Skip to content
پښتو ژباړه : ګل اکبر خان
ناول: بدلون نهم باب دوهمه برخه
چې اونومبيکو مړ شو نو هغه له ئي په باقاعده توګه کفن دفن ور نه کړه . اوکونکو يو بل حکيم سره رابطه وکړه څوک چې په ټوله قبيله کښې د اوګبانے ماشومانو د علاج درملنې د پاره ډير مشهور و . د هغه نوم و اوکاګبوے اويانوا. هغه يو ډير وجيه انسان و . لوړ دنګ و ، ګڼه ږيره ئي لرله خو د ويښته ئي نه و .، د رنګ نه قدرې سپين او سرې سترګې ئي لرلې . د مشورې ورکولو په دوران کښې به هغه مدام غاښونه په شونډو کښې نيول .
هغه د اوکونکو نه د مړ شوي بچي اړوند يو څو پوښتنې وکړې . ګاونډيان او رشته داران کوم چې د سوګ د پاره راغلي وو ، هغوي ټول راغونډ شول .
” دا ماشوم د بازار په کومه ورځ پيدا شوے و ؟؟؟ ” هغه پوښتنه وکړل . “اوے” اوکونکو جواب ورکړو .
“او نن سحر مړ شو؟؟؟”
اوکونکو په هو کښې جواب ورکړه او هم دې سره هغه ته احساس وشو چې هغه د هم د بازار په هغه ورځ مړ شو په کومه ورځ چې پيدا شوے و . ګاونډيانو او رشته دارانو هم هغه اتفاق وليدو او په خپلو منځ کښې ئي ووئيل چې دا خبره څومره معنا خیز ده .
” ته د خپلې ښځې سره کوم ځاے کښې سملې ؟ په خپلې اوبي کښې که د هغې سره په جونګړه کښې ؟؟؟”
“د هغې په جونګړه کښې”
“ښه نو بيا هغه خپلې اوبي ته راوله” هم دی سره حکيم حکم وکړو چې په دې ماشوم دې څوک سوګ و نه کړي . هغه د چيلي د څرمنې جوړه تيلۍ نه يوه تېزه استرا راوايستله او د ماشوم جسم ئي په هغې سره ځاے په ځاے ووهلو او بيا ئي د ګيټو نه ونيولو او د بد روحونو ځنګل ته په راښکو راښکو د ښخولو د پاره يوړو.
په دې سلوک به هغه بيا د راتلو په بابله ضرور سوچ کوي مګر دا که هغه د يو ضدي اوګبانے څخه وي کوم چې بيرته راځي او په بدن ئي دغه د مسخ کيدو نشان هم وي لکه چې يوه کټ شوي ګوته وي يا د استرې د استعمالولو هغه توره کرښه . . چې اونومبيکو مړ شو نو ايګويفي يوه زهرجنه ښځه شوه . د هغې د خاوند د اولې ښځې درې زامن و . ټول په ټول مضبوط او صحت من و . د هغې چې دريم زوې وشو نو اوکونکو هغې لپاره د رسم مطابق يوه چيلۍ حلاله کړه . ايګويفي د هغې د پاره نيکې هيلې په زړه کښې وساتلې خو ولے هغه د خپل چي (قسمت او روحاني نصيب) لامله دومره بد زړه شوي وه چې د نورو په خوشالیو نه خوشاليده. کله چې د نواے مور د خپلو دريو ماشومانو په خوشالۍ کښې د خوړې او ډ موسيقۍ د دعوت اهتمام وکړه نو هم په دغه محفل کښې ايګويفي واحد داسې تن و د چا په مخ چې د غم اغېزې خورې ورې وې . په دوهمې ښځې دا ښه و نه لګيده لکه عموما چې بنې داسې اکثر کوي هغې ته ددې خبرې احساس قدرې نه کيده چې د هغې دا دردمن اغېز د نورو د پاره نه بلکې د هغې په روح کښې خور شوے و . هغې د نورو خوش نصيبي ته خفګان نه کولو بلکې په خپل قسمت ئي وير ژړا کوله . اخر دا چې ايزنما پيدا شوه اګر که هغه کمزوري وه خو د ژوند اراده ئي لرله . په اوله اوله کښې ايګويفي هغې لره د نورو ماشومانو په شان قبوله کړه خو په نازړه . هر کله چي هغه څلورو بيا د پينځو او بيا د شپږو کلونو شوه نو د مور په زړه کښې هغه د اموميت تمنا را بيداره شوه .
دې مينې سره يو ويره هم وه . هغې هم دا پريکړه وکړه چې د خپلې لور د صحت به ښه خيال ساتي نو ځکه ئي هم ځان د هغې د پاره وقف کړے و او ددې صله هغې ته هم هغه وخت به ميلاويده چې کله به ايزنما د کجورو د تازه شرابو پشان د انرژۍ نه ډکه وه . هم په دې لمحو کښې به هغه د خطرې نه بهر وه او بيا ناڅاپه به بيماره شوه . ټولو ته معلومه وه چې دا اوګبانے ده . دا د رنځ دغسې ناڅاپي يرغل د اوګبانے يوه واضحه نخښه وه خو ولے هغه دومره ژوندۍ وه لکه چې د ايساريدو پريکړه ئي کړي وي . د ايګويفي دا ايمان جوړ و چې هغه به بچ شي او دا ايمان و چې هغه لا تراوسه پورې ژوندۍ وه او دا ايمان د هغې هغه وخت ښه پوخ شو کله چې تير کال يو حکيم د هغې آئي وا د زمکې څخه راويستے و .
اوس د ټولو دا يقين جوړ و چې هغه به بچ شي ځکه چې د اوګبانے سره د هغې رشته کټ شوي وه . دې خيال به ايګويفي تسلي ورکوله خو ولے بيا هم د لور د پاره به ډيره پریشانه وه ځکه خو ئي خپله طبيعي ويره نه ختميډه اګر که د هغې يقين و چې د زمکې نه راويستلي آئي وا اصلي وه مګر هغې دا حقيقت هم نه شو نظر انداز کولې چې ځيني ماشومان ځينې وخت نقلي آئي وا راوباسي خو بيا هم د ايزنما آئي وا اصلي و کوم چې يو هوار کوت کاڼے و چې په يوه سخا کپړه کښې ټومبلې شوے و . دا عمل اوکاګبوے کړے و څوک چې ددې عمل د پاره په ټوله قبيله کښې مشهور و .
هغه به د ماشومانو نه د خپلو آئي وا اړوند پوښتنې کولے خو اکثر ماشومان به د دغه پوښتنو نه وړاندې مړ شول . ايزنما چې د درې کالو وه نو په اوله اوله کښې هغې هم د خپل آئي وا اړوند هيڅ معلومات ورکولو کښې هغه سره مرسته نه کوله چې د هغې آئي وا په کوم ځاے کښې ښخه ده . خو چې کله د نهو کلونو شوه نو يوه ورځ چې د سختې بيمارۍ نه په ښه کيدو شوه نو اوکاګبوے ترينه تپوس وکړو چې هغی خپله آئي وا په کوم ځاے کښې ښخه کړې ده ؟ هغې ورته ووئيل چې آئي وا څه شے دے ؟؟؟
ليکنه چليدنه
error: Content is protected !!