An Essay on Dramatic Poesy –  John Dryden

د ډرامايي شاعرۍ په باب يو مضمون

اوله برخه

دا د هغه يادګارو ورځو څخه يوه ورځ وه چې جنګ پکښې تر ټولو لوړې تودوخې ته رسېدلی و. د روانې جګړې د اولنۍ ګرمۍ په موسم کښې زمونږ بحري ځواک د هالېنډ له سمندري طاقت سره مخامخ و. دا هغه ورځ وه چې دوه ستر قوتونه چې د نيمې نړۍ د واک، د ملتونو د سوداګرۍ او د کائناتو د زېرمو د ولقې لپاره سره لاس او ګرېوان وو . دواړه ځواکونه په سمندر يو بل ته مخامخ ولاړ وو. دواړو اړخونو داسې بې‌ سارې بحري بېړۍ لرلې چې د تاريخ هېڅ پېر ئې ورته مثال نه شي وړاندې کولے ‌

دواړه بحري لښکرې لکه دوه ستر نه خوځيدونکي غرونه په منظم قطارونو کښې يو په بل سبقت وړونکي وو او زمونږ وطنپالو د هغه خوش‌نصيب شهزاده تر بصيرت‌ من او قوي قيادت لاندې ورو ورو د دښمن صفونه څېرل. د دواړو خواوو د توپو غږ تر ښاره پورې رسېده‌ . له همدې امله ټول خلک په وېره او اندېښنه کښې راګير وو ځکه پوهېدل چې د دې سترې مقابلې اختتام هماغه شېبه ټاکل کېږي. هر څوک د خپل طبعيت له مخې د توپو غږ پسې روان شول . ښار تش پاتې شو . ځينې پارک ته واوړيدل، ځينې سيند ته کوز شول او ځينې د سيند دواړو غاړو ته خواره شول . ټول د شور په لټه د خاموشۍ په ژورو کښې ډوب وو . هم دغه مهال د تقدير داسې فيصله وه چې يوجينيس، کريتس، ليسيډيس او نيانډر يو ځاے شول. له هغوي نه درې تنه د خپل ذهانت، ادبي مرتبې او ټولنيز وقار له امله په ټول ښار کښې پېژندلے شو. ما هغوي د فرضي نومونو تر پردې لاندې ځکه پټ کړل چې هسې نه زما د بيان له امله د خلکو په نظر کښې د زيان ښکار شي نو ځکه اوس زه د هغوي خبرې د امانت په توګه ستاسو مخې ته ږدم.

هغوي د ليسيډيس د يو خادم له لوري چمتو کړي کشتۍ ته وختل . پل ئې په بېړه واړولو او د اوبو هغه دروند شور ئې تر شا پرېښود چې د ډزو غږونه ئې تر ځان لاندې کړي وو. وروسته ئې د تهېمز په سيند کښې د هغه ګڼو بېړيو تر منځ ځان خلاص کړ، چې د ګرېنويچ لاره ئې نزدې تړلې وه. ملاحانو ته حکم وشو چې ماکو ورو ورو ووهي او هر يو د خپل فکري تجسس د تسکين لپاره ژوره خاموشي غوره کړه.

لا ډېر وخت نه و تېر شوے چې يو مبهم غږ را پورته شو لکه د لرې طوفان ګړز يا د ابابيلو د وزرو هغه شرنګ چې له چمنۍ راوځي. دا د غږ وړې چپې که څه هم تر رسېدو مخکښې تتې شوې خو لا ئې د هغه وړومبي دهشت نخښه له ځانه سره ساتله کوم چې د دواړو بحري لښکرو تر منځ خپور و،  هغوی تر هغې په پوره توجه غوږ ونيو څو چې دا غږ ورو ورو ورک شو.

هم هغه مهال يوجينيس سر پورته کړ او دا ئې د وطن د بريا يو نېک فال وګڼلو. هغه نورو ته مبارکي ورکړه او زياته ئې کړه چې اوس  دا دعا کوئ چې دا شور او غوغا دې بيا زمونږ د ساحلونو له غاړو څوک وا و نه ري . کله چې ټولو په دې خبره اتفاق وکړو نو کريتس چې د تيز عقل څښتن و خو د نازک ذوق له امله د خلکو له خوا په بدخويۍ مشهور و، په نيمه موسکا وئيل: که د دې جګړې ارزښت دومره ستر نه و نو ښائي دا چې هغه به هېڅکله د دې بريا غوښتونکے نه و ځکه هغه ښه پوهېده چې د دې بريا بيعه به د بې‌ شمېره بې‌ وزنه او خرابو شعرونو په لوستلو او اورېدو پرې کېږي.

