يو دلبر وو بل جانان وو يو ملنګ وو او بل خان وو دغه دواړه ملغلري هر تن ستوري د اسمان وو پښتنو په غم خورئ کښې تن ئ پروت تل په زندان وو امريت په خلافت کښی نوم ئ ويړ په درست جهان وو د يو غر په لمن کښې يو باغچه بل ګلستان وو اوس ووايه څوک څوک وو کوم تن پکښې ستا ځان وو
دا يو اجمل خټک وو دا بل جوړ خوشحال خان وو
ځار شم د اکوړي خاورې نه چي څه عجیبه عجيبه تخمونه زیږوي؛ په غر کښې ئ تنځري او زرقان، او په ويخ کښې ئ کلونه؛ بل خوا په سيند کښی ئ لالونه:
په غر کښې دي لالونه لمن کښې دې ګلونه ستا خټه خو کيميا ده هم سرو زرو درنګونه
هم دې خاوري نوموړي تاريخي غړي لکه توردل شهئ خوشحال خان خټک او هم د دوی خاندان، افضل خان، عبدالقادر خان خټک، اشرف خان هجري، او راځه راځه تر اجمل خټک پورې غړې زیږولي دي. او دا ټول هغه تنان دي چې د پښتون پيژندنه کښې د دوي غټ لاس دې؛ يا دا به ووایم چي پښتو ته د دوئ ډير زيات خدمات دي.
اوس که خوشحال خان خټک ئ واخلو، نو کم از کم په زر کاله کښې به بل خوشحال پښتنو ته را نه شي…….ولې؟ ځکه چي د هغوي هر اړخ پوهان ډېر په سوچ مجبوره کړي. لکه که ته ئ رهنمايي (leadership) واخلي نو هغه ځانته يو لوي باب دې؛ دا چي د بادشاهت خلاف جنګيږي او پښتنو ته پوهه او ويښه ورکوي او د خپل حق غوښتنې درس ورکوي. بلکه دا ويلې شې چي په برصغير کښې د جمهوريت باني خوشحال وو. او اوس ي که د شاعرۍ اړخ واخلو، نو په شاعري هم په پښتو کښې د ټولو اوچتي پاي شاعر وو، بلکه د پښتو قومي شاعر هم وو.
که دې خط دي او که نظم او که نثر په پښتو ژبه مې حق دي بې حسابه
نه پخوا پکښې حساب وو نه کتاب وو دا دې ما پکښې تصنیف کړل څو کتابه