يؤ ټکے دے خو ژوند سره تړلے اثر ئې دومره زيات دے چې کله نا کله دا دَ ساګانو ترتيب اؤ دَ نبض رفتار هم پۀ تيندکونو کوي. دا لفظ چې څومره ساده دے پۀ عمل کښې هم دومره زلزله دے.
ودرېږه چې لغوي معنې ئې تم کېدل، بې حرکته کېدل اؤ دَ څوکۍ يا پېغام دَ پاره ايسارېدل دي. دا ټکے زمونږ پۀ چاپېرچل کښې پۀ نورو ډېرو مجازي، اصطلاحي اؤ جذباتي معنو کښې هم استعمالېږي، که چرته قرضدارے درته ووائي چې ودرېږه زۀ راځم نو پوې شه که تۀ دغلته شپږ دېرش کاله هم ولاړ ئې نو ولاړ اوسه، ګوتې شمېره، دغه قرضدارے يادوه او ګوړه ګوړه وايه خو ګرانه ده که دغه الوتې مرغۍ بيا ستا ګوتو له راشي. که پۀ الېکشن کښې يؤ مخالف امېدوار بل ته ووائي چې ته ودرېږې نو زۀ بيا نۀ اودرېږم نو دَ دې مطلب بلکل هم دغه نۀ وي دا کوم چې هغه وائي بلکې اصل مطلب ئې دا وي چې ته مۀ ودرېږه زۀ ولاړ يم. که پۀ سړک روان ئې اؤ پوليس والا درته ووائي چې ودرېږه هلکه! نو پوې شه چې مشکوک ئې بلکل هم هغسې مشکوک څنګه چې هر وادۀ کړے دَ خپلې ښځې پۀ نظر کښې دے.
ودرېدۀ پۀ بعضې موقعو باندې دَ کار نۀ کولو معنې هم ورکوي دَ مثال پۀ توګه که مزدور دَ مزدورۍ دوران کښې ولاړ وي نو مطلب ئې دا دے چې کار نۀ کوي، هسې لوبې ټوقې کوي، باد پۀ توره وهي، اسمان پۀ کاڼو ولي، دَ هغه لوګري غوندې وخت له ديکه ورکوي دَ چا چې دَ لو نيت نۀ وي نو لور په لوټه تېره وي.
هم داسې يؤ وادۀ کښې يؤ ملګري بل ملګري ته وئيل يا هلکه تۀ ولې ولاړ ئې؟ چرته کېنې ولې نا؟ نو هغه ورته پۀ جواب کښې وئيل کېنم ځکه نا چې که چا پۀ ناسته وليدم نو بيا به راته خامخا څۀ کار پۀ حواله کوي.
حقيقت دا دے چې زمونږ پۀ وطن کښې بې ايماني، بدامني، دهشت ګردي اؤ دَ پېټرولو، بجلۍ اؤ ګېس نرخونه نۀ اودرېږى باقى شکر دے. دَ خلقو بې حسي، ناراستي، بدنظمي، بې اتفاقي اؤ مسلماني دَ پخوا راسې پۀ خپل خپل ځائے محکم اؤ مضبوط ولاړ دي ځکه خو دلته دَ ژوند نه دَ چيندخو تول جوړ شوے دے، چې دَ يؤ غم نه خلاصېږو نو بل راته دَ نابللي مېلمه غوندې بې تپوسه مخه کښې ولاړ وي. خلق پۀ صبر صبر ستړي شول خو دَ صبر مېوه يې ونۀ ليده. ډاکټر اسرار هم دَ دغه مېوې پۀ طمع وۀ خو اوس لکه چې نااميده شوے دے.
ستا انتظار څۀ فائده ونۀ کړه
دَ صبر ونې مې مېوه ونۀ کړه
اکثر له ساز خلق د انتظار عادت وي او مطمئن وي ځکه هغوی خپل کارونه پۀ تسلۍ، پۀ اطمينان اؤ په خپله واره کوي خو غلۀ اؤ مشکوک خلق اودريږي نا هغوي دَ لېونو غوندې دَ خپل غرض اؤ مطلب کارونو پسې شپه اؤ ورځې منډې وهي اؤ ساز چې خبرېږي خبرېږي نو غلو کهنډر کړے وي، اوښ ئې دَ باره سره پټ کړے وي اؤ هر څۀ ئې خپل لاس لاندې کړي وي. دَ ادبي غلو لاس پښې هم نۀ ودرېږي تخليقي ملګري چې راوېښيږي راوېښيږي نو هغوي ورنه هر څۀ چپه کړي وي اؤ پۀ خپل نوم ئې چاپ کړي وي ځکه خو وائي چې دَ سازو نه دَ غلو درمن زر تيارېږي. دَ دا قسمه جعلي خلقو غويان لنګېدے هم شي، مهيان ئې وونو ته هم ختې شي خو دوي چرې هم هغه مقام ته نۀ شي رسېدې دَ کوم مقام دَ پاره چې دوي ټول عمر چرته پۀ يؤ ځائے نۀ وي ودرېدلي.
هوښيار خلق دَ لښکر وروسته ځي اؤ دَ منډې پۀ سر کښې پۀ لېوني انداز کښې راخوشې وي. دا د وخت وخت اؤ ځائے ځائے خبره وي کله نا کله داسې هم اوشي چې کوم دَ ودرېدو ځائے وي نو هلته بنده ناست پاتې شي اؤ کوم چې دَ ناستې ځائے وي نو هلته دَ ناګهاني آفت غوندې ودرېږي، په داسې دواړه قسمه حالاتو کښې بنده دَ شرمندګۍ، پښېمانۍ اؤ ملامتۍ سره مخ کېږي.
