اوکونکو په خپل کور کښې سخت طبيعته مشهور وه ځکه خو د هغه درې واړه ميرمنې د هغه د سخت طبيعت له امله ويريدلې خو د ټولو نه کشره بي بي ئي د هغه د مزاج نه لا سخته ويريدله او بيخي ړک ئي نه شه وهلے . دغه شان اولاد ئي هم د هغه نه سخت نا ارامه وو . ولے هغه د زړه نه داسې ظالم نه وه رحم پکښې هم وه ولے په ظاهري توګه ئي رعب دبدبه ضرور لرله او هم دغه وجه وه چې خپل واک ئي په خپل لاس لرلو . بيا هم ئي يوه داسې ويره په زره کښې لرله چې د بې ثباته خدايانو ، جادو او د طبيعت له خباثت نه ډک زورونو سره تړلي وي ، د هغې نه هم سخته ويره چې هغه ناکامي ده . دا ويره د هغه دننه وه بهر ددې ويرې اغېز د هغه په جسم بيخي نه ظاهريدله . دا هغه ويره وه چې د هغه دننه جسم کښې نغښتي وه او هغه وه د هغه دخپل ځان ويره چې هسې نه هغه دې د خپل پلار پشان وګڼل شي .
اوکونکو لا ماشوم وه چې د خپل پلار ناکامۍ او کمزورۍ ئي ليدلي وې .کله چې ورته د لوبو په وخت کښې يو لوبغاړي په طنز کښې ووئيل چې ستا پلار “اګبالا ” دے نو ډير تاو پرې تېر شه نو له هم هغه وخت نه هغه دا اراده ولرله چې هغه به د پلار د هغه ټولو څيزونو او طبيعتونو نه نفرت کوي کومو سره ئي چې پلار مينه لرله . هغه پخپله اګبالا نه جوړيده غوښتل ولے چې اګبالا يواځې د ښځې بل نوم نه وو بلکې هر هغه نارينه ته هم وئيل کېږي څوک چې په ټولنه کښې بې عزته وي . او د هغه هم دا جذبه جوړه شوه چې د هغه پلار اونوکا چې کوم څيز سره مينه لرله ، هغه به ترې نفرت کوي عن تر دې چې د پلار نرمي ئي هم د خپل طبيعته وايستله .
د کر کيلي په موسم کښې اوکونکو به ټوله ورځ د سحر نه تر ماښامه کار کولو د مرغانو په آوازونو به ئي کار شروع کړه او د ماښام د هغوي جالو ته تلو نه پس به ئي کار بند کره . د هغه درې واړه ميرمنې او واړه ماشومان دومره قوي نه وو هغوي خو به ستړي شول ولے هغه به نه ستړے کيده خو مجال که چا چڼ هم کولے شه هغوي به زحمت وړو ولے هيڅ ظاهري شکايت به ئي نه شو کولے . د هغه مشرے زوے نوايي هغه وخت دولس کلن ماشوم وه خو هغه د مخکښې د خپل پلار اوکونکو د پاره د يوې نه ظاهريدونکي اندیښنې سبب جوړ شوے وه نو له هم دې امله اوکونکو به په هغه غصه کوله نصيحتونه او وهل ټکول به ئي پرې کول چې چرته وران نه شي او د هغه د مزاج نه خلاف په ضد نه شي .
دا هلک د قبيلې ملکيت دے د ده پاملرنه له ارومرو کوے . هغې وپوښتل ايا دې به له مونږ سره ډير وخت پاتي شي ؟؟ اوکونکو په غصه کښې وئيل تا ته چې څه وئيل کېږي هم هغه کوه . . .
د نوايي مور هغه خپلې جونګړې ته بوتله او نوره هيڅ پوښتنه ئي و نه کړه . هلک پخپله په نوي ځاے کښې ډير تشويش اخيستلی وه . نه پوهيده چې هغه سره به څه کيږي او نه په دې خبر وه چې هغه خپله څه کړي دي ، د هغه څه ګناه او څه جرم وه او نه په دې خبره خبر وه چې پلار ئي د دوي د قبيلې ميرمنه وژلي ده خو دومره ورنه معلومه وه چې د هغه کره څه کسان راغلي و د پلار سره ئي ورو ورو خبرې اترې وکړې او په آخره کښې ئي هغه د ځان سره بوتله او يو پردي سړي ته ئي ور وسپاره . مور ئي ډير ژړلي وو ولے خپله دومره حيران وه چې ژړا ئي هم نه شوه کولے . دغه پردي سړي دې او يوه جينۍ د خپل خپل کور نه ډير لرې بوتلل . د ځنګل خوشي لارو کښې ئي دلته راوستل . هغه ته هيڅ نه وه معلومه چې هغه جينۍ څوک وه او بيا ئي هيڅکله هم و نه ليده .