د پاکستان او سعودی عرب دفاعي معاهده

مغربي دنيا او خصوصاً د یورپ چې له کورني جنګونو نه راوتو  په علمي او صنعتی بنيادونو یې مخکښې تګ شورو کړو نو نړي یې د کالونيل دور سره اشنا کړه. یعنې مغربي طاقتونو ټوله نړۍ په خپلو وړو کالونو کښې تقسيم کړه. ورپسې د سوشلسټ انقلاب په بنياد نړۍ بايي پولر شوه، يعنې د طاقت مرکزونه دوه شول. د سوویت یونین لۀ ماتېدو ورستو نړۍ يوني پولر شوه چې د طاقت مرکز او واک یې د امريکې په لاس کښې و. ولې لۀ دوه زره لس (۲۰۱۰) ورستو  د نړۍ مختلف ملکونه چې په کښې په خاصه توګه چين  هندوستان او روس شامل دي په مختلفو حوالو مخ په وړاندې لاړ، چې ورسره د نړۍ د طاقت بنيادونه وړقيدل. دا ځل نړۍ د ملټي پولر يا د طاقت ګڼو مرکزونو پله روانه ده. د دغې واضح اعلان د ډونلډ ټرمپ د وړومبي اقتدار د سوګند پورته کولو د دستورې د وينا نه برېښې، چې ویې وئیل “لۀ هر څه وړاندې امريکه”. دا په واضحه توګه د نړۍ مختلفو پولونو ته د تلو اشاره وه. هم دغسې ډونلډ ټرمپ په دویم ځل په اقتدار کې راتلو سره دا هم ووئیل چې امريکه په يواځې سر د نړۍ د ملکونو دفاع نۀ شي کولے، نورو ملکونو له هم په کښې خپله برخه اچول دي. دې سره یې په نړۍ کې په  خپلو فوځي اخراجاتو کښې کمے راوستل شروع کړل چې خصوصاً پکښې خلیجي هېوادونه خصوصاً سعودی عرب شامل دي. دا عمل دوه واضحه اشارې راکوي يو دا چې امريکایي معیشیت په خپله د بحران ښکار دے، بل د چين د نوي قوت جوړيدو لارې ته خنډ اچول دي. په داسې حال کښې امريکه دغه اضافي بوج نۀ شي وچاودلې.

دلته سوال دا هم دے چې د سعودی عرب د سیکیورټي په ذمه دارۍ تر سره کولو کښې خو د امريکې تاوان نۀ و نو ولې یې په کښې دلچسپی کمه شوه ځکه چې د سېکیورټي په بدل کښې په پرېمانه مقدار کښې د تيلو واک د امريکې سره و. ولې شیل او نور کمپنو د تيلو په پيداوار کښې تر کافی حده امریکا خود کفيل کړې ده. دغسې په مزه مزه د توانائې نورې اسانې موثرې او فائده مندې ذريعې هم پيدا کیږې نو په داسې صورتحال کښې امريکه د خليجي ملکونو بیا خصوصاً د سعودي عرب د سېکیورټي اضافي بوج ولې اوچت کړي؟ سعودی عرب چې د ايران او بیا خصوصاً د يمن د حوثي یاغیانو د خطر سره مخ دے د سيکیورټي سخت ضرورت لری. د دغې لپاره چې يې په چاپيریال نظر واچوو نو زړۀ يې په پاکستان اوبۀ وڅښلې او د هغۀ سره یې د دفاع په لړ کښې معاهده لاس ليک کړه.

