Skip to content
ليک: ګل اکبر خان
افسانه
د کلي سرکاري سکول نه به هر سحر د ماشومانو شور او زوږ راتلو. د دريم کلاس استاذ، ماسټر جابر خان به هم په خپل وخت کلاس ته راتلو. هغه به د جينکو سره ډېر نرم او مهربان و ولے چې د هغه ځامن ډير وو ولے دوه لوڼه ئي په ورکوټوالي کښې مړې شوې وې خو د هلکانو سره به ئې اکثر سختي کوله او د هغې وجه هم دغه وه چې په کور کښې به هم ئي د ځامنو سره سختي کوله.
په کلاس کښې د نعيم په نوم يو ماشوم و چې ډير قلار، شرم کوونکے او کمزورے هلک و. د ماسټر د سختۍ نه به ډېر زيات وېرېده. ماسټر به چې کله هم د کلاس په دروازې راننوتو نو د نعيم زړه به په درزا شو.
يوه ورځ نعيم سبق نه و زده کړے ماسټر چې ترې پوښتنه وکړه هغه په وېرېدلي غږ وئيل:
“استاذجي… ما سبق نه دے ياد کړے”
د ماسټر تندے تريو شو او سمدستي ئې د نعيم لاس ونيو، د خپل ځايه ئې پورته کړو او د لاس د مړوند نه ئې د سر د پاسه اوچت ونيو. د څو سيکنډو د پاره نعيم داسې ځوړند پاتې شو. د وېرې نه ئي زړه بوټ راووتو او سترګې د اوښکو ډکې شوې.
کله چې ئې ښکته کړو نو زړه ئي درز وکړو. د کلاس ټول ماشومان غلي ناست وو. نعيم هغه ورځ تر ماښامه رپېده.

د هغې ورځې نه وروسته به چې کله هم هغه د ماسټر نوم واورېده نو زړه به ئې ولړزېدو.
په کلاس کښې يو عجيبه رواج هم و. که به يوې جينۍ سبق سم واورولو نو ماسټر به د ډيرې خوشحالۍ نه نعرې کړې:
“جينکۍ زنده باد!”
بيا به ئې ورله لاسونه هم وپړکول. خو که يو هلک سبق سم واورولو نو صرف دومره به ئې وئيل:
“کېنه ټيک دے.”
نه به ئې څه ستاينه کوله او نه به ئې د خوشحالۍ څه اظهار.
يوه ورځ خالد نومي يو هلک سبق ډېر ښه ياد کړے و. د ټولو سوالونو جوابونه ئي هم سم کړل. خو ماسټر صرف دومره ووئيل:
“ښه ده، کېنه سم دے .”
خالد په حيرانۍ سره کښيناستو. څو شېبې وروسته يوې جينۍ هم سبق سم واورولو نو ماسټر بيا په لوړ غږ وئيل:
“جينکۍ زنده باد!”
په کلاس کښې ځينو ماشومانو وخندل. خالد چې ماشوم ذهن ئې لرلو په معصوميت سره ئې وئيل:
“او .. هلکان زنده باد!”
ټول کلاس ناڅاپه غلے شو.
د ماسټر مخ تک سور شو. هغه سمدستي خالد ته ورغی او د ځايه ئې پورته کړو او په غصه ئې ورته وئيل:
“ته ډېرې خبرې کے هن؟”
بيا ئې څو سختې خبرې ورته وکړې. خالد په ژړا شو.
نعيم چې دا هر څه ئې ليدل، نور هم وېرېدو. هغه احساس کولو چې په دې کلاس کښې د هلکانو او جينکو د پاره يو شان اصول نه دي.
د ماشومانو زړونه نازک وي. هغوی د انصاف او بې انصافۍ فرق ډېر زر درک کوي. نعيم به هره ورځ سکول ته تلو خو د سبق نه زيات به د ماسټر د غصې نه وېرېدو.
يوه ورځ چې د رخصتۍ ټلۍ ووهلے شوه نعيم ورو ورو د کلاس نه ووتو. د سکول په انګړ کښې ئې اسمان ته وکتل. د هغه په ورکوټي ذهن کښې صرف يو سوال ګرځېدو:
“که مونږ ټول زده کوونکي يو، نو بيا ولے مونږ سره يو شان چلند نه کېږي؟”
او دا سوال د هغه په زړه کښې د ډېر وخت لپاره پاتې شو.
