شهزاده – خاکه

زه چې کله اسلام اباد ته راغلم او شهزاده سره مې په موبائل فون خبرې او پيژندګلو وشوه نو هم په هاغه ورځ مازيګر خپل مهران ګاډي کښې زما ليدو او ما د ميلمستيا په غرض ځان سره د بوتللو دپاره راغلى وو ۔

شهزاده په ړومبي ملاقات کښې په ځان مېئن کړم
ډېر د قدرونو عزتونو او د مينې ډک انسان دى۔
شهزاده خو شهزاده وي نو د ميئنانو شمېر يې هم د شميره وتلې دې
شهزاده په اصل هم شهزاده دى ځکه چى د ملي مبارز غازي عمرا خان جندولي په کړوسو کښې راځي
ځينى خلک د پلرونو نيکونو نومونو ته ناست وي ټول عمرونه د هغوي په کارنامو او تذکرو تېر کړي خو چى خبره يې د خپل عمل او کردار راشي نو بيا سودهم ته شين وي خو که دلته مونږ د شهزاده د شجرې نه افغان نپولين عمرا خان جندولې لرى هم کړو نو د فن هنر او زړه راښکونکي شخصيت په برکت يې ځانته پښتو ادب او تاريخ کښې لوړ مقام ترلاسه کړى دى او بيا ستر خوشال بابا هم د دا رنګ سپېځلو خلکو شخصيت څه داسې بيان کړې دى

نامتو شاعر رحمت شاه سائل زمونږ د دې شهزاده په باره کښې ليکي چې دا ښاغلی هر چرته پاتى شوے دے نو يو نوى انقلاب يې راوستې دى هغه که د ده سياسي مبارزه ده او يا ادبي ژوند۔
شهزاده چې کله خپلې پلارنۍ سيمه بټخيله کښې وو نو هلته د پښتو ادب سنګار ؤ او بټ خيله يې په تودو تودو ادبي پروګرامونو توده کړې وه
د صاحب شاه صابر، رحمت شاه سائل،جاويد خان لالا، ذاکرحسين لالا او کرنل نورمحمد مشال دا خوږ يار چى د معاش غم مارګلې ته راوستو نو دلته ورته د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام اباد ملګرو تود هرکلى ووې د دې فورم نه يې ادبي هلې ځلې شروع کړى خو څه وخت پس ترې په دې اختلاف بيل شو چى مونږ له ادب سره سره ثقافتي سرګرمۍ يعني د ټنګ ټکور محفلونه هم کول پکار دي د ذکر شوي تنظيم مشرانو موقف ؤ چى د دا رنګ پروګرامونو دپاره د ډيرو وسايلو ضرورت وي خو مونږ د خپل وس توفيق مطابق فقط ادبي سرګرمۍ مخ په وړاندى بوتلل غواړو
شهزاده خپلو څو ملګرو سره خپل مرام ته سفر شروع کړو پښتون کلچرل ايسوسي اېشن اسلام اباد نومې تنظيم يې جوړ کړو
ځينې شتمن او باصلاحيته ملګري يې ملګري شول نو دوي اسلام اباد کښې د “رنګونو ماښام”په نوم په اول ځل د پښتو موسيقۍ يوه لويه لړۍ شروع کړه او لا تر دى دمه دوام لري
” د رنګونو ماښام” په نوم دغه لړۍ کښې يې د پښتو موسيقۍ لوى او يادګار پروګرامونه کړي دي خو اوس يې دغه لړۍ کال کښې تر يو پروګرام پورې محدود کړې ده
دې پروګرامونو کښې ډېر علمي تاريخي او معلوماتي تقريرونو کولو او ايوارډونو ورکولو نه پس خوندوره موسيقي هم شامله وي
د شهزاده خوږې خبرې لکه شکرې، دروند شخصيت ورسره د مينې محبت ورورولۍ خوبيو د ده شخصيت نور زړه راښکونکى کوي
د طالب علمۍ دور نه يې سياسي،سماجي او ادبي تربيت شوې دى نو د سټيج په چلولو کښې يې هم په وړوکوالي لاس صفا کړى دي
شهزاده وايي چى ماته د طالب علمۍ دور کښې د باچاخان د جلسې نظامت کولو اعزاز هم حاصل دى
شهزاده سره ژوره مطالعه او فراخه مشاهده ده نو نظامت کولو په وخت اکثر کيسه کيسو ته بوځي
کال 2014 جنورۍ کښې چى د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام اباد چېئرمېن حکيم عبدالرحمان بېتاب وفات شو نو د هغه جنازه کښې د اے وي ټي خېبر مالک کامران راجه شهزاده او ښاغلي اقبال حسېن افکار ته د بېتاب صېب تعزيتي پروګرام کولو ووې،
جنازې او قبر ګټې نه پس سمدستي زه،خورشيد ابن لبيد اقبال حسېن افکار او شهزاده نوښار نه اسلام اباد ته راغلو او د ارواښاد په حقله تعزيتي پروګرام نيغ په نيغه شروع شو
د پروګرام کوربه شهزاده او مونږ درې شريکوال وو
شهزاده د تعزيتي پروګرام پرانسته ډېر په غوره ډول وکړه خو د معمول مطابق يې کيسه کيسو ته بوتله او د نشرياتو ړومبنۍ وقفې پورى لا کوربه شهزاده د ناستو مېلمنو پيژندګلو هم نه وه
کړې ، وقفى نه په واپسۍ يې زر زر زمونږ تعارف اوکړو او افکار صېب ته يې د خبرو بلنه ورکړه
ما محسوس کول چې افکار صېب د ډېرې غصې نه سور او شين کيږي ځان سره به رو شان اوګوڼېدو هم، خو که ګور ګران وى د مړى ناکام وى لائېو پروګرام وو
امکان وو چى درنګ ساعت له ادبي جرنېل خپل جرنيلي موډ کښې راغلې وې، د ځان نه يې مائېکونه تارونه لرې کړې وى او احتجاجن يې د سېټ نه بهر ټوپ کړې وى
خو شکر دى خېر شو بس شهزاده ته يې دومره قدرى ووى چې مونږ څه ووايو؟ ته لګيا اوسه،او دا مونږ دى څله راوستى يو؟

