خو اوس زه په دې درک کښې يم چې دا بحث ډېر پراخ او اوږد دے او داسې ښکاري چې د دواړو اړخونو دليلونه به يو بل ته چندان نزدې نه شي. شاعري يو ډېر لويه او پراخه ميدان دے او هم قدماوو او هم معاصرو ليکوالانو پکښې په هر فن کښې د کمال بېلګې او نمونې پرېښې دي. که مونږ د يو په وړاندې د بل مثالونه راوړو نو دا به نن ماښام دومره اوږد کړي چې هر سړے به پرې تنګ شي .
له همدې کبله زه له کرایټس نه دا پوښتنه کوم چې هغه غواړي خپل استدلال د شاعرۍ کومې برخې پورې محدود کړي؟ ايا دے غواړي چې په عمومي ډول د قدماوو دعوه د معاصرو په وړاندې وساتي او که غواړي چې د معاصرو له بېلو بېلو زمانو څخه دا همدا زمونږ عصر د مقايسې ډګر وګرځوي؟”
کریټس د دې غوښتنې په بابله لږه شېبه سوچ وکړ، بيا ئې یوجینیس ته وئيل چې ستا وړانديزونه ماته د منلو وړ ښکاري او که ته راضي ئي نو کولے شو چې خپله مناقشه يوازې د ډرامايي شاعرۍ تر حده محدوده کړو. په دې برخه کښې زما په اند دا دومره ګران کار نه دے چې يا دا ثابته کړو چې پخواني ليکوالان په اوسني ليکوالانو فوقيت لري او يا دا چې تېر عصر زمونږ له اوسني زمانې نه لوړ او غوره و.
“څومره چې زه وینم ما تر خپل اټکل ډېر مشکل میدان په غاړه اخیستے دے ځکه که څه هم ما هېڅکله د یوناني او رومي شاعرانو ډرامې زمونږ له ډرامو سره د پرتلې وړ نه دي ګڼلي خو له بلې خوا دا هم منم چې هغه ډرامې چې نن سبا نندارې ته وړاندې کېږي د تېر عصر له ډېرو لیکلي شوی اثارو نه کمزورې دي.خو زما د تسلۍ خبره دا ده چې که مونږ ماتې هم وخورو، نو دا به یوازې زمونږ د خپل وطن د لیکوالو له لاسه وي او که مونږ په دې یوه څانګه يعنې ډرامه کښې هغوي ته فوقيت ورنه کړو نو د شاعرۍ په نورو ټولو قسمونو کښې تر هغوي ډېر وړاندې یو. ځکه د حماسي او غزلي شاعرۍ په برخه کښې به هغوی ته دا ډېره سخته وي چې له خپلو لیکوالو څخه یو داسې شاعر را وښايي چې زمونږ د اوسنیو یا نزدې وختونو د شاعرانو سیال وي.
د درباري نزاکتونو، د اشرافو د مجلس د خبرو اترو د ښکلي انځور په برخه کښې هېڅوک د سر جان سکلینګ سیال نه لري د روانۍ، خوږوالي او هوار اسلوب په برخه کښې له ښاغلي والَر نه بل څوک نشته د وقار، سمون او دروند اسلوب له پلوه سر جان ډېنهام بې سارې دے او د لوړ خیال، پراخ مضمون او ژوندي روح له اړخه ښاغلي کاولي تر ټولو مخکښې دے
او چې د ایټالوي، فرانسوي او هسپانوي ډرامو خبره ده نو زه په پوره ډاډ سره دا ثابتولے شم چې زمونږ د نن ورځې لیکوالان تر هغوي غوره دي او دا چې د ډرامې بشپړ واک او فوقيت اوس زمونږ په لاس کښې دے.”
