نن سبا په ټول ملک کښې د نوو صوبو بحث شروع شوې دے ـ څوک وائي چې د نوو صوبو جوړول هېڅ ضرورت نۀ لري او دا بحث هسې د وخت ضیاع ده؛ بلخوا څوک بیا د نوو صوبو په حق کښې دي ـ د نوو صوبو په حواله بلوچستان ــــ چې د رقبې په لحاظ د ملک ټولو نه لويه صوبه ده او نن سبا د بد امنۍ له امله له ډېرو ستونزو سره مخ ده—بالکل خاموشه ده ـ نۀ د هغې دننه داسې عوامي او سياسي تحريکونه راپورته شوي دي چې د صوبې وېش وغواړي، او نۀ څۀ داسې غوښتنه شته؛ بلکې د دې صوبې نورې داسې مهمې ستونزې دي چې د صوبې د تقسیم نه ډېر زیات اهمیت لري ـ بلخوا پنجاب ـــــ چې د ابادۍ په لحاظ د ملک ټولو نه غټه صوبه ده هم بالکل خاموشه ده؛ د نوو صوبو په معامله کښې عوامي دلچسپي د نشت برابر ده او سياسي مشران ئې هم د خپلې صوبې د تقسیم په حواله غلي دي ـ خو عجيبه دا ده چې د دې صوبې ځينو سياسي خلقو د نورو صوبو د تقسیم په حواله مېدان ګرم کړے دے ـ پکار خو دا وه چې د ټولو وړاندې د پنجاب د تقسیم غږ پورته شوې وې، ځکه چې انتظامي او هم لساني حوالې سره ضرورت لري ـ د جنوبي پنجاب اکثر سیمې پسمانده دي او د نوې صوبې په جوړېدو سره د هغوي ستونزې حل کېدے شي؛ د دې تر څنګ هلته د سرائيکي ژبې د ويونکو لوې شمیر اباد دے، نو لساني حوالې سره به هم دا یو په ځائے او ښه قدم وي ـ
خو د بدمرغه دې ملک کښې څوک هم د عوامو د رښتینو خواهشاتو مطابق سم ګام نه پورته کوي، بلکې داسې لارې چارې لټوي چې ملک نور هم له انتشار او ګډوډۍ سره مخ کړي ـ د سند د تقسیم خبرې کېږي او دې مقصد د پاره ئې د اردو ژبې ويونکو په اوږو ټوپک اېښے دے؛ دا غواړي چې د سند تاریخي ښارونه لکه کراچۍ او حیدرآباد جدا کړي او يوه نوې صوبه ترې جوړه کړي ـ خو په دې لاره کښې د ټولو غټ خنډ د سند د عوامو او سياسي ګوندونو د يووالي جذبه او مثالي اتفاق دے ـ د سند ټول قام پرست او مذهبي ګوندونه، په دې معامله کښې پيپلز پارټۍ سره یو دي او د صوبې د تقسیم سخت مخالفت کوي ـ په دې منځ کښې یوازې ایم کیو ایم (MQM) د جدا صوبې غوښتنه کوي؛ تر دې چې د مسلم ليګ او تحريک انصاف سره تعلق لرونکي او سیاسي مشران او عام خلق هم د سند تقسیم نۀ غواړي ـ او هم په دې وجه هر چاته څرګنده ده چې د سند تقسیمول یو ناممکن کار دے ـ خو په دې ملک کښې يوه صوبه داسې هم ده چې همېشه پرې د پردو په اشارو چلېدونکي او د نورو مرضي منونکي خلق مسلط کړې شوي دي ـ دا ډول خلق مقتدرو قوتونو د دې د پاره مخې ته راوستي وي چې د صوبې له مسئلو خبر، د خپلو وسائلو غوښتونکي او د حقوقو ډاډمن سياستوال د پارليمان نه بهر وساتي او په پارلېمان کښې ناست واکمن ګوډاګیان د مهرو په توګه وکاروي ـ نن سبا هم دا مهرې او ګوډاګیان د صوبې د وېش او تقسیم لپاره استعمالېږي ـ
