ليک : سيما کاکاخېل
دويمه برخه
دغه قامي جذبه، دغه قامي احساس د س ب ب غوندې نورو زنانه ؤ هم لرلو د پېرنګي خلاف د مزاحمت بېرغ ئې اوچت نيولے وۀ ـ دا هاغه دور وۀ چې زنانه ؤ ته به خپل نوم ښکاره کول بد ګڼلے شول خو افرين دې وي په دغه زنانه ؤ چې د پېرنګي خلاف مزاحمت سره سره ئې د خپلې ټولنې د پابنديو خلاف هم مزاحمت کولو او نورو خوئيندو مېندو ته ئې هم دا ډاډ او حوصله ورکوله چې د قام او وطن خدمت وکړي ـ لکه نور جهان بېګم چې غږ پورته کوي او خوئيندې مزاحمت ته تياروي ـ
تۀ زره په خاورو پټه به ترڅو ئې
په جهان کښې ځان ښکاره لکه د نمر کړه
توکل کړه په الله مېدان له ووځه
پېدا ځان کښې د همت بال او وزر کړه(12)
| کله چې د ظالم او مظلوم ترمينځه تصادم راځي نو هلته به مبارزه او مزاحمت ضرور پېدا کېږي ـ |
د مزاحمتي شاعرۍ د تخليق تر ټولو لويه وجه د هاغه وخت سماجي، معاشي او سياسي حالات وي چې شاعر اديب په دې مجبوره شي چې د دې خلاف اواز پورته کړي ـ د خدائي خدمتګار تحريک دور هاغه دور دے چې ټول پښتانۀ د پېرنګي خلاف په يو مرکز راغونډ شوي وو او د انګرېز سره ئې د عدم تعاون چغه پورته کړې وه ـ د دغه وخت مزاحمتي زنانه شاعرانو کښې يو بل طاقتور غږ د الف جان خټکې وۀ چې قام ئې آزادۍ کټلو ته راپاڅولو ـ
آزادي په سوال منت موندلے نۀ شي
چې ښکاره نۀ کړې د خپلو مټو زور(13)
يا دا چې:
د الف جان د زړۀ ارمان دے مکمل آزادي
ورور مې شه ځه د خپلې خور د زړۀ ارمان وګټه(14)
شاعر د قام سترګې وي او چرته چې هم ظلم زياتے کېږي هلته به د ظلم خلاف نعره ضرور وي ولې چې شاعر په ظلم زياتي سترګې نۀ شي پټولې ـ هر کله چې د ظالم او مظلوم ترمينځه تصادم راځي نو هلته به مبارزه او مزاحمت ضرور پېدا کېږي ـ پښتون قام ټول عمر په جنګونو او مزاحمتونو کښې تېر کړے ـ د خپلې آزادۍ او خودمختارۍ دفاع ئې کړې ده ـ د ظلم او د جبر خلاف ئې مزاحمت کړے دے ـ د ظالم او مظلوم په جنګ کښې ئې د مظلوم مرسته کړې ده او څنګه چې ژان پال سارتر (Jean Paul Sartre) وئيلي چې د يو اديب شاعر قلم د هغۀ وسله وي نو پښتنو زنانه شاعرانو هم په دغه وسله جنګ او مزاحمت کړے دے لکه حسينه ګل چې وايي:
پښتون چې هرځاے قتلېدو ما احتجاج کړے دے
ظالم چې هرخواته کېدو ما احتجاج کړے دے(15)
| پښتو ادب کښې مزاحمتي شاعري يواځې ظلم، جبر او پېرنګي استعمار نه د آزادۍ پورې محدود نۀ ده بلکې دې سره سره د سرمايه دارانه نظام او طبقاتي نظام خلاف مزاحمت هم شامل دے |