په ملټي پولر نړۍ کښې د پول جوړېدو درې بنيادي توکی په نظر کښې ساتلے شي چې په کښې اقتصاد، دفاع او ثقافت شامل دي، په دې کښې وړومبي دوه زیات اهم دي. ځکه يو ملک په يو وخت د مختلف پول ممبر جوړيدے شي. ښکاره مثال یې د سعودي عرب دے. سعودی په دې پوهه دے چې په راتلونکو وختونو کښې د توانایۍ انحصار په تېلو کميدونکے دے‌. د هغې لپاره هغه ویژن (۲۰۳۰) منصوبه لري. سعودی عرب خو دا وخت په مذهبی او ثقافتي حواله ځان د اسلامي نړۍ مشر ګڼي ولې په راتلونکو وختونو کښې ځان په اقتصادي حواله هم مضبوطول غواړي. ځکه یې په دغه منصوبه په تيزۍ سره کار روان دے. چې په دغه ضمن کښې یې نور ملکونو هم شراکت دار دي. خصوصاً دا وخت د هندوستان  سره کلکې تجارتي اړيکې لري او دوه طرفه تجارتی حجم یې د څلوېښت (۴۰) او پنځه څلوېښت (۴۵) ارب ډالر تر منځ دے. ولې د  يمن د حوثی یاغیانو لۀ لوري د يو مستقل خطر سره هم مخ دے. سعودي د دغې تور په ایران اچوی او لۀ دې سره یې د تېلو په قیمت او خرڅ او تر څۀ حده په سني او شيعه حواله د ايران سره مسئلې هم موجود دي. لۀ دې نه د تحفظ په خاطر کۀ یې تر اوسه انحصار په امريکه و ولې اوس یې دغه اعتماد په پاکستان ظاهر کړو. د دې معاهدې په شا سعودي هم امريکې ته دا ښودل غواړي چې ستا نه پرته زۀ خپل تحفظ لپاره نورې معاهدې هم کولے شم. په دغه لړ کښې یې خبرې اترې د چين او روس سره هم روانې دي.

پاکستان کۀ يو خوا د دې معاهدې په ذریعه په نړۍ کښې او بیا خصوصاً په اسلامی نړۍ کښې خپل اهميت ښکاره کول غواړي، نو ورسره خپل ګړبیدونکے معیشیت ته سهاره هم لټوي. ځکه د دې معاهدې په ترڅ کښې ممکن ده چې سعودي د پاکستان بانکونو ته د ډالر ورکړي، په ارزان نرخ او قرض د تيلو په ورکولو سره  تر څۀ حده د پاکستان معیشیت راپورته کړي. ولې د دې معاهدې اثر په نورو هيوادونو او بیا خصوصاً په هند او ایران څنګه پريوزې‌. دا يو بل باب پرانیزي. يو خو دا چې دا وخت اسرائیل چې د هند دفاعي او تجارتي شراکت دار دے. د حماس د سر کوبۍ لپاره کله په يو کله په بل ملک بریدونه کوي. سعودی چې په ظاهره د اسرائیل مخالف دے ولې پس پرده یې صورتحال دغسې نۀ دے. په لنډ وخت کښې د اسرائیل او پاکستان په ميډيا يو بل ته سخت ګواښونه شوي. هر څو کۀ دا وخت د ميډيا د بیان بازۍ پورې محدود ده خو په يو شکل کښې یوه خطره موجود ده. د دې معاهدې تر مخه چې په کښې وئیلے شوي دي چې په يو ملک حمله به په دواړو ملکونو حمله تصور کېږی د سعودي عرب پوزیشن به څۀ وی.. بل طرف ته پاکستان هم په بلوچ او پښتون بلټ کښې د شخړې ذمه واري په هند اچوي ولې چې دا هند د ايران په لار کوي. لږې ورځې وړاندې هند او پاکستان په يو بل ډزې هم کړې دي. کۀ بیا داسې صورتحال جوړېږي نو سعودی چې هند سره مضبوطې تجارتي اړيکې لري، به په کوم طرف ودرېږي؟ په تجارت او دفاع کښې به د يو قرباني ورکوي او کۀ درېيم ګړے کېږی نو اعتماد به له منځه ځي. د حوثي یاغیانو خلاف کۀ پاکستان څۀ انټېلېجنس شيیرنګ کوي نو پاکستان د ايران سره په سرحد د تاو تريخوالي جوګه دے چې په درې سرحدونو ځان ته حالات خراب کړي؟ يا  پاکستان د دې جوګه دے چې کۀ چرې د حوثي یاغیانو مرسته ايران کوي هغه لۀ دې منع کړي؟ دا هغه سوالونه دي چې د دې معاهدې په ارزښت راپورته کېږي چې راتلونکے صورتحال به یې غوره جوابونه ورکولے شي. خو داسې ښکاري چې پاکستان د معاشی ستونزو نه د را وتلو دپاره د سعودي عرب د سېکیورټي ذمه په خپل سر واخلي خو دا يوه واضحه اشاره ده چې نړۍ د يوني پولر حیثیت نه ملټي پولر شکل ته روانه ده چې دا یې وړومبي اثار ښکاری

One thought on “د پاکستان او سعودی عرب دفاعي معاهده

  1. د ليکوال د پوره ټيم او خصوصاً د ګران مشر نورالبشر نويد صېب نړۍ مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!