Skip to content
ليک : انجينئر قدرت الله داوړ کنېډا
یوولسمه برخه
د منځني ختیځ په ټولو زړو واقعاتو کښې درې جګړې داسې دي چې د هغې په وجه د ټولې سیمې نظریاتي ، سیاسي، مذهبي، قومي او جغرافیایي منظره بدله شوه – دې جګړو د سیمې بشپړ تاریخ بدل کړو او خلق یې د نوي تمدني دودونو سره معرفي کړل- کردو نه صرف په دریو واړو جګړو کښې برخه اخیستې ده بلکې درې واړه جګړې د کردو په کمک ګټلې شوې دي-
اوله : د الپ ارسلان د مانزیکرت جګړه کال 1071
دویمه : د صلاح الدین ایوبي د حطین جګړه کال 1187
دریمه: د عثمانیه سلطنت د سلطان سلیم او د صفوی سلطنت د شاه اسمعیل د چالدیران جګړه کال 1514
د اناطولیه په تاریخ کښې تر ټولو مهمه ، لویه او مشهوره جګړه د مانزیکرت جګړه ده-
په کال 1071 کښې د مانزیکرت جګړه د سلجوق سلطنت او د بازنطیني سلطنت تر مینځ په مانزیکرت کښې شوې وه- زوړ مانزیکرت د ترکیه په موش ولایت کښې د ملازګیرت په نوم یادیږي – سلجوقیان په اصل کښې د مرکزي اسیا چې ترکستان به یې ورته ویل، ترک پوونده کوچیان وو – سلجوق به یې ورته د غور نیکه سلجوق بیګ په وجه ویل- تاریخ پوهان واي چې سلجوق بیګ سره د خپلې قبیلې د ترک اوغوز یابګو ایالت ترکستان نه جند ښار ته مهاجرت وکړو – ترکستان به یې په پیل کښې د مرکزی اسیا مغربي سیمې ته ویل چرته به چې ترک اوسیدل – تاشقند ، بخارا او سمرقند د ترکستان ښارونه وو- جند ښار د سیردریا په غاړه یو زوړ ښار وو چې وروستو منګولو تباه کړو – د جند ښار ویجاړ شوي کنډرونه په موجوده قزاقستان کښې دي – په ترکستان کښې نور ترک قومونه لکه کرغیز، ازبک ، قازق، ایغور او هزاره اباد وو-
د سلجوق بیګ د زیږون نیټه معلومه نه ده – هغه په کال 1009 کښې مړ شوے ؤ – سلجوق بیګ په کال 985 کښې اسلام قبول کړے ؤ-او دهغې نه وروستو د هغې ټولې کورنۍ اسلام قبول کړو- د سلجوق بیګ پنځه ځامن وو – اسرائیل ارسلان ، یونس ، یوسف ینال ، موسی یابګو او میکائیل – د سلجوق بیګ په ځامنو کښې دوه ځامن اسرائیل ارسلان او میکائیل په تاریخ کښې لوی نوم لري- دواړه تکړه جنګیالي وو- دواړه وروڼه د سلجوق سلطنت د جوړیدو نه مخکښې مړه شول خو سلطنت جوړولو ته زمینه د دواړو په مړانه هواره شوې وه-
اسرائیل ارسلان په کال 1025 کښې په موجوده افغانستان کښې سلطان محمود غزنوي په خراسان کښې ونیو او د هندوستان په کالینجر قلعه کښې یې بندي کړو- او هلته په بند کښې په کال 1032 کښې مړ شو – میکائیل د خپل رور نه مخکښې په بل جنګ کښې مړ شوے ؤ- د میکائیل دوه ځامن وو – طغرل بیګ او چغري بیګ ، دواړه د سلجوق سلطنت بنسټ ایښودونکي وو- دواړو وروڼو د سلطان محمود غزنوي د زوی مسعود غزنوي نه په کال 1040 کښې خراسان ونیو او چغری بیګ د خراسان والي شو – الپ ارسلان د پلار د مرګ نه پس د خراسان والي شو- طغرل بیګ د سلجوق سلطنت د اولنې سلطان په توګه شپږویشت کاله حکومت وکړو – د طغرل بیګ خپل ځامن نهٔ وو – د طغرل بیګ د مرګ نه پس الپ ارسلان د سلجوق سلطنت دویم سلطان شو – الپ ارسلان د چغري بیګ زوی ، د میکائیل نمسې ،د طغرل بیګ وراره او د سلجوق بیګ کړوسے ؤ- الپ ارسلان په کال 1029 کښې په خراسان کښې زیږیدلے ؤ- په تاریخ کښې الپ ارسلان د یو لوی او بریالي سلطان په توګه پیژندل کیږي-
بل اړخ ته د بازنطیني سلطنت بادشاه رومانوس څلورم ؤ- د دهٔ پوره نوم دیو جینسز رومانوس ؤ- د هغه تعلق د یوناني بازنطیني پوځي اشرافیه کورنۍ سره ؤ- دهغه پلار په پوځ کښې جرنیل ؤ او په لویو اشرافو کښې شمیر ؤ او مور یې د رومانوس دریم بادشاه وریره وه- رومانوس څلورم چې څومره تکړه پوځي, بهادر ځوان او ښکلې صورت لرلو دومره بې صبره او بې رحمه ؤ – رومانوس څلورم په پوځ کښې د خپلو مهارتونو له امله ډیر زر مخکښې لاړو – او د پوځ کماندان شو-
