حقيقی افسانه
دا هم پلار وۀ
دَ ښاريې یؤ کور منظمه ماڼۍ ليکلی وو اؤ عام اولس به ورته هم منظمه ماڼۍ وئیله.
دَ دې ماڼۍ پۀ سر به یؤ سړے ناست وۀ —
هغه ته به يې “پلار” وئیلو،
خو پلار یواځې د یوې کورنۍ نوم نۀ وۀ، پلار یؤ مقام وۀ.
یؤ سیسټم اؤ يؤ نظام وۀ.
یؤ فکر وۀ چې وئیل به یې چې
“زه پوهېږم. زۀ ټول هر څۀ کوم. زۀ چې څۀ امر کوم هم هغه به کېږي.”
پۀ دې کور کښې هر څۀ پۀ ترتیب وو.
دېوالونه مستقیم وو اؤ دروازې کلکې مستحکمې.
يؤه کړکۍ نیمه پرانستې — دومره چې هوا راشی، خو نظر ترېنه بهر وۀ نۀ ووځی.
خو دَ دې ماڼۍ لاندې یؤه تاخانه وه.
هغه ځائې چې پلار ورته دَ منظم اؤ مستحکم بنياد وئیلو، خو پۀ حقیقت کښې هغه دَ وېرې ترهې، کرکې اؤ کږنې بنياد وۀ.
دَ پلار مشری څنګه جوړیږی اؤ څنګه برقراره پاتې کېږی؟
دَ پلار مشری یواځې دا نۀ ده چې یؤ سړے امر وۀ کړی، بلکې دا هغه وخت جوړېږی، چې
اطاعت ته دَ مینې نوم ورکړے شی.
خاموشی د عزت پۀ نوم تقدس وۀ مومی.
وېره دَ تربیت پۀ نوم وۀ منلے شی، ولې دې منظمه ماڼۍ کښې دَ حالاتو مېچن اړؤلې تاوېده، ځکه چې دې کور کښې يؤه لُور وه چې یواځې لُور نۀ وه — هغې سواليه علامت لرلو اؤ پلار پوهېدو، چې سوال پېدا کول دَ قدرت تر ټولو لوئې دښمن دے، ځکه چې قدرت دَ منلو پۀ تکرار ژوندے پاتې کېږی، نۀ چې دَ حقیقت پۀ رڼا اؤ ښکته تاخانه کښې دَ تک تور غار پۀ رنګ تيارۀ وه اګر چې تيارۀ اؤ رڼا دواړه بې رنګه وی، خو يؤه مهيب اؤ ويروونکې وی اؤ بله راحت اؤ خوشحالی زېږوونکې وی.
غار څۀ شے وۀ؟ غار څۀ وجود نۀ لرلو. غار هغه ذهن وۀ چې پکښې ښځه، ماشوم اؤ کمزوری بندیوان اؤ زندانی کېږی.
هغه ځائې چرته چې بدن تابع کېږی، اواز راتمبېږی نه بلکې محدودېږی، اؤ شناخت ورو ورو لۀ مينځه ووځی.
پلار فکر کولو، چې دَ بدن بنديوانول بس دی.
خو دَ هغۀ نه دا هېر وو، چې منفی فکرونه لۀ دېوالونو نۀ اؤړی.
دَ لُور نه چې کوم ماشوم زېږېدلے وۀ هغه ناروغه اؤ مرګ ته قريب شو، نو پلار د تيارې لۀ کُومی دَ رڼا څړيکې ته راووېستۀ اؤ داسې تیارۀ پۀ خپله یؤ انکشاف وۀ کړو :
قدرت یواځې تر هغه وخته قوی وی، چې خلق یې طبیعی وۀ بولی. کله چې ظلم ته نوم ورکړے شي، هغه نور مقدس نۀ پاتې کېږی.
پلار وئیل:
“مننظمه ماڼۍ نور لۀ کنټروله بهر ته ووځی.”
