Skip to content
ليک :شېر حسن حسن
د افغان انقلابی شخصيت اتم تلين
نهمه مئ د ارواښاد محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی د وفات اتم تلين دی. هغه د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د خپل ولس، هېواد او خلکو د خدمت لپاره ژمن پاتې شو او د يو سپېڅلي، رښتيني او دروند شخصیت په توګه يې د خلکو په زړونو کې تلپاتې ياد پرېښود.
* د پوځ باعزته او وفادار افسر
* د خلکو نږدې ملګری او خدمتګار
* د صداقت، اخلاص او قربانۍ بېلګه انسان
ارواښاد خدمتګار د خپل ژوند ډېره برخه د عدالت، هېوادپالنې او ولسي خدمت په لاره کې تېره کړه. هغه د هغو کسانو له ډلې و چې د خپل ولس دردونه يې خپل ګڼل او د هر ډول ستونزو پر وړاندې يې د خدمت او مبارزې لار غوره کړې وه.
نوموړی يوازې يو نظامي افسر نه و، بلکې يو فکري او ټولنيز شخصيت هم و، چې د خلکو د يووالي، سولې او پرمختګ لپاره يې تل هڅې کولې. د هغه صداقت، اخلاص او قرباني به د ټولو ملګرو، دوستانو او راتلونکو نسلونو لپاره د يوې روښانه بېلګې په توګه پاتې وي.
دافغان ولس يو لوی سالار محمديوسف خدمتگار مزدور ځوی له خلکو ملگرو رخصت شو. دافغان ولس يو بل ځليدونکی ستوری، ليکوال، شاعر، اديب اوداففانستان د ملي پرمختگ گوند د دروند مخکښ غړی خدمتگار له دې فاني نړې د رخصت اتم کال پوره شو.
درنو ملگرو محمد يوسف خدمتگار مزدور ځوی د لوړو زده کړوخاونددافغانستان په وسلوال پوځ يو وتلی اتل، سياسي مبارزو، پر وطن خلکو مين په سپېڅلتوب کې ساری نه درلول، داسی يو وتلی انسان مو له لاسه ورکړ ملگری خدمتگار دژوند په ټول وخت کې د ولس خلکو رښتنې خدمتگار وو اود ژوند تير ټول وخت يې د گران هېواد افغانستان کې د سولی، عدالت، ښېرازی ، پرمختگ له پاره نه ستړېکيدونکې بي امانه مبارزه کړی اود مرگ تر ورځی د خلکو د سوکالی له پاره دده ژبه، قلم معز کار کاوه.
درنو يارانو محمد يوسف خدمتگار د هېواد په وسلوال پوځ کې لوی دندی سرته رسولي په هره سيمه او ځای کې چی دنده درلوده دپاکوالي او خدمت گزاری اود ولسونو په زړنو کې په رښتيني توگه ځای درلوده .
درنو ملگرو زه اودی دواړه د ننگرهار هميشه بهار په ولايت کې ددندو اوږده سابقه لرو خدمتگار دافسرانو، سربازانو ولسونو اود ټول هيواد او په خاصه توگه ننگرهاريانو ته د يوه نژدی دوست ورور، ملگري او رښتني خدمتگار مقام لري اودرلوده،که د هر ننگرهاري يا د ختيځې سيمې اوسيدونکي څخه دده درښتين ولی سپېڅلتېا اتولی، دوطن سره مينه درلودل وپوښتی ټول به دده ښه سړيتوب ملگرتوب، سپېڅلتوب وطنپالنې شاهدي ور کړي . مو ږ نن واقعا يو پر وطن او خلکو مين شخصيت له لاسه ور کړو زه د خپلو ملگرو، کورنۍ په استاز ولی د مرحوم محمد يوسف خدمتگار کورنۍ بچيانو اودوستانو ته د زړه له کومي د خواخوږې او تسليت مراتب وړاندې کوم ده ته د لوی رب په دربار کې جنت فردوس او کورنۍ ته يې د زړه صبر او حوصله غواړم او ټينگ په قالو انا لله وانااليه راجعون .