هغه وئيل: هېڅ لويه پېښه د هغه تلپاتې قافيه‌ سازانو له تقليد څخه نه خلاصيږي چې د جګړې څارنه تر ټپوسانو او ښکارکوونکو مرغانو هم په زيات حرص کوي او تر ټولو بد ئې تر ټولو مخکښې په ښکار ورټوپ وهي . په داسې حال کښې چې د غوره ذوق او لوړ استعداد خاوندان يا خو د حيا له امله خاموش پاتې شي او يا خپل کلام دومره ارزښتناک وګڼي چې تر اوږد انتظار وروسته ئې وړاندې کړي .

ليسيډيس وئيل: «د هغو بې‌ معنا خلکو چې ته ئې يادونه کوې ځينې زه پخپله پېژنم هغوی له وړاندې دواړو حالاتو ته تيار دي چې هم د بريا قصيدې لري او هم که اړتيا پېښه شي نو د نواب د مرګ مرثيې هم وئيلو ته بيخي چمتو وي . اول ئې د مبالغې په ګاڼه د زړورتيا تاج په سر ږدي او بيا ئې په نوحو او مرثيو کښې وژاړي او په آخره کښې دا نتيجه اخلي چې د هغه مېړانه د يو لوړ او بهتر تقدير مستحقه وه.»

ټول د دې خبرې په اورېدو مسکي شول خو کريتس لا زيات توند شو او په ځينو ليکوالانو ئې ځانګړې نيوکې وکړې. هغه وئيل چې عام واکمنانو ته پکار دي چې په وخت په داسې کسانو بنديز ولګوي ځکه د صالحو او ديانتدارو خلکو د امن او سکون لپاره دا ضروري دي چې بد شاعران هم هغسې خاموش کړې شي لکه څنګه چې فتنه‌ انګېز واعظان خاموشه کړې شي.

دا يو داسې ليکوال دی چې د لوستونکي احساسات هېڅ نه خوځوي او په زړه کښې کومه اغېزه او احساس نه لړزوي. لوستونکے هم هغسې په ارام او بې‌تاثيره پاتې کېږي لکه څنګه چې مخکښې و يعنې هيڅ حرکت پکښې نه راځي . په شاعرۍ کښې داسې شاعر هر څه يو شان هواروي . هره کرښه ئې په لسو وړو او کمزوريو ټکو ورو ورو روانه وي. خپلې مصرعې د for to«دپاره چې»،او unto «تر» او نورو بې‌ځايه ډکو ټکو په مرسته تر سره رسوي خو معنا تر نيمې لارې ستړې پاتې شي.

د هغه په شاعرۍ کښې دوه خاميانی وي: اول دا چې فکر پکښې نه وي او دوهم دا چې د څرګندولو قوت نه لري. د هغه په شاعرۍ کښې نه ځيرکتيا شته او نه ئې داسې ښکاري چې وي به. لکه د مارشل هغه شاعر چې وائي

«سِينّا غواړي غريب ښکاره شي او رښتيا هم غريب دے.»

دا ليکوال هم سادګۍ ته ځان محتاج کوي څو د تخيل نشتوالی پټ کړي. کله چې سنجيده شعر ليکي نو د هغه د فکر تر ټولو لوړ پرواز يوازې يو کمزوری تضاد يا ظاهري مخالفت وي. او کله چې طنز ته ورځي نو د يوې نرۍ بې‌ روحه ټوکې پسې منډې وهي . د ټوکې يو سيوری خو هغه هم ترې تښتي او هېڅکله په لاس نه ورځي.

هغه ابابيل چې مونږ ئې دلته د تهېمز سيند په سر وينو د هغه د ځيرکتيا ښه بېلګه او نمونه ده. ګوره چې څومره نزدې له اوبو تېرېږي څو څو ځله داسې ښکاري چې اوبو ته به ورغورځيږي خو ډېر کم ورسره لګې. او که ولګي هم نو يوازې د اوبو سر لمس کړي. يوازې د يو وړوکي مچ د نيولو لپاره د اوبو په سر تېریږي بيا هوا ته پورته شي او اوبه شاته پرېږدي.

“ښه نو ښاغلو ملګرو!” يوجينيس وئيل “تاسو د دغه ليکوالانو په بابله هر څه چې وغواړئ وئيلے شئ که څه هم زه او په ښار کښې يو څو نور کسان به ستاسو خبرې په سکون واوري خو يقين وکړئ چې ډېر خلک به تاسو بد نيت لرونکي وګڼي او خفه به شي . په ځانګړي ډول هغه کس چې تاسو تر ټولو اول ياد کړ. هغه د ښار تر ټولو مشهور شاعر دے . د هغه چاپ آثار دومره اخېستل شوي دي چې که د ښار والاو د کرسمس د مېلې ټولې پايې پرې تاوې کړې شي هم بس به نه وي .

