ماته غوږ شه

يو خوب يؤ تاثر
خوب قلندر مومند – تاثر نورالبشر نويد

خوب …
دا د شپږويشتم اپريل شپه وه ، ما خوب ليدو چې ډير خلق راجمع دی زه په خلقو کښې ناست ووم، قلندر مومند راغے اؤ ما سره کيناست ، ما د ښی لاس د مټ نه په دواړو لاسونو کښې کلک ونيولو اؤ په اوګه مې ورله سر کيښودو ، قلندر صيب ماته ووئې ….!!!
بشره تا زما هغه کار ونکړو
ما ورته ووئې
دادې اوس ځم
ه پاڅيدم او لاړم اما په کما وګرځيدم ريډيو ټيلی ويژن کښې مې تپوسونه کول ، قلندر صيب دا سندره غواړی …؟


ټول خوب کښې ستړے شوم چې راپاڅيدم نو د شپې شل منټه د پاسه يوه بجه کيدونکې وه …… ويښ شوم خو ټوله باقی شپه اؤ په سبا له ورځ او اوس نن هم د قلندر صيب د خوب د حصاره نه ووځم ، نو دا تاثر ئې راکړو .

تاثر
قلندر مومند صيب ..!!!
زما خوب اؤ ويښه يو شان دی ، سترګې مې پټې وی خو دماغ مې ويښ وی ، ځکه چې هر ځل ستاسو پشان مشران په خوب کښې ووينم ، نو زه ورته خوب ليدل نه وايم ، زمونږ په تصوراتی دنيا کښې ډير بلها روحونه لکه د اختر د ميلې ګرځی ، سم لکه د بونير بابا بازار ـ عن لکه پرپرکی الوځی اؤ زه ورپسې منډې وهم ـ بيخی لکه د فرښتو د ټال جوټې ـ د حورو د خندا بازګشت ـ په خپل دوزخ کښې پروت د جنت په سيل ووځم
د شاعرانو د تصور دنيا څومره ښکلې وی ، بغير د شرابو د تريخ ګوټ نه د اندرون مستی اؤ خمار ـ بغير د يار د ديدار نه دلداری ـ بغير د داره منصوری سنګساری، لکه چې منصور وائی !!
زه د کاڼو په ګزارونو دومره نه خوږيدم څومره چې د ګل په ګزار
ځکه چې ….!!!!!

د شپې د خوب سپين ږيری ياره ….!!!
زما محترم قلندر مومنده ، زه تاته يار ځکه وايم ، چې ستا ادا کښې د پخوانی سباؤن څيره ده ، زه پکښې د باچاخان شيشم باغ ته ورځم اؤ د پيښور سلام اوړم ـ
ستا پخوانۍ ګجرې د ولی خان د حيدر آباد د زولنو پشان وينم ، اؤ ستا غږ اورم ــــ!!!

محترم ياره ـ…!!
زه ستا د تصور درياب کښې ولاړ يم خو دا نه وايم ..
٫٫ پريده چې خړ سيلاب مې يوسی ،،ځکه چې زه ړوند مهے نه يم ، ابن ادم يم ، ستاسو ټولو مشرانو مبارزې راته وئيلی دی !!!!

اے د باچا خان د پښتو د ضمير قيدی !!!
ماله چې په شپږويشتم اپريل په خوب کښې راغلې اؤ ماته دې ووئې
بشره زما کار دې ونکړو
اؤ زه ستا په سندرې پسې وګرخيدم ، ليلو باغ د باغوان دے، مونږ لکه طوطيان يو نن دلے سبا به ځو نه
نو د وپښ خوب دغه علامت چې ما تعبير کړو نو ځان راته په ليکوال کور کښې ملامته ښکاره شو ـ
هاؤ ما ستا کار ونکړے شو ، ما هاغه سوال تر اوسه جواب نکړے شو ستا د باغ جارح باغوان نن هم د قبضه ګروپ په شکل موجود دے ستا د طوطيانو سرې مخوکې نن هم د شنې کولو کوشش کيږی ، ستا ټول پيښور ټوله پښتونخوا لاره کوڅه کښې طوطيان بڼه بڼه پراته دی
ستا د شاهی قلعې د رڼا د ناوې په سر د سزا رسم د ابراهيمی سنتو د قربانۍ پشان ادا کيږی ، هلته اسماعيل حلال شوے نه دے دلته پښتانه حلاليږی هم ،
ته نن هم په خوب کښې ماته وائي ماله دا راوړه ….!!!!