د ارواښاد محمد يوسف خدمتګار صاحب په ياد کښې داود لټون
خدمتګاره خدمتګاره
ته پر مونږ باندي ډير ګران وي ته سپيڅلی پاک افغان وي د پښتون اولس دلداره خدمتګاره خدمتګاره
روح د ښاد ياد دې تلپاتي لوی واړه دي درنه پاتي ای دې سرو ګلونو ياره خدمتګاره خدمتګاره
ته مين په خپل هيواد وي هر افغان په غم ناښاد وي افسوس لاړي وفاداره خدمتګاره خدمتګاره
ته مړ نه يې ته ژوندی يې ته کتاب د زندګی يې لټون درومي ستا په لاره خدمتګاره خدمتګاره *****
زما سپين ږيری ياره نورالبشرنويد د پښتون افغان د خاورې خدمتګاره مانه هېر نه ې زما سپين ږيری ياره د وفا د لار د سور لښکر سرخېله ژوند پرسته، د ژوندون ژوندی کرداره د حالاتو طوفانونو لرې يوړې ياد دې تلپاتې ارمان دی د بهاره دا يو ورځ ستا د بېلتون په زمزمه کښې ما سلګئ سلګئ ژړلې ده په لاره څه به حال وايمه تاته مزدور ځويه کور ته راشم د مرګونو د بازاره ستا سنګر د طالبانو په قبضه دی ستا د وينو بوی راځی ستا د ګلزاره اوس هم ستا د مينې دا امتحان ګورم چې ورغلی ې د داره تر دلداره ستا پاڅون په خوب کښې وينم لکه ته ې که ورتلی نشم ستا کور ته ستا په لاره پېوستون او د تړون په يون دې وياړم يادوی دې راته شپې نه تر سهاره ښه ده ښه ده چې ژوندے ې ته ساتلې د نرانو افغانانو بچو پلاره د بشر سترګو کښې اوس هم لا غړېږې زار شم زار د مزدور ځويه انتظاره ***** د ارواښاد محمد يوسف خدمتګار صاحب شعرونه ویــده ضمــیر
د ژونـدهـنـداره کی می خپـل تصویـرتـه ډیـروژړل ما پـه تـورخـم کـی هغه تـورزنځــیــرتـه ډیـروژړل د وخت مـرئیان پـردي لـښکـرکـې سـرښـنـدنې کـوي د بـل پـه لاس مـی د پـښـتـون تـقـدیــرتـه ډیـروژړل چـا يـي درمـل درغــیـدو پــه ځـای نـیـشـه ورکـړلـه چا د دروغجـن طبـیـب عـاجـل تدبـیرتـه ډیــروژړل دلـتـه کـه لاس وي د پـردو زه اوتــــه هــم پـــړيـــو ځکـه مـی خـپـلـه دغـه خـپـل تـقـصیرتـه ډیـروژړل مونږ ورته ګورونورزمـونـږراتـلـونکی ټاکي راتــه مـا ددی شـپـی دغـــه اوږده شـبګـیـرتــه ډیـروژړل ځـۍ چی ورپاڅولاس تـرلاس ځـود سـبا پـه لـوری تـا خـدمـتګـاره خـپـل ویـده ضـمـیـرتـه ډیـر وژړل *****
ویشلې مینه
چې مې یو ځلې را یاده سپینه خوله شي دژوندون خواږه ترخه مې را په زړه شي دښتو، غرونو ځنګلونو باندې سرشم تیر یادونه را په یاد اوبه اوبه شي لیونئ يي دمنډ خاورو پسې ګرځم چې ناسور مې دزړګي ټپونه نه شي خو چې کلئ دجانان ویشلئ وینم په آزاده مو لیده کاته ونه شي څوک مو لر بولي څوک بر لکه دورکو لر او بر به کله يو ، يو پښتانه شي دزمان سپین سترګي تور غلیم ته کورۍ پښتو ژبه يي پیرزو په مونږه نه شي خدمتګارهسې حالا تو سودايي کړو دوطن مینه دې کله سړه نه شي ***** ملګرو ته
تاسې غـزل تـه ژاړې ، زه مــو ژونــدون تـه ژاړم تـاسې مئـین په پـښـتــو، زه مـړ پـښــتـون تـه ژاړم تـاسې تـه څـه ولـیـکـم، چې تـسـل ســتاسې وشي زه د غـلام پـښـتـانـه، بـې غـــږه یـُـون تــه ژاړم زه پـه تـورتـم کې غـرق یـم، څـاڅکی رڼـا لـټـووم د خـپـل ولـس دپـاره، هــر ســـبـاوون تـــه ژاړم پــوهـــیږم تـاسې واړه ، پــه درد دردمــن د وطـــن ټول ابادي ورغواړې، خـو زه يي شـتون تــه ژاړم غـلـیم پـه سترګو ویـني، پـیـښې تـقـدیـرګـڼي خـپـل د افـغـاني قـومـونـو، بې ځـاې سکـون تــه ژاړم ډیــــره مـنـنـه کـووم ،چــې هـــڅـوۍ مـې مـــدام ډیـرمـوپه نـوم ویـاړمه، ډیر مو بـیـلـتون ته ژاړم د خـدمـتګار مـلګـرو راځۍ، چې قوم پرې پـوه کـړو زه د تـاریـخ د پـاڼـې ،غـلـط مــضـمــون تـــه ژاړم
ليکنه چليدنه
error: Content is protected !!
په ریشتیا چه خدمتگار صاحب د صداقت ملگرتیا یو روښانه څلی وه د کورنیو چارو وزارت د کشف ریس په توگه زما امر وه ډیر با حوصله انسان وه الله د وبښی فردوس جنت یی ابدی کور په گور یی نور کورنی دوستانو ملگرو پاڅون جان ته د زړه صبر غواړم
ډاکتر صاحب تاسو نه هم مننه چه خدمتگار صاحب مو په شکلی لیکنه را یاد کړو