اجمل او خوشحال

پرتله او توپير (Compare and Contrast )

ځار شم د اکوړي خاورې نه چي څه عجیبه عجيبه تخمونه زیږوي؛ په غر کښې ئ تنځري او زرقان، او په ويخ کښې ئ کلونه؛ بل خوا په سيند کښی ئ لالونه:

هم دې خاوري نوموړي تاريخي غړي لکه توردل شهئ خوشحال خان خټک او هم د دوی خاندان، افضل خان، عبدالقادر خان خټک، اشرف خان هجري، او راځه راځه تر اجمل خټک پورې غړې زیږولي دي. او دا ټول هغه تنان دي چې د پښتون پيژندنه کښې د دوي غټ لاس دې؛ يا دا به ووایم چي پښتو ته د دوئ ډير زيات خدمات دي.

اوس که خوشحال خان خټک ئ واخلو، نو کم از کم په زر کاله کښې به بل خوشحال پښتنو ته را نه شي…….ولې؟
ځکه چي د هغوي هر اړخ پوهان ډېر په سوچ مجبوره کړي. لکه که ته ئ رهنمايي (leadership) واخلي نو هغه ځانته يو لوي باب دې؛ دا چي د بادشاهت خلاف جنګيږي او پښتنو ته پوهه او ويښه ورکوي او د خپل حق غوښتنې درس ورکوي. بلکه دا ويلې شې چي په برصغير کښې د جمهوريت باني خوشحال وو. او اوس ي که د شاعرۍ اړخ واخلو، نو په شاعري هم په پښتو کښې د ټولو اوچتي پاي شاعر وو، بلکه د پښتو قومي شاعر هم وو.

بل خوا که اجمل خټک باندې لږ غور اوکړې شی نو تقريبا تقريبا خوشحال پسې لاړ دي. د يو نسل، قام، قبيله، جينز (genes), کلې، او چاپيرچل وو. دواړو د ژوندانه مقصد، جدوجهد، او لار تقريبا يوه وه. زياتره شاعری موضوعات تقريبا د دواړو يو وو:

بلکه د دواړو دنني نيت (intentions) هم يو شان وو. د چا چې خوشحال خوښ دې د هغوي به اجمل بابا هم خوښ وي. لږ درته د دوي د دور فاصله (generation gap) ښايم, بيا درته د دواړو پوهانو اتلانو يو شانوالی او توپير (compare and contrast) په ګوته کوم.
اوس به راشم خپلې موضوع ته، يعنې د دواړو تر مينځ يوشان والي او فرق!

پرتله او توپير (Compare and Contrast )

پرتله (comparison)

  • دواړه شاعران وو.
    *دواړه څه عام شاعران نه بلکه يو تاريخ ي ساز کړې وو او دواړه ګڼ اړخيز(versatile) شاعران وو.
    *دواړه پرمختګ (progressive) لیکوال وو.
    *دواړه د يو کلي، قام، قبيلې او ډلې وو.
    *دواړه انقلابي وو او د دواړو جنګ يو شان وو: لکه خوشحال د خپل وخت باچا سره د بادشاهت خلاف جنګيدلي وو او اجمل د خپل دور رياستي جبر، مارشل لا او امريت خلاف جنګيدلي.
    *په بغاوت او مزاحمت کښې دواړو جيل خوړلې وو.
    *دواړه د پښتنو غم خوار وو.
    *دواړه خاورين او په خاوره مئین وو او د خپلې خاورې تاریخ او پیژندنې لپاره يي جنګ کړې.
    *د دواړو جنګ د حق د غوښتنې، يعني د پښتون د حق غوښتنې ته جنګيدلي دي.
    *دواړه پښتنو نه وو پيژندلې او فرياد يي يو شان دي، لکه

*او هم دارنګه يو د خپل وخت د مغلو د استحصال خلاف شاعري کړي نو دلته اجمل د فرهنګي او د هغوي د چمچو خلاف شاعري کړي، لکه،

*دمالياتو(aesthetics) تنده د دواړو ډيره زياته ده.

توپير (contrast)

*نوم خو دواړو د تاريخ په لوئ مقام کښې پروت دي، خو يو نوم په خانئ کښې پيدا کړو او بل په ملنګئ کښې.
*دا لږ ډير فرق چې دې، نو بیا دې ته هم ګوره کنه چي خوشحال په 1613 کښې پيدا وو او اجمل په 1925 کښې….نو ښکاره ده چي لږ فرق به وي.
*هغه دا چې خوشحال توره وهلې ولی د اجمل وخت د قلم او ټيکنالوژۍ وو، نو په دي وجه د اجمل د تورې شاعري نشته.
*د خوشحال بابا په شاعرۍ کښې زړه وړتيا او خودي ډيره زياته ده، لکه:


*د اجمل بابا په شاعرۍ کښې فرياد شته، اګرچه جابر په وړاندې يې سر نه دي ټيټ کړې، د امريت يي په جار بغاوت کړې، خو وينا کښې لږ زړه سواندي اواز شته؛ لکه:


*اجمل خټک يو واده کړې وو او خوشحال خټک اووه ودونه کړي وو.
*اجمل تقريبا ټول ليک ادب برائ مقصد ليکلي او خوشحال ډير موضوعات چيړلي، لکه ادب برائ مقصد ، ادب برائ ادب رومانييت وغيره چيړلي. لکه:

زه دا نه ويم چې ګنې دې کښې يو کس په غلطه دے، ادب برائ ادب هم ډير ضروري دي ځکه چي که د ادب نه يا نظم نه دې رومان لري کړو، نو ادب به ادب پاتې نه شي.

لنډه داچې دواړو اتلانو په ادب او سياست کښې ډير لوئ کردار لوبولی دے.

که پښتنو ته بل خوشحال او اجمل نه راځې، خو بل مجنون يا د ناصر افريدی غوندې جنون به هم را نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!