کله چې د هغه نامتو نظم سږکال په اول ځل خپور شو ما خلک وليدل چې د سوداګرۍ د وخت په منځ کښې د صرافانو په بازار کښې په ډېر شوق ئې لوستل. ځينې دومره پکښې ډوب وو چې بلې شوي شمعې مړې شوې خو ولے هغوي بيا هم لوست ته دوام ورکړ او هم دې له امله ئې خپل سودونه له لاسه ورکړل. خو که دا درته ووايم چې هغه د لويو خلکو تر منځ هم منل شوے دے نو څه به ووايئ؟ زه درته ډاډ درکوم چې نن هغه د يو ستر شخص حسد پارولے دے هغه څوک چې د لفظي ټوکو او ژبني چل ول په هنر کښې ځان بې‌ ساری ګڼي او دا نه شي زغملے چې بل څوک دې چې دومره ژور د هغه د قلمرو نه وځي.”

کريتس په ځواب کښې وئيل: “زه يوازې دومره غواړم چې هغه څوک چې د هغه ليکنې خوښوي هم داسې دې پرې مئين پاتې شي او د هغه په ملګري شاعر هم. څوک چې د باويوس په څېر شاعرانو کرکه نه لري، همدا لعنت ورته بس دے.”

ليسيډيس ورزياته کړه: “زما په اند هېڅ داسې سړے نشته چې ښه ليکي او بيا دې دا خوښ کړي چې د هغه ستاينه د داسې خلکو له خوا وشي چې خپله د بد ذوق خاوندان وي ځکه مونږ د هغو خلکو ستاينه هم سپکه ګڼو چې پخپله يې سپکوو.”

کريتس وئيل: “په دې زمانه کښې ښه ليکوالان دومره لږ دي چې انسان ته داسې ښکاري چې هر ډول ستاينه بايد ومنلې شي. خو بيا هم زمونږ د زمانې ليکوال نه د تېر دور تر کچې رسې او نه د لرغونو استادانو تر مرتبې. مونږ کولے شو چې د نن زمانې ليکوالان په لا ډېر حق سره وغندو تر هغه چې پټرونيوس د خپلې زمانې په اړه شکايت کړی و ځکه تاسو اصلي او پخوانۍ شاعري دومره فاسده کړې ده چې فطرت چې د شاعرۍ روح دے ستاسو په هيڅ ليکنه کښې نه ښکاري.”

يوجينيس وئيل:

“که ستا شکايت د دې زمانې د ليکوالانو سره يوازې په دې ولاړ وي چې ته د قدماوو ادب ته بې‌ حده عزت لرې نو په دې باب زه تر بل هر چا زيات ستا هم فکر يم ځکه چې د يونان او روم هغه ستر اهلِ قلم زما په نزد هم د تعظيم او قدر وړ دي خو بيا هم له بل اړخه زه نه شم کولے چې د هغه زمانې په باب چې پکښې ژوند کوم او نه د خپل وطن په اړه دومره سپکاوے وکړم چې دا ووايم مونږ د شاعرۍ په ډېرو فنونو کښې له قدماوو کم يو بلکې زه باور لرم چې مونږ په ډېرو اصنافو کښې ورسره سيال يو او په ځينو کښې تر هغوی هم ور وړاندې تلي يو او زه دا هم هېڅ نامناسبه نه ګڼم چې د خپل عصر د عزت او شهرت دفاع وکړم ځکه چې پخپله قدماوو هم د هغه خلکو په وړاندې همدا ډول غيرت او حمیت ښودلے دے چې تر هغوي مخکښې تېر شوي وو. ته خپله د هورېس دا وينا اورې چې وائي: زه ځکه په قهر کېږم نه چې په کوم اثر نيوکه کېږي ګوندې بې‌خونده يا کمزورې ليکنه وي بلکې زما غصه دا ده چې يوازې د نوي والي له امله پرې عيب لګې او بيا په بل ځاے کښې وائي: که کتابونه د شرابو په څېر د وخت په تېرېدو لا ښه کېږي، نو دا راته ووايا چې کتاب په کوم کال خپل ارزښت تر لاسه کوي؟

نور بيا

One thought on “An Essay on Dramatic Poesy –  John Dryden

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!