ليلو باغ د باغوان دے
هاؤ باغ د پردی باغوان دے ، طوطيان ترے کله يو خوا کله بل خوا په کډه ځی اوس ستا باغ د تورو کارغانو دے يا پيريانو ماماګانو ـ کارغانو اؤ پيريانو دومره ډير بچی راوړې دی چې ستا د باغ د سرو ګلونو نه سرې شونډې خوری ، کارغانو به پخوا غول خوړل ، اوس د پښتنو د اسم نا معلوم لاشونه خوری ، پيريان به په کشمالو کښې ناست وو اوس رانه د سور ګل شونډې خوری ، د شاعر د سپرلی تصور ئې د ويرې بوګنولے دے ګل ته د ويرې نه نزدې کيږی ، ستا پښتونخوا د نا معلومه مرګ زانګو ده د ميندو نه ئې الاهو هيره کړې ده ـ اوس مېندې هرې جوټې سره سانده وائی ـ اوس د ژوند ژواک هره لاره چاره بدله شوې ده ، ادب چې ستاسو په دور کښې نه خرڅيدو ،اوس لکه يوسف براے فروخت اشتهار دے، لفظونه د عياشو باچايانو په دربار کښې لکه د شپې د ډمې ګډا کوی، او بيا وای!!
٫٫رات گئ بات گئ،،

اے زما د خوب ارمانه…!!!!

يوځل بيا په خوب کښې راشه چې تاته ستا د وطن ټوله قيصه راتيره کړم ،
نو تاته به خپل پخوانی قيدی شعرونه پيشګوئی وښکاری ـ

يوځل بيا ليکوال کور ته په توره شپه راشه چې تاته ستا د رڼا د تور داستان راتېر کړم د پښتو د نن دور ګستاخ حرفونه درته مخې ته کيدم چې ته پکښې د نن دور د کنځل مار ادب او سياست د پليتو خلو زهرژنې لارې ووينې خو لکه
د ستړی مات خوشحال خټک به دا نه واې..!!

اے د پښتو ارمانه چې دا ځل راشې نو زه به تاته په ٫٫سره ډولۍ،، کښې د ګل اندامې ښاپيرۍ سور شليدلے سالو مخې ته کيدم ، چې لکه د جميله الجزائری پشان ئې خپل پيغلتوب سواليه نشان جوړ کړے دے ـ اؤ د پښتونخوا د هرې خور په بوغ اواز به درته د اجمل خټک د غيرت چغې د پيغلې دا اخری بند اوروم
چې نن سبا ئې هره خور په هديره کښې د شهيدانو زلمو وروڼو په قبرونو لکه د ترانې وائی..!!

اے د باچا خان د عظمت ليکونکيه

راشه چې دا ځل درته په درمثال کښې صوفيان په ګډا وښايم چې د پنجاب دانشور اؤ ستا د دور د صحافت پښتون کش نوائے وقت پشان فتوه ګر وښايم ، پښتانه اوس د خپل مزاحمت وعده معاف ګواهان دی ، خو د باچا خان پشان به په ګيله منده لهجه دا نه وائې..!!
چې زه پښتنو تر اوسه ونه پيژندم چې زه هندو يم که مسلمان ؟؟
چې دا ځل راشې نو زه به تاته
د مذهب او مسلک په تبر ستا شهیده پښتو ښائم چې شهادت ې هم مشکوک ګرځېدلے دے ،
دا ځل چې زما نه په خوب کښې پخوانئ سندره غواړے نو زه به درته رښتيا رښتيا ووايم، چې زه تاله ستا سندره د کومې راوړم، زمونږ ټولې سندرې د پښتو ډرامې په ریډیو او ټیلي وژن کښې لکه د هندوانو د لاشونو سوزولی شوی دی، دا تاريخ کش بت شکنان دی، تاريخونه او تهزيبونه د مينځه اوړي ، قلمونه ماتوی ،کتابونه سوزوی، حتا چې قبرونه هم په بمونو الوزوی، او ناقراره روحونه وای!!

دا ځل که بيا زما ناقراره ويښ خوب کښې راغلے، نو زه به ستا د خبرې نه وړاندې زر زر تاته وايم،
هاو ما ستا کار په دې وجه ونکړے شو، چې ستا د وطن سندرې اوس ساندې دی، مونږ ژوند پرست خلق ساندې نشو وئيلی، مونږ الوتی طوطيان بيا خپل باغ ته راتلل غواړو، ټيک ده چې په دغه باغ کښې کارغان او پېريان ناست دی خو د باغ په يوه ماته څانګه به مونږ هم کېنو او دا به ووايو!!
٫٫ډېر لاړو راغلوخو په څانګه ستا د خيال کېناستو،،

زما زوړ پخوانی اشتراکي شاعره…!!
دا ځل زه بلنه درکوم،
راشه راشه، راځه، بيا راشه، ما ستا سندره پېدا نکړی شوه، ستا سندره لکه د ميمونئ په ټګڼه غرمه کښې حلاله شوې ده ما درله دا غزل جوړ کړے دے،
خو د تنقيدی د نری چاڼه به ئې نه چڼوے ځکه چې دا زما احساسات دی ، د شاعرۍ انجنيری نه ده !!!

3 thoughts on “ماته غوږ شه

  1. نورالبشر نويد صیب ډېر چور خیال راوړے . تاسو وګورئ لکه د قلندر مومند صېب سره چې روبرو لګیا وې. ډېر ښه .

    چې په خوشحال په رتمبور کښې وشوې
    هغه کانئ په ما لاهور کښې وشوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!