بدقسمتي دا ده چې د تحريک انصاف سره تعلق لرونکي د صوبائي اسمبلۍ غړي ـــــ چې اکثريت ئې پښتانۀ دي ـ د خپلو پښتنو د خاورې د تقسیم خلاف ګونګیان شوي دي، بلکې د داسې خلقو ملګري او مرستيالان جوړ شوي دي چې په لساني بنياد د پښتون قام سره ژور تعصب لري او د “هزارې” په نوم د نوې صوبې غوښتنه کوي ـ خو دا غوښتنه یوازې او یوازې د “پښتونخوا” د نوم نه د کرکې او نفرت په وجه ده ـ نۀ خو هزارې وال يو جدا قوم دے او نۀ په هزاره کښې يو ځانګړې قوم اوسیږي، بلکې د هزارې ډويژن اکثريت اوسېدونکي هم پښتانۀ دي ـ خو بدقسمتي دا ده چې د هزارې ډويژن د ډېرو پښتنو نه خپله ژبه او ثقافت هېر شوې دے ـ هندکو او ګوجري ويونکو سره د ګډ ژوند او د ډېرې مودې راسې د مسلم ليګ سره د سياسي تړون له امله، د خپلو اسلافو او مورنۍ ژبې سره د هغوی مینه او تعلق کمزورې شوې دے ـ کۀ څۀ هم د تورغر او بټګرام خلق اوس هم د خپلې ژبې او قومیت په بنیاد د صوبې د تقسیم خلاف په مېدان کښې ولاړ دي او په هېڅ صورت د پښتونخوا تقسیم نۀ مني ـ د پښتون قام دا بدقسمتي د پرون یا نن نۀ ده؛ د تاريخ پاڼې ښائي چې د زرګونو کلونو تاريخ لرلو سره سره، دا قام نه په خپلو کښې متحد شوې دے او نۀ ئې په بېلابېلو دورونو کښې حکمرانانو د خپلې ژبې د پرمختګ لپاره هڅه کړې ده ـ ډېر لرې به نه ځو، د برصغير او افغانستان څومره پښتانۀ حکمرانان چې تېر شوي دي، د یو د دربار ژبه هم پښتو نۀ وه؛ تر دې چې د احمد شاه بابا د دربار ژبه هم فارسي وه، حال دا چې هغه په خپله د پښتو ژبې یو ښۀ شاعر هم وۀ ـ
پښتنو نه په خپله ژبه ننګ کړے او نۀ ئې د صوبې د نوم په بدلولو کښې د پام وړ اجتماعي دلچسپي ښودلې ده، بلکې دا موضوع ئې یوازې د یو مخصوص سياسي ګوند نعرې او بیانیه ګڼلې ده ـ د دوي په مقابله کښې، د سند خلقو او سياسي ګوندونو د خپلو حقوقو او ژبې په دفاع کښې بې مثله اتفاق او یووالې ښودلې دے ـ کله چې په ۱۹۷۳ کښې آئين منظور شو او صوبو ته دا اختيار ورکړې شو چې د خپلې صوبې تعليمي او دفتري ژبه وټاکي، نو سنديانو خپله مینه او ننګ ثابت کړو او سندي ژبه ئې دفتري او تعليمي ژبه کړه ـ په خېبر پښتونخوا (د هغه وخت صوبه سرحد) کښې کۀ څۀ هم د نېپ او جميعت مخلوط حکومت وۀ او په حکومت کښې اکثريت پښتو ژبه ويوونکي وو، خو معلومه څۀ شوه چې د هغوی څه مجبورۍ وې چې د خان عبدالولي خان په شان زيرک او لوې سياستوال هم د مصلحت ښکار شو او د پښتو په ځائے ئې اردو د صوبې دفتري او تعليمي ژبه کړه ـ شاید هغوي غوښتل د ملک واکدارانو او د پنجاب خلقو ته ثابته کړي چې د دې ملک سره د هغوی په وفادارۍ شکونه ختم کړي او باوري کړي چې هغوي هم د دې ملک یوه برخه ده، یا شاید بله څه وجه وه ـ خو دا یوه داسې پرېکړه وه چې تر اوسه پورې پښتنو ته بېرته د پښتو د رسمي کولو داسې نادره موقع په لاس ورنغله ـ په هغه وخت کښې هم خلق حېران وو او نن سبا هم ډېر لوستي د نېپ د مشرانو په دې اقدام تنقيد کوي ـ د ۱۹۷۳ کال د ورځپاڼې “شهباز” دا قطعه د دغه حالت يو روښانه او رښتینې انځور وړاندې کوي:
خپلې ژبې باندې ننګ وکړو سنديانو په رښتیا چې سند وطن د مېړنو دے پښتو ژبه هغه شان ده بې وطنه په وطن کۀ حکومت د پښتنو دے (سليم راز)
خو د دې هر څۀ باوجود، تر اوسه باچا خان او ولي خان په دې ملک کښې “غداران” بللې کېږي؛ او اوس د هري سنګھ، مان سنګھ او جېمز اېبټ په نومونو د اباد شوو ښارونو اوسېدونکي هم پښتنو ته د پیغورونو ګوته نیسي. هغوي ته د “پښتونخوا” د نوم نه د تعصب بوي راځي، خو د هري پور، مانسهره او ایبټ آباد نومونه ورته ښکلي او منلي ښکاري! د پښتونخوا نوم پرې دومره بد لګي چې د هزارې په نوم د جدا صوبې د جوړولو مطالبې کوي ـ دا ډول ناخوالې او غوښتنې به نۀ وې، کۀ پښتانۀ خپلو کښې متحد وې، په قامي مسلو کښې ئې خپل باهمي سياسي اختلافات يو خوا ته ایښي وو او د سند د عوامو په شان ئې کلک یووالې لرلې ـ خو المیه دا ده چې په دې صوبه کښې ژبه، قوم او ټولې قامي ستونزې یوازې د قام پرستو او په خاصه توګه د عوامي نېشنل ګوند (ANP) سره تړلې کېږي ـ هم دا وجه ده چې په دې ملک کښې به پښتانۀ نۀ خپل حقوق ترلاسه کړي، نۀ به ئې په خاوره کښې امن راشي او نۀ به ترې د غدارۍ دا بې ځایه لفظ لرې شي ـ واکمنو قوتونو په دې خاوره داسې خلق مسلط کړي دي چې په صوبائي اسمبلۍ کښې د خپلې خاورې د تقسیم خلاف چوپه خلۀ دي، او د بل لوري یو څو تنګ نظره خلق راپاڅېږي، د نسل پرستۍ پیغورونه ورکوي او په څرګنده وائي چې د “پښتونخوا” نه نفرت لري او د په دوو درې ضلعو ځان ته جدا صوبه غواړي ـ له بده مرغه د تحريک انصاف پښتانۀ ممبران په دې سازش خاموش دي او د خپل وطن د وېش په پلان کښې یو قسم له شريک دي ـ
سنديان پرون هم مېړني وو او نن هم په خپل ننګ او غېرت کلک ولاړ دي ـ کۀ څۀ هم هلته د اردو ژبې ويونکو شمېر پښتونخوا کښې د هندکو او ګوجري ویونکو ډېر زیات دے، خو څرنګ چې د سند ټول خلق او سیاسي ګوندونه د خپلو حقونو د پاره په خپل موقف راټول دي، د چا دا جرات نشته چې سند ووېشي ـ په سند کښې پيپلز پارټۍ سره ټول قام پرست او جي ډي اې (GDA) په يو پلېټ فارم دي ـ خو دلته په پښتونخوا کښې قیصه بدله ده؛ کۀ د صوبې د نوم خبره وي، کۀ د کالا باغ بند مسئله وي او یا د وسائلو د ملکیت؛ دا ټولې ملي موضوع او ستونزې یوازې د عوامي نېشنل ګوند مسئلې ګڼلې کېږي ـ د دې سیمې نور ګوندونه د عوامي نېشنل ګوند د مخالفت په وجه، د صوبې په وېش او قامي موضوعاتو کښې برعکس او بیل موقف لري ـ هغوي دومره بې حسه او بې ضميره شوي دي چې خپل کور او زمکه خرابوي او د وطن د تقسیم په سازش خاموشه دي ـ حقیقت دا دے چې نن دا ټول، او په ځانګړې توګه تحريک انصاف، د نورو په اشارو دا هر څۀ کوي ـ ارواښاد سلیم راز بابا څۀ ښۀ وئیلي وو چې:
بې شعوره، بې پښتو دي هم بې زړۀ دي رازه! چا وئيل چې دلته پښتانۀ دي! عجيبه ده سر بلنده نن هغه دي چې سرونه ئې د وخت پښو کښې پراتۀ دي