دا دَ تېر ژمي قيصه ده. زمونږ دَ يؤ ملګري دَ زوئي پۀ وادۀ کښې مشاعره وه. دَ مشاعرې نه پس چې زۀ اؤ لوغړن صېب دَ شپې دَ هغوي دَ کلي نه پېدل پۀ پټو کشې لکه دَ خاپېرکانو غوندې پۀ تيندکونو راروان وو نو ناګهانه پۀ تيارۀ کښې پۀ لږه فاصله کښې يؤ دوه سيوري زمونږ مخې ته دَ اجل غوندې اودرېدۀ. دَ هغوي پۀ لاسو کښې کلاشنکوفونه وو کومو چې دَ سترګو رپ کښې دَ چل مارۍ دَ ټارګټ غوندې زمونږ دَ بوتاړونو نخښې اخستې وې. لټونه راښکلې شو اؤ يؤ خرپ سره کارتوسونه دَ کلاشنکوفو پۀ شپېلو کښې دَ ماشې دَ حکم پۀ ا نتظار شو.
زما زړۀ دغه خرپ سره ډېر پۀ تېزۍ، بې ترتيبه اؤ بې سُره انداز کښې دَ لېونو غوندې داسې پۀ ګډا شوے وۀ چې ما وئيل دغه دے دَ سينې نه رابهر شو اؤ دَ ملنګۍ دَ کچکول غوندې راته پۀ غاړه کښې جوټه جوټه شو. هغوي کښې هغه يؤ کس ډېر پۀ سخت اؤ کرخت انداز کښې ووئيل: ودرېږئ. لوغړن صېب ما ته ورو غوندې وئيل منډه به نۀ وئ تاواني به شو. ما ورته ويل منډه به مې وهله اؤ خامخا به مې وهله ځکه چې ما ټول عمر پۀ داسې موقعو کښې هم پۀ منډه ځان خلاص کړے دے، خو دلته به مې دا لوئې ارمان ځکه پوره نۀ شي چې دا ظالمان راته بلکل پۀ مټ کښې راښکاره شو. اؤ بدقسمتي هم دا ده چې مونږ دَ اجل وهلي ښکار غوندې خپله دَ ګولۍ مخې له راغلي يو.
هغه دواړه راغلل اؤ زمونږ تالاشي اخستل ئې شروع کړۀ. هغه يؤ پکښې پوښتنه وکړه. وئيل څۀ کار کوئ؟ لوغړن ورته وئيل ليکوالان يو. هغه وئيل دا څۀ وي؟ لوغړن ورته وئيل ليکل کوو. هغه بل پوښتنه وکړه. پۀ چا ليکل کوئ اؤ تنخواه مو څومره ده؟ ما ورته وئيل تنخوا هم نيشته. هسې کاغذونه توروو اؤ پۀ بدل باندې يؤ بل ته واه واه کوو. هغه وئيل پۀ بدل باندې واه واه څنګه وي؟ لوغړن ورته وئيل تا که ما ته واه واه وکړۀ نو زۀ به هم درته واه واه وکړم ګني نو خپل خرۀ به دې شړې اؤ خپل به شړمه. دَ لوغړن دے. خبرې سره هغه دواړه پۀ خندا شو بيا پکښې هغه وړومبني وئيل دا تاسو چې څۀ کوئ داسې خو لېوني هم نۀ کوي. ښۀ پاخۀ اوزګارخېل يئ خدائے مو غرق کړه خلق رزق پسې ړاندۀ شو اؤ تاسو پۀ نيمو نيمو شپو واه واه پسې ګرځئ. بيا هغوى لوغړن ښۀ لټ پۀ لټ واړولو راواړول اؤ پوره پنځۀ سوه برآمدګي ئې ترې وکړه. زما پرس کښې هم درې نيم زره روپۍ وې هغه ئې هم جېب ته واچولې اؤ بيا هم هغه وړومبي غل ډېر پۀ غصه کښې وئيل: خوار پړکو، دَ پولي تاق مارغانو دا زړۀ خو راته وائي چې دا پوندې پوندې درله اوولم، چې دا دَ مفتو واه واه درنه پاتې کړم. تاسو غرق شئ. ستاسو نه ډېرې روپۍ خو دَ نن سبا ماشومان هم دَ ځان سره ګرځوي. ځئ ورک شئ ګني نو دا قيمتي کارتوس درله پۀ دې بې کاره وجودونو باندې خرابوم. لوغړن خو ډېر پۀ تېزۍ کښې روانګي وکړه اؤ ما ډېر پۀ وېره ورته وئيل صاحبه دا خالي پرس راته واپس کړه پۀ دې کښې مې شناختي کارډ دے. هغه وئيل اؤ، اؤ دا واخله وړاندې په دغه فوجي چېک پوسټ کښې به دې دا څيز ډېر پکار راځي.
ژوند کښې هسې ودرېدۀ نشته دلته که څوک چا ته وائي چې ودرېږه نو خپل مطلب له ئې اودروي اؤ که څوک ودرېږي نو هغه هم بې مطلبه نۀ ودرېږي. هم داسې يؤ استاذ چې کلاس ته راغلو نو پۀ کلاس کښې ئې يؤ شاګرد ولاړ وۀ. استاذ ورته وئيل څۀ ته ولاړ ئې هلکه، پرونے سبق دې ياد کړے دے؟ شاګرد ورته وئيل نا استاذ جي تاسو پرون وئيلي وو چې څوک نۀ يئ پوهه شوي نو هغه ودرېږئ.

