درېمه څېړنه
دا څېړنه دَ پښتنو نسلى رېښه يونان سره غوټه کوى. دوى ګڼى چې دَ پښتنو نومونه، مخونه اؤ خاندرې، کړهٴ وړهٴ، دَ دوى دَ سيمو نومونه اؤ دَ دوى ژوند ژواک دَ نړۍ نورو قامونو کښې ټولو نه زيات يونانيانو ته ورته دے. بيا يونان کښې ټولو نه زيات دوى “سپارټيانو” (Spartans) ته نزدې دى چې هغوى هم دَ پښتنو غوندې کلک، زورور اؤ زړهٴ ور، جنګيالى اؤ خوارى کښ دى.
څلورمه څېړنه:
دَ دې څېړنې منونکى باور لرى چې دا دَ منځنۍ اسيا دا سيمه دَ تاريخ پهٴ اوږدو کښې دَ تهذيبونو غېږه پاتې شوې ده. پهٴ دې سيمه دَ نړۍ بېلا بېلو برخو نه يرغلونه شوى دى اؤ دَ دغه يرغلونو نخښې پهٴ دې سيمه پرتې دى. داسې حال کښې چې دَ وګړو خپلو کښې خپلوۍ شوې دى، يؤځائې ژوند شوے دے اؤ دَ هجرتونو تسلسل پاتې شوے دے نو دا ممکنه نهٴ ده چې دلته دَ يؤ سُوچه نسل خلک پاتې شوى وى.
دَ پښتنو رسمونه رواجونه:
غم ښادۍ:
دَ پښتنو پهٴ علاقه کښې چې دَ چا غم ښادۍ وى نو خواوشا ټول پښتانهٴ زلمى، زاړهٴ، نر و ښځې دَ هغه سره برابر شريک وى اؤ دَ خدمت کولو چې ئې څومره وس رسى هغه ورسره کوى.
خدائې دې نهٴ کړى که دَ چا کور کښې مړے اوشى نو دَ کلى ټول اولس پهٴ دې غم کښې ورسره برابر شريک وى اؤ هر قسم بدنى اؤ مالى خدمت کولو ته تيار وى. تر دېرو ورځو پورې دَ کلى اؤ دَ محلت خلق دَ دې غمزده کوروالو مېلمستيا کوى. فاتحې ته لرې لرې نه خلق راځى اؤ دَ هغه مېلمنو خدمت هم دَ محلت پښتانهٴ کوى. دَ مړۍ دَ قبر و کفن انتظام هم دَ کلى خلق پهٴ شريکه کوى اؤ غمزپلو ته دَ دې موقع نهٴ ورکوى چې هغه دا محسوسه کړى چې ګنې هغه يواځې پهٴ دې غم کښې غمژن دے.
دَ پښتنو ښادۍ هم دَ هغه کور خلقو دَ پاره مخصوصه نهٴ وى چې کوم کور کښې ښادۍ وى دَ کلى خلق اؤ دَ علاقې ټول خلق پهٴ دې ښادۍ کښې برابره حصه اخلى اؤ هر چا ښادۍ وى هغه سره دَ علاقې خلق مختلف قسمه امدادونه کوى. څوک ورته غله راوړى، څوک نغدې روپۍ ورکوى، څهٴ دوستان ورته دَ غوړو ټينان راوړى اؤ څوک ورته پسونه، خلق دې ته دَ پښتو لغت کښې ننګ وائى. دَ ښادۍ روټۍ ته چې څوک راځى نو هر يؤ سره ټوپک کمربند وى. اؤ ښې ډزې ډوزې به کوى اؤ اکثر خلق پکښې تماشې هم راولى اؤ ښهٴ خوندناک مجلسونه اوشى.
مېلمستيا:
دَ پښتنو مهمان نوازى پهٴ دُنيا کښې مشهوره ده اؤ دَ دُنيا هر هغه سړے چې ورته دَ پښتنو پته وى نو دوى به دَ پښتون دَ مهمان نوازۍ نه هم خبر وى. دَ پښتنو پهٴ هر کلى کښې يؤ مشترکه ځائې وى، چې ورته حجره وائى، هر کله چې مېلمه راشى نو دَ کلى هر يؤ سړے دَ خپل کور نه ډوډۍ حجرې ته اوباسى اؤ مېلمه سره به يؤ ځائې خورى اؤ که چرته ډېر عزتمند مېلمهٴ راشى نو دَ کورواله ورته پسونه حلالوى اؤ ښهٴ عزت و خدمت ئې کوى.
عيدونه اؤ اخترونه:
پښتانهٴ چې پهٴ کومه طريقه عيدونه اؤ اخترونه تېروى هغه دَ ذکر کولو قابل دى. هر کله چې اختر رانزدې شى نو دَ کور مشر دَ کور ټولو غړو ته نوې نوې جامې، څپلۍ اؤ نور دَ خوشحالۍ څيزونه راوړى. دَ اختر پهٴ شپه دَ وړو ماشومانو اؤ جينکو لاسونه به پهٴ نکريزو سرهٴ کولے شى اؤ پهٴ دې شپه ماشومان ښهٴ مشغولېږى اؤ دَ ټولو کورو نه شوده راټولوى اؤ څښى يې دَ اختر پهٴ دوېمه ورځ هر زلمے ټوپک پهٴ لاس کمربند پهٴ ملا تړلے خپلې حجرې ته به راشى نو چې ټول جمع شى بيا دَ يوې ډلې پهٴ صورت کښې لوئې لوئې کلو ته دَ ا ختر مبارکۍ له ځى.