ټولو تر دې حده د یوجینیس نظر سره موافقت وکړه چې د انګريزي شعر خوږوالے زمونږ د پخوانیو له خوا نه سم درک شوے و او نه هم په عملي ډول کارول شوے و عن تر دې چې کریټس پخپله هم په دې اړه ډېر سخت مخالفت و نه کړو او هر یو په خپله خوښه دا ومنله چې زمونږ شاعري د ځینو هغو لیکوالانو په طفيل څومره وده کړې ده چې لا تر اوسه هم ژوندي دي. دا هم دوي وو چې مونږ ته ئي اول دا درس راکړ چې خپل خیالونه څنګه په اسانه، روښانه او معنا دارو الفاظو کښې واچوو او څنګه د بیان اضافي او بې ځایه اوږدوالي راکم کړو او څنګه قافیه د شعر داسې طبیعي برخه وګرځوو چې هېڅکله معنا ګمراه نه کړي بلکې پخپله د معنا تر لارښوونې او واک لاندې وي.
یوجینیس لا غوښتل چې خپله خبره وغځوي او نور تفصيل پرې ورکړي چې ليسيډيس هغه ودرولو او ورته ئي وئيل: ددې نه مخکښې چې نور مخته لاړ شو نو لازمه ده چې د خپلې مناقشې لپاره یو مضبوط او منلې شوې او يو بشپړ معیار وټاکو ځکه دا څنګه ممکنه ده چې پرېکړه وشي چې چا تر ټولو غوره ډرامې لیکلي دي؟؟؟ تر هغې چې مونږ په دې پوهه نه شو چې ډرامه په اصل کښې څه ته وائي ؟ کله چې دا ټکی دواړو لورو ته ومنلې شي نو هر یو به کولے شي چې هم دا معیار د خپل دریځ د پیاوړتیا لپاره وکاروي او هم د خپل سیال نیمګړتیاوې پرې روښانه کړي.
هغه لا دا خبره ختمه کړي نه وه چې ټولو ترې غوښتنه وکړه هم هغه دې د ډرامې تعریف وړاندې کړي. هغوی ځکه لا ډېر ټینګار کولو چې نه ارسطو، نه هورېس او نه هم بل کوم هغه لیکوال چې د دې موضوع په باب ئي څه لیکلي دي نو تر اوسه د ډرامې یو څرګند او بشپړ تعریف وړاندې کړی و..
“آيا دا څرګنده نه ده چې په تېرو سلو کلونو کښې هغه مهال چې د فلسفې مطالعه د عيسوي نړۍ د پوهانو او فاضلانو اصلي مشغله ګرځېدلې وه مونږ ته نزدې يو نوې فطرت را څرګند کړو؟ آيا دا رښتيا نه ده چې په هم دې موده کښې د فلسفې د مکتب فکر ډيرې تېروتنې ظاهر شوې او په فلسفه کښې ډېر ګټورې تجربې ترسره شوې دي او د علم بصريات، علم طب، علم تشريح الاعضا او علم فلکياتو ډيرې لوړې او ارزښتناکې پټې خبرې را ښکاره شوي دي . تر ټولو ساده باور لرونکو او د زړو فکرونو زمانو ډېرې زياتې، چې له ارسطو نه تر مونږ پورې وغځېدلې ؟ نو رښتيا هم دا خبره سمه ده چې له علم نه تېز هېڅ شي بل نه خپرېږي کله چې هغه په سمه توګه او په عمومي ډول وروزلې او وپاللے شي.
دې سره به زه دا هم اضافه کړم چې په هغه وختونو کښې خلکو به د ښه لیکلو لپاره نور هم زیاتې هڅې کولې. که څه هم دا خبره په هره زمانه او هر هغه چا کښې وي چې د شهرت غوښتنه لري خو شعر په هغه وخت کښې د اوسني وخت نه ډېر عزت لرلو . له همدې امله شاعرانو ته لوړې جایزې ورکولې شوې او د هغوی ترمنځ به سیالي هم ډېره زياته وه. هغوی به قاضیان هم ټاکل چې معلومه کړي څوک غوره شاعران دي او ګټونکو ته به انعامونه هم ورکولې شول . مورخينو ډېر دقت کړے دے چې معلومه کړي په دې سیالیو کښې څوک بریالي شول او څو ځله کوم شاعر په سر تاج کيښودې شو. په هغه وخت کښې د ايشياء د باچاهانو او یوناني ښارونو لپاره ښه موضوعات ډېر نه وو نو ډېر وخت ئي د ناوړه محفلونو لذتونه او د ښاریانو ستونزمن سیاسي چلونه د لوبو موضوع ګرځولې لکه څنګه چې پېټروکلس وئيلي دي، “سیالي ذکاوت ته وده ورکوي او کله نا کله حسد او کله نا کله ستاینه زموږ هڅې زیاتوي.”