لُور هم پۀ خاموشۍ کښې وۀ شورېده وۀ کړنګېده اؤ لُور ازادی وۀ موندله، ځکه چې،
“نظم چې لۀ وېرې راولاړېږي، دَ زندان پۀ شان وی يا لۀ زندانه کم نۀ وی.”
پلار دَ يؤ تريخ تاریخ غمازی کوله.
هغه تاریخ چې دَ نارینه غږونه یې لیکی.
لُور د امکان، اُميد اؤ رجائيت رېباره شوه —
هغه امکان چې لا نۀ وۀ لیکلے شوے.
دَ رڼا يؤه شېبه وه، چې کله چې راز افشا شو.
پلار یواځې یؤ مجرم نۀ وۀ پاتې، هغه یو سقوط شوے بَت شو، ځکه پرې ټولنه ناڅاپه پوهه شوه: چې دَ پلار سالاری اؤ مشری یواځې په کور کښې نۀ وه، هغه په قانون، پۀ ژبه، پۀ دود دستور اؤ رسم و رواج اؤ حتٰی پۀ دُعا کښې هم پټه وه.
خلقو ځان ته وۀ کتل اؤ پوهه شو، چې هر یؤ یې پۀ خپل وړوکی سلطنت کښې “پلار” وۀ.
اغاز کۀ انجام؟
لُور ازاده شوه، خو ازادی یواځې د دروازې پرانیستل نۀ دی. ازادي دَ فکر بدلون دے.
هغې ورو وۀ وئیل:
“کۀ تاسو یواځې ما وۀ ژغورئ، خو نظام بدل نۀ کړئ، نو غار به بل ځائې جوړ شی. لُور به بل ځائې بنديوانه شی، دَ پلار لۀ نطفې نه به يې نور شپږ بچی وۀ زېږی “
اؤ ښار پوهه شو چې، پلار یؤ سړے نۀ دے — یؤ فکر دے، ولې مثبت فکر نۀ دے اؤ دغه منفی فکر یواځې هغه وخت مری، چې خلق سوالونه پورته کړی اؤ سوالونه خو پورته شو!
يادګيرنه :
دا افسانه دَ فلپ فټرز دَ کورنيو واقعاتو پۀ تناظر کښې يؤه الميه ده، چې خپله لُور يې څلېريشت 24 کلونه دَ خپلې ماڼۍ پۀ تاخانه کښې لکه دَ خپلې ښځې بنديوانه کړې وه، استعمالوله به يی اؤ شپږ لُوڼه يې ترې زېږېدلې وې، خو پۀ غار کښې دَ زمکې لاندې به لوئېدلې، چې خپله برخه اسمان يې هم نۀ وۀ ليدلې.
[1375]Gelartoto: Link Alternatif Resmi | Situs Slot Gacor Deposit Dana,Gelartoto menyediakan link alternatif resmi untuk akses mudah. Nikmati berbagai pilihan judi online deposit dana dan panduan cara main casino online. Daftar sekarang! visit: gelartoto
The graphics and gameplay are top notch. It feels like a premium casino experience right from my phone. Definitely try inzeus75.
I won a decent amount yesterday and the withdrawal was processed almost instantly. Total game changer. Visit phjili988 for the win.
Super happy with the service here. The community is great and the games are always updated. Definitely worth a try for everyone. pkcv777
Login is always fast and secure. I don’t have to worry about my account getting locked out. jiliflogin makes the whole process stress free.
A very honest platform with fair odds. It is hard to find sites this trustworthy these days. I trust zz88bcom
Finally found a platform that actually delivers on its promises. The bonuses are generous and the gameplay is addictive. Just visit 1777xsgame to start winning.
Login process is a breeze and the connection is very stable. No more annoying crashes during my sessions. Go to i444login.
This site is a hidden gem! The graphics are great and the gameplay is very fluid. I’m spending a lot of time on iddragon212 lately
The bonuses here are actually legit and easy to claim. I had a great run yesterday and the support team was very helpful. 87a777plataforma is definitely my new favorite.