اسلام او سیکولرېزم

په نړۍ کښې د دولت، مذهب او ټولنې د اړیکو په اړه بېلابېل فکري نظریات موجود دي. له دغو نظریاتو څخه دوه مهم او ډېر بحث کېدونکي نظریات اسلام او سیکولرېزم دي. دواړه د انساني ژوند د تنظیم، قانون، اخلاقو او دولتي نظام سره تړاو لري، خو د دوي په بنيادي تصوراتو او عملي اطلاق کښې څرګند توپیرونه لیدل کېږي.

د اسلام د دولت او ټولنې تصور
اسلام یوازې یو دیني عقیده نه ده، بلکې د ژوند یو بشپړ نظام دی. په اسلام کې د عباداتو ترڅنګ د معاشرتي ژوند، اقتصاد، سیاست او اخلاقو اصول هم شامل دي. د اسلامي نقطه نظر له مخې، لوړ حاکمیت د الله تعالی حق دے او انسان په زمکه کښې د هغه استازی (خلیفه) ګڼل کېږي-
د قرآن کریم او سنتو په رڼا کښې د اسلامي رياست موخه د عدالت ټینګول، د ظلم له منځه وړل، په ټولنه کښې توازن ساتل او د انسانانو فلاح وبهود یقیني کول دي. د اسلامي تاریخ له مخې، د خلفاے راشدینو دور د یوعملي مثال په توګه وړاندې کېږي، چرته چې د قانون جوړونه او حکومتولي د اسلامي اصولو تابع وو.
په اسلام کښې د دیني آزادۍ تصور هم شته، خو د رياست په ډانچه کښې شریعت د قانون اساسي سرچینه ګڼل کېږي.

سیکولرېزم څه شی دی؟
سیکولرېزم یو سیاسي او معاشرتي فکر دی چې له مخې یې رياست او مذهب له یو بل څخه جدا جدا دي- د دې نظریې له مخې رياست د کوم ځانګړي مذهب ملاتړ نه کوي او قانون د انساني عقل، جمهوري پرېکړو او معاشرتي ضرورياتو په بنياد جوړېږي-
د سیکولرېزم اساسي موخه دا ده چې د مختلفو مذهبونو خلک دې په يو راياست کښې د برابرۍ په بنياد ژوند وکړي او مذهب له دولتي چارو څخه جدا وساتل شي، چې د يو خاص مذهب غلبه پکښې رامخې ته نه شي-

دا نظریه په يورپ کښې هغه مهال پیاوړې شوه، کله چې مذهبي جګړو او د کلیسا سیاسي لاسوهنو ګڼې معاشرتي ستونزې رامنځته کړې.

د اسلام او سیکولرېزم بنيادي قرق
د اسلام او سیکولرېزم ترمنځ اساسي توپیر د «حاکمیت» په مفهوم کښې دے:
• په اسلام کې حاکمیت د الله تعالی دے.
• په سیکولرېزم کې حاکمیت د خلکو یا سرکاري ادارو دے
• په اسلام کښې د قانون اساسي سرچینې قرآن او سنت دي.
• په سیکولرېزم کښې قانون د انساني عقل، پارلمان او اساسي قانون له لارې رامنځته کېږي.
د دې نه علاوه، اسلام دین او رياست په بشپړه توګه نه جدا کوي، په داسې حال کښې چې سیکولرېزم د دواړو ترمنځ روښانه بېلتون رامنځته کوي.

مشترکه نکات-
که څه هم دواړه نظریات یو له بل څخه مختلف دي، خو په عملي ميدان کښې ځینې ګډ اړخونه هم لري:
• دواړه د انصاف او مساواتو قدر کوي-
• دواړه د سماجي امن اواستحکام غوښتونکي دي-
• په موجوده اسلامي نړۍ کښې ځینو هېوادونو داسې نظامونه غوره کړي دي چې اسلامي اقدار او سیکولر رياستي ډانچې تر څه حده له یو بل سره هم اهنګي ساتي.
هم
تنقيدي ارزونه:
د اسلامي نقطه نظر له مخې، بشپړ سیکولرېزم ځکه د منلو وړ نه ګڼل کېږي چې مذهب له رياستي قانون جوړونې څخه جدا کوي او په نتيجه کښې د شریعت رول محدودېږي-
له بلې خوا، سیکولر مفکرین باور لري چې د مذهب او رياست بېلتون د اقلیتونو حقونه ښه خوندي کوي او رياست غيرجانبدار ساتي.

اسلام او سیکولرېزم د انساني ټولنې د تنظیم لپاره دوه بېلابېل فکري ماډلونه وړاندې کوي. اسلام الهي لارښوونو ته مرکزي ځاے ورکوي، په داسې حال کښې چې سیکولرېزم انساني عقل او ګډه پرېکړه بنياد ګڼي. په موجوده وخت کښې ډېرې ټولنې هڅه کوي چې د دغو دواړو ترمنځ توازن رامنځته کړي، چې هم دیني اقدارونه خوندي پاتې شي او هم رياستي نظام د ټولو وګړو لپاره د منلو وړ وي-

One thought on “اسلام او سیکولرېزم

  1. ډیر ښۀ علمي او معلوماتي لیک دے.باید چې په داسې موضوعاتو لیکل وشي..چې د خلقو په ذهنونو کښې پراته شکونه لر شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!