نعيم به هره ورځ د ماسټر نوي نوي رنګونه ليدل. هغه ته به دا خبره لا نوره هم عجيبه ښکارېده چې د کلاس قوانين د ټولو د پاره يو شان نه وو.
د ريسس نه پس به کله کله ځينو جينکو د بستو نه چپس، ټافيانې او بسکټ راويستل او په پټه به ئې خوړل، خو که د ماسټر سترګې هم پرې ولګېدې نو صرف ورته به موسکے شو او و به ئې وئيل:
“خير دے، زر ئې ختمې کړئ چې بيا سبق شروع کړو.”
خو د هلکانو د پاره کيسه څه بل څه وه.
يوه ورځ شفيق د خپل جيب نه د چپسو يوه بوجګۍ راوويسته. لا ئې دوه دانې خولې ته اچولې هم نه وې چې د ماسټر سترګې پرې ولګېدې.
“اے هلکه! دلته راشه!”
د ماسټر غږ دومره لوړ و چې ټول کلاس غلے شو.
شفيق په رپېدلو پښو د هغه مخې ته ودرېدو. ماسټر د هغه د لاسه د چپسو بوجګۍ واخسته، په ځمکه ئې وغورځوله او بيا ئې پرې څپلۍ راښکلی په غصه ئي يوه څپېړه ورکړه .
“کلاس درته د خوراک ځاے ښکاري. . . سم کور کښې ناست يائ”
شفيق په ژړا شو نعيم په حيرانۍ جينکو ته وکتل. هم هغه شېبه د وروستي قطار دوه جينکۍ هم ټافيانې په خله کښې اړولے راړولے خو ماسټر ورته هېڅ ونه وئيل.
په کلاس کښې ځينو ماشومانو يو بل ته وکتل خو چا د څه وئيلو جرأت نه لرلو.
شفيق خپلې اوښکې پاکولې او بېرته خپلې کرسۍ باندې کښېناستو. نعيم د هغه سور شوي مخ ته کتل. د هغه په ورکوټي زړه کښې يو ځل بيا هم هغه پوښتنه راپيدا شوه:
“که چپس خوړل غلط وي نو د ټولو د پاره غلط دي. او که غلط نه وي نو بيا صرف مونږ ولے سزا کېږو؟”
خو دا داسې پوښتنه وه چې په کلاس کښې ئې جواب ورکوونکی څوک نه وو.
يوه ورځ د ماسټر په غير موجودګۍ کښې کلاس يو دم په شور بدل شوے و. چا کتابونه تړلي و، چا د يوې کرسۍ نه بلې کرسۍ ته ټوپونه وهل او چا په پټه خنداګانې کولې. نعيم بيا هم غلے ناست و. د هغه غوږونه د دروازې په لور وو. هره شېبه به ئې ګمان کولو چې ماسټر به راښکاره شي. او هم داسې وشول.
دروازه په درز سره کولاو شوه.
د کلاس ماشومان يو دم غلي شول. ماسټر د تريو تندي سره دننه راننوتو.
“ښه! لکه نن مو د کلاس نه ډ پبو بازار جوړ کړے دے هن؟”
هيچا غږ ونه کړو. ماسټر اول د جينکو قطار ته لاړو. جينکو ته ئې په نرمۍ سره په چوکا معمولي شان سزا وړکړه او و ئي وئيل
“بيا شور مه کوئ ښا.”
بيا د هلکانو طرف ته راوګرځېدو. د هغه د سترګو رنګ بدل شو.
“ټول هلکان اودريږئ شابه!”
هلکان يو په بل پسې اودريدل.
نعيم چې پورته شو، پښې ئې رپېدې. داسې ئې احساس کولو لکه د سينې دننه ئې زړه د تېښتې کوشش کوي.