بره ذکر شوې شعر کښې د خوشال بابا جذبو ته ګورئ او شهزاده پرې نيسئ
شهزاده هم په ښکلو ورک مېئن دى او د ښکلو خدمت يې د عبادت په نيت کړې دى نو ظاهره خبره ده چى خدمت او عبادت کښې انسان ته د زړه سکون ترلاسه کيږي
دى سکون ترلاسه کولو په غرض يو ځل داسى هم شوي دي چى کال دوه زره پينځلس کښې د چېئرمين مرحوم عالم زيب خان مشرۍ کښې پاک افغان پيپلز فورم لاندى يو وفد افغانستان ته تلونکى وو،تلو نه وړاندى د شهزاده کور کښې يو اجلاس کښې فيصله وشوه چى څه ملګرى به وفد کښې افغانستان ته لاړ شي او د تنظيم باقى پاتى ملګرى به نېشل پريس کلب اسلام اباد کښې د دورې اهميت په ګوته کولو دپاره يو پريس کانفرنس کوي
دغه وخت تنظيم کښې شامل د اسلام اباد نه “شهزاده او محترم اقبال حسين افکار تلونکو کښې شامل وو او د ښاغلي عبدالمجيد کانجو،ښاغلي ايمل خټک سره ليکونکى سردار يوسفزى ته د پريس کانفرنس ذمه وارۍ وسپارلى شوې
دغه وخت شهزاده خداى بخښلي عالم زيب خان ته ووې چى ماسره به دغه سفر کښې يوه محترمه هم ملګرې وي عالم زېب خان پوښتنه وکړه چى محترمه شاعره ده؟ سندرغاړى ده وکيله که نه خبرياله؟محترمه د شهزاده دويمه کور ودانې وه۔۔
خو دلته خبره د شهزاده د خدمت، عبادت او تسکين وه نو اجازت ونشو او دغه رنګ شهزاده د دى تاريخي سفر نه د احتجاج په توګه انکاري شو او بيا چې افغانستان ته تلو په وخت ماته خداى بخښلي عالم زيب لالا ټيلى فون وکړو چى تاسو سره به پريس کانفرنس کښې شهزاده هم ملګرى وي رابطه ورسره وکړه
نو زما په رابطه شهزاده ووې چى زه په ضروري کار پلارنۍ سيمه ملاکنډ کښې يم خو د جديد الاتو په برکت معلومه شوه چى شهزاده اسلام اباد سيکرټريټ په لوړ عمارت کښې دننه خپل افس کښې ناست وو او داشان د پريس کانفرنس ذمه وارۍ عبدالمجيد کانجو ايمل خټک او ما ترسره کړې

