اسد خان شهزاده – جنرل سیکرټري – اے این پي – البرټا کنېډا
په کنېډا کښې د عوامي نېشنل پارټۍ تنظيمي غونډې په منظمه توګه دوام لري ، په دغه حواله د باچاخان نايټ په نوم د کنېډې په البرټا صوبه په کیلګرۍ ښار کښې يوه پرتمینه غونډه وشوه، د دې صدارت د کنېډې اے اين پی سنټرل ارګنائزنګ کمیټۍ چیرمئین جوهر لونګين وکړو،
ګران اشتر خان ، شمله نیازۍ او عایشه اشفاق د سټیج چارې ترسره کړې . چې پکښې د البرټا صوبې او د کنېډا د نورو برخو نه راغلی مېلمنو ګډون وکړو، په دغه غونډه کښې د نورو قومونو د ژبو خلک هم ناست وو او د باچاخان جدوجهد ته ې درناوی ورکړو،
د البرټا صوبې د اے اين پی د طرفه د باچا خان بابا نايټ په نوم دا غونډه چې د ويناوې نه پس ې دويمه برخه د موسيقئ هم لرله، په داسې حالاتو کښې وشوه چې په ټوله دنيا د امريکې اسرائيل او ايران د جنګ اثرات خواره دی او پرتشدده واقعيات کيږی نو په کنېډا البرټا کښې د باچاخان د عدم تشدد د فلسفې او جدوجهد په نوم غونډه کيږي چې ټولې نړئ ته د پښتنو د طرفه د باچا خان د امن پېغام ورکولې کيږي او د باچاخان د جدوجهد مثال د عدم تشدد په شکل کښې وړاندې کيږي چې باچاخان ټول قامی جدوجهد په جنګ نا بلکې په عدم تشدد کړی دی، د جنګونو موجدان هم په اخره کښې د ډېرې تباهي نه پس دا وائي ، چې د مسلو حل په جنګ نه کيږي، او هم دغه د باچاخان د عدم تشدد فلسفه ده،
د نړئ ټول امن دوسته ليډران او انقلابی مشرانو هم د باچاخان عدم تشدد منلی دی،

د کنېډې البرټا صوبې د اے اين پی لخوا دا غونډه په دغه حواله ټولې دنيا ته د امن پېغام هم دی، په دغه غونډه کښې د پښتنو او د نورو قومونو ګډون هم دا ثابتوي چې هغوی ټول د باچاخان نوم او جدوجهد ته څومره احترام لری،
په غونډه کښې د یو کے پی این پی نارتھ آمریکہ صدر ایڈوکیٹ سردار رشید یوسف ، سرائیکی نیشنلسٹ آسجد بخاری، کمیونٹی لیڈر چوہدری نعیم ، بریسٹر عثمان آو سابقہ یوسی ډګر بونیر چیرمین شیرزادہ خان آو انفارمیشن سیکرٹری پی پی پی البرٹا کینیڈا جناب شاه سوار خان مہمند،
دغسې د لیبرل پارټې نه شهناز مٌنیر آو د این ډي پی کنېډا ( آپوزیشن ) پارټې عرفان صابر آو ګوریندر برار ګډون والو ته ویناګانې وکړې چې نن وخت کښی د باچاخان د فلسفې ټولې نړې ته آشد ضرورت دې آو پکار ده چه داخبره مونږ په هر میدان وکړو ګنې دنیا د تباهې په مخ روانه ده،
دغسې د البرټا موجوده حکومت ( یو سي پې ) د پریمئیر سینئر ایډوائزر هیپي مان ګډون والو ته اٌویې چه داسې نده چې باچاخان صرف د پښتنو یا مسلمانانو لیډر دې بلکې باچاخان بابا د ټول انسانیت دپاره کار کوو آو هغه د هر انسان وو آو دې
زه نن ډیر ویاړ کوم چې پدې موقع تاسو سره یم آو بیا یئ اے این پی آلبرټا له په کمیونټې کښی د انسانیت له پاره د کار کولو ا اے این پي البرټا صدر شیر اکبر خان آو جنرل سیکټري آسد خان شهزاده له په ښهٔ کارکردګۍ سرټیفیکیټ ورکړو آو دا یئ ووئیل چې واقعې تاسو د باچاخان بابا صحیي پلویان او پیروکار یې.
غونډې ته د اے این پي البرټا صدر شیر اکبر خان وینا وکړه ، ټولو راغلو میلمنو او د خپل تنظیم د عهدادرانو او کارکنانو یې شکريه وکړه .
هغه اووئيل چې باچا خان تل د امن ، ورولۍ او اتفاق خبرې کړي دي ، راځۍ چې مونږ هم سره يو شو او د باچا خان په لار امن او سوکالۍ دپاره کار وکړو