ماسټر يو يو هلک ته څپېړې ورکړي، چا نه ئې غوږ راښکلو او چا ته ئې په چوکا ګوزار ورکړو. کله چې د نعيم وار راغی نو د هغه سترګې د اوښکو ډکې شوې.. هغه پوهېده چې که هر څومره ووايي: “استاذجي، ما شور نه کولو”، څوک به ئې خبره وانه وري. د ماسټر لاس پورته شو.
د نعيم بدن لکه د واورې يخ شو.هغه شېبه ورته ډېره اوږده ښکاره شوه.
وروسته چې بېرته کښېناستو، لاسونه ئې لا هم رپېدل. د کلاس خبرې ئې نه اورېدې. ذهن ئې بل ځاے ګرځېده.
يوه پوښتنه بيا بيا ورګرځېده:
ولے د يوې خطا سزا د هر چا د پاره يوه نه وي؟ ولے ځينې ماشومان صرف ورټلے شي او ځينې نور د وېرې تر پولې ورسېږي؟
خو د دې سوال جواب د دريم کلاس د يو ماشوم د وس نه بهر و.
د ريسس نه لږ مخکښې ماسټر وئيل:
“راوړئ، چې نن مو د انګلش کاپيانې چيک کم.”
د کلاس فضا يو دم بدله شوه. جينکو خپلې کاپيانې په ډاډه زړه راواخيستې، خو د هلکانو په مخونو اندېښنه خوره شوه.
ماسټر به يوه يوه کاپي اخيسته. چې د کومې جينۍ په کاپۍ کښې به تېروتنه او غلطي وه نو په نرمه لهجه به ئې ورته وئيل:
“خير دے لورې، بل ځل به ئې سمې کړې.”
خو چې د کوم هلک به په کاپۍ کښې يوه وړه شانې غلطۍ هم وموندله، نو تندے به ئې تريو شو.
“دا دې څه ليکلي دي؟”
“سترګې دې چرته دي؟”
“هره ورځ دې هم دا حال وي!”
نعيم په وروستي قطار کښې ناست و. د هغه وار ورو ورو رانزدې کېده او د زړه درزا ئې زياتېده. کله چې نوم ئې واخيستلے شو نو په رپېدلو پښو پورته شو. کاپي ئې په دواړو لاسونو کښې نيولې وه.
هغه د ماسټر مېز ته ورغی او په زړه نا زړه ئې کاپي د هغه مخې ته کېښوده. ماسټر اول څو مخونه واړول. بيا ناڅاپه ودرېدو. سترګې ئې د کاپي په سر ولګېدې.
“دا څه دي؟”
نعيم حيران شو.ماسټر په لوړ غږ ولوستل:
“Naeema”
بيا ئې کاپي پورته کړه او ټول کلاس ته ئې وښودله.
“ته هلک ئې که جينۍ؟”
ټول کلاس غلے و. نعيم غوښتل چې ووايي چې په غلطۍ سره ئې يو حرف زيات ليکلے و خو له وېرې ئې څه نه شو وئيلے
ماسټر په غصه وئيل:
“ولے؟ ته جينۍ ئې؟”
او د هغه د خبرو نه مخکښې ئې سخت ورټلو. نعيم سر ټيټ کړو. مخ ئې سور شوے و.. ماسټر بيا کلاس ته مخ واړاولو او په ملنډو ئې وئيل:
“ده ته به نن نه پس تاسو نعيمه وايئ!”
په کلاس کښې څو ماشومانو وخندل. ځينو نورو د استاذ د خوشالولو د پاره په لوړ غږ تکرار کړل:
“نعيمه! نعيمه! نعيمه!”
د ماشومانو خنداګانې په کلاس کښې خورې شوې. نعيم داسې احساس کولو لکه د کرسۍ لاندې ځمکه چې ورکه شوې وي. سترګې ئې د اوښکو ډکې شوې خو نه ئې غوښتل چې څوک ئې وويني.
هغه ټوله ورځ سر پورته نه کړو. هغه ته د سبق وئيل، د ماشومانو شور او د ټلۍ غږونه ټول لرې لرې ښکارېدل. د هغه په غوږونو کښې صرف يو غږ پاتې و:
“نعيمه…”
او هم هغه غږ به ډېر وخت د هغه د ذهن نه نۀ وتلو.