شهزاده په امن ميئن انسان دى
د ده نظم او نثر دواړو کښې تاسو د امن پيغامونه او د امن پرچار لوستې شئ۔
هغه خپلو ليکونو کښې عالمي طاقتونو ته هم بيا بيا د شر نه په ډډه د وسېدو خواست کړې دي او د خپلې يوې شعري مجموعې نوم يې” زمونږ په کلي کښې شر مه جوړوئ”اېښودې دى خو د بده مرغه د پنځوستو کلونو په عمر کښې ورته دوېم واده کولو سره په خپل کور دننه شر جوړ شو
ګني دا شر خو ښاغلي اقبال حسين افکار ته پروت وو چې ورته په وړوکوالي يو نجومي د دوېم واده پيشګويي کړې وه خو د شهزاده قسمت تلوار ګندې وو نو نمبر يې وړلې دى او په لږ عمر کښې،د يو سياسي انقلابي مزاحمتي عمل نه تيريدل لږ عمر کښې د طالب علم په حېث جيلونو ته تلل، لږ عمر کښې د ادب په اسمان ځليدل ،لږ عمر کښې واده کول،د ابادۍ اضافه کښې د خپلې برخې کردار ادا کول يې د ژوند برخه جوړه شوه
ما خبره د شهزاده د دويم واده کوله
په دويم واده د شهزاده کورنۍ د الغاو تلغاو سره مخ شوه
بچو کښې يې مشر او وکيل زوي دانش اکبرخان د مور جوخت وکالت وکړو او د شهزاده نزدې دوستان يې اعتماد کښې واخستل چې خپل پلار ته احتجاج ريکارډ کړي خو شهزاده خوشال شناس دى د خوشال بابا يو يو شعر يې په زړه ليک دى نو بيا څنګه يې دا شعر هېريدې شو چې،