د باچاخان نايټ د غونډې په اولنئ برخې په صدارتي وېنا کښې د کنېډې د اے اين پي د سنټرل ارګنائزنګ کمیټۍ چیرمین او د دې پرتمينې غونډې صدارت کونکې
جوهر لونګين په خپله وینا کې اووې…..،!!
د ټولو نهٔ اول خو د اے اين پی البرټا د ادنا کارکن نه واخله تر د صدر پورې د ټولو ډېره ډېره مننه کومه ، چې دومره دروند پروګرام ې راجوړ کړی دی، په دې ورته مبارکی وايم،
ستاسو د مينې او درناوی يو جهان مننه، چې ماته مو په داسې عزتمنده تاريخی غونډه کښې مشري راکړه، د راغلو خويندو او بچو د ګډون هم ډېره مننه کوم
د مائک سمولو په وخت کې هغه ووئيل ؛
زه يو پروګرام له تلی ووم، نو يو ملګري راته ووې چې ستا قد لوړ دی نو دې مايک ته لږ سر ټيټ کا، ما ورته ووې چې خبره خو د سر د ټيټولو ده کنه چې مونږ سر نه ټيټوو، دا زمونږ باباګان خو نن ځکه ياديږی چې دوی سرونه نه دی ټيټ کړی، مزاحمت یې کړې دی .
ملګرو مونږ سره دلته د نورو قومونو دا ملګري هم ناست دی نو هغوی ته به د هغوی په ژبه کې شکريه ادا کړم ،

میں یہاں موجود اپنے دیگر بھائیوں کا بھی تہہِ دل سے شکر گزار ہوں، جنہوں نے ہمارے اس پروگرام باچا خان نائٹ ميں شرکت کرکے ہمیں عزت بخشی۔
ان سب بھائیوں کے لیے ایک شعر:
اہلِ چمن کو اپنے بہاروں پہ ناز تھا
ہم آ گئے تو ساری بہاروں پہ چھا گئے
جیسا کہ اپ لوگوں کو معلوم ہے کہ باچا خان صرف پشتونوں کے ہی نہیں بلکہ پوری دنیا میں ایک عظیم رہنما کے طور پر جانے جاتے هيں
آپ بھائیوں کےانے پر تہہِ دل سے پهر شکر گزار ہوں
اوس به پښتو ته راشو او د ټولو نه اول به د اے این پي البرټا صدر شیر اکبر خان ، او جنرل سیکرټري اسد شهزاده خان ته د سائل صاحب دا شعر ډالۍ کړم !
سپک نظر یې هم سترګې درنې کړي چې راؤګوري
زهٔ خدای زېږولے هسې دروند یمه ، پښتون يمه

