د کشیدګۍ کمولو لپاره د پاک–افغان سولې جرګې له پاکستان او افغانستان څخه د دوامداره اوربند غوښتنه

په پېښور کښې د پاکستان او افغانستان ترمنځ روانې کشیدګۍ د کمولو او په سیمه کښې د دوامداره سولې د ټینګښت لپاره د پېښور پوهنتون په اېریا سټډي سنټر کښې د غیر سرکاري ادارې اسپایر کې پي (ASPIRE KP) او قومي اصلاحي تحریک له خوا د پاک–افغان سولې جرګه جوړه شوه. په دې جرګه کښې د سیاسي ګوندونو استازو، علماوو، قبایلي مشرانو، ټولنیزو فعالانو او خبریالانو ګډون کړی و.

د ګډونوالو له خوا په وړاندې شویو وړاندیزونو کښې ویل شوي چې باید سمدستي اوربند وغځول شي او د خبرو اترو لپاره لاره هواره شي. له دې سره سره د افغان کډوالو د باعزته ستنېدو، د سوداګرۍ د بیا پیل او د دواړو هېوادونو د اوسني صورت حال په اړه مفصل بحث وشو او د جرګې تنظیموونکو ته بېلابېلې سپارښتنې وړاندې شوې.

په جرګه کښې ګډون کوونکي پخواني وفاقي وزیر حمیدالله جان آفریدی وویل چې دا جرګه ډېره مهمه ده او له خرابو اړیکو څخه تر ټولو زیات د قبایلي سیمو خلک متاثر شوي دي. د هغه په وینا، اوس مهال په قبایلي پټه کښې د ناامنۍ حالت د 2008 کال نه هم خراب دی. هغه زیاته کړه چې له افغانستان سره د ستونزو د حل لپاره باید د خیبر پښتونخوا سیاسي مشرتابه، علماوو، قبایلي مشرانو او ټولنیزو فعالانو ته د رول ادا کولو واک ورکړل شي. هغه غوښتنه وکړه چې د جرګې ټکي دې مرکزي حکومت ته ورسول شي چې هغوی ته دا معلومه شي چې د پاک–افغان کشیدګۍ له امله سرحدي خلک له کومو ستونزو تېرېږي.

په جرګه کښې یوازې یوې ښځې ګډون کړی و. د ښځو د کم تعداد په اړه ټولنیزې فعالې رخشنده ناز وویل چې د وروستۍ کشیدګۍ له امله په سرحدي سیمو کښې تر ټولو زیاتې ښځې او ماشومان زیانمن شوي دي. د هغې په وینا، په خیبر او چترال کښې خلک بې کوره شوي، خو د حکومت له خوا ورته پوره مرسته نه ده شوې. هغې زیاته کړه چې په تېرو څو میاشتو کښې د سوداګرۍ د بندېدو له امله لکونه خلک بې روزګاره شوي، چې له امله یې اقتصادي فشار زیات شوی او په کورني تاوتریخوالي کښې هم زیاتوالی راغلی دی. هغې هیله څرګنده کړه چې په راتلونکو جرګو کښې به د ښځو او اقلیتي ټولنو ګډون یقیني شي څو د کمزورو طبقاتو غږ هم واورېدل شي.

قبایلي مشرانو په جرګه کښې وویل چې په تېر کښې هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره جرګې شوی دي، خو د حکومت له خوا ورته د پرېکړې واک نه ورکول کېدو له امله کومه مهمه نتيجه نه ده حاصله شوې. هغوی وړاندیز وکړو چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره باید مرکزي حکومت او پوځي مشرتابه دا جرګه بااختیاره کړي.

د وزیرستان مشر ملک نورالله خان وویل چې د رمضان نه مخکې یې له لومړي وزیر سره د قبایلي جرګې استازو ملاقات کړی و، چې پکې ډاډ ورکړل شوی و چې ژر به له آرمي چیف سره هم ملاقات برابر شي، خو وروسته هېڅ پرمختګ ونه شو. د هغه په وینا، وروسته په پېښور کښې له آرمي چیف سره په ملاقات کښې هم دا ډاډ ورکړل شو چې د افغانستان له استازو سره به ملاقاتونه جوړ شي، خو دا وعده هم پوره نه شوه. هغه وویل چې له 2003 کال راهیسې د افغانستان سره د ستونزو د حل لپاره په جرګو کښې برخه اخلي، خو تر اوسه هېڅ جرګه بریالۍ شوې نه ده. د هغه په خبره، تر څو چې د دولتي ادارو، په ځانګړي ډول پوځ، بشپړ ملاتړ موجود نه وي، دا ډول جرګې کاميابېدی نه شي .

د جرګې تنظیموونکو وویل چې دا ډول ناستې به دوام ولري او ژر به د افغانستان له استازو، چې پکې سیاسي مشران، علما او قبایلي مشران شامل وي، سره ګډه ناسته ترسره شي. د قومي اصلاحي تحریک مشر حاجي سهراب خان وویل چې د جرګې د اغېزمنتیا لپاره به ژر په اسلام‌آباد کښې لویه جرګه راوبلل شي، او هڅه به وشي چې د افغانستان د جرګې له استازو سره ګډه غونډه وشي څو د ستونزو په حل کښې پرمختګ وشي. هغه دا تاثر رد کړو چې دا جرګه به هم د پخوا په څېر بې نتيجې پای ته ورسېږي.

د جرګې په پای کښې په ګډ اعلامیه کښې له دواړو هېوادونو وغوښتل شول چې سمدستي اوربند وکړي او په کلکه یې عملي کړي څو په سیمه کښې کشیدګي او تاوتریخوالی کم شي. اعلامیه کښې دا هم ټینګار شوی چې یو بل ته دې اجازه ورنه کړل شي چې خپله خاوره د یو بل پر ضد وکاروي او ټولې ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل شي. له اسلام‌آباد او کابل څخه د باور جوړونې ګامونو غوښتنه هم وشوه، او د ستونزو د حل لپاره د ګډ پلېټ فارم جوړولو او د استازو د تبادلې وړاندیز هم وړاندې شو.

د پاک–افغان سولې جرګه په داسې وخت کښې جوړه شوې چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ په تېرو پنځو میاشتو کې سرحدونه د سوداګرۍ او د خلکو د تګ راتګ لپاره تړلي دي، او له تېرو یوې میاشتې راهیسې کشیدګي زیاته شوې ده. تېره ورځ د تورخم پوله د هغو افغان کډوالو لپاره بیا پرانیستل شوه چې په بېلابېلو زندانونو کښې بندیان وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!