د خلیج دولتونه به پاتې نه شي

د ایران د ايټمي مذاکراتي ټیم پخوانی سلاکار:
“د خلیج دولتونه به پاتې نه شي!”

یو ایراني جوهري مزاکراتي ټيم پخواني مشير او د University of Tehran استاد Seyed Mohammad Marandi ویلي:

“نن یو مهم سیاسي شخصیت راته وویل چې Iran پلان لري دا جګړه د United States د منځمهالو انتخاباتو (Midterm Elections) پورې وغځوي. او دوی غواړي امریکا مجبوره کړي چې له سیمې څخه ووځي.

او څومره چې دا جګړه شدیده کېږي، د امریکا د سیمه ایزو متحدینو لپاره به حالات هماغومره تیاره کېږي.

د Persian Gulf په سیمه کښې موجودې عربي کورنۍ واکمنۍ (خانداني امارتونه) که دا جګړه اوږده شي، نو د دوی بقا به سخته شي. باید په یاد ولرئ چې دا ټول دولتونه خانداني واکمنۍ دي.

په دغو کوچنیو هېوادونو کښې کله ناکله د پاسپورټ لرونکي اصلي اوسېدونکي د ټول نفوس یوازې له ۱۰ څخه تر ۱۵ فيصده پورې وي.

د مثال په توګه په United Arab Emirates کښې شاوخوا ۱۴ لکه اماراتي خلق دي، خو نزدې یو کروړ نور خلک بهرني دي.

که دولتي نظام کمزوری یا مات شي، نو مزدوران، قراردادي کارکوونکي او ټیټ ټولنیز طبقات هم کولای شي د United Arab Emirates، Qatar، Kuwait، Bahrain او نورو دولتونو د راتلونکي په اړه خپله رایه څرګنده کړي.

نو که دا جګړه اوږده شي، زه فکر نه کوم چې دا دولتونه به ډېر وخت دوام وکړي.

د دوی له ډلې هېڅ یو اوږده تاریخي تمدن نه لري او نه هم کومه لویه تمدني پېژندنه لري.

د دوی سره کوم څرګند نظریاتي نظام هم نشته، خو ایرانیان د نظریاتي بنسټ په توګه اسلام لري.”

(— سید محمد مرندي، د تهران پوهنتون د انګلیسي ادبیاتو او اورینتالیزم پروفیسور، سیاسي پوهان او د ایران د ايټمی مذاکراتي ټیم پخوانی سلاکار.)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!