” دا ماشوم د بازار په کومه ورځ پيدا شوے و ؟؟؟ ” هغه پوښتنه وکړل . “اوے” اوکونکو جواب ورکړو .
“او نن سحر مړ شو؟؟؟”
اوکونکو په هو کښې جواب ورکړه او هم دې سره هغه ته احساس وشو چې هغه د هم د بازار په هغه ورځ مړ شو په کومه ورځ چې پيدا شوے و . ګاونډيانو او رشته دارانو هم هغه اتفاق وليدو او په خپلو منځ کښې ئي ووئيل چې دا خبره څومره معنا خیز ده .
“ښه نو بيا هغه خپلې اوبي ته راوله” هم دی سره حکيم حکم وکړو چې په دې ماشوم دې څوک سوګ و نه کړي . هغه د چيلي د څرمنې جوړه تيلۍ نه يوه تېزه استرا راوايستله او د ماشوم جسم ئي په هغې سره ځاے په ځاے ووهلو او بيا ئي د ګيټو نه ونيولو او د بد روحونو ځنګل ته په راښکو راښکو د ښخولو د پاره يوړو.
په دې سلوک به هغه بيا د راتلو په بابله ضرور سوچ کوي مګر دا که هغه د يو ضدي اوګبانے څخه وي کوم چې بيرته راځي او په بدن ئي دغه د مسخ کيدو نشان هم وي لکه چې يوه کټ شوي ګوته وي يا د استرې د استعمالولو هغه توره کرښه . . چې اونومبيکو مړ شو نو ايګويفي يوه زهرجنه ښځه شوه . د هغې د خاوند د اولې ښځې درې زامن و . ټول په ټول مضبوط او صحت من و . د هغې چې دريم زوې وشو نو اوکونکو هغې لپاره د رسم مطابق يوه چيلۍ حلاله کړه . ايګويفي د هغې د پاره نيکې هيلې په زړه کښې وساتلې خو ولے هغه د خپل چي (قسمت او روحاني نصيب) لامله دومره بد زړه شوي وه چې د نورو په خوشالیو نه خوشاليده. کله چې د نواے مور د خپلو دريو ماشومانو په خوشالۍ کښې د خوړې او ډ موسيقۍ د دعوت اهتمام وکړه نو هم په دغه محفل کښې ايګويفي واحد داسې تن و د چا په مخ چې د غم اغېزې خورې ورې وې . په دوهمې ښځې دا ښه و نه لګيده لکه عموما چې بنې داسې اکثر کوي هغې ته ددې خبرې احساس قدرې نه کيده چې د هغې دا دردمن اغېز د نورو د پاره نه بلکې د هغې په روح کښې خور شوے و . هغې د نورو خوش نصيبي ته خفګان نه کولو بلکې په خپل قسمت ئي وير ژړا کوله . اخر دا چې ايزنما پيدا شوه اګر که هغه کمزوري وه خو د ژوند اراده ئي لرله . په اوله اوله کښې ايګويفي هغې لره د نورو ماشومانو په شان قبوله کړه خو په نازړه . هر کله چي هغه څلورو بيا د پينځو او بيا د شپږو کلونو شوه نو د مور په زړه کښې هغه د اموميت تمنا را بيداره شوه .
دې مينې سره يو ويره هم وه . هغې هم دا پريکړه وکړه چې د خپلې لور د صحت به ښه خيال ساتي نو ځکه ئي هم ځان د هغې د پاره وقف کړے و او ددې صله هغې ته هم هغه وخت به ميلاويده چې کله به ايزنما د کجورو د تازه شرابو پشان د انرژۍ نه ډکه وه . هم په دې لمحو کښې به هغه د خطرې نه بهر وه او بيا ناڅاپه به بيماره شوه . ټولو ته معلومه وه چې دا اوګبانے ده . دا د رنځ دغسې ناڅاپي يرغل د اوګبانے يوه واضحه نخښه وه خو ولے هغه دومره ژوندۍ وه لکه چې د ايساريدو پريکړه ئي کړي وي . د ايګويفي دا ايمان جوړ و چې هغه به بچ شي او دا ايمان و چې هغه لا تراوسه پورې ژوندۍ وه او دا ايمان د هغې هغه وخت ښه پوخ شو کله چې تير کال يو حکيم د هغې آئي وا د زمکې څخه راويستے و .
اوس د ټولو دا يقين جوړ و چې هغه به بچ شي ځکه چې د اوګبانے سره د هغې رشته کټ شوي وه . دې خيال به ايګويفي تسلي ورکوله خو ولے بيا هم د لور د پاره به ډيره پریشانه وه ځکه خو ئي خپله طبيعي ويره نه ختميډه اګر که د هغې يقين و چې د زمکې نه راويستلي آئي وا اصلي وه مګر هغې دا حقيقت هم نه شو نظر انداز کولې چې ځيني ماشومان ځينې وخت نقلي آئي وا راوباسي خو بيا هم د ايزنما آئي وا اصلي و کوم چې يو هوار کوت کاڼے و چې په يوه سخا کپړه کښې ټومبلې شوے و . دا عمل اوکاګبوے کړے و څوک چې ددې عمل د پاره په ټوله قبيله کښې مشهور و .
هغه به د ماشومانو نه د خپلو آئي وا اړوند پوښتنې کولے خو اکثر ماشومان به د دغه پوښتنو نه وړاندې مړ شول . ايزنما چې د درې کالو وه نو په اوله اوله کښې هغې هم د خپل آئي وا اړوند هيڅ معلومات ورکولو کښې هغه سره مرسته نه کوله چې د هغې آئي وا په کوم ځاے کښې ښخه ده . خو چې کله د نهو کلونو شوه نو يوه ورځ چې د سختې بيمارۍ نه په ښه کيدو شوه نو اوکاګبوے ترينه تپوس وکړو چې هغی خپله آئي وا په کوم ځاے کښې ښخه کړې ده ؟ هغې ورته ووئيل چې آئي وا څه شے دے ؟؟؟
One thought on “Things Fall Apart – Chinua Achebe – Chapter 9”
The bonuses here are actually worth it. I was skeptical at first but the gameplay is addictive and the customer support is quite responsive. Just visit ph50jili to start winning.
The bonuses here are actually worth it. I was skeptical at first but the gameplay is addictive and the customer support is quite responsive. Just visit ph50jili to start winning.