ليک : سليم شاه کاکاخيل
زه د محبت بازار ته لاړمه
هلته کښې وعدې وې خرڅیدلې بس
بیا د سیاست بازار ته لاړمه
هلته نظريې وې خرڅیدلې بس
یو بازار کښې خلکو څه ریښتیا غوښتل
هلته کښې نشې وې خرڅیدلې بس
بل بازار د ګند د خرڅولو ؤ
هلته ائینې وې خرڅیدلې بس
یو ځاې د دانش بازار د عقل ډک
هلته فلسفې وې خرڅیدلې بس
ما ویل د مذهب بازار ته لاړ شه اوس
هلته کښې توبې وې خرڅیدلې بس
لاړم د وردیو یو بازار وو پټ
ننګ او هم جذبې وې خرڅیدلې بس
چرته دغربت یو غټ بازار ؤ سخا
زیار او حوصلې وې خرڅیدلې بس
ښکلې شان بازار یو د ډمانو ؤ
درد ډکې ټپې وې خرڅیدلې بس
یو بازار چې نوم ې د جمات په شان
هلته کښي فتوې وې خرڅیدلې بس
یو بازار رایونډ ؤ خړ د ښار په شان
تشې مصلې وې خرڅیدلې بس
سور شانته بازار د انقلاب ؤ یو
تشې سرې جنډې وې خرڅیدلې بس
لاړم قامپرستو بازارګي ته زر
هلته جنازې وي خرڅیدلې بس
بیا د ریاست په بازار ګډ شومه
هلته سمجوتې وې خرڅیدلې بس
دا جهان بازار د درد او ظلمه ډک
وینې پکې توې وي خرڅیدلې بس
شومه د خبرونو په بازار ورګډ
خوشې تبصرې وې خرڅیدلې بس
بیا سلیم توبه د بازارونو شو
هر چرته دوکې وې خرڅیدلې بس