د دانش وکيل، وکالت دلته ځکه هم پاتى راتللو چې کامريډ شهزاده ته اسلام د دا قسمه څلورو شرونو په سر اخستو اجازت ورکړى دى
مشره بهابي هم د احترام وړ ده د شهزاده د سختو ورځو شپو همت ناکه او صبرناکه ملګرې ده خو زما ووټ د کشرې بهابي دی ځکه چې دا محترمه د غم ښادۍ تکړه والي اضافي خوبي لري
زما د داجي په مړينه يې ځان شهزاده سره زما غمژنو بچو له رارسولې وو ورسره يې دا لوى غم ژړلې وو ګني دغه ورځې خو يې د هني مون وى
که چرى تاسو شهزاده سره اسلام اباد کښې ملاقات کول غواړئ نو اول به دا معلوموئ چې شهزاده بونير هاوس کښې دى او که نه ملاکنډ
هاؤس کښې که بونير هاوس کښې وي نو تاسو به يې ملاقات ته ملاکنډ هاوس کښې انتظار کوئ
که يارانو سره ملاقاتونه او بنډارونه وي يا بيا ادبي ناستې ،دا هر څه ملاکنډ هاوس کښې کولې شي
شهزاده بى حسه چاپيرچل کښې د ځانه ناخبره پښتنو مينځ کښې د يو ذمه وار ليکوال په حېث ويښ بېدار اوسيږي او کوشش کوي چې د خپلو نظمونو او سندرو د لارې دوي هوش کښې راولي خو د بى حسۍ او بى هوشۍ خلاف دې مبارزه کښې شهزاده کله کله د مدهوشۍ دنيا ته هم ځي
يو ځل کلابټ صوابۍ کښې د سترې ادبي دستورې مشر ميلمه په حېث د مدهوشۍ دنيا ته تلې وو، مينه وال يې شعرونو اورېدو ته ناست وو خو ده د هوش دنيا ته په سبا له واپسى وکړه
د ډېرى لوړى حوصلې خاوند دى مايوسي او نا اميدي نه
پېژني په مسلسل محنت کلک يقين لري په هر قسم حالاتو کښې د ژوند کولو چل يې
زده دی شهزاده د سرکار د نوکرۍ سره سره په کاروبار کولو هم ښه پوهه دى
پنډۍ اسلام اباد کښې په مقدسو او جغرافيايي نومونو کاروبار کول يې هم په نظر کښې ساتلي وو لکه ، مکه ملک شاپ، مدينه پراپرټي ډيلر مارګله جنرل سټور، پوټهوهار اليکټرانکس او يا داسې نور، نو ځکه خو يې صادق اباد پنډۍ کښې د خوراک څښاک خپل دوکان په پاک افغان ټريډرز” شروع کړى وو
دغه علاقه کښې پاکستانيانو سره سره افغانان هم ګڼ شمېر کښې اباد وو نو پاکستانيان به پاک او افغانان به افغان لفظ ځانته راښکل
” پاک افغان ټريډرز” پېسو ګټلو سره سره د شهزاده او د ده د بچو دپاره لېنګوېج اکېډمي هم ثابته شوه افغانانو نه يې دري او مقامي خلکو نه يې پنجابي او پوټهواري ژبې زده کړې
شهزاده د خوږى پستى لهجى څښتن او نرم خويه انسان دى د ده د جنګ جګړې مې چرته نه دي اورېدلي البته د سترګو د جنګونو يې چشم ديد ګواه يم
شهزاده ډېر روشن فکره او علم دوست انسان دى څلورو زامنو کښې يې په دانش اکبرخان او نويد اکبرخان اعلي تعليمونه حاصل کړي
په نګارعلي خان او جان جان علي خان د اسلام اباد سترو تعليمي ادارو کښې سبقونه وايي خو پته نشته چې دې روشن فکره شهزاده ولې خپلې لوڼه د دې موقعو نه محرومه ساتلي دي
د پښتو ادبى سوسائټۍ اسلام اباد چيئرمين سيد محمود احمد د شهزاده په حقله وايي چې دې په سوچه معنو کښې شاعري څه ته وايي نو هغه د دى سړي شهزاده شاعري ده۔
هغه د شهزاده د تنظيم “پښتون کلچرل اېسوسي اېشن اسلام اباد” ادبي ثقافتي هلو ځلو باره کښې وايي چى د دوي په پروګرامونو خرچه ډېره راځي خو شهزاده ډېر خله ور او ژبه ور فنکار سړى دى، د بل د جېب نه د پېسو اېستو چل ورځي۔چندې ناخلي۔خو د کاروباري خلکو په وسيله دغه ګران کار په مخ بيايي۔
شهزاده د مرورو يارانو پخلا کولو کښې هم ښه مهارت لري
تېرو مياشتو کښې ترې يو نزدې دوست مرور شوې وو نو شهزاده يې ځاې ته ورغلو او په فېس بک لائيو يې د هغه د پلار نيکه قصيدو وئېلو سره د هغوي هاغه تاريخونه را وسپړدل چى مرور يار يې حېران او پرېشان شو ماچى واپسۍ کښې د ده نه د دومره لوى تاريخ باره کښې تپوس وکړو نو د برېتو لاندى مسکى شو وئېل يې يار پخلا شو
ښاغلى عبدالحميد زاهد وايي چى پښتو ادب کښې په سهي معنو کښې د امن دوه شاعران دي يو شاعر امن پير ګوهر او بل د پښتو سندرې شهزاده اکبرسيال دى۔
د پښتو ژبى ناوياته شاعر اديب اکبر سيال د نثري کتابونو اهميت يو طرف ته خو د خوږ او ځانګړي انداز سندرو ليکلو په بدل کښې يې د پښتو سندرى شهزاده خطاب ترلاسه کړى دى۔

4 thoughts on “شهزاده – خاکه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!