Skip to content
انتخاب ژباړه
سليم شاه کاکاخيل
پاکستان چې کله په 1947 کښې آزاد شو، نو هېواد سره ډېر کم وسائل وو، صنعت تقریباً نه ؤ، خزانه هم محدوده وه، خو بیا هم پر پاکستان کوم لوی بهرنی پور نه وو. هېواد خپل لومړني کلونه په سختو حالاتو کېې تېر کړل، خو د وخت په تېرېدو سره لګښتونه زیات شول، جګړې وشوې، او د پرمختیایي منصوبو لپاره بهرني مالي مرستې اخیستل پیل شول.
پاکستان خپل لومړنی رسمي بهرنی قرض په 1958 کښې واخیست، کله چې یې د نړیوالو مالي ادارو نه مرسته ترلاسه کړه. په هغه وخت کښې دا قرض یو وقتي ضرورت ګڼل کېده، خو وروسته وروسته قرض اخیستل یو دوامداره عمل وګرځېد.
په بېلابېلو دورو کښې د پاکستان پور څنګه زیات شو؟
🔹 تر 1971 پورې:
د پاکستان ټول قرض نزدې 30 اربه روپیو ته ورسېد. په دې موده کښې دفاعي لګښتونه، د 1965 جګړه، او د صنعتي بنيادجوړولو اړتیاوې مهم عوامل وو.
🔹 تر 1977 پورې:
قرض نزدې 67 اربه روپیو ته لوړ شو. په دې دوره کښې لوی دولتي منصوبې او د صنعتونو قومی تحويل کښې اخستل د لګښتونو د زیاتوالي سبب شول.
🔹 تر 1988 پورې:
پور کښې لوی زیاتوالی راغی او نزدې 500 اربه روپیو ته ورسېد. د افغان جګړه، دفاعي ضرورتونه او بهرني مالي انحصار د دې اضافي وجوهات وګرځيدل.
🔹 تر 1999 پورې:
پور نزدې 3,000 اربه روپیو ته ورسېد. په دې موده کښې پرلهپسې بجټ خساره ، سیاسي عدم استحکام او د وارداتو زیاتوالی د پور د چټک زیاتوالي سبب شول.
🔹 تر 2008 پورې:
پور نزدې 6,000 اربه روپیو ته ورسېد. که څه هم ځینې پورونه بیا تنظیم (ری شیډول) شول، خو عمومي بوج کم نه شو.
🔹 تر 2013 پورې:
پور په څرګند ډول زیات شو او نزدې 14,000 اربه روپیو ته ورسېد. د توانايئ بحران او اقتصادي دباو اهم عوامل وو.
🔹 تر 2018 پورې:
پور نزدې 25,000 اربه روپیو ته ورسېد. په دې موده کښې غټ انفراسټرکچر او انرژۍ په لویو منصوبو کښې زیاته سرمايه کاري وشوه.
🔹 تر 2022 پورې:
پور نزدې 44,000 اربه روپیو ته ورسېد. د نړیوالې وبا، د روپۍ ارزښت کمېدو، او د پخوانیو قرضونو ادایګي بوج نور هم زیات کړو.
🔹 تر 2025–2026 پورې:
اوس مهال د پاکستان ټول قرض له 78,000 اربه روپیو څخه هم زیات شوی، چې د هېواد اقتصاد لپاره یو لوی چیلنج ګرځېدلی دی.
ډېر خلک فکر کوي چې قرض یوازې د نوو منصوبو لپاره اخیستل کېږي، خو حقیقت دا دی چې د قرض د زیاتېدو نور مهم عوامل هم شته:
✔️ د پخوانیو قرضو بېرته ورکول
✔️ د قرض سود (Interest) ادا کول
✔️ د کسر پوره کول
✔️ د روپۍ ارزښت کمېدل (چې له امله یې بهرنی پور نور هم ګران شي)
یعنې کله ناکله داسې هم کېږي چې لویه نوې منصوبه نه وي، خو بیا هم قرضه زیاتېږي.
نن ورځ په پاکستان قرضه دومره زیاته شوې ده چې اثر یې پر عامو خلکو کېږي — د ګراني، مالیاتو او ورځنیو لګښتونو د زیاتېدو په بڼه.
اصلي پوښتنه دا نه ده چې پور ولې واخیستل شو…
بلکې اصلي پوښتنه دا ده:
➡️ ایا دا پور په داسې منصوبو مصرف شو چې هېواد ځان څدخوډ کفيل کړي؟
➡️ ایا مونږ پور سرمايه کارئ ته واړولو که یوازې مو د خساره پوره کولو لپاره پکار راوستو؟
➡️ او تر ټولو مهم… ایا راتلونکې نسلونه به دا بوج زغملی شي؟
error: Content is protected !!