ادبی دنيا

دا ليکنه يواځې د پښتو تنقيد پۀ مسئلو بحث نۀ دے، بلکې دا د پښتو ادبي تنقيد د فکري بحران، فلسفي بنيادونو او راتلونکي سمت يو سنجيده علمي جاج دے. د دې تحرير تر ټولو لويه انفرادیت دا دے، چې ليکونکے تنقيد د شخصي خوښې، ډله بندۍ او سطحي تاثراتو نه راوباسي او د علم، شعور، فلسفې او اخلاقي ذمه‌دارۍ پۀ چوکاټ کښې يې ويني.

اول دا چې ليکونکے د پښتو تنقيد اصل مرض سم تشخيص کړے شی. مونږ چې د پښتو ادبي ماحول حال وګورو، نو هلته اکثر نقد د فن پۀ ځائې د شخص خلاف يا پۀ حق کښې ليکلے کېږي. د شاعر د فکر، اسلوب، علامت، نفسياتو او فني جوړښت جاج کم اخستل کېږي، خو د هغه د تعلقاتو، ډلې يا شخصيت خبره زياته مخې ته راوړلې کېږي. هم دغه حالت ته زہ ھم اشاره کوم چې:

“نقاد ډېر ځله د فن پہ ځای د شاعر يا ليکونکي شخص نقائص لټوي.”

دا خبره د لرغوني يوناني فلسفي سقراط د دې قول سره هم سمون خوري:

“بې لۀ سواله ژوند د ارزښت وړ نۀ دے.”
يعنې تنقيد اصل کښې دَ سوال، تجزيې اؤ حقيقت لټون نوم دے، نۀ دَ شخصي تعصب.
هم دغه شان افلاطون پۀ خپل کتاب Republic کښې ليکي:

“فن دَ حقيقت نقل دے، خو نقاد بايد دَ دې نقل تر شا اصل حقيقت ولټوي.”

دا اقتباس دَ دې خبرې تائيد کوي چې نقاد بايد دَ ظاهري الفاظو نه وړاندې فکري ژورتيا ته کوز شي.
دويم اهم دليل دا دے چې ليکونکے د تنقيد بحران يواځې بيان کړے نۀ دے، بلکې دَ هغې علمي اسباب يې هم واضح کړي دي. دَ مطالعې کمښت واقعاً دَ پښتو تنقيد يو بنيادي بحران دے. نن هم زياتره نقادان دَ مغربي يا معاصر تنقيدي نظرياتو ژوره مطالعه نۀ لري. دَ مثال پۀ توګه، ساختيات، پس ساختيات، نفسياتي تنقيد، يا مارکسي تنقيد باندې پۀ پښتو کښې ډېر کم سنجيده اؤ تحقيقي کار شوے دے. اکثره نقدونه يا تاثراتي وي يا تعريفي.
دلته د ارسطو د Poetics مشهور تصور ډېر مناسب ښکاري:

“ادب د ژوند تقليد دے، خو ښه ادب هغه دے چې دَ انسان دَ احساس او فکر ژور حقيقت څرګند کړي.”

ارسطو دَ فن بنياد پۀ “محاکات” اېښودے وھ، خو هغه محاکات صرف نقل نۀ، بلکې د حقيقت تخليقي اظهار ګڼي.
د ليکنې فلسفي برخه بيا تر ټولو قوي اړخ دے.
“فن دَ انسان دَ داخلي اؤ خارجي تضاد زېږنده دے”
دا تصور د نړيوالو فلسفي او نفسياتي نظرياتو سره سمون خوري. فرائيډ، يونګ او سارتر هم انسان د داخلي کشمکش موجود ګڼي، او فن د دغه کشمکش اظهار بولي.
د دې تناظر کښې د لونجائينس د “Sublime” نظريه هم ډېره اهمه ده. هغه ليکي:

“لوړ فن هغه دے چې انسان د ورځني احساس نه پورته کړي او روح کښې عظمت پيدا کړي.”

يعنې ادب صرف تفريح نۀ ده، بلکې د انساني روح د ارتقاء وسيله ده. زما مقصد هم تنقيد دَ هم دغه روحاني او فکري عظمت سره تړون اؤ پیو ستون دے.
د “تخيل او تعقل” بحث هم ډېر ژور دے. کله چې نقاد وائي:
“فن د خوب پۀ څېر زېږي، او نقد د تعبير پۀ څېر وده کوي”

نو دا جمله د نفسياتي تنقيد پورہ تصور پۀ ډېر ادبي انداز کښې راخلاصوي. دلته فنکار د لاشعور نمائندګي کوي او نقاد د شعور. يعنې تخليق او تنقيد يو دَ بل مخالف نۀ، بلکې تکميلي قوتونه دي.
دا تصور د افلاطون دَ دې قول سره هم نزدې دے چی:
“شاعر الهامي قوت لري، خو نقاد د عقل ميزان لري.”
هم دغه شان ارسطو وائي:
“د ادب مقصد يواځې خوند نۀ، بلکې تطهيرِ نفس هم دے.”
يعنې تنقيد اؤ ادب دواړه دَ انسان دَ داخلي اصلاح وسيلې دي.
دَ نقاد د ذمه‌دارۍ برخه کښې هم ليکونکے يؤ اخلاقي معيار قائموي. هغه وائي چې نقاد بايد د دوستۍ، تعصب او ډلې نه پورته وي. دا خبره ځکه اهمه ده، چې بې‌طرفه تنقيد دَ ادب دَ صحت ضمانت وي. کۀ نقاد علمي وجدان ولري، نو ادب ترقي کوي، او کۀ نقاد شخصي مفاداتو ته کار وکړي، نو ادب زوال مومي.
پۀ دې اړه سقراط يؤ ډېر اهم قول لري:
“حقيقت د اکثريت پۀ رضا نۀ بدلېږي.”
يعنې نقاد بايد دَ محفل، ډلې يا شهرت نه زيات حقيقت ته وفادار وي.
دَ اسلوب لۀ لحاظه هم دا ليکنه درنه، فکري او ادبي ژبه لري. ځينې جملې يې دومره فلسفي رنګ لري چې لوستونکي ته دَ غور او توقف ضرورت پېښېږي، خو دا دَ دې ليکنې کمزوري نۀ دہ، دَ پښتو تنقيد دَ موجوده صورتحال يؤ سنجيده، مدلل اؤ فکري جاج دے. پۀ دې کښې د فلسفې، نفسياتو، ادب او ټولنيز شعور ګډ امتزاج موجود دے، او دا خبره ثابتوي چې زھ تنقيد يواځې دَ نيوکې عمل نۀ ګڼم، بلکې دَ شعور دَ بيدارۍ اؤ فکري عدالت يؤه ذمه‌داره وسيله يې بولم.

One thought on “ادبی دنيا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!