د آيت الله خامنای شهادت د اسلامي هېوادونو په مخ څپېړه ده،

عوامی نیشنل پارٹی مرکزي مشر او سينټر ایمل ولی خان ویلي دي چې د اسرائیل او امریکا په برید کښې د آیت الله علی خامنہ ای شهادت د اسلامي هېوادونو په مخ یو څپیړه ده. دا پېښه د نړۍ د مسلمانانو لپاره هم د فکر لمحه  ده، ځکه چې کله یو په بل پسې اسلامي سیمې د اور لمبو ته غورزيږی، نو هېڅ مشترکه تګلاره او موقف مخې ته رانغی.

د پېښور له باچا خان مرکز څخه په خپره شوې اعلامیه کښې هغه وویل چې د منځني ختیځ مسوده حالات، د پاک ـ افغان پولې تاوتریخوالی او پر ایران بریدونه دا څرګندوي چې سیمه له یو خطرناک پړاو سره مخ ده. که ژر تر ژره په دې حقله ډیپلوماټیک ګامونه وانخیستل شي، نو دا حالات  په عالمی تصادم بدلېدی شي.

هغه زیاته کړه چې امریکا له یوې خوا د غزې د مسئلې په اړه د “بورډ آف پیس” خبره کوي او له بلې خوا له اسرائیل سره په ګډه پر خپلواکو هېوادونو د بریدونو مشري کوي، چې دا ښکاره منافقت او تضاد دی. د افسوس خبره ده چې پاکستان هم له پارلمان سره له سلا مشورې نه بغېر د داسې فورمونو برخه دی.

د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي مشر وویل چې د ایران په معامله کښې د پاکستان په ګډون د اسلامي هېوادونو رول مایوس کوونکی پاتې شوی دی. تر اوسه هېڅ مسلمان هېواد د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل د یرغل ښکاره غندنه نه ده کړې.

 ایمل ولي خان وویل چې د آیت الله خامنه‌اي له سیاسي فکر سره اختلاف کیدی شي، خو دا حقیقت پر خپل ځای دی چې هغه د 86 کلونو په عمر کښې هم پر خپل دریځ او د امریکايي استعمار پر ضد پر خپل موقف ټینګ ولاړ و. استقامت او ثابت‌قدمي به یې د سیاسي ژوند مهم اړخ وي.

عوامي نیشنل پارټي د ایران له حکومت او ولس سره خپله

 خواخوږي او یووالی بیا څرګندوي او وایي چې په دې سخت وخت کښې ورسره ولاړه ده. الله تعالی دې د آیت الله علي خامنه‌اي او له هغه سره د نورو شهیدانو درجې لوړې کړي او سیمه دې له لا زیاتو وینو تویېدو وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!