د خیبر ضلعې د تجارتی مرکز باړې څخه شاوخوا دوه نیم کیلومتره لرې، د ډوګره په سیمه کښې د تیراه کډه شویو کورنیو ته د ټرانسپورټ لګښت د ترلاسه کولو لپاره، د صوبايي حکومت د احکاماتو له مخې نوی مرکز جوړ شوی دی. دلته د سهار له وخته د خلکو اوږده قطارونه لیدل کېږي، خو کارکوونکي لس بجې کار شروع کوی د مرکز د عملې له لوري د لاوډسپیکر له لارې خلکو ته ویل کېږي چې یوازې هغه کسان دننه تللی شي چې تصدیق شوی فارم ولري، او هغه کسان چې نیمګړی فارم لري باید خپلو سیمو کښې موجودو مرکزونو ته ولاړ شي او ضروری کاروای مکمل کړي.
د بې کوره شوو کسانو د اندراج او مالي مرستو په برخه کښې د پرلهپسې شکایتونو له امله، صوبايي حکومت په باړه میداني سیمه کښې نور مرکزونه هم پرانیستي دي، خو بیا هم ستونزې پر ځای پاتې دي او وخت ناوخت اغېزمن کسان د احتجاج په توګه سړکونه د ټريفک بندوي.
پنځوس کلن سید محمد خپل کورنۍ، سامان او مالونه په موټر کښې بار کړي او د باړې تیراه پر سړک د کرایې د پیسو ترلاسه کولو مرکز مخې ته ولاړ دی. هغه وایي، پولیسو ورته ویلي چې د مرکز دننه عمله به بهر راځي، اسناد به ګوري او بیا به کرایې پیسې ورکوي، خو درې ساعته تېر شوي او څوک نه دي راغلي، په داسې حال کښې چې ښځې او ماشومان په موټر کښې سختې ستونزې تېروی،
د سیمې د مشرانو ۲۴ کسیزې کمېټې مشر ملک کمال الدین آفریدی وویل چې د ټرانسپورټ پیسې به یوازې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د تیراه د پولیو واکسین ډیټا ولري او دا به د نادرا له لارې تصدیق کېږي. هغه وویل چې د جعلي ټوکن، بوګس اندراج او هر ډول درغلۍ پر وړاندې به سخته قانوني کاروایي کېږي او ایفآیآر به درج کېږي. د هغه په وینا، د بې کوره شوو د تصدیق غټ واک کمېټې ته سپارل شوی او په دې کښې به د کوم سیاسي مشر یا جرګې رول نه وي.
د ضلعي چارواکو له مخې، له تیراه څخه تر دې دمه له دېرش زرو زیات کورنیو ته ټوکنونه ورکړل شوي، چې له هغې ډلې د اووه نیم زرو کورنیو کاروای مکمل شوې ده.د تيراه وادئ په اپريشن د فوځ او د صوبې د وزيراعلا موقف د يو بل په ضد دی، خو د دې باوجود علاقه کښې د فوځی اپريشن تيارئ روانې دی
One thought on “د امن د ټینګښت لپاره له قبایلي ضلعو څخه د دويم ځل کډوالۍ لړۍ روانه ده”
[8789]dn99 Official Login | Fast Payout Online Slot Malaysia,dn99 provides a premium gaming experience with a seamless app download and live casino baccarat. Enjoy secure play and quick withdrawals. Join the action now! visit: dn99
[8789]dn99 Official Login | Fast Payout Online Slot Malaysia,dn99 provides a premium gaming experience with a seamless app download and live casino baccarat. Enjoy secure play and quick withdrawals. Join the action now! visit: dn99