د خیبر پښتونخوا په شمال کښې مېشته د ملاکنډ ضلع د قدرتی وسایلو، جغرافیایي اهمیت او اوبو زخايرو له کبله د پام وړ اقتصادي وړتیا لري. خو یوه لویه ستونزه دا ده چې له دومره زیاتو وسایلو سره سره، دا سیمه لا اوس هم د پرمختګ په مېدان کې ولې شاته پاتې ده؟ دا محرومي د وسایلو د کمی له امله نه، بلکې د کمزورې پالیسي رجوړونې، غیر منظم پلان جوړونې او د موثرسیاسي نمايندګئ د نشتوالي نتیجه ده.
که تاریخي پس منظر ته نظر واچوو، د ملاکنډ ضلع په 1970 کال کښې د صوبې تر ادارې لاندې قبایلي سیمې (پاټا) په توګه جوړه شوه. تر دې وړاندې دا سیمه د ملاکنډ پروټیکټډ ایریا په نوم پېژندل کېده او د ملاکنډ ایجنسۍ برخه وه. وروسته دا سیمه د ملاکنډ ډویژن برخه وګرځېده. د ضلعې ټوله رقبه شاوخوا 952 مربع کیلومتره ده. د 2023 ډیجیټل سرشمېرنې له مخې، د ضلعې نفوس له 8 لکو زیات شوی دی، او د ځوانانو زیاتېدونکی تناسب یوه فعاله افريدی قوت برابروي.
په همدې ضلعه کښې تاریخي ملاکنډ پاس موقعیت لري، چې مردان له سوات او دیر سره نښلوي. دا دره نه یوازې جغرافیایي بلکې تاریخي اهمیت هم لري، چیرته چې په 1895 او 1897 کلونو کښې ځایي پښتنو قبایلو د برتانوي استعمار پر ضد خونړۍ جګړې کړې. دغه جګړې د استعماري نظام پر وړاندې د مزاحمت نښه ګرځېدلې ده، او د هغوی یادؤنه لا هم په اولسي شاعرۍ او دودونو کښې ژوندۍ ده.
د دې جګړو نړیوال شهرت تر ډېره د ونسټن چرچل له امله دی، چې وروسته د برتانیا وزیراعظم شو. هغه د یو ځوان پوځي افسر او خبریال په توګه د 1897 د ملاکنډ جګړه کښې برخه اخیستې وه، او خپل مشاهدات یې په خپل کتاب “The Story of the Malakand Field Force” کښې ثبت کړي دي، چې له امله یې د ملاکنډ نوم په نړیوال تاریخ کې ځانګړی ځای خپل کړ.
بدبختانه، له ملاکنډ څخه داسې نمايندګان ټاکل کېږي چې نه د سیمې اقتصادي امکانات په سمه توګه درک کوي او نه یې د پېښور او اسلام آباد په واکمنو ادارو کښې مؤثره نمايندګی کولی شي. له همدې امله، دا سیمه له خپلې اصلي اقتصادي وړتیا بې برخې پاتې ده. خو د خیبر پښتونخوا وروستي ټولنیز او اقتصادي صلاحيتونه (2025) د یوې نوې هیلې زېری ورکوي.
د رسمي شمېرو له مخې، ملاکنډ کښې د زراعت، معدنیاتو، سیاحت او په ځانګړي ډول د پنبجلۍ له لارې د یو پیاوړي سیمهایز اقتصاد جوړولو صلاحيت موجود دی .
د ملاکنډ تر ټولو لویه اقتصادي فواد دیې جغرافیایي موجودوالے دی. دا ولسوالۍ په یوه مهم ستراتیژیک ځای کښې پرته ده او د سوات، لوئر دیر، باجوړ او بونیر لپاره د دروازې حیثیت لري. تاریخي ډول ورته “دروازه سوات” هم ویل کېږي، ځکه همدا لاره شمالي سیمې له لویو ښارونو او ملي بازارونو سره نښلوي.
له جغرافیایي اهمیت سره سره، د ملاکنډ اقتصادي صلاحيت تر ټولو روښانه اړخ یې د اوبو وسائل دي. د سوات سیند او لوئر سوات کینال نه یوازې د زراعت بلکې د بجلئ د جوړولو لپاره هم ډېر مهم دي.
په ضلع کښې دا مهال جبن، درګۍ او ملاکنډ تهری درې مهم هائیډل پاور سټېشنونه فعال دي، چې په مجموعي ډول شاوخوا 123 میګاواټه بجلی جوړوي او هر کال سلګونه میګاواټ بجلی ملي ګرېډ ته ورکوي. سربېره پر دې، د بجلئ د نورو پراجيکټونو لپاره لږ تر لږه 11 ځایونه هم په نښه شوي دي.