يوه ورځ ماسټر د معمول مطابق کلاس ته روان و. لا د دروازې نه څو قدمه لرې و چې د ماشومانو شور ئې واورېدو. نن شور د هرې ورځې نه بيل و. د خنداګانو او حيرانۍ ګډ غږونه راتلل. ماسټر په تريو تندي دروازه کولاو کړه.خو چې سترګې ئې په کلاس ولګېدې نو قدمونه ئې په خپل ځاے ودرېدل.
د کلاس په منځ کښې يوې کرسۍ نه ګير چاپيره ګڼ شمېر ماشومان راټول وو. هلکان او جينکۍ ټول په حيرانۍ يوې کرسۍ پله کتل.
” دا دلته څه دي؟ ته اخوا شئ؟”
د ماسټر په غږ ماشومان يو خوا بل خوا ته شول او بيا هغه څېره ښکاره شوه. يوه ماشومه د جينکو په نوي او پاک يونيفورم کښې ناسته وه. سپين سکارف ئې په سر و او په منځ کښې ئي مخ ښکاريدو او سر ئې ټيټ نيولے و.
ماسټر څو شېبې ورته وکتل.
يو عجيبه احساس ورته وشو
دا څېره ورته اشنا ښکارېده.
لا ئې ذهن د پېژندلو هڅه کوله چې په دې کښې دروازه بيا کولاو شوه.
هيډ ماستر او ورسره يو بل سړے کلاس ته راننوتل. ماسټر سمدستي ځان سم کړو.
هيډماستر وئيل:
“ماسټر صېب، لږه عجيبه خبره شوې ده.”
بيا ئې د هغه سړي ته اشاره وکړه.
“دا د نعيم پلار دے.”
د نعيم نوم په اورېدو د ماسټر زړه درزا بدله شوه. د نعيم پلار په شرمېدلي انداز وئيل:
“د تيرو درې څلورو ورځو راهسې ئي ضد نيولے و چې زه به د جينکو يونيفورم اغوندم. هر څومره مو منع کولو خو نه ئي منل. پته نه لګي چې کله ئې د خپلې خور يونيفورم راخيستی او هم هغه ئې اغوستے دے. مونږ خو وروسته خبر شو چې سکول ته هم راغلے دے.”
کلاس يو دم غلے شو. ماسټر يو ځل بيا هغې ماشومې ته وکتل.
اوس ئې ښه وپېژندو هغه ماشومه نه وه.. . هغه نعيم و. هم هغه نعيم. . . د دريم کلاس هغه ويريدونکے ماشوم. . . . . د وروستی قطار.. . . رپېدلې سترګې.. . . تل وېرېدلے ماشوم.
د ماسټر ذهن کښې يو دم زاړه منظرونه راتازه شول. هغه ورځ چې نعيم ئې د لاس نه نيولے او د سر د پاسه ئې پورته کړے و. هغه ورځې چې د نورو ماشومانو په وړاندې به ئې سپکاوی کولو. هغه شېبه چې د کاپۍ په سر ئې د خپل نوم انګريزي بڼه “Naeema” ليکلې وه. هغه وخت ئې هغه دا يوه ټوکه ګڼلې وه . . خو نن… نن ئې په اول ځل د هغې تېروتنې تر شا پټ درد وليد.و
ناڅاپه ورته هر څه روښانه شول. ښائي نعيم په خپل ورکوټي ذهن کښې داسې محسوسوله چې که هغه يوه جينۍ وه نو دومره به نه رټلې کېده. که هغه جينۍ وه نو دومره به نه وېرېده. که هغه يوه جينۍ وه نو ښائي ماسټر به د هغه په غټو غټو غلطيو هم موسکے کېدو. د کلاس په منځ کښې بيخي خاموشي خوره وه.
نعيم لا هم سر ټيټ نيولے و.
ماسټر څه وئيل غوښتل خو الفاظ ئې پيدا نه کړل. په اول ځل هغه د يو ماشوم ويره په خپلو سترګو ليدله او په اول ځل ئې احساس کړه چې ځينې زخمونه په ډانګ او چوکا نه بلکې په چلند جوړېږي.
کلاس خاموش و او په هم دې خاموشۍ کښې د نعيم سر ټيټ و.
error: Content is protected !!