دوهم باب
د «ادراکي امکاناتو شعريات» نوم، مفهوم او تعريف
۲.۱ ـ د نظريې نوم:
د دې نوې ادبي او تنقيدي نظريې د پاره مونږ د
ادراکي امکاناتو شعريات
اصطلاح غوره کړې ده چې انګريزۍ کښې ورته
Poetics of Cognitive Affordance
وئيلے شي .
دا نوم د دوو بنيادي مفهومي سرچينو سره تړون لري يو Cognitive Poetics او بل Literary theory of Affordance. خو د دې نظريې مقصد دلته يوازې د دغه دوو مفاهيمو يو ځاے کول نه دي بلکې هڅه دا ده چې د ادبي متن، لوستونکي ذهن او معنا د جوړېدو ترمنځه د تعلق د پاره يو منظم او خپلواک نظرياتي چوکاټ جوړ شي.
۲.۲ ـ «ادراکي» څه معنا لري؟
په دې نظريه کښې «ادراکي» د انسان د ذهن هغو فعاليتونو ته اشاره کوي چې د يو ادبي اثر د لوستلو، ليدلو، اورېدلو او تفسيرولو په وخت فعالېږي.
په دې فعاليتونو کښې شامل توجه،حافظه،تصور،احساس، اټکل، ذهني سکيماوې، معنوي نېټ ورک، پخوانۍ تجربه، فرهنګي پوهه، انتخاب او تفسير وغيره شامل دي .
کله چې يو لوستونکے يو ادبي اثر لولي هغه يوازې الفاظ نه اخلي بلکې د هغه لفظونو د لارې په خپل ذهن کښې تصويرونه، احساسات، خاطرې، مفاهيم او معنوي تعلق هم فعالوي. د مثال په طور که په يو ادبي متن کښې د «مور» کلمه راشي نو لوستونکي يوازې د دې کلمې لغوي معنا نه درک کوي بلکې د خپلې تجربې، حافظې او فرهنګي تصور د مخه ورسره تړلي ګڼ شمېر احساسات او ذهني تصويرونه هم فعالولے شي.
هم ددې وجې نه زمونږ په نظريه کښې «ادراکي» د متن او ذهن ترمنځ د فعالې رابطې مفهوم دے.
۲.۳ ـ دلته «امکانات» څه معنا لري؟
د دې نظريې تر ټولو اهم مفهوم «امکانات» دے. مونږ په دې نظريه کښې ادبي متن د داسې صندوق په توګه نه ګڼو چې اديب او شاعر پکښې يو خاص معنا اچولې وي او لوستونکي ئې وروسته د لوست په مهال راوباسي. بلکې زمونږ نظر دا دے چې ادبي متن د معنا د جوړېدو امکانات وړاندې کوي. يوه ادبي نخښه ممکن د معنا څو لارې پرانيزي مثلاً «چينه» په يو متن کښې يوازې اوبه نه وي بلکې د متن له سياق سره سم د ژوند،دوام، حافظې، حرکت،پاکوالي،اميد او نورو مفاهيمو امکان هم وړاندې کولے شي. خو دا ټولې معنې په يو وخت او په مساوي قوت نه فعالېږي. د متن سياق، جوړښت او د لوستونکي ادراکي افق ټاکي چې کوم امکان به برجسته شي. نو متن امکان وړاندې کوي او ادراک ئې فعالوي.
۲.۴ ـ دلته «شعريات» څه معنا لري؟
مونږ د دې نظريې د پاره د «شعريات» (Poetics) اصطلاح ځکه کاروو چې زمونږ هدف يوازې د ادبي اثارو ارزونه نه ده بلکې د ادبي اثر د کار کولو طريقه هم مطالعه کول دي يعنې مونږ دا پوښتنې راپورته کوو چې
متن څنګه د لوستونکي توجه راجلبوي؟
کومې نخښې ادراکي محرک ګرځي؟
متن څنګه د معنا امکانات جوړوي؟
استعاره څنګه يوه ذهني نېټ ورک فعالوي؟
علامت څنګه څو معنايي لارې پرانيزي؟
لوستونکي ولے يوه معنا غوره کوي؟
متن څنګه د لوستونکي پخواني تصور سره ټکر کوي؟
ادبي اثر څنګه د لوستونکو په ذهني نقشه کښې بدلون راوستلے شي؟
نو «شعريات» دلته د ادبي اثر د جوړېدو، فعالېدو او معنا جوړونې د نظام معنا لري.
۲.۵ ـ د «ادراکي امکاناتو شعريات» جامع تعريف:
د پورته درې واړو مفاهيمو له تشريح وروسته اوس کولے شو د خپلې نظريې رسمي تعريف داسې وړاندې کړو:
ادراکي امکاناتو شعريات (Poetics of Cognitive Affordance ) هغه ادبي نظرياتي چوکاټ دے چې ادبي او هنري متن د يوې ثابتې او تړلې معنا د زېرمتن په ځاے د ادراکي، تخيلي، احساساتي، معنايي او تفسيري امکاناتو د يو نظام په طور مطالعه کوي. دا امکانات د متن د ژبني، جوړښتي، تصويري، علامتي او سياقي خصوصياتو د لارې رامنځته کېږي او لوستونکی ئې د خپلې تجربې، حافظې، فرهنګي پوهې، ادراکي افق، ذهني سکيما او معنايي نېټ ورک له مخې فعالوي. په دې توګه معنا نه يوازې په متن کښې له مخکښې نه نه واضحه موجوده وي او نه يوازې د لوستونکي شخصي اختراع وي بلکې د متن او لوستونکي د متقابل ادراکي تعامل په نتيجه کښې رامنځته کېږي.