که له دې امکاناتو سمه ګټه واخیستل شي، نو ارزانه بجلی به د سیمې لپاره ستر اقتصادي برتري شي، او صنعتي پرمختګ ته به لاره هواره کړي. که صنعتي زونونو ته ارزانه بجلی ورکړل شي، نو ملاکنډ ضلع به په تيزئ سره یو صنعتي مرکز وګرځي.
په صنعت کښې دا مهال په ملاکنډ کښې ټولټال 122 صنعتي واحدونه شته، چې له بده مرغه 39 بند دي. د دې فابریکو بیا فعالول او نوې فابریکې جوړول کولای شي اقتصاد ته نوې ساه ورکړي او خلکو ته د کار فرصتونه برابر کړي.
د معدنیاتو له اړخه هم ملاکنډ ډېر بډای دی. دلته چونه ډبره، ماربل، کرومایټ، چاینا کلے، ګرینایټ او ګرافایټ شته. په ځانګړي ډول چاینا کلے د سیرامکس او ټایل صنعت لپاره ډېر مهم خام مواد برابروي. خو دا ټول مواد خام بڼه کښې نورو سیمو ته لېږل کېږي.
که په سیمه کښې د پروسس فابریکې جوړې شي، نو زرګونه خلک به په کار شي او هېواد به د وارداتو له درکه هم ګټه وکړي.
زراعت شعبه هم د ملاکنډ د اقتصاد مهمه برخه ده. د سیمې خاوره لومی او حاصلخېزه ده، خو د کم باران له امله د اوبو مصنوعي سیستم ته ضرورت لری د سوات سیند له لارې دا ځمکې خړوبېږي، او غنم، جوار، بوره او تماکو پکې ورکوي.
د ملاکنډ رومي بانجان، مالټې، امرود او شفتالو د خپل خوند له امله مشهور دي، خو د پروسس نشتوالی زميدار ته ګټه نه رسوي. که د فوډ پروسس پلانټونه او کولډ سټوریج جوړ شي، نو کیچپ، جوس او جام برامدګئ سره ښه ګټه تراوسه کیدی شي.
سیاحت هم د پرمختګ مهمه برخه ده. ملاکنډ د ټرانزټ سیاحت لپاره مناسب ځای دی، ځکه چې هر کال زرګونه سیلانیان د دې لارې سوات، دیر، چترال او نورو سیمو ته ځي. خو د استوګنې د اسانتیاوو نشتوالي له امله سیمه ترې ګټه نه اخلي.
د دې لپاره د موټروې په طرز ریسټ ایریاز، ښه هوټلونه، پارکونه او ویو پواینټونه جوړول ضروري دي.
تاریخي ځایونه لکه چرچل پکټ، قلعہ ملاکنډ او آماندره هیډورکس هم د سیاحت لپاره پراختیا موندلی شي.
خو تر ټولو لویه ستونزه امنیت دی. په وروستیو کلونو کښې د قتلونو، بھتې، ګواښونو او سړک جرمونو پېښې زیاتې شوې دي. همدارنګه د نشهيي توکو، په ځانګړي ډول آیس استعمال هم ډېر شوی دی.
د دې ستونزې یو لوی لامل د لیویز فورس کمزوری نظام دی، چې عصري پولیسنګ نه لري. نو د امنیت د ښه کولو لپاره یو مسلکي او عصري پولیس نظام ډېر ضروري دی.
د بشري وسایلو له پلوه هم حالت ښه دی. د ملاکنډ د لوست لیک کچه 61.66٪ ده، چې د صوبې له اوسطه لوړه ده. دا تعلیم یافته خلک د اقتصاد لپاره مهم سرمایه ده.
که ښځو ته هم د کورني صنعت او هنرونو روزنه ورکړل شي، نو اقتصاد به لا پیاوړی شي.
اوس وخت رارسېدلی دی چې ملاکنډ یوازې د تګ راتګ لاره ونه ګڼل شي، بلکې یو مهم اقتصادي مرکز وپېژندل شي. ارزانه بجلی، معدنیات، زرخېزه ځمکه او تعلیم یافته خلک هغه عوامل دي چې ملاکنډ یو مثالي صنعتي ضلع ګرځولی شي.
خو د دې لپاره پیاوړې رهبري، ښه پالیسي او اوږدمهاله پلان ته ضرورت دے که وفاق، صوبه او ځایي مشران په ګډه کار وکړي، نو ملاکنډ نه یوازې خپل تقدير بدلولی شي، بلکې د ټول هېواد پرمختګ کښې مهم رول لوبولی شي.