رازونه او يادونه

اخری برخه

راز بابا به وئيل چې:

خو د رښتياؤ فصل لا اوس هم نۀ دے زرغون شوے، ځکه چې د عبدالولي خان پوهنتون، مردان، نه د يو سټوډنټ خواهش وۀ چې د “سليم راز شاعرۍ کښې ترقي پسندي” په دې عنوان د اېم فل تحقيقي مقاله وليکي، خو مجبور کړے شو، او اربابِ اختيارو ورله د خپل خوښې موضوع ورکړه ـ

البته اوس، لږې مياشتې مخکښې، د ملاکنډ پوهنتون نه سيد محسن شاه د “د سليم راز د ادبي اثارو تحقيقي او تنقيدي جائزه” په سرخط پي اېچ ډي وکړه ـ

چې کلي کښې به غم يا ښادي وه، يا د کلي نه بهر د راز بابا د ملګرو سره څۀ پېښه وه، نو د هغوي پوره کوشش به دا وۀ چې جنازې له لاړ شي، او که ممکنه نه وه، نو وروستو به د مبارکۍ يا دعا له پاره ضرور ورتللو ـ د ژوند په وروستيو ورځو کښې چې راز بابا بيمار وۀ او د خپل د هلکوانۍ د ملګري اختر ګل (تور پټکي) د مرګ نه چې خبر شو، نو قېصر، وسيم او د کور ښځو سره مانسهرې نه د چارسدې مېرې ګل‌آباد ته لاړو ـ هلته ئې دعا وکړه او بيا کلي ته راغلو ـ دا د داجي د ژوند اخيرينې مړې ژوندې وۀ ـ

کلي ته چې راورسېد، نو زۀ د سړک په غاړه ولاړ وم ـ داجي بيمار وۀ او ګرځېدل ورته ګران وو، نو په ډېر تکليف مو کور ته ورسولو ـ دې نه اندازه وکړئ چې د مړي ژوندي ورته څومره احساس وۀ ـ هم دا وجه وه چې وروستو کور ته ياران، دوستان او خپلوان د تپوس له پاره راتلل، او چې کله هسپتال ته منتقل شو، نو هم دا حال وۀ ـ هر چا ورله مينه ورکړه ـ د خپل دوست ارواښاد جهانزېب نياز زوي کاظم نياز صېب ئې د علاج معالجې په معامله کښې هر څۀ وکړل ـ

   چې کله وفات شو، نو د کرونا وبا د يرې باوجود، ګڼ شمېر خلق د شپې په تياره کښې جنازې ته راغلل ـ او چې چا جنازه ونۀ کړه نو وروستو تعزيت له حاضر شول ـ خو بيا هم ډېر داسې وو چې د اوږدې مودې د ادبي تعلق او دوستۍ باوجود، نه جنازې ته راغلل، نه دعا له، او نه ئې په بله څۀ لاره د خپل خفګان او تعزيت پيغام ورکړو ـ

   په سندھ، پنجاب، بلوچستان او افغانستان کښې ئې ډېر ادبي او سياسي ملګري لرل، خو د مرګ پر وخت د انجمن ترقي‌پسند مصنفين او د لېفټ د څو سياسي ملګرو نه علاوه، چا د تعزيت له پاره رابطه هم ونۀ کړه ،راتلل خو لويه خبره وه ـ خاص کر د جنوبي پښتونخوا او د افغانستان هغه پښتانۀ ليکوال، چې راز بابا ورسره نزدې تعلق لرلو، نه دعا له راغلل او نه ئې د موبائل له لارې تعزيت وکړو ـ

   د “ساهو ليکونکو مرکې” له باني غړو څخه وۀ ـ سېکرټري جنرل ئې هم پاتې شوې وۀ ـ د عالمي پښتو کانفرنس باني چيئرمين وۀ، او چې کله عالمي پښتو کانفرنس “عالمي پښتو جرګه” شوه، نو د هغې د مشرۍ پګړۍ هم ور په سر وه ـ د انجمن ترقي‌پسند مصنفين سره ئې د مرکزي سېکرټري جنرل نه تر مرکزي صدر پورې داسې تعلق وساتلو چې په مرګ ترې جدا شو ـ هغه واحد او وړومبې پښتون اديب وۀ چې د انجمن ترقي‌پسند مصنفين د مرکزي صدر په عهده پاتې شوې دے ـ

   خو د فکر خبره دا ده چې د دومره ادبي، صحافتي او سياسي تنظيمونو او ډلو سره د تعلق، او د بې‌شمېره شاګردانو باوجود، د مرګ نه وروستو ئې چا هم يو تلين ونۀ نمانځو ـ څلور کاله تېر شوي دي او پينځم شروع دے، خو د خپلو بچو نه علاوه، ئې چا هم د تلين په ورځ څۀ غونډه جوړ نه کړه ـ

کېدې شي دا ځکه وي چې وئيلي ئې وو:

نو ملګرو، شاګردانو او مينه‌ والو ترې ممکن ده دا مطلب اخستې وي، چې له خوبونو سره سره ئې يادونه هم دفن کړي ـ ځکه خو د تلين د نمانځلو نه هر سړي ځان په ډډه کړې دې ـ په ژوند کښې راز هر چاته نزدې وۀ، خو په مرګ د يو څو کسانو نه علاوه، راز د هر چا نه لرې شو ـ

One thought on “رازونه او يادونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!