په کال 1067 کښې د بازنطیني سلطنت واګې د ملکه یوډوشیا په لاس کښې وې- د ملکې خاوند ډوکس په کال 1067 کښې مړ شوے ؤ- د ډوکس د مرګ نه پس د هغې ملکه یوډوشیا په تخت کیناسته – هغه د خپل خاوند ډوکس په مرګ قسم خوړلے ؤ چې هغه به بیا واده نه کوي او دا قسم یې د پادري په وړاندې هم خوړلے ؤ- خو ویلې کیږې چې هغه په رومانوس څلورم مئینه شوې وه ځکه یې څوګند مات کړو
په رومانوس څلورم د یوډوشیا د خاوند ډوکس د مرګ نه پس د حکومت تر لاسه کولو او د بلغاریه په یوهٔ صوبه سردیکا کښې د ځان حاکم کولو جرم ثابت شوې وو – هغه د سزا په انتظار ؤ چې ملکې دربار ته راوغوښتو –
د خبرو اترو نه وروستو یې معاف کړو او واده یې هم ورسره وکړو- داسې رومانوس څلورم په تخت کیناست او په کال 1068 کښې بادشاه شو- د ډوکس کورنۍ د ملکې او د رومانوس ځلورم په واده ډیره خفه وه او دا یې د کورنۍ سپکاوې کڼو – ځینې خلکو دې واده ته د سلطنت د بقا په سترګه کتل چې ملکه او د پوځ مشر یو شو، خو د ډوکس کورنۍ ورته د رڼا ورځې غلا په سترګه کتل- د ډوکس کورنۍ په تخت خپل حق کټلو-
کله چې رومانوس بادشاه شو په هغه وخت کښې بازنطیني سلطنت د دوه لویوستونزو سره مخامخ وو – د پوځ زوال او د ترکو یرغلونه داسې ستونزې وې چې مخنیوې یې پکار وو-
په اصل کښې د رومانوس څلورم جنګ دوه طرفه وه – یو طرف ته د سلجوقیانو پوځ وو او بل طرف ته په خپل پوځ کښې د ډوکس د کورنۍ وفاداران او خواخوږي وو-
یو طرف د ظاهر مقابل زور ؤ او بل طرف ته د پټ مقابل شازش – اینډرانیکوس ډوکس چې د بادشاه ډوکس وراره او د پوځ کماندان ؤ –
کله چې رومانوس څلورم په ارمینیا او اناطولیه کښې ترک سلجوقیانو نیول او وژل پیل کړل او پخواني تړونونه یې مات کړل او مذاکرات ناکام شول نو د سلجوق سلطان الپ ارسلان سره جنګ اخري لاره پاتې شوه-
د اناطولیا بازنطیني سلطنت او د سلجلوق سلطنت تر مینځ کردستان پروت ؤ- سلطان الپ ارسلان په کردو د ملاتړ غږ وکړو او د کردستان په سیمو د تیریدو اجازه یې ترې وغوښته – کردو لاره هم ورکړه او د کردو ځواکونه د نظام الدین نصر په مشرۍ کښې په جګړه کښې په شمولیت هم اماده شول- د کردو مرواڼي قبیله چې دوستاکي خاندان به یې ورته ویل د ټولو نه مخکښې وو-
د جنګ ورځ راغله او الپ ارسلان چې په کفن کښې میدان ته راووتو نو د سلجوق پوځ سره د کردو ځواکونو ډیر په نره میدان ووهلو – جنګ الپ ارسلان په ډیر کم وخت کښې وګټو- کم بیش لس زره کردو د سلجوقیانو سره په جنګ کښې برخه واخیسته ـ کردو ته په مال غنیمت کښې هم برابره حصه ورکړې شوه ـ او د کردو ایالاتونو ته د تحفظ ضمانت هم ورکړې شو- ویلې کیږې چې اته زره کسان په جنګ کښې مړه شوي وو او څلوره زره کسان نیولي شوي ووـ رومانوس ژوندې ونیولې شو او سلطان الپ ارسلان ته یې پیش کړو ـ رومانوس د سلطان الپ ارسلان ټول شرطونه ومنل او ازاد کړې شو – کله چې واپس لاړو هلته د ډوکس بادشاه وفادار مایکل په تخت ناست ؤ – اول یې رومانوس ړوند کړو او بیا یې جلا وطن کړو او په کال 1072 کښې مړ شو-
تاریخ پوهان واي چی د جنګ د کردو د مړانې او د کمک په وجه ګټلې شوے ؤ- د دې جګړې د ګټلو په سبب ترک خلقو ته لاره ازاده شوه او په انطولیه کښې اباد شول –
په دې وخت کښې د غزني سلطان ابراهیم غزنوي ؤ- د ابراهیم غزنوي څلویښت کاله ( 1059 – 1099 ) حکومت د غزني د تخت زرین دور یادیږي – ابراهیم د مسعود غزنوي زوی او د محمود غزنوي نمسې ؤ – د ابراهیم غزنوي زوی مسعود دریم د الپ ارسلان د ځوی ملک شاه د لور ګوهر خاتون سره واده کړے ؤ-
داسې د سلجوق سلطنت او غزنوي سلطنت زړه دښمني د څه وخت د پاره په خپلوۍ کښې بدله شوه –
پخواني کرد به هم لکه د پښتنو په کور کښې زیږیدل او په سنګر کښې مړهٔ کیدل-
د مانزیکرت د جګړې په وجه دا مشهوره شوه چې کرد د چا سره د جنګ په ډګر ودریږې هغه جنګ ګټي ـ.
نور بیا
error: Content is protected !!