ملګرو ! مونږ په يو داسې شخصيت باچا خان بابا په ژوند او مبارزه باندې خبرې کوو چې يو ګڼ اړخيز شخصيت دی ما چې په بېنر د باباګان او دا شعر ولیدو نو مياں صېب ( اکبر حیات ) او ملګري انجئنير خادم شاه راسره ناست وو
نو ملګرو تاسو خو دا دوه باباګان باچاخان او ولی خان ټول پېژنئ خو دا شعر چې د چا دے ( ډاکټر خالق زيار ) سره زما د وينې رشته ده دوی درېواړو ژوند دغه شان تېر کړے دے،
ژوند هغه دے چې د قام دپاره تېر شی
نور خو هسې بس حساب د ورځو شپو دے
حقيقت هم دا دی چې د باچاخان غوندې هستي چې کومه ده د ژوند زياته برخه ې په جيلونو کښې تېره کړې ده، دا جیلونه ې په جنګ جګړو نه بلکې د قام دپاره تېر کړی دی، بابا خو دا وئیل چې جنګونه مه کوئ، تشدد مهٔ کوئ،او دا دی قام دپاره یې خوشحالی سوکالی غوښته او سختې ې ګاللي دی،
پروفېسر امير جمال صېب پرې ډېرې ښکلې خبرې وکړې پروفېسر صېب د يو تنظيم په خپله وینا کې د یو تنظيم زکر وکړو، زه لږ د دغه تنظيم تاريخی پس منظر بیانول غواړم ، اوس دا اپريل میاشت ده او دغه ازاد سکولونه او دغه تنظیم هم د اپريل په میاشت 1921 کښې جوړ شوی وو، خو د پروفېسر صېب په خبره کښې لږه تصحيح کوم، چې د دغه تنظيم نوم انجمن اصلاح افغانيه نه وو ، بلکې انجمن اصلاح الاافاغنه وو،

باچاخان دا تنظیم !
چې پښتانهٔ د تشدد نه منع کړي ، پښتانهٔ د غلطو ، سمونو او رواجونو اصلاح کولو او په پښتنو کې د قامولۍ ، مینې او محبت پیدا کولو دپاره دا انجمن اصلاح الاافاغنه تنظیم جوړ کړې وو
ملګرو ؛ زمونږ خاوره ډېره غني خاوره ده ډېر اتلان ې زېږولي دی، خو د بده مرغه دلته يرغلګر راغلی دی زمونږ خاوره ې د قبضه کولو کوشش کړے دے نو په دې وجه زمونږ اتلان د جنګونو سالاران پاتی شوی دی خو يو اتل باچاخان داسې دی چې هغه د امن او صلحې اتل ؤ، د عدم تشدد خبره ې کوله، ځينی خلک وائي چې عدم تشدد د پښتنو نه زړه ويستو، خو باچاخان په دې پوهه وو چې يو ټولنه د تشدد نه ډکه وي نو وړاندې تګ نشي کولې، د دې دپاره اول تعليم دی ځکه چې تعليم د رڼا لاره ده، او ځکه ې اول ازاد سکولونه جوړ کړل، مقصد ې دا وو چې پښتانه په تعليم پوره شي او د تشدد نه واوړی، باچاخان به وئيل، چې بې سواده خلک زات پرست وی، خپل سود زيان نه پېژنی، يو واقعه دلته د هغوی د کتابه ( زما ژوند او جدوجهد ) نه رانقل کوم،
زمونږ د کلي د خپلې کورنۍ يو مشر د خپل ورارهٔ دلاسه د خپل کلي په جومات کې د لمانځه دپاسه په سجده قتل کړی شوی وو ، تفتیش له پولیس راغی
پولیس کپتان پیرنګې وو ، هغه جومات ته د بوټانو سره ننوتو ، هلته ولاړ يوسړي ورته ووئیل !

صاحب ؛ بوټان وباسه جومات دی ، پیرنګي ورته ووې چې ستاسو په زړهٔ کې د خدائ د کور هم صرف دومره احترام دی چې پیزار سره پکښې نهٔ ګرځئ او د هغه خدائ پیدا کړی مخلوق پکښې هم د هغه د وړاندې په سجده کې پروت وژنۍ ؟
دا ستاسو عجیبه مذهب دی او عجیبه تعلم دی
ملګرو، تاسو وګورئ يو داسې قام د تشدد نه رامنعې کول به څومره ګران کار وو
باچاخان به د دې دپاره څومره سختې تېرې کړی وی،
دا خبره داسې هم نه ده چې پښتنو د جنګ مېدان پرېښے دے،کله چې به جنګونه د مټو په زور کېدل نو پښتانه په هر مېدان بريالی وو، خو چې باچاخان پوهه شو چې د مټو نه زور سر له تلے دے، د تورې ځاې قلم اخستے دے نو باچاخان پښتانه هغه لار ته راوګرځول، د تعليم لارې ته..