۲.۶ ـ د نظريې ساده تعريف:
د پورته علمي تعريف ساده بڼه داسې ده چې د ادراکي امکاناتو شعريات دا مطالعه کوي چې يو ادبي اثر لوستونکي ته د څه فکر کولو، څه تصور کولو، څه احساسولو او څه رنګه معنا جوړولو امکانات وړاندې کوي. يعنې زمونږ اصلي پوښتنه دا نه ده چې «متن څه وائي؟» بلکې ورسره دا پوښتنه هم کوو چې «متن لوستونکي ته د څه درک کولو امکان ورکوي؟»
۲.۷ ـ د نظريې بنيادي دعوه:
د دې نظريې مرکزي دعوه په لاندې جمله کښې راټولېدې شي:
ادبي متن معنا نه باروي بلکې د معنا د جوړېدو ادراکي امکانات وړاندې کوي. لوستونکي د خپل ادراکي افق، تجربې، حافظې او ذهني نېټ ورک له مخې دغه امکانات فعالوي او د متن او ذهن په تعامل کښې معنا رامنځته کېږي. په دې دعوه کښې درې اساسي عناصر دي
(1) متن چې د معنا امکانات وړاندې کوي.
(2) لوستونکي څوک چې دغه امکانات فعالوي او انتخابوي.
(3) تعامل د څه نه چې معنا رامنځته کېږي.
نو د نظريې وړومبے ماډل داسې وړاندې کولې شي چې
متن ادراکي امکانات وړاندي کوي او په ردعمل کښې لوستونکي ادراکي فعاليت په نتيجه کښې معنا جوړوي.
۲.۸ ـ لوستونکي مطلق آزاد نه دي:
د دې نظريې يو اهم علمي اصل دا دے چې لوستونکي د معنا په جوړولو کښې فعال وي خو مطلق آزاد نه وي يعنې لوستونکي نشي کولے چې د متن له هرې نخښې نه هره معنا چې وغواړي جوړه کړي ځکه چې متن خپل ژبنی جوړښت، سياق، علامتي نظام، روايتي اشارې او داخلي روابط لري نو هم دغه وجه ده چې متن د معنا امکانات پرانيزي خو د معنا حدود هم ټاکي.
.
۲.۹ ـ د نظريې لنډه فلسفه:
د دې نظريې ټول بحث په يوه جمله کښې داسې راټولېدے شي چې متن د معنا اختتام نه دے بلکې د معنا د امکاناتو آغاز دے او د نظريې عملي فورمولا دا ده چې متن امکانات وړاندې کوي، ذهن ئې فعالوي او په نتيجه کښې تعامل معنا پيدا کوي.
۲.۱۰ ـ د دې نظريې اساسي پوښتنه:
په آخره کښې د دې برخې مرکزي پوښتنه داسې وړاندې کولے شي چې کله يو انسان يو ادبي اثر لولي ايا هغه يوازې د اديب له خوا ورکړې شوې معنا اخلي که متن د هغه ذهن ته د معنا د جوړولو يو شمېر امکانات هم وړاندې کوي؟
ادراکي امکاناتو شعريات دوهم نظر غوره کوي يعنې متن امکان وړاندې کوي، ذهن فعالېت تر سره کوي، تجربه ورله رنګ ورکوي او ددې په تعامل کښې معنا جوړيږي. خو چې کله معنا د لوستونکي د مخکښې تصور سره ټکر ووهي نو د هغه ذهني مزاحمت په نتيجه کښې د سره بياکتنه کيږي او دغه بياکتنه د ادراکي بياجوړونه کوي. همدا هغه بنياد دے چې زمونږ د راتلونکو ټولو اصولو او مفاهيمو د پاره به اساس جوړوي.
Long-time reader, first-time commenter, and this post is spot on. Not strictly on-topic, but useful. Been job hunting myself lately, and https://jtrp.blog-agsx.com/ is the resource I stuck with. Thousands of openings, sortable by location and title — no spam.
First time commenting here — this one’s a keeper. Quick tangent, hope that’s OK. https://mjoz.zhcn-h5-yiwan.com/ turned out to be a surprisingly good find for finding openings. It gathers fresh vacancies daily, and the search is fast and clean.
[718334]supplies professional anti-violence equipments and solutions for the whole world with strong and perfect production capacity. anti-violence.org
Thanks, this cleared things up. More on the subject at kk98123.com for those curious.
Joined the club and the rewards are actually insane. It’s great to see a platform that actually cares about its players. Join krwinclub88 and see for yourself.