ودرېدۀ زمونږ پۀ برخه رسېدلے يؤ داسې جنجال دے چې دا مونږ سره پۀ هر ځائے اؤ هر مقام کښې دَ ساه غوندې موجود وي. مونږ ته معلومه ده چې پۀ ناسته غومبر نۀ کېږي اؤ نۀ پۀ ناسته اتڼ کېږي ځکه ودرېدۀ که دَ سزا پۀ طور هم وي نو مونږ ورته داسې خوشحالېږو لکه چې خاص دَ پلار وادۀ هم وي. پۀ سړک ټرېفک کښې ودرېدۀ، پردي جنګ ته ودرېدۀ، مړي ژوندي کښې مېلمنو ته ودرېدۀ، بېنکونو کښې اؤ خېرات زکات ته ودرېدۀ، احتجاج کښې اورېدۀ، چېک پوسټونو ته ورېدۀ، . مونږ ټول عمر هم داسې پردۍ شوملې شاربلې دي اؤ کچ ئې تل نورو خلقو خوړلي دي. مونږ به هم داسې خوار يو اؤ نور به هم خوارېږو ځکه چې مونږ چرې هم هلته نۀ يو ودرېدلي کوم چې دَ ودرېدو ځائے وي.

3 thoughts on “تکل – ودرېږه

  1. جار شم صاحبه خکلې خیال او خکلې سوچ او دا حقیقت هم دے الله مو قلم تاند لره
    قیس افریدے

  2. حقیقت دے چہ دا اواز ڈیر خطرناک وی۔ اودریگہ۔ دہ سڑی پہ زان شک پیدا شی۔ چہ بیا م سہ چل کڑے دے ۔ کہ یار دوست اووائی نو سڑے ورتہ بے یرے اودریگی۔ چہ کیدے شی سہ مدد پاکار وی۔ خو کہ اواز دہ دہ پیریانو یا دہ چوکے نہ راشی۔ نو خبرہ خطرناکہ وی۔

  3. فریدالله شاه حساس زمونږ د عصر یو داسې تکل لیکونکے دے چې د معاشرې اصل نباض او حکیم ورته وئیلے شو.د هغه هر تکل په په لطیفه پیرائیه کښې یو ډیر ژور او اصلاحي پيغام وی..توان دې زبات شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!