ملګرو زه بله يوه خبره هم ډېره محسوسوم او خفګان پرې هم راځی، تاسو به هم وينئ چې پښتانه تقسيميږی، نور نور ويشلی کيږی، دا ټولې قبیلې زمونږ دی،که يوسفزی دی ، که خټک، اپريدی شينواری،هر څه چې دی ټول پښتانه دی په دې حقله د باچاخان يادونه د ډاکټر خالق زيار ليکلې واقعه بيانوم، ډاکټر زيار صېب ليکی
“ مونږ يو ورځ باچاخان سره ناست وو يو مېلمه راغی باچاخان ورسره د ستړی مشې نه پس تپوس وکړو، څوک ې او څه دې نامه ده مېلمه ورته ووې، شينواری يم، باچاخان ورته په سختئ ووې، چې ته اول پښتون ې او بيا شينواری، او زمونږ د ناستو کسانو په لور یې په یوه معانا خیز انداز وکتل .
ملګرو بايد چې مونږ ځان نور تقسيم نکړو،
طیب صاحب ناست دی ،په نړېوال سیاست ژور نظر لري
نن سبا هر خوا په هره زمکه جنګ دی، مقامي سیاست په علاقائي سياست ( سيمه ايز سياست ) پورې انښتی وي او سيمه ايز سياست په نړيوال سياست پورې انښتې وي .
او داسې پيښې ( د ایران ، اسرائیل جنګ ) سیاسي منظرنامې بدلوي ، دا څه چې په نړئ او ريجن کښې روان دی دا به زمونږ په خاوره څه اثرات راوړي ، مونږ به بيا هغه طرفته بوځی چې د پردو جنګونو خشاک جوړ شو، مونږ ته باچاخان وخت په وخت دا سبق راکړے دے چې د تشدد نه لاس واخلئ،
د باچاخان کتاب زما ژوند او جدوجهد ما ډېر ډېر لوستی دی ، او زهٔ چې يې کله هم لولم نو داسې محسوسوم ، چې بابا دغه خبرې کوي او زهٔ یې اورم .

باچا خان ته يو ځل چا ووئيل چې ځینې کسان ؛ ستاسو او د خوشحال بابا د تحريکونو مقاليسه کوى ، نو باچاخان ورته ووئيل چې ” ښهٔ خبره ده ، دا زمونږ د پښتنو د تاريخ ډېرې محمې برخې دي . خو مقاليسه کوونکو له پکار دي چې څو خبرې په نظر کښې وساتي ، يوه دا چې خوشحال بابا په کوم عمر کښې مبارزه شروع کړې وه او ولې يې کړې وه ، دويمه دا چې د خوشحال خټک دښمن څوک وهٔ او زهٔ چې د چا مقابلې ته راوتے وم ، هغه څوک وهٔ .

دريمه دا چې د خوشحال خټک د وخت د مبارزې تقاضې او شکل څهٔ وهٔ . او ما بيا ددې مبارزې دپاره کومه لار خپله کړه . د هغهٔ مبارزې پښتنو له څهٔ ورکړهٔ او زما مبارزې څهٔ ګټه ورورسوله “
ملګرو ، زه وايم باچاخان پښتنو له سياسی شعور ورکړے دے، قامونه تل د سیاست د لارې د خپلو ستونزو نه راؤځي او هغې ته د حل لارې ټاکي ، خو مونږ بدنصيبه په دے يو چې سياست راته بد عمل ښکاری يا راته بل چا د سياست نه بد عمل جوړ کړے دے، نور زمونږ بابا باچا خان خو سياست د خدمت او عبادت پشان کړے دے،
ملګرو زه يو ځل بيا ستاسو د ټولو راغلو ملګرو منندویه یم او د اے اين پی البرټا تنظيم د عهدارانو او کارکنانو شکريه ادا کوم چې دومره لويه غونډه ې راجوړه کړه .