خو اوس چې د عزت او انعامونو جایزې ورکول بندې شوې دي هغه ښې سیالۍ چې د لیکوالانو ترمنځه وې نو اوس نيغ په نيغه په کرکه او نفرت بدلې شوې خو دا کرکه فضول او تنبل ده چې صرف بل څوک ملامته کوي او نیوکې پرې کوي. پرته له دې چې خپله ښه لیکنه وکړي او ښه شهرت ترلاسه کول دومره زحمت ته ارزښت نه لري خو بیا هم خلک دغه شهرت غواړي او هڅه کوي چې نور څوک ئي ترلاسه نه کړي.
یوجینیس ! دا هغه وجه ده چې اوس ښه شاعران ډير کم دي خو بد نقادان ډېر زيات دي. د پخوانیو شاعرانو د ښه تقلید کولو لپاره ډېر سخت محنت او اوږده مطالعه پکار وي. ما مخکښې هم وئيلي دي چې زمونږ شاعرانو ته کافي هڅونه نه ورکول کېږي که څه هم وړتیا ولري. پخوانیو شاعرانو د انسان فطرت په ډېر هوښیارتيا سره څېړلی او ورته یو کامل انځور ئي مونږ ته راکړے دے خو مونږ لکه خراب نقل کوونکي د هغوي مثالونه نه ګورو او خپل آثار مو خراب او بد ښکاره کړي دي.
د دې لپاره چې پوه شئ څومره د هغو پخوانیو استادانو پور راباندے دے او شرم مو وي چې هغوی دې حالت ته رسولي، باید زه به دا ووايم چې هغه ټول قواعد چې نن ورځ په ډرامه کښې کارول کېږي که د کیسې جوړښت سم وساتي یا د تشریحاتو، کیسې وئیلو او نورو ښایسته اضافو په اړه وي نو دا ټول د ارسطو د
مشاهدو نه اخیستلې شوي دي، چې هغه شاعران ئي څېړلي دي چې د هغه نه يا مخکښې وو او يا د هغه په وخت کښې ئي ژوند کولو .
مونږ خپله هېڅ نوي څه نه دي زیات کړي خو ځینې خلک فکر کوي چې خپله هوښياري ئي زیاته ده. خو زمونږ په وخت کښې هېڅوک دا نه مني پرته له هغو کسانو چې خپله پوهه نه لري .
د ارسطو کتاب Peri tes Poiekes د هورېس د Art of Poetry ښه شرح ده او زه باور لرم چې شايد چې دا هغه دویم کتاب وي چې د ارسطو د کامیډي په اړه ورک شوے دے
دغه مشهور اصول چې “دری وحدتونه” ورته وئيلے شي د دوو اساسي نظرونو نه اخیستلې شوي دي. دغه اصولو سره باید په هره منظمه ډرامه کښې رعایت وکړې شي. دغه درې وحدتونه دا دي: وحدت زمان ، وحدت مکان او وحدت عمل.
د وحدت زمان مطلب دا دے چې د ډرامې کیسه باید په لنډ وخت کښې معمولاً په یوه ورځ کښې وړاندې شي یا ترې لږ کم يا زيات وي ځکه چې ډرامه په څو ساعتونو کښې د سټیج په سر وړاندې کولے شي نو کیسه باید هم د هغه وخت سره برابره وي.