قامي تحریک او د تاریخ تسلسل

تېره شپه ناوخته له امریکا څخه کور ( کنېډا ) ته راستون شوم.
د عوامي نیشنل پارټۍ او خدایي خدمتګار تنظیمونو د تنظیم‌سازۍ لړۍ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې روانه ده. په هم دې لړ کې په امریکا کې هم تنظیم جوړ شو، چې د هغه د څوګند (حلف) اخیستو په مراسمو کې د ګډون دپاره د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي صدر، سینیټر ایمل ولي خان، فارن سیکرټري ګران سردار حسین بابک او د خدایي خدمتګار تنظیم سالار اعظم، انجنیر اعجاز یوسفزي لالا، امریکا ته راغلي وو. ما ته هم د دغې غونډې بلنه راکړې شوې وه.
څو ورځې وړاندې راته محترم مشر ایمل خټک صېب مسیج وکړو چې ؛
لونګینه! امریکا ته پروګرام له به ځې؟ زه هم غواړم ، چې د ایمل ولي خان ستړي مهٔ شي دپاره درسره لاړ شم
ما ورته اووئیل چې خټک صېب، ملګری شهزاد خان ( د خدایي خدمتګار تنظیم کنېډا مرکزي ډپټي سالار ) او زهٔ به ځو ، نو یو ځای به لاړ شو . وروستو راسره ګران جاوید علي هم ملګری شو.
دغسې د جومې په سحر دغه سفر مو پیل کړو او دغه نهه ـ لس ګنټې سفر مو په خبرو اترو، خاطرو او د قامي تحریک د تاریخ په یادونو کې تیر کړو .
ګران ایمل خټک صېب په لاره کې د اجمل بابا او د قامي تحریک د نورو مشرانو خاطرې په ډېر خوند راسره شریکولې.


په لاره مې د ANP امریکا له صدر، ګران ډاکټر بشیر صېب، سره رابطه وکړه او هم دغسې ملګري جاوید علي هم په فېلډلفیا کې د خپلو خپلوانو سره په رابطه کې وو
هغوی په ډېرې مینې راته پیغامونه رالېږل چې شپه ته زمونږ خواته راشئ .
خو مونږ له مخکښې نه په هالیډې اِن (Holiday Inn) هوټل کې د اوسېدو بندوبست کړی وو
د شپې ناوخته چې ورسېدو نو د ملګري جاوید علي خوري ، اسد خان ( چې د ANP امریکه تنظیم غړی دی ) راته تود هر کلې وکړو او زمونږ مېلمستیا یې وکړه .
بیا مې ډاکټر بشیر صېب ته ټیلیفون وکړو ، هغه راته د ناشتې بلنه راکړه.
سحر چې راپاڅېدو، زهٔ ، خټک صېب او ګران شهزاد خان له نیوجرسي څخه فېلډلفیا ته روان شو
هلته د ANP امریکا سیکرټري جنرل ګران شاهد اقبال زموږ تود هرکلی وکړو
لږه شېبه پس ډاکټر بشیر صېب، ګوهر خان، صدیق میاں ، رشید ناصر او نور ملګري هم راورسېدل.
تر لږ وخت پس د ANP مرکزي صدر، سینیټر ایمل ولي خان صېب، له عابد شاه سره راغی. له ملګرو سره یې په ډېره مینه ستړي مه شي وکړل.
په هم دغه وخت کې چې ایمل ولي خان صېب له ګران ایمل خټک صېب سره مخامخ شو، نو زما پر ذهن د تاریخ داسې انځور خپور شو، لکه د ولي خان بابا او اجمل بابا د زمانې خاطرې چې یو ځل بیا راژوندۍ شوې وي لکه د اشنغر او اکوړې هغه دوه درنې هستۍ چې د ( سیاست، ادب، پښتو او پښتونولۍ ستنې ) له اوږدې مودې وروسته یو ځل بیا سره مخامخ شوې وي او په مینه یو بل ته ورته غاړه وځي
د ډاکټر زبیر حسرت صېب دا شعر چې ؛

په څو شېبو کې یې د کلونو تاریخ ته بوتلم او داسې مې محسوس کړه ، لکه چې ما په لږ وخت کې ډېر ژوند تیر کړې وي .
د قامي تحریک د تاریخ تسلسل هم دا دی؛
د یو نسل , د بل نسل , فکر او مبارزه په مخ وړي ، د تېر وخت مشالونه بل نسل ته سپاري او د تاریخ دا لړۍ تر راتلونکو نسلونو رسوي.
دا دواړه د دوو سترو مشرانو د فکرونو بل مشالونه دي او زهٔ څومره بختور یم چې د دوی تر څنګ ولاړ یم او د دې تاریخي تسلسل یوه وړه برخه یم.
له ایمل ولي خان صېب سره مو د کنېډا او ANP اوورسیز تنظیمونو په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د تنظیم له اړخه مو په جولائ ،۲۰۲۷ کې کنېډا ته د راتګ بلنه وکړه ،
ما فکر کوو چې ګران سردار حسین بابک صېب به هم موجود وي، خو هغه مهال هلته نه وو
خو ښهٔ ده ، وروستو ماسپښین مو د ګران بابک صېب سره هم ولیدل.
مازیګر د څوګند ( حلف ) دستورې دپاره هال ته لاړو. هلته مو له پښتون سټوډنټس فېډرېشن (PSF ) د ملګرو جمال بابر او صافي صېب، سره ولیدل او نورو مشرانو ډېر محترم شیر باچا لالا، انجنئیر ظفر لالا، سیار خان او ګران کشر سهیل خان سره هم خبرې اترې وکړې .


ظفر لالا دې مونږ ته په لږ وخت کې دومره مینه، مېلمستیا او درناوی راکړو چې تل به یې یاد ساتو.
وروسته مو له نوموړي هنرمند، ګران ډاکټر کرن خان سره هم ولیدل او د هغه له خوږې موسیقۍ څخه مو خوند واخیست.
سبا سحر ګران انور علي صېب ( د ANP امریکې تنظیم عهدار ) د ناشتې بلنه راکړې وه چې محترم سردار حسین بابک صېب هم ورسره وو
د ګران بابک صېب سره مو د ANP په تنظیمونو ، مقامي او علاقائي او د نړیوال سیاست په بېلابېلو اړخونو خبرې اترې وکړې.
څهٔ وخت پس د کنېډا په لور روان شو.
په لاره کې مو له ګران شیر باچا لالا، مشال خان او امداد خان سره چای وڅښله او بیا د شپې یوه بجه بېرته خپل کور ( کنېډا ) ته راورسېدو
د امریکا د تنظیم له کارکن څخه تر ټولو عهدېدارانو پورې د ټولو ملګرو د مینې، مېلمستیا او درناوي له کبله د زړه له کومې مننه کوو.


قامي تحریک یواځې د څو نومونو او څو تاریخي پېښو نوم نه دی؛ بلکې دا د فکر، قربانۍ ، مبارزې او مینې هغه تسلسل دی چې له یوه نسله بل نسل ته رسېږي. د مشرانو فکرونه هغه بل مشالونه دي چې مونږ ته یې تګ لارې روښانه کړې دي .

One thought on “قامي تحریک او د تاریخ تسلسل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!