پګاړه يا بسکر:
پګاړه يا بسکر دَ پښتنو دَ معاشرتى ژوند دَ باهمى تعاون اؤ دَ يؤ بل سره لاس کولو ډېر پخوانے رواج دے. چې نن هم دَ پښتنو پهٴ کلو کښې ډېر پهٴ طريقه کېږى. هر کله چې کلى کښې کسانو باندې کار زيات وى اؤ زر ختمول غواړى نو بيا پهٴ کلى کښې پهٴ ګڼ تعداد کښې خلق رااوغواړى چې هغه پهٴ کار کښې ورسره لاس وکړى. دې ته پګاړه يا بسکر وئيلے شى. دَ کور سړے هغوى ته دَ ډوډۍ بندوبست دَ خپل وس مطابق وکړى.
زېرے:
دَ زېرى معنى ده خوشخبرى اؤ پښتانهٴ هم زېرے دَ خوشخبرۍ دپاره دَ ډېر وخت نه استعمالوى خو دا خوشخبرى يوه مخصوصه اؤ ډېره لويه خوشخبرى وى. هر کله چې يؤ کور کښې نوے هلک پېدا شى دَ کور مشران دَ خپلوانو اؤ يارانو دوستانو ته دَ خوشحالۍ زېرے لېږى، دا زېرے کول دَ کلى دَ حجام (نائى) کار وى. اؤ حجام هغو خلقو ته رسوى اؤ ورته وائى چې زېرے مې درباندې دَ فلانى زوئې يا لور شوې ده. هغه کس نائى ته لس شل روپۍ دَ خپل وس پورې ورکوى اؤ هغه حجام ځان ته جمع کوى اؤ بيا چې دَ هلک اوومه چې ورته کچه څلوېښتى وئيلے شى تېره شى نو هغه خلق چې پهٴ کومو زېرے شوے وى اؤ دَ کلى نور خلق دَ مبارکبادۍ دَ پاره ټولے ټولے راځى اؤ پهٴ ټوپکو ډزې کوى دَ کور خاوند هغوى باندې ډوډۍ اوخورى اؤ چې ورته ډله راشى اؤ ډزې وکړى نو دَ کور خاوند هغوى ته يؤ پسه ورکوى اؤ هغه بيا پهٴ خپلو کښې صحبت وکړى. اکثر خلق پکښې تماشې اؤ مجلسونه هم کوى.
پښتونولى دَ پښتنو دَ خويونو، عاداتو اؤ رواجونو يوه مجموعه ده چې پښتانهٴ زيات اهميت ورکوى. پښتونولى نهٴ يواځې پهٴ پښتنو کښې بلکې پهٴ ټوله نړۍ کښې دَ پښتنو دَ سپېځلو رواجونو پهٴ نامه شهرت لرى، پهٴ پښتونولۍ کښې دا لاندې رواجونه شامل دى:
بدل: دَ هر بد کار پهٴ بدل کښې جرمانه ورکول.
مېلمستيا: مېلمه پالنه که څهٴ هم مېلمه لوئې دښمن وى.
کورنۍ: دَ ژوند پهٴ هر پړاؤ کښې دَ کورنۍ اؤ ښځې ساتل.
ننواتېک پښتون بايد دَ دښمن ننواتې ومنى اؤ هغه ته دَ ژوند پهٴ هر پړاؤ کښې پناه ورکړى.
جرګه: دَ پښتنو يوه ټولنه ده چې دَ يوې خاصې موخې دَ پاره راټولېږى.
غېرتمند: هغه څوک دى چې زړهٴ ور وى، ښهٴ خويونه ولرى، سخاوت اؤ مېړانه ولرى.
ننګ: هغه افتخار، غېرت اړ مېړانې ته وئيل کېږى چې دَ کورنۍ سر پرې لوړ وى.
شرم: څوک چې حيا ولرى، سپکو سپورو نه ځان ژغورى اؤ ښهٴ اخلاق ثابت کړى.
ناموس: هغه څهٴ دى چې خپله مېرمن له هرو ناخوالو نه وساتى اؤ دَ هغې پهٴ ساتنه کښې له هېڅ سرښندنې نه درېغ ونهٴ کړى.
دَ پښتنو ژبه:
دَ پښتنو ژبې ته پښتو وئيل کېږى دا ژبه دَ ختيځ ايران دَ ژبو نه يوه ژبه ده چې دَ اوسنۍ ايرانۍ ژبې ته توپير لرى. دَ تاريخ پهٴ بهير کښې پهٴ پښتوژبه کشې زيات بدلونونه راغلى دى. څنګه چې پښتو يواځې دَ پښتنو ژبه ده اؤ نور قومونه پهٴ دې ژبه خبرې نهٴ کوى نو ځکه دا ژبه پهٴ پښتنو پورې تړاؤ لرى اؤ دَ ايران دَ ژبنى کلتور نه پرې کړې تلقى کېږى که څهٴ هم پښتو ژبه له تاريخى اړخ نه پهٴ ايرانۍ ژبې پورې تړل کېږى خو زيات تړاؤ يې پهٴ هندوستان اؤ اردو ژبه کښې ليدل کېږى. دَ دې مانا دا ده چې پښتو ژبه زيات پهٴ هندوستانى ژبو پورې ارتباط نيسى.